دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
غازي محمد جان خان وردګ

 

غازي محمد جان خان وردګ

او د هغه په نوم ياده سوې يوه سکه

کوم دا ليونتوب چي غوغا را باندي راسي

سکه وهم پر زرو چي خاوند يې راپيداسي

 دا بيت د هغي سکې پر مخ حک سوېدی چي د محمد جان خان وردګ په نوم ياده سوېده . پخوا تر دې چي د دې سکې په اړه څه و وايم اړينه ګڼم چي د سکه پوهني او د مسکوکاتو پر يو شمير ځانګړنو په لنډه توګه تم سم . سکه پوهنه ، د لرغونو زمانو د بيا پيژندلو خورا ډاډمنه پوهه ده. دا پوهنه د لرغونو او تاريخي ټولنو د پيژندلو په اړه هر اړ خيز مالومات د څيړونکو او پوهانو په واک کي ورکوي . دا مالومات د اقتصادي وړتيا بيا تر ټولنيز ي اړتيا د عقيدتی ارزښته بيا تر کلتوري درنښته ، ټولي خواوی رانغاړي .د همدې امله د سکې پوهني علم د يوه خپلواک دسپلين په توګه د نورو علومو ترمنځ ځانګړی موقف او دريځ تر لاسه کړيدی .

په پخوانيو تاريخي ټولنو کي د بنسټيز بدلون نښي هغه مهال په بشپړه توګه ډاډمني ګڼل کيږي چي د هغو ټولنو په مسکوکاتو کي د هغه بدلون انعکاس راغلی وي. په مسکوکاتو کي حک سوي انځورونه ، ليکل سوي متنونه ، د مسکوکاتو وزن ، د مسکوکاتو فلزی نوعيت او په مسکوکاتو کي نوري پرتی نښي ، زموږ سره دا مرسته کولای سي چي په ډاډ د هغی ټولني رښتينی انځور لاس ته راوړو.

د شکه پرته ويلای سو چي د سوداګری کچه ، د اقتصادي پياوړتيا نښي ، په ټولنه کي د عامو وګړو دژوندانه څرنګوالی ، د عامه ګټو لپاره د تاسساتو اندازه او نور د خپل پير د مسکوکاتو څخه په خورا اسانه توګه را پيدا کولای سو.په دې ډول د هري دورې د مسکوکاتو نوعيت او کميت د هغې دورې د اقتصادي حالاتو بشپړ بيان کوي ، چي د مسکوکاتو د دې اړخ بيان ، د دې ليکني موخه نه ده ، نو ځکه په همدې يوه پارګراف بسنه کوو. اوس به د مسکوکاتو پر سمبولونو او ليکنو لنډ تم سم .

په مسکوکاتو کي د سمبولونو دود د پخوانيو زمانو راهيسي پيل سويدی . په مسکوکاتو کي د سمبولونو حک کول او يا دنښو کيندل په بيلا بيلو ټولنو کي بيلا بيل تعبيرونه لري ،دلته د کوشاني دورې يوه سمبول ته پام اړو : د كنشكا او له هغه وروسته كوشاني پاچاهانو په زمانو كې د سكو پر مخ د نيزې نښه يوه ځانګړې علامه ده، چې د يوه عام دود او دستور په حيث د کوشاني واکمنانو له لوري عملي سوېدی . هر كوشاني پاچا په خپل نوبت د خپلې سكې پر مخ د نيزې حك كول د يوې خاصې علامې په حيث دود كړېده . د كوشاني سكو پر مخ د نيزې انځور ول او حك كېدل سربيره پردې، چې په رومي مسکوکاتو کي د نيزې انځور مقدس بلل كيده او د قدرت او عظمت بهترين او عاليترين سمبول ګڼل كېده او همدا د ساكانو په سكو كې نيزه د جنګ يوازنى وسيله بلل سويده، ولې د كنشكا او د هغه څخه وروسته كوشاني پاچاهانو ته، نيزې بل مفهوم او افاده درلودل . په دې انځور او سمبول كې د هغه مهال وګړو لپاره په مسکوکو کاتو کي د نيزې انځور د كنشكا مافوق بشري قدرت او روحاني قوت تغښتي وو. په دې اړوند ابو ريحان البيروني ليکي . "كله چې كنك پاچا ته د قنوج دواكمن تحفه را ورسيدل او ورته وړاندې سوه، كنك پاچا د تحفې په ليدلو په غضب سو . د دې قهر علت دا وو چې د تحفې په سر باندې د لاس د علامې پر ځاى د پښې علامه موجوده وه. په همدې اساس يي د قنوج د واکمن د مينځه وړلو لپاره لښكر ترتيپ كړ. د قنوج په نږدو كې د قنوج د واکمن يوه چالاكه وزير د كنك افراد او جنګي لښكر ي د اسي دښتي ته و هڅول چي د تندي له امله د جنګ پريښودلو ته اړ سول . په همدې وخت كې كنك پاچا خپله نيزه په مڅكه و وهله او له هماغه ځايه څخه اوبه را و بهېدې (۴: ۸۵) .

