دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
زيار، د ځانغوښتني ناروغی په بستر کي

 

د بابوزي په قلم

زيار، د ځانغوښتني  ناروغی په   بستر کي

خانغوښته يا خود خواهی لويه ناروغی ده ، دا ناروغي به  په ټولو انسانانو کي لږ يا ډيره وي ، خو ناوړه  بڼه يې  په  دوه ډوله انسانانو کي برملا کيږي :  يو په هغه ډول انسانانوکي چي ځان  په هر څه پوه ګڼي،خو نورو ته يې  پوهه د منلو نه و ي ، دوهم  په هغه شمير وګړو کي   چي د استحقاق  پرته مقام ته رسيدلی وي. هغوی فکر کوي چي تر ټولو انسانانو پوه او مستحق دي . خو تر ټولو  بد مرغه  کسان هغه  دي چي  د دې ناروغی دواړي بڼي ولري .
ګران لوستونکي به خبر وي چي د تلی مياشتي ١٥ مه  په کابل کي د يو شمير ليکوالو او فرهنګيانو په ربړ ( د اسانه پښتو ) تر سر ليک لاندي دوه ورځنی علمي سيمنار  پيل سو. د پيل په غونډه کي ښاغلی زيار ته د وينا وار ورسېدی . له بده مرغه  ښاغلي زيار نه يوازي دا چي د اسانه پښتو لاره چاره يې په ګوته نه کړه بلکي د سيمنار د اجندا خلاف يې د پښتنو يوه لهجه د توهين تر بريده وغندله . د دې سره - سره چي د پښتنو د دې لهجې د غندلولپاره يې  علمي دلايل  وړاندي نه کړل ، خو هڅه يې  وکړه چي  خپل نابابه خبري علمي او بنسټيزي وښئې .
ښاغلي زيار  د هغې  لهجې يو شمير  کليمې  په خورا تمسخر   تلفظ کړې ، او غوښتل يې چي له يوې خوا ځان  پر هغه لهجې   برلاسی وښئې او د بلي خوا يې د ناستو کسانو د خندا کړي ،نو يې په مکرر ډول هغه کليمې  بيا بيا  و ويلې . په داسي حال کي چي نه يې تلفظ  هغې لهجې ته ورته وو او نه يې  د يوه  پښتون  په توګه د يوې لهجې د توهين حق درلود.
زيار په خورا بې پروايې و ويل چي  : ((که د دې لهجې ويونکي  چي شمير يې تر لس ميلونه  زيات نه دی ، که زما خبري مني ښه ، که يې نه مني نو ځان ته دي بل ګرامر وليکي او پاته نور څلويښت ميلونه چي يو شان خبري  کوي هغوی به  پر مخ ځي او نه تم کيږي . )) زه فکر کوم چي  هيڅ يو نالوستی پښتون به هم دا ډول يوه بې بنسټه وينا په داسي يوه دريځ کي  چي زيات  لوستي  پښتانه ناست وي ، ونه کړي . دا ځکه  چي   نه  علمي بنسټ لري او نه عقلي.
لومړی خبره خو د لسو ميلونو پښتنو  د لهجې  خبره ده چي رښتينې شميره نه ده ، دوهمه خبره دا ده چي  کاذب  ډيری او لږی  جوړول  علمي بنسټ نه لري . دا ځکه چي په پښتو ژبه کي دوې  نه  بلکي زياتي لهجې سته چي ښاغلی زيار  په خپله دا مني او وايې چي  ګويا د بيلا بيلو لهجو څيړنه يې  په بيلا بيلو سيمو کي کړېده . که لهجې  زياتي وي نو  ، لس مليونه او څلويښت ميلونه  ويش  بنسټ نه لري ، دا يوازي  د هغو کسانو وينا کېدا سي چي د ځانغوښتني په  ډبل مرض بوخت وي . 
