دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د افغانانو دوديزه لويه جرګه او ګاونډي هيوادونه


د افغانانو دوديزه لويه جرګه او ګاونډي هيوادونه
په اوسنی نړۍ کي د هيوادونو ګټي او زيانونه د يو بل سره تړلي دي . هيڅ هيواد په بيل والي او ګوښه توب کي د بريالي پايښت شونتياوي نه سي تر لاسه کولای . د ولس رښتيني استازي او د هيوادونو مدبر لارښوونکي د اوسنی نړۍ دی خورا مهم اصل ته پام کوي چي د خپلو هيوادونو بهرنی سياست په هغه ډول سمبال کړي چي د هيوادونو او په ځانګړې توګه د ګاونډيو هيوادونوتر منځ د ګډو ګټو لاره پرانيزي . د هيوادونو په دې ډول بهرنی سياست کي هم د هغه هيواد ګټي ساتل کیږي او هم د نورو هيوادونو سره د ښه ملګرتوب او ګاونډيوتوب تضمين کيدای سي .
د هيوادونوتر منځ د تاوتريخوالي يو بنسټيز لاميل د هيوادونو ترمنځ د ګټو د تناسب له منځه تلل او يا زيانمن کيدل دي . خو د يو لوريز و ګټو په توګه د امتياز اتو غوښتنه يا په بله مانا دنامشروع ګټو پايله په مخامخ ډول د هيوادونو ترمنځ بحران زيږونکي وي، چي له بده مرغه زموږ د هيواد يو شمير ګاونډي هيوادنه د همداسي تګلوري لرونکي دي . په داسي حال کي چي افغانستان په پر له پسې توګه دا هڅه کوي چي د نړی د هيوادونو او په ځانګړې توګه د ګاونډيو هيوادونو سره د دوه اړخيزه ګټو پر بنسټ اړيکي تامين او د پلي کولو لپاره يې اړيني هڅي وکړي .
د افغانانو په دوديزه لويه جرګه کي د هيواد ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د ګاونډيو هيوادونو په اړه و ويل چي : ((....زموږ سره نړی او امريکا مرسته وکړه خو ايران او پاکستان چي زموږ زړه ته نږدې وروڼه هيوادونه دي موږ د هغوی څخه د زړه له کومي مننه کوو چي د ستونزو پر مهال يې موږ ته په ورين تندي ځای راکړ ، زموږ سره يې خپله يوه ګوله مړی و ويشل ، افغانان نمکحرامه نه دي، موږ د هغوی مرستي نه هيروو.)) او د خپلي وينا په بله برخه کي يې و ويل چي : (ايران و امريکا با هم مخالف هستند، بدبختانه، متأسف هستيم. ولی افغانستان با امريکا که در خاک ما باعسکرش است، رابطه را نگاه کرده و واضح به امريکا گفته ايم که ايران برادر، هم دين، هم زبان وهمسايه ماست، ما با ايران رابطه خود را مستقل و برای منفعت افغانستان و برادران و خواهران ما درايران نگاه می کنيم و به هر قيمت نگاه می کنيم و نگاه هم کرده ايم. هر دوی شان معقوليت نشان دادند.ايران زيادتر معقوليت نشان داده است آنها دانستند که ما درين جا ضرورت هايی داريم و با ما در تفاهم بوده اند. با پاکستان بهترين رابطه را داريم و آنرا مستقلانه نگاه کرده ايم و برای اينکه رابطه ما بهبود بيابد و تشنجات و سؤ تفاهمات بين ما رفع شود تا به صلح برسيم و يگانه راهش هم همين است کوشش های زيادکرديم.با چين و روس رابطه خود را ساختيم، با هند رابطه عالی خود را ساختيم، با تاجکستان برادر ما، با ازبکستان برادر ما، با ترکمنستان برادر ما رابطه خود را ساختيم. اين ها اقداماتی بود که افغانستان به اختيار خود کرد ، با ترکيه دوست عزيز و قديمی افغانستان بهترين رابطه را ايجاد کرديم، با عربستان سعودی با خادم الحرمين الشريفين که دوستدار افغانستان هستند و نصيحت های پدرانه و مصلحانه به مردم ما می کنند، رابطه عالی را ساختيم و از ايشان تشکر می کنيم، با جهان اسلام و کشور های عربی نيزروابط خوب ايجاد کرده ايم. )
