دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
ستر فرمان ،نوي هڅي او نوي هيلي

 

د بابوزي په قلم

ستر فرمان ،نوي هڅي او نوي هيلي

د ولسمشر نوي فرمان د ولس په منځ کي د نويو هڅو او نويو هيلو ولولې پارولي دي. زموږ خلک وايې چي ماهي هر وخت له اوبو ونيسی تازه دی. د دې سره - سره چي ډير مهالونه مو د همداسي هيلي په تمه تير کړل ، خو اوس هم چي د بدو او ناوړه عملونو او کړو وړو مخنيوی پيل سي، په حقيقت کي  د ګټي پيل دی.
دادی يو کال وروسته به غزنی د نړی د اسلامي هيوادونو د مرکز په توګه د اسلامي نړی او په ځانګړې توګه د اسيسکو سازمان له لوري رسما تسجيل سي ،خو لا هغه ټولي وعدې پر ځای پاته دي چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري هيوادوالو او نړيوالو ته ورکړل سوي وې. لا هغه ټولي پروژې نيمګړي او يا تحريف سوي دي چي غزنی يې د اسلامي هيوادونو د پلازميني په توګه د پيژندلو او هويت ورکولو جوګه کولای سو.
په تيرو څه ناڅه پينځو کالونو کي يوازي د يو شمير غونډو تر جوړېدو ها خوا بل کار نه دی تر سره سوې او که کوم کار هم سوی وي هغه يا مسلکي نه وو او يا د دولتي خزانو څخه د غزني لپاره د ورکړل سوي بودجې له پيسوڅخه سو استفادې له پاره پيل  سوي دي.
غزنی د يوه ملي وياړ په توګه د دې فرصت تر لاسه کړی وو چي د نړی د اسلامي هيوادونو د پلازميني په توګه و پيژندل سي ، خو هغه هيلي چي زموږ هيوادوالو او نړيوالو درلودې  بشپړي نه سوې.يو شمير غونډي او يو شمير کړه وړه چي نيمګړي او ناوړه ورته ويلای سو تر سره سويدي.
د بيلګي  په توګه د يو شمير تيروتنو يادونه کوم :
١ -  د غزني په وياړ تر پنځلسو ټوکو کتابونه چاپ سول، دا کتابونه يا د شخصي اړيکو پر بنسټ منل سوي او خپاره سويدي . په داسي حال کي چي يو شمير يې د خپرېدلو وړتيا هم نه لري ، ناوړه لا دا چي  په دې  ټولو کي يو ټوک  هم په پښتو ژبه نه دې ليکل سوی.
٢ -     د غزني د تاريخي ابداتو او نامتو زيارتونو سروې چي بايد په پيل کي تر سره سوې وای ، لاتر اوسه نه ده تر سره سوې. د يوشمير تاريخي ودانيو د پيژندني څرک لا هم نه دی پيدا سوې او يا يې د بيا رغوني چاري په نيمګړي توګه تر سره سويدي، د بيلګي په توګه  ( ابوريحان البيروني  : ٣٦٢- ٣٩١  هجری ) ( حکيم سنایی : وفات ٥٤٥ هجری ) ( خواجه بقال يا  شيخ  عبدالصمد ) ( بهلول دانا  ) ( علي لا لا صاحب  ٦٢٤ هجری )  اوپه دې ډول  تر ٤٥٠  څلور سوه پنځوسو زيات  ارزښتمن تاريخي  ابدات اوزيارتونه سته چي له پامه غورځول سويدي.  
٣ -  د   هغو ابداتو بيا رغونه چي د قرار دا ديانو له لوري تر سره سوېده ،  په سلو کي اويا  ٧٠٪   مسلکي  او فني نه ده ، هرڅه چي قرارداديانو غوښتي هماغه ډول يې  تاريخي ودانی کاه ګل کړي او مخونه يې ورلړي دي. دې چارو، نه يوازي دا چي د غزني د ملي پروژې لپاره ګټه نه ده رسولې بلکي د هغه تاريخي ابداتو رښتني سټايل ته يې زيان  هم اړولی دی ، چي د جوړېدلو پر مهال يې درلود.
که د دا ډول تيروتنو لړی وغځو ، ښايې دا ليکنه د يوې رسالې تر بريده زياته سي، خو په پاړسي ژبه کي متل دی وايې چي ( مشت نمونۀ خروار ) او د دې لنډي ليکني په ورستی کرښه کي به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت محترم مشر کړو وړو ته د حضرت بېدل ( رح ) هغه بيت وليکم چي وايې :
بطبعم هيچ مضمون به زی لب بستن نمی ايد
خموشی معنی دارد که در ګفتن نمی ايد 
د دې ليکني پايله دا کيدای سي چي :
( د اطلاعاتو او فرهنګ  محترم وزير ، بريالی وزير نه دی! د دې ستر فرمان د رښتيني تطبيق هيله مه ترې کوی )

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006