دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د ايران تاريخ د يوې پاڼي کره انځور

 

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

 
د ايران تاريخ د يوې پاڼي کره انځور

( د جمشيد تخت د هخامنشي امپراتورانو ماڼی او که يوه نيمګړې ودانۍ)

د جمشېد تخت د يوه لرغوني اثر په توګه د يونسکو له لوري  په  ١٩٧٩ ميلادي کال د نړيوال کلتوري ميراث په ليک لړ کي  شامل شو . د ا تاريخي  ودانئ  د هخامنشي  امپراتورانوماڼی  او هم د هغه   پير  د پيژندلو په لار کي تر ټولو ستر لاسوند ګڼل کيږي . د تاريخي ودانيو دا ټولګه يو شمير قصرونه دي   چي  ٥١٨  کاله پخوا تر مېلاد د هخامنشي  پاچا لومړي داريوش له خوا يې د جوړيدلوچاري د بين النهرين د ودانيو سره د رقابت په موخه پيل شويدي .
زيات شمير ايراني مورخين او بهرني ايرانپوهان په دې باور دي چي د ايران هيواد په لرغوني تاريخ کي تر ټولو څرګند او د ايران هيواد لپاره وياړلئ مهال د هخامنشي پاچاهانو پير دئ . خو په دې ورستيو کي د جمشيد تخت او هخامنشي پير په اړه د يوشمير ايراني مورخينو ځانګړي  دريځونه دايران لپاره د جمشيد تخت او د هخامنشي پير د ارزښت  ،  وړتيا او رښتينوالي   په اړه شکونه رامنځ ته کړيدي .
پوهنيزي څيړني او پلټني د ټاکلو ارونو په پلي کولوسره علمي پايلي او ګټوري لاسته راوړني وړاندي کولای شي  . يوازي د هري پوهي د اړوند و ارونو پلي کول دا توان لري  چي هم پوهه د پايښت وړ وګرځوي  او هم د څيړنو علمي پايلي وژغوري . پر علمي ارونو او پرنسيپونو د څيړونکو  ، ادارو او يا سياسي نظامونو  ذهنيت تپل  نه يوازي دا چي پوهنيزه څانګه د مړني پر لور بيايې   بلکي د تحميلي لاسته راوړني  ژغورنه هم نشي کولای . د همدې اصل پر بنسټ  هغه شمير ارزوني او لاسته راوړني چي د پوهنيزو ارونو په رڼا کي نه دي  تر سره شوي ، پايښت نه لري او د حالاتو په بدلون سره به خامخا  بدلون مومي  .
د ايران هيواد يوشمير څيړونکي د ايران پر لرغوني تاريخ د نيوکو تر څنګ غواړي د هغه هيواد تاريخي شاليد له سره وارزوي او د نويو ټولنيزو او سياسي حالاتو په بڼه يې  ورغوي . د ايران تر نوم لاندي د هغه هيواد د لرغوني تاريخ يوه تر ټولو تبيلغ شوې پاڼه د هخامنشيانو تر سر ليک لاندي پيژندل شويده .  تر دې مهاله د هخامنشيانو پير د ايران د پخواني تاريخ تر ټولو ستر سرليک ګڼل کيږي،خو يو شميرايراني مورخين او د هغو په سر کي د ايران   بل آنده  مورخ  ښاغلي  ناصر پور پيرار له لوري دايران د تاريخ پر همدې پړاود يو شمير ژورو نيوکو او د منلو وړ لاسوندونو پر بنسټ  له سره دا پير د لا ژوري څيړني وړ ګڼلۍ اودزياتو  مورخينو پام يې ځان ته اړولی دی .
يو شمير اروپايې څيړونکي او له هغې ډلي  انګليسي مورخ او څيړونکی ښاغلې ريچارد پبري ، فرانسوي مورخ او څيړونکی ښاغلی ژيرار او يو زيات شمير نور په دې باور دي چي د جمشيد تخت د هخامنشي امپراتوری داسي ستر ه ماڼی  وه  چي د خپلو تر لاس لاندي سيمو د استازو ډالی  به يې  د پلازميني په همدې  ماڼی کي منلې او د خپلي واکمنی امر اونهي به يې ورته اورول . د پيري په باور د هخامنشي واکمنان لپاره به د کال په پيل کي  د نوروز داسي جشن نيول کيدی چي په هغه کي به  د هخامنشي  امپراتوری  تر حاکميت لاندي  او په امپراتوری  پوري تړلو يويشتوسيمو نه راوړل شوي سوغاتونه او ډالی  د امپراتور  په وړاندي ايښودل کېدې . د هري سيمي بيعت به نوۍ کېدی ، د تير کال ماليه او جزيه  به يې د امپراتور په وړاندي  د امپراتوری مالي مسولينو ته تسليمول  او  په بدل کي به د امپراتور له لوري  د تابع سيمو مسولينو او استازوته  د امر او نهي هدايتونه ورکول کيدل  . د جمشيد تخت يوه داسي ستره ماڼی وه چي د ښکلا او دبدبې ټولي  هغه ځانګړني چي د يوې ستري امپراتورۍ لپاره  ورته اړتيا شته او يا يې تصور کيږي ، بشپړه شوې ودانی وه .  دښاغلي پيري او د ده په څير نور څيړونکي   هغه ډبرليک بشپړ لاسوند ګڼي چي د بي ستون په نوم ياديږي  او د هغو ټولو سيمو نومونه پکي  شته چي  د هخامنشيانو تر واک لاندي ګڼل شويدي .
د جمشيد تخت  دکمپيوتري رغاوني انځورونه