يوه د حيرانتيا خبره خو دا ده چي  ښاغلي زيار د ټولو هغو پخوانيو څيړونکو او د پښتو ژبي  د خواخوږو خدمتونه يا په خپل ځان پوري وتړل او يا يې په هيڅ کي وشميرل ، دا د ځانغوښتني مرض خورا ناوړه بڼه ده.
ښاغلي زيار د خپلو زدکړو ديپلوم نيغ ،نيغ کړ او په پوره بې پروايې او بې انصافی يې و ويل چي  : زه يم چي پښتو سته او که نه نو اوس به چا د پښتو ګرامر درلودای ، اوس به چا د پښتو لهجو ويش پيژندلی وای ، اوس به چا د پښتو ليکلارښود کښلی وای او داسي نور.
ښايې زيار صاحب هير کړي وي چي لا هغه د ښونخی زده کونکی  وو چي د پښتو ګرامر ( د ايازي او رښتين ګرامر ) يې ولوست، ښايې دا يې هير کړې وي چي لا د پوهنتون محصل و چي  د پښتو لهجو ويش ( د حبيبي  د پښتو  لهجو ويش ) يې زدکړ، ښايې دا يې هير کړي وي چي د پښتو ليک لارښود تر ده وړاندي هم موجود و.
 ښاغلی زيار  صاحب  هغه سفرونه  هم ياد کړل  ، چي د بهرنيو څيړونکو سره يې د تحصيل پر مهال د حق الزحمې په بدل کي چي هغه مهال لوړ امتياز وو ، کړي وه .  هغه سفرونه  چي د پښتو ژبي او پښتنو د څيړني لپاره نه وه  هغه يې هم  د پښتو او پښتنو لپاره د  ده په اصطلاح  بلهاري وګڼل او پښتو يې په دې هم خپل پوره وړي وګڼل چي  په نتيجه کي يې د هغه مهال  مالی امتياز تر لاسه کړيدی!! . 
 د دې سره سره چي دا يادوني د هغو خبرو جواب نه دی ، چي ښاغلی زيار د سيمنار پر سټيج واورولې، د هغو لپاره به يو بله   ليکنه ځانګړې کړم.  خو  د دې ټکي يادونه  اړينه ده چي  ښاغلی زيار د يو شمير نورو پښتو پوهانو او د پښتو خواخوږو په څير تر يوه بريده  هڅي کړيدي ، هغه هڅي چي د پښتو لپاره  ګټوري دي ، هغه به هيڅ پښتون هيري نه کړي ، خو د نفاق او برتری او ځانغوښتني  باټي يې  هيڅ يو لوستی پښتون نسي منلای .
زه به خوشاله وای چي ښاغلی زيار د سيمنار د اجندا سره سم خپل رايه څرګنده کړې وای، او دا کار به هم موږ خپل هدف ته رسولي وای او هم به د ښاغلي زيار د ځانغوښتنی بيلګي نه څرګندېدای، زه فکر کوم چي د دې سيمنار لپاره زما يوه ليکنه چي پخوا مي کړې وه او په يو شمير خپرونو کي خپره سول ، ښه او مناسب ځای درلود، چي د ښاغلي زيار د  نفاق اچونکو خبرو پر ځای ، لوستل سوې وای. د ا فرصت مساعد نه سو چي دا ليکنه هلته ولوستل سي، زه ګران لوستونکي يوځل بيا  د لاندي متن  لوستلو ته رابلم .
په درنښت

