دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په افغانستان کي د جرګو تاريخي بهير ته لنډه کتنه

په افغانستان کي د جرګو تاريخي بهير ته لنډه کتنه
زياتو څيړونکو افغانستان د جرګو وطن بللی دی. د دې وينا رښتينوالی پر هغو لاسوندونو ولاړ دی چي د افغانستان د تاريخ او د دې هيواد دټولنيز ژوندانه بنسټونه يې جوړکړې دی . په افغانستان کي د جرګو دود له ډيرو پخوانيو زمانو پيل سوېدی. د تاريخ پاڼو دا کره کړېده چي جرګې په دوه ډوله کارول سويدي ، لومړی هغه ډول جرګې وې او دي چي په پرله پسې توګه دټولنيزو، سياسي ، اقتصادي او کلتوري ستونزو د ليري کولو او د هيواد د سمون لپاره جوړي سوي او پايښت يې موندلی دی . دا ډول جرګې د حکومتونو او نظامونو سره يوځای د نظام د يوه رکن په توګه کارول سويدي . د جرګو دوهم ډول پرله پسې او همېشنی نه وي، ځانګړو موخو ته رابل کېږي او د هغو د حل لپاره پريکړي کوي او د پلي کولو لپاره يې د ټولنيز و ژمنو او تعهد تضمين کوي .
په افغانستان کي د لومړي ډول جرګو يا هغه چي د حکومت او نظام ديوه رکن په توګه کارول سويدي ،تر ټولو پخواني مالومات د ويدي مدنيت له مهاله په واک کي لرو چي تاريخ يې د ٣٠٠٠ درې زره کاله څخه تر ١٠٠٠ زر کاله پخوا تر ميلاد زمانو ته رسيږي . د اريايې اولسونو څخه دوه خورا نامتو مدنيتونه پيژنو چي يو يې د ويدي او بل يې د اوستايې مدنيت په نوم ياد سوی دی . د ويدي مدنيت د پيژندلو مهم او ارزښتمن اخځونه د ويدي سرودونو ټولګه ده چي په څلورو برخو کي تنظيم سوېده . دا سرودونه د ريګويدا ، اتهرو ويدا، ساما ويدا او ويجورو ويدا په نومونو ياديږي . په ويدي سرودونو او شعرونو کي د اريا يې ټولنو او وګړو په اړه زيات ټولنيز مالومات سته چي د تاريخي څيړنو او ټولنپوهني لپاره خورا ارزښتمن ګرځېدلي دي .
په ويدي متونو ( متن ) کي کورنی د کولا يا کهول په نوم ياده سوېده چي د کورنی مشر ته يې ( پتي ) ويل او په ټولنيز ژوندانه کي يې خورا ارزښت درلود. د څو کورنيو څخه يو قوم جوړېدی چي د هغه قوم ريس ته يې ( ويس پتي ) ويل ؛ او د څو قومونو مشر ته يې ( ګرامه پاتي ) ويل . اريا يانو خپل واکمن يا پاچا ته ( راجان )وايه او هغه ځای چي را جان به پکښې اوسېدی هغه ته يې ( پور ) ويل . ( دانګې :١٢ ) دا نومونه تر اوسه هم د افغانانو په يو شمير ژبو او په ځانګړي توګه په پښتو ژبه او بيلا بيلو لهجو کي معمول دي چي بيلګي يې د کهول ، ميرويس ، شيرپور او نورو نومونو کي ليدلای سو.
