دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
يوه ټوکه ، غزنی او د وزيرانو شورا غونډه


يوه ټوکه ، غزنی او د وزيرانو شورا غونډه


وايې چي يوه تن غولونکي ماهر سړی د خپل يوه دوست  چي په دربار کي  مهم وزير وو ، دهغه  په مرسته د پاچا تر درباره  ځان ورساوه . په دربار کي پاچا د هغه ماهر تيرويستونکي سړي څخه وپوښتل  چي :
ته څه مهارت لري چي زما تر درباره رسېدلې يې ؟ ماهر چي د خلکو په تيرويستلو کي زيات مهارت درلود پاچا ته يې و ويل :
زموږ د سر واکمنه عادل او د ستري کورنی وارثه ، زما سر دي په امان وي ، زه ستاسو د دربار لپاره د داسي لباس د جوړولو تابيا کوم چي د چين تر وريښمينو او هند تر زرينو لباسونو به ښکلي او عزتمن وي. که د هري پاچاهي، پاچاه يا د پاچاهانو استازي راسي ، ستاسو شاهانه لباس ته به ګوته په غاښ نيولې  او حيران پاته وي!
پاچا وزيرانو ته و ويل چي زما د دربار وزيرانو ستاسي رايه څه ده ؟ و زيرانو په يوه اواز و ويل چي دا به ډير ښه وي، موږ هم داسي يو ځانګړتيا ولرو چي د نورو پاچا هانو په ملکونو کي نه وي!
پا چا ماهر سړي ته و ويل چي :
زموږ د دربار لپاره داسي لباس جوړول ښه کار دی ، خو ته څه غواړي او د دې لپاره کومو موادو ته اړ يې ؟
ماهر سړي و ويل :
ښاغلې  پاچا ، زموږ د سرونو واکمنه ! زه درې غوښتني لرم :
لومړی : شپږ مياشتي د لباس جوړولو لپاره فرصت .
دوهم : زما د لباس د جوړولو د کتلو او ليدلو لپاره  به يوه ورځ  تر وعدې وړاندي شپږ تنه وزيران راځي او لباس به ګوري او خپله رايه به راته وايې  .
دريم : که نورو پاچاهانو ستاسو څخه د همدې لباس غوښتنه وکړه هغوی ته به يې نه جوړوی.
پا چاه او وزيرانو دا غوښتني ومنلې او ماهر سړی ته يې هر څه خوراک و که څښاک ، قصر او ماڼی وه که مينځي او کنيزاني او د اړتيا او هوس هرڅه يې ورته برابر کړل .
مياشتي تيري سوې ، ماهر سړي د پاچا دربار ته احوال وليږي چي شپږ  تنه وزيران دي د لباس ليدلو ته راسي! خو يو دي هغه وزير وي چي دې يې دربار ته ور پيژندلی  دی ، دا ځکه چي د هغه يو حق دی چي لومړی يې هغه وزير وګوري!
پا چا شپږ  تنه وزيران د هغه ناپوه وزير سره يوځای  وليږل ، چي ماهر سړی يې دربار ته رسولی وو او په خورا تلوسه د دې وزيرانو خبر ته منتظر وو. وزيران ولاړل .
ماهر سړي  وزيران په يوه خورا ښکلې کوټه کي کښينول د څښلو خوړلو لپاره يې هر څه تيار کړه او هغوی يې  څښلو او خوړلو ته دعوت کړه . وزيران په څښلو خوړلو بوخت سوه او ماهر سړی خپلي خبري ورو  ورو پيل کړې او د خپل جوړ سوي لباس په اړه يې خبري او د هغوتوصيف کاوه .