 


يو شمير مورخين او د هغو په سر کي د ايران هيواد د بل فکر خاوند مورخ ناصر پور پيرار په دې باور دي چي د جمشيد تخت په اړه وړاندي شوي مالومات له اره نيمګړي او تاريخي جعل دی. پور پيرار خپل  اند له دې ځايه پيله وي چي : د هخامنشيانو او د ايران د ټول لرغوني تاريخ په اړه وړاندي شوي مالوات له اره پر هغو اخځونو ولاړ دي چي شتون يې د منلو نه دي او جعل شوي اخځونه دي . نوموړي په دې باور دی چي که د تاريخي متن منبع تر پوښتني لاندي وي او جعلی توب يې ښکاره او ځلانده وي ، بيا له اره د تاريخ  پر ليکل شوي متن خبري په کار نه دي . يا په بله وينا که د يوه تاريخي متن ، منبع جعل وي  د شک پرته هغه تاريخ جعل ګڼل کيږي . دا مسله د ايران په لرغوني تاريخ کي په بشپړه توګه ليدل کيږي . په دې ډول پور پيرار دا حکم کوي چي د ايران لرغونۍ تاريخ د يو شمير پو هنتونو او شخصيتونو له لوري د مادي او معنوي امتياز په بدل کي جعل شويدی. 


 
ناصر پور پيرار


پور پيرار وايې : ټوله مورخين د هخامنشيانو د ستري امپراتوری د ثبوت لپاره د جمشيد تخت ستر لاسوند ګڼي او ټوله پيښي داسي بيانوي چي همدا جمشيد تخت يې په ثبوت رسولای شي . په اسي حال کي چي په خپله د جمشيد تخت  هغه لاسوند نه دی چي د يوې ستري امپراتوري ثبوت دي وکړای شي . د دی لپاره بيلا بيل دلايل شته چي څو بيلګي يې دادې
لومړۍ : که د جمشيد تخت يوه داسي ودانی وګڼو چي د يوې ستري امپراتوری مرکز وو، او بيا لږ تر لږه دوه زره کاله پخوا پريښودل شوی وي ، بيا دا خبره يقيني کيږي چي په تيرو دوو زرو کالو کي به دا ارزښتمن مرکز د بيلا بيلو ټولنيزو او طبيعي پيښو له امله وران شوۍ او د يوې خاوريني او يا ډبريني غونډی په څير به د ودانۍ بيلا بيلي برخي يو پر بل را لويدلي او ديوالونه به يې را پريوتلي وي . خو په جمشيد تخت کي داحالت نه ليدل کيږي . نه خاورينه تپه او نه ډبرينه غونډۍ شته ،  يوازي همدا يو شمير ستني ( ستونونه) چي د يوې نيمګړي ودانۍ او يا په بله مانا د يوه پای ته نه رسيدلي ودانۍ استازيتوب کوي ، په ستر ګو کيږي .
دوهم :هغه لرغوني ودانۍ چي د جمشيد تخت همزولي ګڼل کيږي د يوه ځانګړي تګلاري له مخي ودان شوي او بيا کارول شويدي. د بيلګي په توګه  مصر ي اهرامونه چي د يوې لرغوني بشپړي شوي ودانۍ ښه استازيتوب کوي ،را يادوو . د مصري هرم د ودانۍ بهرنی پلې ( زينې ) ډبريني دي ، د دې ډبرينو زينو د جوړولو چارې پخواتر دې چي په ودانۍ کي وکارول شي ، په ټاکلي اندازه جوړي  ، صيقل شوي او بيا وروسته په ځانګړي مهارت ځای پر ځای شويدي ، په داسي حال کي چي د جمشيد تخت زياتي ډبريني برخي داسي څرګنديږي چي د صيقل چاري يې لا بشپړي شوي نه دي . په دې لاندي انځور نوکي  به دجمشيد تخت يو شمير نيمه بشپړي برخي وليدل شي  .
د جمشيد تخت د ودانۍ د ځينو برخو انځورونه چي لا بشپړ شوي نه دي .  
 


