دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
هغه چي امريکايان يې وژني او هغه چي طالبان يې وژني، څوک دي؟


د بابوزي په قلم

هغه چي امريکايان يې وژني او هغه چي طالبان يې وژني، څوک دي؟


له بده مرغه د افغانانو د وژلو او ټپي کولو بهير ګړندی دی . د يوې خوا امريکايانو د توپ او توپک خوله افغانانو ته اړولې او له بلي خوا طالبانو د ماين ښخولو او ولسي وګړو د وژلو خورا چټک او ګړندۍ رقابت پيل کړيدی. په هغه ورځ چي امريکايان لس تنه و وژني ، نو طالبان بيا د هغو شميره دوه چنده کړي او شل تنه افغانان په قتل ورسوي. د طالبانوپه لاس د وژل سويو مړي مو لا نه وي ښخ کړي چي امريکايان راته د مړو يو پېخر جوړ کړي. او يا برعکس د امريکايانو په لاس د وژل سويو په ښخولو بوخت يو چي د طالبانو په لاس نور مړي را ورسيږي.

دا ولی؟

موږ افغانان دومره مجرم يو چي هم روسانو وژلو، هم عربو او پاکستانيانو او دا دی اوس موږ ته د نړی تر څلويښتو زياتو هيوادونو سلا يوه کړې او پاکستان ، ايران او نور هم ور سره ملګري سوي په ګډه مو وژني . بدمرغي لا دا چي موږ بيا يو بل په دې تهمت د خپلو مړو ښخولو ته هم پام نه کوو چي دا مړی زما نه دی، هغه چي امريکايان يې وژني هغه بنسټ پال دی او هغه چي طالبان يې وژنی امريکايې پال دی. خو په دې بنسټ پالو او امريکايې پالو کي يوه ګډه وجه سته او هغه دا ده چي دواړه افغانان دی .

دا ګډه وجه موږ ته د ژغورني يوه لاره ښئي او هغه دا ده چي د بنسټ پالنی او امريکايې پالني او په يوه لنډه چمله ، له پردي پالني څخه را وو زو او افغانپاله سو، که نه نو موږ افغانان ( په ځانګړي ډول پښتانه ) به مړه کيږيو او دا لړی به دوام کوي.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006