ماهر سړي وويل چي : دا لباس چي ماجوړ کړی دی ، دا د ښاپيريو او ديوانو په مر سته جوړ سوی دی. د ډيرو ليرو ځايونو مي د دې لباس  مواد ، تانسته ، وريښم ، دړ دنګ او نور راوړي دي . دا لباس ډير نازک او روښانه دی ،د نارينه ټول بدن پکي پټ او ښکلي  مالوميږي.دا لباس اندازه نه غواړي د هر چا په تن کي په خپله ځان برابروي.خو دوه خو را مهم خصوصيتونه لري لومړی دا چي د سپي د ږغ سره پراخيږي او دوهم دا چي  حراموني سړی دا لباس نه ويني ( حرامونی هغه سړي ته وايې چي موريې د خپل ميړه پرته د بل سړی څخه زوی زيږولی وی )  او دا يې بيا تکرار کړه چي  حراموني سړی دا لباس  نه ويني . او دا خبري يې څو څو ځله وه ويلې .
وزيران خوراک څښاک او د ماهر په خبرو کي د خيال ټال اخستي وه  او فکر يې کاوه چي دا به څنګه لباس وي ؟ کاشکي يې ژر و وينو او وايې غوندو، ډير په تلوسه کي او هم  يې هغو خبرو ته پام وو چي د سپي په ږغ لويږي او حراموني  سړی يې نه وي !!!
دا مهال ماهر سړي د خپلي بلي کوټې ور پرانستی او وزيران يې دعوت کړل ،  وزيران کوټي ته ننوتل ، ماهر سړي پر خپل ملګري وزير ږغ وکړ چي : ښاغلي وزير صاحب ته خو زما ملګری يې ته حق لري چي اول  تا ته دا جامې واغوندم . وزير خوښ سو او د کوټې منځ ته ورغی .
ماهر سړی اوراد ، او  دم اوچف پيل کړه او د ځان سره وايې زبزباني ښاپيری چيري يې ؟ ژر راسه او هغه د تور ديب کميس راوړه ! دا خبره يې بيا بيا تکرار کړه تر څلورم او پنځم ځل وروسته يې وزير ته وويل چي :
وزير صاحب زه ستا کميس باسم او بيا سمدستي هغه د وريښمو ځانګړی کميس در اغوندم ، چي ما جوړ کړيدی، پام کوه چي په ښکلا يې بې هوښه نه سي!
بيا يې په اورادو او دم اوچف پيل وکړ او د وزير صاحب د کميس په ايستلو يې پيل وکړ .        
د وزير کميس يې ويست او بيا يې د اسي لاسونه جوړ کړه لکه چي بل کميس يې د اغوستلو لپاره برابر کړې وي، انتر او منتر يې و وايه او بيا يې پيل وکړ چي : دړ دنګ ، دړ دنګ ، دړدنګ دړدنک اود دې سره يې يوځای لاسونه په داسي ډول ښورول لکه چي وزير ته  کميس اغوندي،  پر سر يې لاسونه ورتير کړه ، غاړي ته يې لاسونه ور ورسول او بيا پر اوږو لاسونه  ورتير کړه او  وروسته  يې تر ملا پوري لاسونه پر کش کړه او همدا وايې چي دړدنګ  ، دړدنګ  ، کله چي ېې تر ملا پوري  لاسونه ورسول بيا يې دړدنګ پريښود او د يوې  ملايمي خندا سره يې سم و ويل چي : تاسو خوشبخته او ښاغلي ياست ، ستاسو دا ښکلي جامې او لباس  به حراموني کسان نه ويني . بيا يې سمدستي د  وزير پر لور ور وکتل او پوښتنه يې وکړه !
څنګه ؟ وزير صاحب زه ستاسو کورنی ټوله پيژنم  ، زما اوستا پيژندګلوي خو له پخوا زمانوده ، ستاسو کورنی خو ډيره عزتمنه او د ابرو خاوندان دي . اوس به دا ښکلی کميس ستاسو سره ډير ښه مالوم سي ، د يوې درنې کورنی سړی  او بيا چي وزير هم وي ، بايد داسي لباس ولري .
بيا يې دړ دنګ ، دړ دنګ پيل کړ او د يوې لحظې وروسته يې و ويل : وزير صاحب زه چي ستا دا ښکلی کميس  ګورم ډير ښکلی دی او خوند راکوي  ، زړه مي کيږي چي ځان ته مي اغوستی وای! خو اوس مي ستا لپاره جوړ کړيدی .