 
که دې څرګندو شواهدو ته پام وکړو ، خامخا به دا پوښتنه په خيال کي را وګرځي چي ، که د جمشيد تخت يوه نيمګړې ودانۍ وګڼو ، څنګه کيدای شي چي د يوې ستري امپراتوري واکمن دي د خپل لاس لاندي اولسونو ډالۍ او تحفې په يوه داسي نيمه ودانه شوې ماڼي کي ومني او هلته دي جشنونه ونيسي ، شاهانه غونډي دي جوړي کړي او د هغه مهال د نورو امپراتوريو د دربارونو سره دي ځان سيال کړي ؟ څرګنده خبره ده چي دې پوښتني ته به ځواب نه وي ، په دې مانا چي د هخامنشيانو ستر واکمن نه شوه کولای چي د خپلو لاس لاندي سيمو لپاره ټاکل شوي مشران  په داسي  نيمګړې ودانۍ کي ومني ، چي نه يې زينې جوړي وي او نه يې د منلو دالان ( سالون پذيرائی)   . په دې ډول دا خبره بنسټ نشي درلودلای او د منطقي ارونو له مخي د منلو نه ده  چي هخامنشي امپراتور په دې نيمه جوړه شوې ودانۍ کي دا ډول غونډي جوړولې لکه چي يو شمير پوهان  او له هغې ډلي ښاغلی  ريچارد پيري يې بيانوي .
که دا خبره ومنو چي دا ډول غونډي او جشنونه چي د يوه امپراتور د  دربار سره ښايې په دې جمشيد تخت کي نه دي نيول شوي ، بيا دا پوښتنه خورا ارزښت پيدا کوي چي ، که د جمشيد تخت د هخامنشي واکمني له لوري بشپړ شوۍ نه دی ، په هغه صورت کي  دا لويه امپراتوري څنګه اداره کيدل او د هغې ادارې د ودانيو نښانې او بيلګي  د اوسني ايران  په  کومي  سيمي کي شته ؟ تر دې لا دا پوښتنه زياته ارزښتمنه بريښي چي  د هخامنشي واکمنانو د اوسيدلو ځايونه ، د امر کولو او نظم ساتلو مرکزونه  چيري وه ؟
په دي ډول دې پايلي ته رسيږو چي :
- د جمشيد تخت  په اړه دا نظريه د تائيد وړ ده چي ، دا يوه نيمه جوړه شوې ماڼۍ ده ؛
-   د جمشيدتخت هغه لاسوند،نه شي ګڼل کېدای چي ديوې ستري امپراتورۍ د ثبوت لپاره وکارول شي ؛
-     د جمشيد تخت  پرته  د هخامنشي امپراتورۍ لپاره  نور د منلو وړ لاسوندونه  لا تر اوسه نه دي وړاندي شوي ؛
- تر هغه چي د هخامنشي امپراتورۍ د ثبوت لپاره نوي  او د منلو وړ لاسوندونه ،وړاندي کيږي  ،د ايران تاريخ دا پير  د يوې ستري امپراتورۍ په توګه  نه شي معرفي کيدلای؛

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006