دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د تيمور شاه د قبر ډبرليکونه څيړنه غواړي


د تيمور شاه د قبر ډبرليکونه څيړنه غواړي

د هيواد د ولس مشر اود اغا خان د موسسې  لارښود په ملګرتيا  د کابل ښار په زړه کي د تيمور شاه قبر بيا جوړه سوې ودانی پرانستل سوه . دا ودانی د افغانستان د تاريخ د يوه نامتو واکمن  تيمور شاه قبر دی . تيمور شاه د اعليحضرت احمد شاه بابا ، زوی چي د افغانستان  واکمنی  پلازمينه  يې د کندهاره کابل ته راوليږله ( ١٧٧٣ – ١٧٩٣  ميلادي) . له بده مرغه دا ودانی د ورانيدلو هغه بريد ته رسېدلې وه چي د محوه کيدلو ويره يې رښتينې وه ، خو د اغاخان مرستندويه موسسې په زيار ورغول سوه او نن ( ١٣٩١ لمريز کال دميزان مياشتي په اته ويشتمه ) يې په رسمي توګه پرانستنه وسوه.
 په هيواد کي د وروستيو لسو کالونو فرهنګي هڅي او بدلونونه د پام وړ دي ، خو دا د پام وړ ويوکی په دې مانا نه سي منل کيدای چي ګواکي دا بدلونونه او هڅي د دې وران سوي هيواد لپاره بس او پوره دي ، بلکي مانا يې دا ده چي د تيرو جګړه ايزو کالونو په نسبت د ورانيدلو پر ځای ، ودانول پيل سويدي. په دې لړ کي د اغاخان د مرستندويه موسسې هڅي  د هيواد په يو شمير تاريخي ابداتو او ټاټوبو کي د نورو فرهنګي موسسو په نسبت د يادولو دي .
د اغا خان د مرستندويه ادارې يولوريزه مرستي د نيمګړتياو سره - سره د ستايني دي . د دې موسسې د چارو نيمګړتيا په دې کي ده چي ډير لږ  يې د هيواد سهيلي ، سهيل لويديځو او ختيځو سيمو کي د  دا  ډول فرهنګي ټاټوبود بيارغوني چارو ته پام کړيدی . خو،  په کابل ښار کي د اغاخان د مرستندويه موسسې دهڅو بيلګي د کابل ښار په يو شمير نورو سيمو کي هم ليدل کيږي  چي د بيلګي په توګه  د بابر باغ ، د کابل د خرابات د منبت کاری پروژه ، د تيمور شاه قبر او نور يادولای سو.
د تيمور شاه د قبر د هغو ډبرليکونو په اړه د زياتو مورخينو او څيړونکو انديښنې سته چي د کار د پيل پر مهال د کارګرانو له لوري د ياد داشت  او په نښه کولو پرته د يوه ځايه بل ځای ته وړي راوړي دي . د دې مقبرې د  جوړېدلو  پر مهال  دې ستونزي ته د پام کولو په نيت  ،د پروژې د کارکونکو او مسولينو سره  پر ليدو کاتو برسيره په کتبي توګه هم ليکل سوي پاڼي هم ورکړل سويدي او هغوی  د مقبرې  اړوندو ډبرليکونو ارزښت  ته متوجه کړل سوي  او په وار وار ورته ويلي سوي چي که د دې ډبرليکونو د سمون په اړه ځانګړې پاملرنه ونه سي ،  ښايې دا به په راتلونکو مهالونو کي د يوې تاريخي ستونزي په څير پاته سي ، خو  اوس دا ستونزه په اسانی حل کيداسي .
ستونزه دا ده چي د تيمور شاه د قبر تر څنګ يو شمير نور قبرونه هم سته چي په شاهي کورنۍ پوري اړه لري او يو شمير بيا د هغه مهال  مهم دولتي چارواکي او مشران دي ، خو دا ډبرليکونه د خپله ځايه بيځايه سويدي او اوس  هغه ډبرليکونه  هغو کارګرانو ته مالوم نه دي چي کوم ډبرليک د کوم قبر دی ؟
وړانديز کوم چي د کابل پوهنتون او علومو اکادمی يو شمير استادانو ته دنده وسپارل سي چي دا ډبرليکونه تشخيص او هر ډبرليک پر خپل رښتيني قبر کښيښودل سي. که نه په راتلونکو مهالونو کي به دا ستونزه په رښتيني توګه حل ونه مومي .  

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006