دا مهال يې د لاس حرکتونه پريښودل داسي چي ګويا کميس يې ورته واغوستی ، او بيا يې و ويل  چي : واه ، واه څومره ښکلی کميس دی! وزير چي دا خبري واورېدې ، نو يې پر ځان د حراموني شک راغی زړه يې غوښتل  و وايې چي : زه کميس نه وينم ! خو چي بل وزير ته يې پام سو نو د حراميتوبه د وتلو يې دا ښه وګڼل چي و وايې : هو ډير ښه کميس دی ، واه ، واه ! 
ناست بل وزير چي خپل ملګری وزير وليدی ، فکر يې وکړ چي دا خو زه کميس نه وينم ، هغه خو لڅ ولاړ دی ! په دې مهال ماهر سړي و ويل ، هو وزير صاحب  ستا کميس ډير ښه مالوميږي! واه ، وا !
بيا يې ناست بل وزير ته مخ کړ او وي پوښتل چي وزير صاحب ستا له نظره ښکلی دی که نه؟ ناست وزير چي دا خبري واورېدې ، نو يې دافکر وکړ چي که زه و وايم چي زه کميس نه وينم ، خودا ثابتيږي چي زه حرامونی يم . دا چي دوې دواړه کميس ويني او زه يې نه وينم ، ښايې زه به حرامونی يم ؛ نو سمدستي يې پريکړه وکړه چي د حراميتوبه ځان ژغورل په کار دي ، او د ماهر سړي ځواب يې ورکړ . هو ډير ښه کميس دی واه ، وا ! 
ما هر سړي په دې ډول شپږو وزيرانو ته لباسونه واغوستل او په بيا بيا به يې ورته ويل چي حرامونی يې نه ويني، او د ټولو وزيرانو کميسونه يې ويستل .
وزيرانو د حراميتوبه د خلاصون په نيت دا ومنل چي هغوی کميس ويني . ټوله وزيران کورونو ته ولاړل او سبا دبار جوړ سو او وزيران او هغه ماهر سړی راورسيدل او د پا چا د لباس اغوستلو چاري پيل سوې ، همدا ډول چي په وزيرانو يې کميس اغوستی وو او حرامی هغه کميس نه ليدی ، د پاچا سره هم همدا کار وسو، د هغه کميس يې لکه د نورو وزيرانو ويست او هغه يې لوڅ ودراوه .  ټول وزيران پرله پسې همدا وايې چي واه ، وا ، واه ، وا !
پا چا چي د ټولو وزيرانو دا واه وا واوريدل ، نو پر چان شکمن سو چي زه يې ولي نه وينم ، پا چا هم دا ښه وګڼل چي و وايې هو ، واه  ، وا ډير ښه کميس دی !
دا مهال د پاچا يو ماشوم زوی دربار  ته راغی ، چي ګوري ټوله وزيران او پاچا کميسونه،  نه لري نو ويې خندل ، او په لوړ اواز يې و ويل دا ولي ، تاسو ولي کميسونه ايستلي دي. پا چا چي د خپل زوی  دا ناري واورېدې ، نو سمدستي منکر سو چي دا د پاچا زوی دی ، څکه چي که دا ومني چي د پاچا زوی دی نو هغه کميس نه يني ، د هغه حراميتوب ثابتيږي .
پا چا پهره دار ته ږغ کړ ه چي دا حرامي د کومه ځايه راغلي او دلته هر حرامي ته اجازه ورکوي ، هغه ليري وباسی او سزا ورکړي مور او پلار يې پيدا کی او در بار ته يې راولی چي هغه  ولد زنا دی چي مور ته يې جزا ورکړو .
ماشوم منډه کړه مليکې ته ولاړ خو پهره دار ته امر سوی وو چي مور يې پيدا کړي او دربار ته يې راولي ، نو ماشوم چي د خپلي مور ( ملکې ) په غيږ کي ځان پټ کړی وو ، ژړل يې او ويل يې چي موري خلاص مي کړه ، زما پلار ماته جزا را کوي . هغه ليونی سوی دی ، کميس نه لري او ټوله وزيران همداسي بې کميسه ناست دي . موري ما وژغوره  ، ما وژغوره ! او همداسي ژاړي .