د ويدي متونو په مټ هغه جرګې هم پيژندلای سو چي په متونو کي په زياته پيمانه ياد سويدی . د اريا يانو د ډيرواک لرونکې جرګه د ( سبها) او د دوهم مقام لرونکې جرګه د (سمتي) په نوم ياده سوېده . سبها د هغو دندو او صلاحيتونو له مخي چي په ويدي سرودونو کي يې يادونه سوېده ، د اوسنی اولسي جرګې سره برابره ده او سمتي بيا د مشرانو جرګې دندي درلودې .( ١ تاريخ قديم افغانستان ٨٤ مخ ) د جرګو دا دود په پر له پسې توګه د اريا يې اولسونو تر منځ ساتل سوی او پالل سويدی . د داډول جرګو بلګي د هر نظام او حکومت پر مهال ليدلای سو ، چي په دې اړه د بحث اوږدېدل زموږ د ليکني موخه نه ده .
د افغانستان په تاريخ کي د جرګو د دوهم ډول يا هغو جرګو ارزښت ډير زيات او پريکړي يې برخليک ټاکونکي دي چي د ځانګړو موخو او ستونزو د حل او فصل لپاره رابلل سويدي . دا خورا نامتو سوې جمله چي افغانستان د جرګو وطن دی ، له اره د همدې ډول جرګورا پنځېدلې ده . دغه جرګې په ځانګړو حالاتو کي را بلل کيږي او پريکړي کوي . دا جرګې د سيمه ايزو ستونزو څخه بيا تر ملي او نړيوال کړکيچونو د حل او فصل لپاره را بلل کيږي . زموږ د هيواد تاريخ دا څرګندوي چي د همداسي جرګو په پريکړو عمل زموږ هيواد اولسونه د بري تر پولي رسولي دي . په دې لنډه ليکنه کي هڅه سوېده چي د لرغونو زمانو راهيسي په افغانستان کي د جرګو او په ځانګړي توګه د دې عنعنوی جرګو بيلګي او د هغو د مهال او موخو بهير را ياد کړو چي د هيواد د اوږده تاريخ په بيلا بيلو مهالونو کي يې ونډه لرلې ده . د يونانیانود واکمنی پر مهال د ځانګړو جرګو اغيزي د هغه مهال پر سياسي پيښو څرګندي دي . په دې برخه کي د هغه مهال د اغيزمنو جرګو يوه بيلګه يادوو چي د مقدني سکندر په وړاندي د باختري وګړو د مقاومت او مدافعې په اړه ده : هغه مهال چي مقدني سکندر د باختر د نيولو اراده وکړه ( ٣٢٩ -- ٣٢٤ پخوا تر ميلاد ) ، د باختر پر سيمه دبسوس واک چلېدی . بسوس د خپلي واکمنی او خپلواکی د ساتني او د يوناني ځواکونو د مقابلې په نيت د خپلو خلکو ملاتړ د خپلولو تدبير غوره کړی . دا تدبير د يوې پراخي جرګې دايريدل وه چي په ٣٢٩ تم کال پخواتر ميلاد يې دايره کړه . په دې جرګه کي بسوس د خپلو ځواکونو او تياريو په اړه د جرګې برخه والو ته راپور وړاندي کئ . تر هغه وروسته بسوس د جرګې د اجندا سره سم پر هغو دوو مسلو خبري وکړې چي د جرګي ګډونوال بايد د سلطان سکندر د بريو په اړه خبر سوي وايې او د بلي خوا يې هغه تګلاره روښانه کړې وای چي بسوس او د هغه ځواکونو ورته اړتيا درلوده . بسوس جرګې ته وويل چي : تر اوسه د مقدوني سکندر د بري دلايل يوازي د داريوش بې کفايتي ده ، بسوس و ويل چي ، داريوش بايد د سکندر جګړې ته وړاندي نه وای ورغلی بلکي هغو سيمو ته يې سکندر او د هغه ځواکونه راوستی وايې چي يونانيانو ته هيښونکي وای ، نه د جګړې هوار ډګر . هغه بايد په سختو غرنيو سيمو کي مقاومت کړی وای. . په دې ډول به يې د سکندر مخه نيولې وای .