يو بل عمده عنصر، چې د كوشاني دورې او خاصتاٌ د كنشكا څخه وروسته د سكو پر مخ ليدل كيږي هغه د اورلمبې دي چې د پاچايانو له اوږو څخه راپورته كيږي. د دې علامې څخه څيړونكو دوې بنسټيزي نتيجې ترلاسه كړيدي: لومړى دا چې د اور لمبې د اور نمانځنې (آتش پرستي) مذهبي عقيدې سره تړاو لري او دوهم تړاو دا چي د کوشاني مسکوکاتو پر مخ د اور لمبې د يوې فکلوريکي کيسې سره اړه لري چي وايې :"كنشكا د كاپيسا په شاخوا د يوه غره په لمنه كې د يوې ستوپي يا بودايي معبد دودانولو تكل وكړ. نوموړي معبد شپږ ځله جوړ سو، ولې تر هر ځل جوړېدو وروسته به د (ناګاراجا) (خبيثه ارواح) له خوا ويجاړ سو. پس له شپږم ځله جوړېدو څخه كنشكا د ناګار جاپر ضد جګړه پيل كړه او د جګړې په جريان كې به يي په خپل روحاني قوت د خپلو اوږو څخه د اورلمبې پورته كولې چې په همدې ترتيپ يي ناګارجاله هغه ځايه څخه وشاړه او كنشكا خپله ستوپه جوړه كړه او ويي ساتله" (١: ۴۳) د مسکوکاتو پر مخ ليکني هم د سکو د مهال سياسي حالات را څرګندوي ، بيا هم د کنشکا مسکوکاتو ته ورځو . د كنشكا د يوې دايروي طلايي سكې توضيح: وزن: ۱،۲۲ ګرينه ( يو ګرين د پنځه ويشت پر سل قيراط سره برابريږي ) اندازه : ۰،۸ انچه د سكې پر مخ شاه په كوشاني كاليو كې چې لوړ څوكې خولې يې په سر ده، چپنه يې په اوږو او مخ ته يو كوچنى د قرباني ميز ليدل كيږي . په كيڼ لاس كې يې يوه اوږده نيزه ښكاري او په خروشتي رسم الخط ليكل شويدي چې: " د پاچاهانو پاچا كوشاني كنشكا" د سكې په بل مخ د لمر رب النوع "ميرو" تصوير ليدل كيږي. (٢ : ۳۳۵)د پاچاهانو پاچا کوشاني کنشکا د ليکني څخه د شک پرته د هغه مهال ستر توب او عظمت څرګنديږي . د دې يادونو موخه دا ده چي مسکوکات د خپل اړوند مهال د ټولنو د پيژندلو او د تاريخي پيښو د بيانولو او پوهيدلو لپاره خورا مهم اخځونه او منابع ګڼل سويدي.

