دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
افغاني کلتوري وياړونه؛

 

 

افغاني کلتوري وياړونه

د نړيوالو علاقمندي او د افغاني چارواکو بې تفاوتي

د افغانستان د کلتوري ميراثونو سره د نړيوالو ليوالتيا او د افغاني چارواکو بي تفاوتي ورځ تر بلي لا څرګنديږي .په لندن کي د افغانستان د لرغونو اثارو د نندار تون پرانستل او په پاريس کي د لرغونو اثارو د ساتلو نړيوال سيمنار هغه دوې پيښي دي چي د افغانستان د کلتوري ميراثونو او تاريخي اثارو ارزښت او هغو ته د پام اړولو سره مخامخ تړاو لري . په لندن کي د افغانستان د لرغونو اثارو نندارتون د افغانستان د اولسمشر له لوري پرانستل سو او د پاريس په نړيوال سيمنار کي د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ونډه درلودل .

نړيوال د افغانستان د کلتوري وياړونو سره مينه پالي خو د افغانستان چارواکي د خپلو وياړونو په اړه پوره بې تفاوته دي ، يوازي هغه مهال ورته پام اړوي چي په کوم بهرني هيواد کي د نندارتون پرانستل وي او يا کوم نړيوال سينار او نړيواله غونډه ، هغه هم د دې لپاره چي په لوړو مصارفو يې بهر ته د سفر کولو زمينه برابره سي.

د خواشنی خبره دا ده چي زموږ په هيواد کي د کلتوري چارو سره بوختي ادارې تر هغه وروسته د خپلو چارو په اړه فکر کولو او يا د څه کولو ته اړ کيږي چي د نړيوالو له لوري ورته و ويل سي او يا يې نړيوال ور پام کړي . په دې اړه يوازي دوې درې بيلګي يادوم :

 ١ – تر اوسه د افغانستان د کلتوري چارو بوختي ادارې په دې ونه توانيدلې چي په خپل هيواد کي د سترو مجسمو د بيا ودانولو  او يا نه ودانولو په اړه د يوه علمي سيمنار زمينه برابره کړي . په داسي حال کي چي د المان هيواد يو شمير لرغونپوهانو په دې اړه خپله رايه څرګنده کړې او اوس د نړيوالو د پام وړ ګرځېدلې ده .

 ٢ - په تيرو لسوکالونو کي د افغانستان څخه د غلا سويو لرغونو توکو او تاريخي اثارو د بيرته را ګرځولو په اړه د هيواد د کلتوري چارو بوختي ادارې و نه توانيدې چي د دې اثارو د بيرته راګرځولو لپاره اړين تدابير او عملي لاري چاري په ګوته کړي.

 ٣ - د هيواد د لرغونو او تاريخي سيمو لپاره د يوه تاريخي اطلس د جوړولو اړتيا د کالونو کالونو را په دې خوا د دې څانګي د لارويانو له لوري مطرح کيږي ، خو د کلتوري چارو سره بوختي ادارې تر اوسه نه يوازي دا چي کومي چاري يې نه دي تر سره کړي بلکي په پوره بې اعتنايې د دې اړيني چاري څخه پر څنګ تيريږي .

په دې ډول نوري چاري سته چي د کلتوري چارو سره بوختي ادارې يې بايد تر سره کړي ، خو له بده مرغه د ډيرو کالونو انتظار ورسته بياهم ډيري چاري نه دي تر سره سوي . په داسي حال کي چي دزياتو اړينو چارو پلي کول لږ تدبير ته اړتيا لري .

باوري

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006