د افغان ولس استازو د دوديزي لويي جرګې په څلويښت ګونو کمېټو کي د ګاونډيو هيوادونو په اړه خورا څرګنده پريکړه وکړه چي : (• مونږ له ګاونډیو او د سیمې له ټولو هېوادونو څخه غواړو چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له وسایلو څخه په ګټې اخیستنۍ د نفوذ لپاره سیالۍ پرېږدي، او د هغو پرځای له ریښتنې او نږدې همکارې سره چې د ټولو خیر او بری په هغې کې نغښتی دی د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي څو له دریو لسیزو قربانیو څخه وروسته سولې ته ورسېږي. په افغانستان کې سوله او ټیکاو په حقیقت کې په سیمه کې د ټیکاو په مانا ده او د افغانستان دولت په دې لار کې دوامدار فعال سیاست تعقیبوي؛ )
له بده مرغه د ګاونډيو هيوادونو دريځ نه يوازي دا چي دوستانه، نه دی بلکي د کينې ډک او د دښمنی پر بنسټ ولاړ دی . د ايران د بهرنيو چارو وزير په هغه وينا کي چي د خبريالانو په ووړاندي وکړه ، داسي و ويل چي : (( ايران په خپل ګاونډ کي امريکايې ځواکونه نه مني ، دا به د سيمي د بې ثباتی عامل وي. ... ))
د پاکستان هيواد موقف خو تر ايران لا سخت او د دښمنی وو، د پاکستان هيواد په خپرونو کي چي هر مهال زموږ د هيواد په ناوړه خبرونو چليږي ، دا ځل يې زموږ د لويې دوديزي جرګی يو عادي خبر هم نه د راډيو تلويزيون او نه د ورځپاڼو او نورو رسنيو له لاري خپور کړ. زموږ د دويزي لويې جرګې سره يې خپله دښمني د جرګې د خبر په تحريم څرګنده کړه . د دې علاوه يې په رسمي توګه د جرګې پريکړي د سيمي لپاره زيان راوړنکي وګڼلې .
اوس دا پوښتنه بايد ځواب کړو چي ، زموږ د هيواد او اولس دريځ دوستانه او د ګادنډيوهيوادونو دريځ بر عکس د دښمنی پر بنسټ ولاړ دی، ولی ؟
زموږ او د ګاونډو هيوادونو تر منځ دا دښمني د هغو دريځونو له امله ده چي هر هيواد يې د خپلو ملي ګټو لپاره غواړي. زموږ د هيواد په وړاندي د ټولو ګاونډيو هيوادونو دريځونه په دريو برخو ويشلای سو. لومړی هغه ګاونډي هيوادونه دي چي په افغانستان کي سياسي ثبات د خپلو ګټو سره سم بولي زموږ شمالي ګاونډي هيوادونه د همدې ډلي شميرل کيږي،دوهم هغه هيوادونه دي چي په افغانستان کي د سياسي ثبات تر څنګ د خپلو اقتصادي ګټو تضمين د سياسي تمايلاتو سره يوځای غواړي ، هند او چين د همدې ډلي څخه دي او دريمه ډله هغه هيوادونه دي چي په مخامخ توګه د يوه ګوډاګې نظام د واک ته رسولو تر بريده د خپلو ګټو لپاره هڅي کوي ، پاکستان او ايران د همدې ډلي هيوادونو څخه دي .
د دې ټکي يادونه په کار ده چي د ګاونډيو هيوادونو تر څنګ د نړۍ يو شمير نور هيوادونه هم په مخامخ او څنګزنه توګه د افغانستان پر حالاتو اغيزه لري . ترکيه ، سعودي عربستان او يو شمير نور اسلامي هيوادونه فيدراتيفه روسيه ، داروپايې هيوادونو ټولنه ، کاناډا مرکزي او جنوبي امريکاهيوادونه هر يو د خپلو ګټو د تضمين او پالني لپاره پر له پسې د افغانستان په حالاتو کي بوخت او ځانګړي چاري پر مخ بيايې ، خو په دې ليکنه کي يوازي د ګاونډيو هيوادونو دريځونو او په ځانګړي توګه ، هغو هيوادونو ته چي په افغانستان کي د خپلو ناروا ګټو د ساتلو او پاللو لپاره هر ډول ناوړه چاري پر مخ بيايې ، پام اړول سويدی .