د افغانستان په معاصر تاريخ کي هم د مسکوکاتو رول او ونډه خورا مهمه او ارزښتمنه ده . د دې وينا د ثبوت يوه بيلګه هم غازي محمد جان خان وردګ ته منسوبه سوې سکه ده چي په زيات شمير تاريخي متونو کي د هغې يادونه سوېده . مرحوم استاد احمد علی کهزاد د دې سکې په اړه ليکي : (( در فرصتيکه امير محمد يعقوب خان بدست انګليسها بندی شد و قوای خارجی به کابل رسيده بود، يکی از زعمای ملی محمد جان خان وردګ که نام باشهامتش در مسُلۀ اخراج دشمنان ويرد زبان خورد وبزرګ بوده است ، در اين ګير ودار از پيدا شدن پاچاه افغانستان چنين سکه زد . ميکنم ديوانه ګی تا بر سرم غوغا شود سکه بر زر ميزنم تا صاحبش پيدا شود . )) (( ٣ : ) لومړی د سکې په اړه : په زياتو تاريخي متونوکي د دې سکه يادونه سوېده ، يو شمير ليکوالو د سکې ضارب څرګند کړی او يو شمير نور بيا د سکې ضارب نوم ته پام نه دي اړولی ، خو دسکې دا يو بيت دومره نامتو سوی او ويل سوېدی چي اوس د اولس او په ځانګړي توګه د مورخينو تر منځ د خپلواکی د شعار او د ملی بغاوت د سمبول په بڼه کارول کيږي. د دې يوه بيته مورخين زيات مالومات تر لاسه کولای سي. لومړی د دې بيت وضاحت دا دی چي هغه مهال په هيواد کي د ټولو لپاره يوتن منل سوی واکمن نه وو، نو ځکه دا سکه د يوه ملي اتل له لوري ضرب سوه او د خپل مهال د سياسي حالاتو انځور يې پکښي څرګند کړ . دوهم وضاحت دا دی چي دا سکه به تر هغه کارول کيږي چي د هيواد رښتينی واکمن را وړاندي کيږي . په دې تر تيب د دواړو اخيستنو يوه پايله تر لاسه کيږي او هغه دا چي ، د انګريزانو سره د جګړې پر مهال افغان اولس يوتن داسي لارښود نه درلود چي د هغه ملي پاڅون لارښوونه وکړي. هر افغان زلمي او هر قومي مشر او د هري مدرسې مولوی ، په خپلو سيمو کي د دې پاڅون ملاتړ وکړ او ځوانان يې د مورچل تر بريده بدرګه کړل . په دې ډله ملي مشرانو کي يو هم غازي محمد جان خان وردګ وو ، چي د خپلي سيمي څخه بيا د هيواد تر مرکزه يې د خپلواکی مورچلونه تاوده وساتل او د انګريزي يرغلګرو ځواکونو لپاره يې هر ګام ګورستان کړ. پايله : د ياد سوي تعبير تر څنګ په دې بيت کي د افغاني دود يوه خورا ستره اخلاقي پانګه نغښتې ده او هغه دا چي : محمد جان خان وردګ د افغاني دود سره برابر د پاڅون مشري کوله ، او د سکې د چلولو اړتيا يې محسوسه کړه ، د دې لپاره چي په اولسونو کي د منفي تربګنيو او ناوړه سياليو مخه يې نيولې وي ، نو يې سکه په خپل نوم ضرب نه کړه بلکي دا حق يې هم خپل اولس او خلکو ته پريښودی چي د دې هيواد مشري چاته سپاري . دا ډول سلوک زموږ په اولسونو کي د زيات درنښت وړ دی . ميرويس نيکه هم هيڅکله د پاچا او يا امير لقب ونه مانه ، او پوره اته کاله يې د يوه مشر په نوم د هيواد ملي چاري سمبال کړې .

ستاسو د پاملرني مننه

اخځونه :

 ١- راولند، بنجامن. هنر هاي قديم افغانستان. مترجم: احمد علي كهزاد، (كابل: فرانكلن) ۱۳۴۶.

٢- كهزاد، احمد علی . مسكوكات ماقبل التاريخ افغانستان، سالنامه كابل، ۱۳۱۶.

٣-کهزاد ، احمد علی . مسکوکات دورۀ اسلامي افغانستان . نشرات انجمن تاريخ .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006