دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د فراه ولايت ابدات ،ورپيښي ستونزي او د حل لاري

 

( پاملرنه : دا ليکنه د فراه ولايت په هغه سيمنار کي ولوستل سوه چي د فراه ولايت په مرکز فراه ښار کي جوړ سوی وو. )

 

د فراه ولايت ابدات ،
ورپيښي ستونزي او د حل لاري

سريزه : د هر هيواد تاريخي ابدات د هغه هيواد د تاريخ پاڼي او د اقتصادي توان ښکارندوی دي. په هر ه پيمانه چي په يوه هيواد کي د تاريخي ودانيو شمير زيات وي په هغه اندازه يې تاريخي وياړني او اقتصادي – فرهنګي کچه لوړه وي.
افغانستان د همدې لړ هيوادونو څخه شميرل کيږي ، د ټولو بي پروايو سره – سره بيا هم د هيواد په هر ګوټ کي د برمه ډکو ودانيو پاتي شوني او د لوړو څلو او منارو په بدنه کي د سرلوړيو او بريو نښي وينو.


د بريو برجونه او د سرلوړومنارو شتون د هيواد په هره سيمه کي په ستر ګو کيږي. دا ستري ودانی او منارونه د هيواد د تاريخي – فرهنګي بيلا بيلو دورو ښکارندويې کوي.

د غور د جام څلی ، د هرات د اختيارالدين قصر ، د غزني منارونه  ، د بست ماڼۍ او په د فريدون کلا  او په سلګونو نور هغه وياړونه او د برم نښانې دي چي د زمانې په لمن کي د ډيرو پيښو شاهدي ورکوي.

 د سترو قصرونو او ماڼيو ارزښت يوازي په دې کي نه دی نغښتی چي د تاريخي پيښو شاهدي ورکوي ، بلکی نورارزښتونه هم لري چي د بيلګي په توګه د هري کلا او ماڼی په بدنه کي د خپل مهال   ودانيز مهارتونه ، د هغه مهال مروج هنري پنځوني ، د خپل مهال اقتصادي – سياسی حالت څرنګوالی او داسې نور يادولای سو.

د دې ارزښتونو تر څنګ لرغوني ودانی او تاريخی ماڼی اوس هم د پخوا په شان اقتصادي ګټي  او وتياوی لري . د نړی پر مختللو هيوادونو د خپلو تاريخي ماڼيو څخه هومره ګټه اخلی لکه چي د خپل مهال پر استعمال او کاروني يې ګټه ځني اخستل . هره لرغوني ودانی او تاريخي ماڼی د توريستانو او ګرځندويانو د ليدو کاتو تر ټولو ستر مرکزونه ګرځيدلي دي.

توريزم د نړی تر ټولو ښه عايد لرونکی صنعت ګڼل سويدي. د ګرځندوی نړيوال سازمان د شميرو له مخي په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي د سيلانيانو شميره اوه سوه دريشپيته ميلونه تنو ته رسيدلې وه . چي د دې سيلانيانو تر ټولو زياته برخه اروپايې او امريکايې هيوادونو منلي دي .

 د ترکيې هيواد ته  درسيدلو ګرځندويانو شميره په  ٢٠٠٤ ميلادي کال  ، ديارلس ميلونه او دوه سوه زره تنو ته رسيدلې وه . د دې درکه يې  پنځلس مليارده او نه سوه مليونه امريکايې دالره تر لاسه کړل .

د ايران هيواد چي زموږ ګاونډی هيواد دی په ٢٠٠٤ ميلادي کال يې  يو مليون او شپږ سوه زره تنو سلا نيانو په منلو يې يو مليارد او څلور اويا زره  امريکايې دالره عايد درلودل .          


د ګرځندوی نړيوال سازمان وړاندوينه کړيده چي  د ٢٠١٠ څخه تر  ٢٠٢٠ ميلادي کال به د نړی د سيلانيانو شميره هر کال يو مليارد او شپږ سوه مليونه تنو ته ورسيږي .


افغانستان کولای سي د همدې فرهنګي – تاريخي ابداتو د بيارغولو او سېلانيانو ته د پام وړ ګرځولو په صورت کي د دې ګرځندويانو يوه ستره کتله ځان ته ومني او له امله يې يوه داسي پانګه خپله کړي چي هيڅ مصرف ته اړتيا نه لري. 

د دې ډول سيمو يوه بيلګه د فراه ولايت دی . فراه ولايت  زيات شمير لرغوني ودانی  او  تاريخي  ماڼی  لري. خو دا ابدات او ودانی کله او څنګه د دې جوګه کيدای سي چي زموږ د ګاونډي هيواد ايران  د خراسان ايالت سره  سيالي وکړای سي او يا لا لوړي کچي ته ورسيږي.


 
د فراه ولايت نامتو تاريخي سيمي او د سيلا نيانو د پاملرني وړ ټاټوبی زيات دي خو دلته د بيلګي په توګه د يو شمير نومونه يادو :  د فراه زوړ ښار ، د اسفنديار ښار ، کافر کلاه ، بارندک ،  د چار ماس کلا ه ، قلعه هفت سوراخ  ،برنگک،  قلعه مساو ، د سید محمد زيارت  ،  شاه مبارک  زيارت ، د ابونصر فراهی زيارت  ، د  سلطان امیر زيارت  او داسي نور .


د تاريخي ودانيو تر څنګ يو شمير داسي طبيعی منظرې او ځانګړي ټاټوبي هم سته چي د ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي مشهوره او پيژندل سويدي ، د بيلګي په توګه د  معین الدین [ اسفزاری ] هغه ليکنه را يادو چي وايې :  در یک فرسنگی فراه کوهی است که آن را بارندک خوانند و در آن کوه طاقی سنگی است که همیشه از آنجا آب می چکد و مردم بدانجا به زیارت و طلب حاجت میروند.

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006