بسوس په دې جرګه کي د يوه نظامي قوماندان په توګه دا طرحه وړاندي کړل چي : (( زما باور دا دی چي موږ په مخامخ جګړه کي په دې لږو ځواکونو د سکندر سره ډغري نه سو وهلای موږ بايد مدافعه وکړو. او دا مدافعه به په هغو سيمو کي وکړو چي سختي پيچومي او تنګي درې ولري . او دا خبره هم بايد واوايم چي موږ بايد سغديانې ته ولاړ سو ، په دې عمل کي به مو ګټه داوي چي امو سند به مو د يوه سنګر په توګه مخ ته پروت وي ، او هم دا چي موږ به د نورو قومونو او وګړو مرستي ته ښه لاس رسی ولرو .)) ( کهزاد: ٢٩٢ ) د جرګې ټولو ګډونوالو په يوه اواز د بسوس خبري ومنلې او هغه يې تاييد کړې ، خو په جرګه کي د ميديا د سيمي استازي چي کوبارس نومېدی ، د دې پلان مخالفت وکړ.
کو بارس ، بله طرحه وړاندي کړل او ويې ويل چي : د يونانيانو سره مدارا او د مصلحت منل په کار دي . د هغه باور داوو چي کېداسې موږ د جګړې پرته د يونانيانو سره خبري وکړو او د هغوی شرايط ومنو او په عين حال کي خپله خپلواکي هم وساتو . لنډه دا چي د کوبارس خبري ونه منل سوې او زياتو کسانو د بسوس د وړانديز ملاتړ وکړ. د همدې اختلاف له امله کوبارس لومړی په جګړه کي ورګډ نه سو او وروسته يې د يونانيانو ملاتړ وکړ .
ځانګړي جرګې يوازي د جګړه ايزو عملياتو لپاره نه دي رابلل سوي ، زموږ د تاريخ پاڼي دا څرګندوي چي د جرګو له لاري د هيواد فرهنګي او عقيدتي چاري هم تنظيم سويدي . په دې بيلګه کي به و وينو چي د کوشاني واکمنانو پر مهال د يوې لويي جرګې دايرېدل او د هغو برياليو پايلو د افغانستان او سيمي پر حالاتو کومي اغيزي وښندلې . د کوشاني امپراتوری پر مهال يوه لويه جرګه د هغه مهال د بودايې ائين د سمون لپاره را وغوښتل سوه . دې جرګې ته د کشمير جرګه هم وايې . دا جرګه د نامتو کوشاني واکمن کنشکا د واکمنی پر مهال ( ١٢٠ --- ١٨٠ ميلادي ) جوړه سوه . په دې جرګه کي يوه مهمه خبره د اجندا په توګه مطرح سول او هغه د بودايې دين د پيروانو تر منځ د يووالي منځ ته راتل وه . په دې جرګه کي د بودايې دين د ډيرو فرقو څخه فقط دوې مهمي فرقې و منل سوې چي يوه د لويي کړی يا ( مهايانا ) او بله د وړې کړی ( هينايانا) په نوم يادي سوې . د همدې جرګې اغيزي تر پيړيو پيړيو څرګندي وې. په دې جرګه کي تر پنځه سوه زياتو مذهبي او سياسي مخورو برخه لرل . د همدې جرګې په وياړ په باميانو کي د لويو مجسمو د جوړولوبنسټ کښيښودل سو. لومړی د ( شامامې ) او بيا د ( صلصال ) مجسمې جوړي سوې . ( دوهمه او دريمه ميلادي پيړی ) ( باوري : ١٧٠ )
د افغانستان د تاريخ په بيلا بيلو پاڼو کي د جرګو بيلا بيل ډولونه وينو چي د بيلا بيلو موخو لپاره ځانګړي سويدي . په دې برخه کي د يوې داسي جرګې بيلګه يادوو چي د هيواد د دفاع لپاره نه بيلکي په سيمه کي د يوې لويې امپراتوری د عدلي سمون او هم د هيواد د خپلواکی لپاره را بلل سوېده .