پاکستان او ايران په هغه ډله هيوادونو کي شميرل کيږي چي په مخامخ ډول د يوه ګوډاګي نظام د واکمن کيدلو هڅي کوي ، او يا لږ تر لږه غواړي په افغانستان کي د داسي يوه نظام سره مرسته کړي چي ټولي چاري يې د هغوی تر مراقبت لاندي تر سره سي.
پاکستان او ايران هم په افغانستان کي يو ډول موخي نه لري ، ايراني واکمنان غواړي چي افغانستان د خپلي کلتوري حوزې په توګه تر ګروټ لاندي ولري او پاکستان بيا د سياسي او نظامي اړخه داسي افغانستان غواړي چي نه يوازي خپلواک نه وي بلکي د اړتيا پر مهال يې د بل هر هيواد پر خلاف د خپل يوه ايالت په توګه وکاروي . د شک پرته څرګنده ده چي د افغانستان په تيرو ديرشو کالونو جګړوکي د همدې هيوادونو پوره لاسوهنه وه چي جګړه اوږده او ورځ تر بلي ورانونکې او زړه بږنيونکې سوه .
دايران هيواد هر مهال د دوستی تر سر ليک لاندي زموږ په هيواد کي د ورڼو قومونو تر منځ مذهبي ، ژبني او توکمي اختلافاتو ته لمن وهلې او پر له پسې يې هڅه دا ده چي افغانستان د خپلي کلتوري حوزې په توګه و کاروي ، کله د ژبنيو اختلافاتو څخه ګټه اخلی او ميره تر مور مهربانه سي ، کله بيا مذهبي اړيکي د خپلو ګټو لپاره مُقدمي وګڼي او خپلي ګمارل سوي کړي د خپلو ګټو لپاره کاروي . آن تر دې چي ايران په افغانستان کي د يو شمير سياسي کړيو په جوړولو دا توان موندلی چي د افغانستان په سياسي – اجتماعی لوړو کړيو کي خپل سلطه دومره پراخه کړي چي د ايران د سياسي مبلغينو سر يې تبليغ ورته او يو ډول وي . له بده مرغه دا لړی په دې ورستيو کي نه يوازي دا چي و درول سوې او قطع سوې نه ده بلکي لا يې زور اخستی دی .
پاکستان خو د خپل پيدايښته د افغانستان سره دښمني پيل کړې او د خپل مصنوعي هويت په پاللو يې زموږ سره تاريخي ربړه زياته کړېده . هر وخت په څار کي پاته سوی او چي توان يې رسېدلی دښمني يې کړېده ، زموږ د هيواد د دې ورستيو کالونو پيښي د شک پرته دا ښيې چي د مرحودم داود خان د جمهوريته بيا تر اوسه د ټولو ناوړه پيښو پلان جوړونکي هيواد دی او د دوستی تر نوم لاندي يې پر له پسې دښمني په ډاګه کړېده . د دې هيواد د دښمنی لړی ورځ تر بلي ورانونکې اود کرکي ژوروته ځي . کله د قومونو د پلوی تر سر ليک لاندي خپلو موخو ته ځان رسوي او کله بيا د اسلام د سپيڅلي دين تر نوم لاندي خپلي کرغيړني هيلي پوره کوي.
له نيکه مرغه د ا ځل دافغانانو دوديزي لويې جرګې د خپل هيواد د برخليک لپاره داسي پريکړي وکړې چي نه يوازي نږدې غرضي ګاونډيو ته يې خپل سالم ملي دريځ څرګند کړ ، بلکي هغوی يې د رښتيني دوستی لوري ته را وبلل ، اوس به وليدل سي چي زموږ د ملت ارادې ته د شريرو ګاودنډيو دريځ څه دی؟ خو هغه څه چي افغان اولس يې خپل حق ګڼي هغه دا دی چي خپل برخليک خپله ټاکو او د خپلواکو تصميمونو صلاحيت هم زموږ خپل دی ، هيڅ يوه هيواد ته دا حق نه ورکوو چي زموږ خپلواکه اراده تر خپلي اغيزي لاندي راولي . دانړۍ او ګاونډيو هيوادونو ته ، د لوي دوديزي جرګي تر ټولو ستر او څرګند پيغام وو.
باوري

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006