پهره را سمدستي د هلک مور ، را په مخه کړه او دربار ته يې  راوستل ،مليکې چي په دربار کي وزيران لڅ وليدل د شرم او حيا يې سمدستي مخ پټ کړ او د زوی په دفاع يې شروع وکړه او همدا وايې چي زما زوی چا ډار کړيدی ، ولي ؟ او يو سر    بد او رد وايې .
پاچا چي په خپل دربار کي دا بې عزتي وليدل چي يوه مخ پټې ښځه د ده بې احترامي کوي ، امر يې وکړ چي دا ښځه پر خره چپه سپره کړی او په بازار يې وګرځوی . عسکرو همداسي وکړه !
په بازار کي خلکو د خپل پاچا مليکه پر خره سپره وليدل چي عسکر په پسې دې او همدا اعلان کوي چي دا هلک حرامونی  دی. پا چا امر کړی چي جزا ورکړو او ټول وګړي بايد پوه سي چي د زنا جزا په عام بازار کي  همدا ده .
د ښار قاضي ته خبر ورسېدی او هغه چي مليکه پر خره سپره وليدل ، نو يې عسکرو ته و ويل ، دا زما په ضمانت خوشي کړی او زه يې دربار ته بيا ورولم چي له دې سخته جزا ورکړي.  عسکرو ومنل ، مليکه او د هغې زوی يې قاضي ته وسپارل . قاضي در بار ته راغی .
ګوري چي ټولو ناستو وزيرانو کميسو نه ايستلي او لڅ ناست دي.
پاچا د قاضي هرکلی وکړ،قاضي پوه سو چي کومه لويه تيروتنه سوېده ! بايد ځان پوه کړي. په دې مهال يې ټوله مخاطب کړه چي  : تاسي ټوله دا ډول ، دا څنګه ؟ پاچا جواب ورکړ چي دا  زموږ نوی لباس دی او دا لباس  دغه سړي جوړ کړيدي ، يوازي حراموني کسان يې نه سي ليدلای . نور ډير ښه لباس دی، خورا ښکلی لباس دی! ته يې ويني ؟
قاضي پوه سو چي دا سړي په ټولو ملنډي وهلي او تير ايستلي يې دي ، نو يې پاچا ته جواب ورکړ :
هو ښاغلی زه يې وينم ، خو دا رنګونه يې بيل بيل دي ، ښه به وايې چي د ټولو رنګ يو شان وايې ، اوس تاسو دا لباس وباسی او چي هر وخت يې يو رنګ لباس جوړ کړ بيا يې واغوندی، هغه وخت به ډير ښه وايسي ، ټوله به يوشان مالوم سي. پا چا هم يوه د حل لاره غوښتل او سمدستي يې و ويل چي هو ښه خبره ده موږ ټولو ته يو رنګ جامې جوړي کړه !
قاضي و ويل : زموږ ګران پاچا تر هغو چي يو رنګ جامي يې نه وي جوړي کړي ، دا ماهر سړی مه پريږدی چي چيري ولاړ سي، دا بيا په بله  پاچاهي کي  خپل هنر خرڅوي ! همدلته بايد پاته سي.
ماهر سړي چي خپل ژوند په خطر کي وليدی نو يې د پاچا وغوښتل چي  : زموږ د سرونو واکمنه ، زه به دا لباسونه جوړ کړم ، خو دا مواد ماته ښاپيرويو په قرض راکړي وه ، نور نه راکوي د دې لپاره چي دا مواد پيدا کړم ، زه بايد د تور ديب لپاره نه مياشتي خدمت وکړم .
پاچا چي ځان له شرمه خلاصاوه پريکړه يې وکړه چي دا سړی دي ولاړ سي او موږ به بيرته خپلي پخوانی جامې واغوندو.
غزنۍ ! په غزني هغه لباس اغوستل سوی چي هرڅوک يې نه سي ليدلای ، يوازي   وزير صاحب ليدلای سي
د وزيرانو شورا محترم غړي هم  د خپل  ملګري د  شرمه همدا وايې چي واه ، وا غزنيه  او ، واه ، وا غزنيه!
 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006