د افغانستان د تاريخ د اسلامي پير په پيل کي افغانانو د عربي جنګياليو سره په لسګونو کاله پر له پسې او مخامخ جګړې وکړې او په دې کالونو کي په مستقيمه توګه د عربي ځواکونو تر واک لاندي نه سول. د دې لسګونو کالونو جګړو په ترځ کي بيلا بيلو نامتو مشرانو او سيمه ايز واکمنانو د جرګو له لاري د اولسونو ملاتړ خپلاوه او د بهرنيو په وړاندي يې د مقاومت دريځونه حمايه کول. په دې اړه خورا ښه بيلګه د اموي واکمنانو پر وړاندي دابومسلم خراساني د پاڅون پيښه ده ( ٧٤٦ – ٧٤٧ ميلادي کال ) دا پاڅون د هغې جرګې په مرسته بريالی سو چي ابومسلم خراساني د مروي سيمي ته رابللې وه . دې رابلل سوي جرګې داسي مهمي پريکړې وکړې چي پايله يې د اموي واکمنی بشپړه ړنګېدل وه . هغه مهال د افغانستان د بيلا بيلو سيمو څخه په زرګونه کسان جرګې ته راوغوښتل سوه او په مروه کي سره يوځای سول . د جرګې ګډونوالو د اموي واکمنانو پر وړاندي د پاڅون ملاتړ وکړ او د ځواکونو د تنظيم لپاره يې ځانګړي پريکړي وکړې، د نورو پريکړو تر څنګ دې جرګې يوه خورا استثنايې پريکړه ابو مسلم خراساني ته واورول او هغه د اسي چي : ټول هغه کسان په خپل اردو او لښکر کي تنظيم نه کړي چي د اموي واکمنانو غلامان وه او اوس غواړي د هغوی پر وړاندي وجنګيږي ؛ دا د هغه ارزښتمن تدبير يوه برخه وه چي هغوی نه غوښتل د پاڅون کونکو په ليکو کي تشويش او دغدغه پيداسي .د همدې پريکړي سره سم ابو مسلم ټول هغه کسان چي د خپلو مشرانو سره يو ځای نه وه حاضر سوي، هغوي ته يې بيل ځای او قرار ګاه وټاکل . هغوی چي شمير يې په لسګونو زرو تنو ته رسيدی ، د جګړو په ليکو کي يې ونه کارول . ( سرهنګ : ٤٥ )
د افغانستان د مستقلو اسلامي حکومتو او خلافتونو پر مهال د جرګو د بيلا بيلو ډولونو تر څنګ د يوې بلي ځانګړي جرګې څرک وينو چي د عمران او ابادی لپاره رابلل سوېده . د سلطان غياث الدين غوري د واکمنی پر مهال ( ١١٦٢ --- ١٢٠٢ ميلادي ) د مشرانو او مذهبي مخکښانو په يوه لويه جرګه کي چي د هرات په ښار کي جوړه سوې وه ، په سلګونو کسانو ګډون درلود . په دې جرګه کي د هيواد د عمران او ودانولو د بيلا بيلو چارو په اړه خبري وسوی او يوه ځانګړې پريکړه داوه چي په هرات ښار کي دي ستر جومات ودان سي ، د همدې پريکړي پر بنسټ سلطان غياث الدين د هرات لوی جومات جوړ کړچي په سيمه کي ساری نه درلود . دا ستر جومات تر اوسه هم په هرات ښار کي د اولسي وګړو له خوا د مذهبي مناسکو لپاره کارول کيږي. ( پژواک : ٥٩ )
د ميرويس نيکه د سياسي مشری د پيل پر مهال ( ١٧٠٥ ميلادي ) دوې لويې جرګې جوړي سوې ، لومړی جرګه يې په کوکران کي ( ١٧٠٦ ) هغه مهال دايره کړه چي حاجي ميرويس خان د بيت الله شريفي راغلی او د خپلواکی لپاره يې د جهاد فتوی د هغه ځايه تر لاسه کړې وه . ميرويس نيکه د يوې جرګې په ترځ کي د بيت الله شريفي څخه راوړې فتوا د کندهار اولسونو ته واورول او د اولسونو تعهد يې د ګرګين پر خلاف حاصل کړ. تر بر يالي پاڅون وروسته يې دوهمه جرګه ( ١٧٠٧ ميلادي) دايره کړل چي په هغې کي يې د خپلواکی د اعلان خبرتيا ټولو ګاونډيو دولتونو ته تصويب کړه او د اعلان د رسولو لپاره يې دندي وسپارلې .پا څون د همدې لويو جرګو د پريکړو پر بنسټ بريالی سو او د افغانستان خپلواکي يې تسجيل کړه .
