دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د افغانستان په تاريخ کي د پکتيا درې ځانګړني


 

د افغانستان په تاريخ کي د پکتيا درې ځانګړني


د مقالې لنډيز :
په دې بحث کي د پکتيا څخه موخه همدا ننی محدوده پکتيا نه ده ، بلکی هغه پکتيا ده چي د هيواد ټولي سهيل ختيځی سيمي په بر کي نيسي.په ځانګړې توګه اوسنی پکتيا ، خوست او پکتيکا ولايتونه دي.
د افغانستان د لنډي پيژندګلوی لپاره يو شمير مورخينو بيلا بيل القاب او سر ليکونه په خپلو څيړنو او خپرونو کي منلي او عام کړيدي. د بيلګي په توګه  انګليسي نامتو مورخ تاينبې وايې چي : افغانستان د لرغونو مدنيتو نو څلورلاري بللې ده ، چي د نورو مدنيتونه يې خپل کړي اوبیا يې په افغاني بڼه ګاونډيو سيمو ته خپاره کړيدي؛ امريکايې لرغونپوه بنجامن رولاند وايې چي افغانستان سر پټی موزيم دی؛ ماوريزي يو توزي وايې چي:  افغا نستان د لرغونوو زمانو د لاجوردې کاڼو د سوداګری ټاټوبی دی؛ علامه حبيبي وايې چي : افغانستان د تمدن ځانګو ده؛ او په دې ډول نور القاب او سرليکونه سته چي د دې هيواد د تاريخي برم او دبدبې ښکارندويې کوي.
دا القاب د دې هيواد د ټولو سيمو د برياو او وياړنو د ټولګي په توګه د پوهانو د لوري کارول سويدي. د امو نه تر اټکه د واخانه تر ذالفقار څوکي د ټولو سيمو او په سيمو کي د ټولو ميشتو اولسونو اړوند وياړونه او بر ياليتوبونه دي.
پکتيا چي د افغانستان د تاريخ د شملې نوم ګټلی په دې وياړنو کي لوړ دريځ او موقف لري. د پکتيا د ټولو وياړونو او برياو بحث په دې لنډ ليکنه کي شونی کار نه دی ، د همدې امله مي د خپلي ليکنی بريدونه تر دريو ځانګړنو لاندي محدود کړيدي ، چي يوه ځانګړنه به د افغانستان د لرغوني تاريخ را ياده کړو ، دوهمه به په څيړنيز ډګر کي د پکتيا ونډه را ياده کړو او دريمه ځانګړنه به د افغانستان په  معاصر تاريخ کي د هيواد ژغورني باب  د دې هيواد لپاره د يوې ځانګړني په توګه را ياد کړو.


٢
د افغانستان په تاريخ کي د پکتيا لومړی ځانګړنه  په دې هيواد کي د ميشت ستر قوم د شتون د نوم سره د دې سيمي اسمی تړون دی. پښتانه د دې هيواد ستر قوم دی. او د دې قوم نوم او تاريخ د همدې لويې پکتيا په نوم کي ثابت سويدی. تر ميلاد وړاندي پنځمه  پيړی کي يوناني هيرودوت د دې سيمي اوسيدونکی پکتهه ، پکتويس او پکتين بللي دي. ژبپوهانو د همدې نوم پکتيا او پکتيکا سره په تړاو کي د دې قوم د تاريخي هويت سپيناوی کړيدی، چي دا د افغانستان په تاريخ کي د پکتيا يوه ارزښتمنه ځانګړنه ده.
د افغانستان په تاريخ کي د پکتيا دوهمه  په پوهنيز ډګر کي د يوه څيړنيز دسپلين د ايجاد او پيل سره د پکتاي نوم تړلی دی. په ١٣٣٣ لمريز کال د ميرزکی سيمي څخه د يو شمير مسکوکانو د پيداکېدو خبر د هغه مهال واکمني ادارې ته ورسېدی، هغه مهال استاد کهزاد وګمارل سو چي د دې مسکوکاتو د څيړلو او پيژندلو په اړه پکتيا ته راسي، همداسی وسول، مرحوم کهزاد د پکتيا ميرزکې ته ولاړ او  هلته يې تر درې  زره زياتي سيکې راټولي او د افغانستان ملی موزيم ته يې وساپرلې . په دې چاره  کي د پکتيا ځانګړنه دا د ه چي  د لومړي ځل لپاره د همدې مسکوکاتو د لا ښه پيژندلو او نورو مسکوکاتو د راټولو لپاره په ملي موزيم کي د نومسماتيک دسپلين بنسټ کښيښودل سو. په دې ډول به تر څو د افغانستان په اړه د مسکوکاتو پيژندل وي تر هغو به د پکتيا وياړ ورسره مل پاته سي.
د افغانستان په تاريخ کي د پکتيا دريمه ځانګړنه د دې هيواد د ژغورلو لپاره پاڅون وو. په ١٣٠٨ او نهم لمريز کال چي  افغانستان د پايښت  او نېستی پر بريد پروت وو ، د همدې پکتيا څخه د دې هيواد د ژغورلو پاڅون پيل سو. د سقا د زوی  د واکمنی پر مهال  يو شمير پخوانيوافسرانو په  همدې پکتيا او د همدې اولسونو په ملاتړ  د پاڅون لپاره  د پيل او بري لاره برابره کړل.دا د پکتيا هغه ځانګړنه ده چي هر افغان يې د تاريخ زرين باب او وياړمن پاڅون ګڼي.   

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006