دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په هيوادکي تر ټولو لوړسياسي مقام ته


محمد رسول باوري
 
په هيوادکي  تر ټولو لوړسياسي  مقام ته
د غزني د نمانځني  په اړه دوه  وړانديزونه  :

داسي بريښي چي د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت د اسيسکو يا نړيوال اسلامي علمي فرهنګي سازمان  سره دا منلې چي د ٢٠١٣ ميلادي کال  په پيل کي  هغه نمانځنه وکړي چي د همدې نړيوال اسلامي  علمي  فرهنګي سازمان   د پريکړي له مخي به په ٢٠١٣ ميلادي کال ، غزنی د اسلامي نړی فرهنګي پلازميني په توګه ټولي اسلامي نړۍ ته ور وپيژني.
د دې نمانځني  لپاره نه يوازي دا چي افغانان  زياته تلوسه لري بلکي د نړی اسلامي هيوادونه او د په ځانګړي توګه د اسلامي نړۍ د فرهنګي چارو بوختي ادارې او په نړۍ کي د فرهنګي چارو نور مينه وال هم ليوال دی چي د غزني لپاره د دې غوره سوی نوم او لقب د پرانيستني او نمانځني خبر واوري او د مراسمو په اړه يې فلمونه او ا نځورونه و ويني .
دغزني لپاره د نړيوال اسلامي علمي فرهنګی سازمان    دا پريکړه په ٢٠٠٧ ميلادي کال وسوه ، هغه مهال داسي انګيرل کېده چي شپږ کاله به د غزني د تاريخي او اسلامي هويت  د بيا را ژوندي کولو لپاره مناسب وخت وي ، د همدې هيلي پر بنسټ مي د فرهنګي چارو بوختو ادارو د پام اړولو په نيت  دا ليکنه خپره کړه  (  ٣ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-24 م غزنۍ ياد اسلامي نړۍ کلتوري او مدني پلازمينه    ) هيله مي دا وه چي غزني ته هغه دريځ او او ارزښت بيا را وګرځول سي چي په پخوانيو زمانو کي يې درلودی. د غزني په اړه او په ځانګړي توګه د اسلامي علمي فرهنګي سازمان  د پريکړي په تړاو مي پر له پسې ليکني خپرې کړي او د يو شمير هغو لوړ رتبه چارواکو سره مي مخامخ خبري هم وکړې چي د غزني د پروژې مسوولين  ګڼل کېدل. او د هر ځل ليدو کتو پر مهال به مي د مهمو پروژو د پلي کولو او په مسلکي او علمي توګه د هغو د اجرا کولو په تړاود خپل مسلک سره د ميني له مخي ،بيا بيا تاکييد کاوه .
او س ، دادی ويل کيږي  چي د ٢٠١٣ ميلا دي کال د جنوری په لومړی اونی کي  ( د ١٣٩١ لمريز کال د جدي مياشت دوهمه اونی ) به د غزني ښار د اسلامي هيوادونو د فرهنګي پلازميني په توګه پرانستل سي . د پرانيستلو دا چاري به په غزني ښار کي پلي سي. دا نمانځنه په داسي حال په پام کي نيول سوې چي د غزني لپاره د پلان سويو پروژو په سلو کي لس هم نه دي پلي سوي . هغه چي پلي سوي ، هغه هم د زياتو  نيمګړتيا و سره مل دي . د غزني د اسلامي پير تاريخي ابدات په مسلکي توګه نه دي رغول سوي ، او د مرکز په توګه د غزني د نمانځني په وياړ د ځای ، ځايګوټي چاري هم  نه دي بشپړي سوي . د ازادی راډويو سره د غزني ښاغلي والی په وار وار دا ومنل چي په تيرو کالونو کي د غزني د همدې پرو ژې سره ظلم سوی او چاري  هغه سي چي بايد تر سره سوي وای ، نه دي تر سره سوي .
د دې لپاره چي د نړی  د اسلامي کنفرانس په وړاندي مو د بيکاره واکمنو لقب نه وي ګټلی او يا مو په بشپړه توګه  د هغه نړيوال اسلامي علمي  فرهنګي سازمان  په نظر کي اسلامي اعتبار له لاسه نه وي ورکړی .  اوله بله اړخه مو  د غزني ښار تاريخي برم را ژوندی کړي وي ، دوه وړانديزونه د هيواد تر ټولو لوړ مقام ته په درنښت وړاندي کوم :
--- لومړی وړانديز : د بهرنيو چارو د محترم وزارت له لوري دي د اسيسکو نړيوال سازمان سره اړيکي ونيول سي چي ، داسلامي فرهنګي مرکز په توګه د غزني ښار د نمانځني لپاره دي د ٢٠١٣ ميلادي کال د جون يا جولای مياشت ومني . په دې چاره به دوو موخو ته  ورسيږو. اوله موخه  دا چي هغه نيمګړي پرو ژې به بشپړي سي  چي لا تر اوسه تر کار لاندي دي ، دوهمه دا چي د غزني ښار هوا به  د بهرنيو ميلمنو لپاره د زياتي خوښی وړ وګرځی بيا به بهرنيان په دې باور پيدا کړي چي ، په پخوا نيو مهالو نو کي د افغانستان واکمنان هسي بې خبره او ناپوهه کسان نه وه چي يو مخ سوړ او د هيڅ امکان په لرلو يې دا سيمه د خپل مرکز په توګه ټاکلې وه .
--- دوهم وړانديز: د جمهوري ماڼی ٤٥ پنځه څلويښتمه ګڼه فرمان د پلي کولو لپاره تر ټولو ښه زمينه هم دا ده چي : هغه بوختي ادارې او اړوندمسولين بايد جزا و ويني چي د افغانستان لپاره دا سي لوړ امکان يې په خپله ټنبلی او يا د شخصي ګټو لپاره له لاسه ورکړ چي جبران او بيا را ګرځول يې شوني کار نه دی.په دې توګه به د فرمان رښتينی تطبيق  افغان ولس ته څرګند سي .    

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006