د سياسي لارښود د غوراوی لپاره تر ټولو مهمه او درنه جرګه د شير سرخ د زيارت جرګه وه چي په ١٧٤٧ ميلادي جوړه سوه . په دې جرګه کي د هيواد د بيلا بيلو اولسونو استازو ګډون درلود. په جرګې کي د اولسونو استازو هغه مسوليتونو ته په پوره پاملرني او ملي ژمونوته په وفاداری سره داسي پريکړي وکړې چي تر نن پوري يې ګټوري اغيزي د افغانستان پر سياسي او اجتماعي جوړښتونو محسوسي دی . جرګې د هر اړخيزو بحثونو وروسته د احمد خان يا احمد شاه بابا پر لونګی د غنمو وږی وټومبی او هغه يې د هيواد د سياسي مشر په توګه غوره کړ . د همدې جرګې د مدبيرانه پريکړو په رڼا کي يو ځل بيا لوی افغانستان جوړ او د نړی د لويو امپراتوريو په لړ کي وشميرل سو . ( بينوا : ٧٧ )
په اتلسمه پيړی کي يو ځل بيا د بهرنيو يرغلونو په وړاندي افغانان خپلي دفاع ته اړسول او په داسي حال کي چي په هيواد کي بشپړ اشوب او هرج او مرج جوړوو، يو شمير هيواد پالو مشرانو د يوې جرګې په دايرولوسره د دې ستونزي د حل لاره وموندل ( ١٨٤١ ميلادي کال ) تر دې جرګې څه ناڅه ځلويښت کاله وروسته يو ځل بيا افغانان اړسول چي د انګريزي يرغلګرو پر وړاندي د همدې پيړی دوهمي جګړې ته راودانګي ، دا ځل بيا يوه جرګه جوړه سوه ( ١٨٧٩ ميلادي کال )او د بهرنيانو پر وړاندي د بريدونو د چارو د پرمخ بيولو لپاره تشکيلات جوړ او د پلي کولو لپاره يې هيواد پال ځوانان وګمارل . په دې حالاتو کي يوه تن ته دنده وسپارل سوه چي يوه سکه د چلند لپاره جوړه او بازار ته وړاندي کړي . په دې سکه کي ليکل سوي وه چي :
کوم داليونتوب چي لو غوغا راباندي راسي
سکه وهم پر زرو چي خاوند يې راپيداسي
د دې بيت دري متن :
ميکنم ديوانه ګی تا برسرم غوغا شود
سکه برزر ميزنم تا صاحبش پيدا شود ( کهزاد : ٣٣ )
د شلمي پيړی په پيل کي د افغانانو يوې بلي لويې جرګې د افغانستان د سياسي خپلواکی د بيا تر لاسه کولو لپاره د اعليحضرت امان الله خان تر مشرتابه لاندي پريکړه وکړه چي د پوره بري تر پولي د خپلواکی د جهاد ملاتړ کوو( ١٩١٩ ميلادي کال ) . د همدې جرګې پايله دا سوه چي انګريزي ځواکونه په دريو لويو جګړه ايزو جبهو کي بشپړه ماته وخوري او د افغانستان د بشپړي خپلواکی منلو ته تسليم سي . ( غبار : ٧٥٨ )