دا د ډيري خوشالۍ ځای دۍ چي په نړيوال بريښنايې  جال کي پښتو هم خپله لاره پيل کړې او په ګړندي ګامونو د ودې  پر لور درومي . خو کله ناکله د د زياتي تيزۍ او يا د کار ونود ډيروالي له امله په پښتو ليکنو کي يو شمير داسي تيروتني تر سترګو کيږي  چي کليمې او جملې يا خپله مانا د لاسه ورکوي او يا د افادې وړ نه وي . زه  د يو شمير  ښاغليو خبر يالانو په خبرونو اود ځينو ښاغلو ليکوالو په ليکنو کي د  ليکنيزو (  املايې  ) تيروتنو داسي ټکي وينم چي سمون  يې اړين بولم .  زما خيال داو چي ښايې نن او يا سبا به دا يو لږ شمير  ښاغلي خبر يالان اوڅو دګوتو په شمير محترم ليکوالان به خپلو تيروتنو ته ځير سي  او د سمون لپاره به يې په نوي خبر او يا نوې ليکنه کي پام وساتي ، خو داسي بريښي چي دا د تيروتنو لړۍ همداسي جاري ده .
زه نه غواړم چي هغه زيار او هاند له پامه ليري کړم چي زموږ يو شمير ورڼه يې د خپلو ليکنو او خبرونو په جوړولو کي ، ګالي . خو داټکۍ  هم د يادېدلو بولم چي د کارونو پر له پسې والۍ بايد د کارونو د سموالي سره مرسته وکړي . داسي نه چي کميت مو وي خو کېفيت مو نه وي . په دې ليکنه کي زما موخه د( يوه پښتو کره پښتو ) خبره  هم نه ده ،  بلکي موخه مي د کره متن ليکلو لپاره  هغه لږ شمېر  لبکوال ورڼه دي  چي کله ناکله د کار د ډيروالي او يا د کار د چټکۍ له امله يو شمير کليمې نيمګړي ليکي .
د لويه سره خو ، تر ټولو لومړۍ په پښتنو کي د لوستلو او ليکلو دود کول  اړين ګام دۍ . بيا د هغو کسانو لپاره د کره ليکلو کار دوهم ځاې لري چي ليک او لوست کولای سي  او په دريم پړاو کي د يوه پښتو کره پښتو خبره اړينه ده . په دې ليکنه کي زما د خبرو لورۍ هغو ملګرو ته دۍ چي ليکل او لوستل کولای سي ، او دا دۍ بوخت دي زيار باسي .
زه دلته د يو شمير کليمو د سم او ناسم ليکلو ، څو بيلګي ليکم :
سم  =========================  ناسم
لحظه --------------------------------  لهظه
نافذ --------------------------------- نافظ
ضرورت ------------------------------ ظرورت
نښه ---------------------------------- نخه
کيږي  --------------------------------  کيګی
رڼا     -------------------------------- رنړا  .....  او داسي نور
دا ستونزه په دري ژبو ليکوالو کي هم عامه ده د بيلګي په توګه((... است،و ما باید به خاطر ساختار یک افغانستان نوین ، مرفع و دموکرات عاری از هر نوع تعصب ... )) په دې جمله کي  بايد ( مرفه ) وليکل شي نه  ( مرفع ) په دې ځای کي د مرفع مانا کېدای شي د نابود او محوه په توګه ومنل شي   ( رفع شده ) .
او يا دا  : (( احزاب و سازمان ها سیاسی غیر وابسطه نایل آیم ))په دې جمله کي بايد  وابسته وليکل سي نه وابسطه .  که د بسط د کليمې څخه پيشوند او پسوند ليري کړو نو مانا يې  په دې جمله کي  د غوړېدلي  او پراخه سوي  په څير  کارول کېدای سي . ( ليکوال  :محترم  عوض نبي زاده  د سرنوشت ويب پاڼه )
د تيروتنو دا بيلګي په دوو برخو کي څرګندي دي ، يوه هغه برخه ده چي د کليمو  بنسټ عربي  وي ، خو ليکوال  د کليمې عربي  سټي ته پام نه کوي  او څرنګه چي يې خوښه سول ، هغسي يې ليکي . دوهم هغه برخه ده چي د لهجې سره تړاو لري ، يو شمير ليکوال او خبر يالان د خپلي لهجې په تون ليکل کوي ، په داسي حال کي چي دا ډول ليکني  کېدای سي وران  او بل ډول مفهوم د لوستونکي ذهن ته وليږي . دا هم بايد وليکم چي يو شمير داسي کليمې سته چي  بنسټ يې عربي ژبي پوری تړاو لري خو هغه کليمه  افغاني سوې  ( مفغنه )ده  او ليکوالان يې په نوي ډول ليکي د بيلګي په توګه  د  ( مانا ) کليمه  دا کليمه په عربي ژبه کي د ( معنی ) په ډول ليکل کيږي ،خو اوس په پښتو کي  د مانا په څير معمول سوېده . دلته د تفاوت ټکۍ دا دۍ چي د مانا ټول عربي  بنسټ  او جوړښت بدلون موندلۍ دۍ  ، په داسي حال کي چي په  لهظه او وابسطه  او دې ته ورته نورو کليمو کي د عربي جوړښت او بنسټ  حاکم بريښي  ، ځکه يې ناسم ګڼلای سو .
 هيله من يم هغه وروڼه چي د ليکلو پر مهال د چټکۍ  څخه کار اخلي او تيروتني کوي  ، زما دا يادوني ورته درنې تمامي نه شي  .

په درنښت

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006