لويې جرګي د هيواد د اداري امورو د تنظيم او ښه دولت لرلو لپاره هم را بلل سويدي. د دې ډول جرګو څو بيلګي را يادوو: د جلا اباد لويه جرګه ( ١٩٢٣ ميلادي کال ) په دې جرګه کي چي د اساسي قانون د منلو او تصويب لپاره رابلل سوې وه ټولو ٨٧٢ تنو مخورينو برخه درلودل . د پغمان لويه جرګه ( ١٩٢٤ ميلادي کال ) په دې جرګه کي د اولسونو د استازو چي شمير يې ١٠٥٢ تنو ته رسيدی ، دولتي لوړ رتبه مامورينو هم برخه درلوده . د کولتوري بدلون لپاره رابلل سوې جرګه په ( ١٩٢٨ ميلادي کال دايره سوه چي همدا جرګه د اماني ځلانده پير ورستی لويه جرګه شميرل کيږي . د همدې موخو لپاره د افغانستان په معاصر تاريخ کي زياتي جرګې را بلل سوي او يو شمير ارزښتمني پريکړي يې کړيدي، چي يادول يې په دې لنډه ليکنه کي شونی کار نه دی.
پابله : افغانستان د جرګو وطن دی ، دا د خانګړي هويت او افادې لرونکې جمله د هغو جرګو د لرلو له امله افغانستان ته ورکول سوېده چي د دې هيواد په اولسونو کي دود دي . دا جرګې چي د ځانګړو موخو لپاره رابلل کيږي ، د يوه منل سوي دود په توګه ډير اوږد تاريخ لري . د ډيرو پخوانيو زمانو بياتر اوسه په پر له پسې ډول پاللی سوي او پريکړي يې پلي سويدي . دا ډول جرګې هم په وړوکو ټاټوبو او محلونو کي د ستونزو د حل لاره ده اوهم د هيوادنیو مسلو د حل او فصل لپاره کارول کيږي . د افغانستان د تاريخ پاڼي دا په ډاګه کوي چي ، د همدې جرګو له لاري افغانانو د خپلو منځي ستونزو اويا د پرديو څخه د خلاصون لاري چاري موندلي او په پلي کولويې د سترو بريو دريځ ګټلی دی .
اخځونه د الفبا په ترتيب :
١ - باوري ، محمد رسول . مدنيت های اوليه افغانستان . د اميری نشراتو موسسه . (کابل : افغانستان ) ١٣٨٧ .
٢ – بينوا ، عبدالروف . هوتکيان . ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٤١ .
٣ - پژواک ، فضل الرحيم . سلاطين غوری . نشرات ميوند . ( کابل : افغانستان ) ١٣٨١ .
٤ – دانګې ، ا. ش . هند د لومړي کمونه بياتر مرئيتوب پوري . ژباړونکی : نوميالی . علومو اکادمی . دولتی مطبعه . ( کابل : افغانستان ) ١٣٦٤ .
٥ – سرهنګ ، پاينده محمد . دولتهای مستقل اسلامي افغانستان . ( کابل : پوهنتون کابل ) . ١٣٦٢ .
٦ – غبار ،غلامحمد . افغانستان در مسير تاريخ . ( کابل : مطبعه دولتی ) ١٣٤٦ .
٧ – کهزاد، احمد علی . تاريخ قديم افغانستان . ( کابل : چاپ دوم ، مطبعه ميوند ) ١٣٨٤ .
٧ - کهزاد ، احمد علی . مسکوکات دوره های اسلامي افغانستان . ( کابل : مطبعۀ دولتی ) ١٣٤٦ .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006