دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
ېو مندر څو کيسى

 

څيړونکې اوليکواله : صفيه حليم 

ېو مندر څو کيسى 


 د هندوستان دلوديځ ولايت گجرات د جونا گړه ښار سره نږدى د کاټيهېا واړ په ساحل يو لوى او سپېڅلى مندر جوړ وو. دا د لرغونى هند د وو(٧) مشهورو لويو مندرونو نه يو وو .په دېارلسمى پېړئ د اثر البلاد په نوم د عربى متن جغرافيايې کتاب  کى ددى مندر په اړه ليکلى دى : هغه  مهال چى سپوږمئ تندر ونېسى زيات  شمېر هندوان دلته عبادت له ورځى ،او ددوى شمېر د يو لکو نه زيات وى. دوى باور لرى چى کله يو انسان مړ شى نو د هغه روح دلته راځى او اسطورې دوى ته نوى وجود ورکوي . د سمندر څپى چى کله ددى مندر تر دېوالونو را پورته شى نو دا د سمندر له خواه دى مندر ته د عقيدت نښه ده.  هر څه چى قيمتى گڼل کېږى ، دى مندر ته يې  د نذر په توگه راوړى. دا وخت د يو زر کليوحاصلات  ددى مندر د ساتنى لپاره  وقف دى. د گنگا سيند ددى نه ٢٠٠ پارسنگه ( يو پارسنگ د ٦ کيلومتره واټن سره برابر دی ) ليري پروت دۍ. نمانځونکى هره ورځ ددى سينده اوبه راوړى او دا مندر پرى مينځي . دلته ېو زر برهمنان ( بامبړان)د عبادت او د زاېرينو د لار ښوونو په چارو بوخت وى. او پنځه سوه پېغلى د مذهبى سندرو ( بهجن) او دمذهبى نڅا لپاره ساتل شوى دى ، چى لگښت يې د وقف شويو حاصلاتو  نه ورکول  کېږى . دا  ودانۍ په شپږ پنځوسو ستنو چي دلرگىو جوړي شويدي ، ولاړه ده . د لوى مجسمى د پاسه چراغونه ځوړند وى چى ډېرى قيمتى تيږى پرى لگېدلى دى . ددى سره نږدى د سرو زرو يو زنځير دى چى دوه سوه من  وزن لرى. د دى زنځير سره زنگونه ( ټلئ ) ځوړند دى. کله چى شپه شومه دم شى نو دا زنځير  ووښورول شى او ددى په شړنگا دتازه دمو برهمنانو ډله را پاڅى او په مناجاتو او عبادتونو پېل وکړى.
د عربى مورخ نه علاوه ځينو نورو سېلانيانو هم ددى مندر د ښکلا او د هغه مندر د شتمنئ حال اورېدلى وو. دې  مندر ته په تلونکې لاره د پرتو وړو کليو او ښارونوترمنځ  د داړه مارانو ( شوکمارو)  ډلى  ټول کال فعاله وى او مندر ته به يې  تلونکى زيارت کونکي شوکول . شتمنو خلکو به د خپل سفر پر مهال په وسله سمبال ساتند ويان   له ځانه سره بيول  چى په لاره د شوکمارانو مخه ونيسى. دا مشهور مندر سومنات نومېدی .
 سومنات ته به يي تلپاتى معبد وايه اود دېو پتن، پربهاس، او پتن په نوم هم يادېدو. ددى مندر په مينځ کى ېو لوى تالاروو چى څودروازى ترى د برهمنانو کوټو ته  وتلى وې. ددى دروازو د پاسه په لرگى کى انځورونه جوړ وه ، چى د نندې نومي د شيوا غوايي او د نورو خدای ګوټو انځورونه وه. د هندوانو په عقيده دا د سوم راج مندر وو چى د سپوږمئ اسطوره وه  له سرو زرو يې جوړ کړى وو. بېا راوڼ دا د سپېنوزرو او ورپسى کرشنا دصندل د لرگى نه او پاچا بهيم  دېوسولانکى  په لسمه پېړئ کې له ډبرو جوړ کړو.معنى دا چى دا مندر څو څو واره مخکى هم مات يا وران شوى وو.
 د سومنات د دروازى يا دروازو په اړه دومره متضادي  لېکنى شوى دى چى اوس يې د رښتينوالي  معلومول گران کاردی . د ځينو په نظر ددى لويه دروازه د سرو زرو وه، ځينونورو ويل چى د صندل ( چندڼ ) د خوشبو لرونکى لرگى نه جوړه وه. داسى ښايي چى د لرغونى سومنات څو دروازى وى.
د سلطان محمود حمله
غزنوى سلطان محمود پر هند څو وارى وړاندى هم بريدونه کړى وو. او د غزنى نه به يې په بېلا بېلو لارو، نويو سيمو ته ځان ور رسوو. په لومړى ځل دى دپېښور د لارى پنجاب ته رسېدلى وو.او په لاره کى يي د هندوانو هغه مندرونه چى ډېر سره زر پکى وو لوټلى وو. د متهرا ښار کى دده پوځيانوپه ېو څو معبدونو کى د سرو زرو پنځه داسى مجسمى ووموندلى چى سترگى يي د لعلونو وى.د يوى مجسمى د سرو زرو وزن ٩٨ مثقاله وو.د سپينو زرو مجسمى دومره درندى وى چى يوه يي په يو اوښ وړلى شوه. سلطان محمود په هرى حملى کى د نورو سيمو د سياسي او جغرافيايي حالت نه هم ځان خبروو.
 دى په اتم ځلى په ٤١٦ هجرى دى د ډېره اسمعيل خان او ملتان نه د راجپوتانه پر شگلنوسيموور واوښت او د هند په جنوب کى د گجرات ساحل ته وورسېدو. د زيقعدې د مياشتى  په نيماى کى چى د ١٠٢٤ د دسمبرمياشت کېږى د سومنات مندر ته ور نږدى شو.دا مندر په ېوى غونډئ جوړ وو.او د سمندر اوبه ددى کلا تر لوى ساتندويه (حفاظتى) دېوال ( فصيل ) رسېدى. يعنى مندر د هرى خوا نه خوندى وو.د سلطان محمود پوځ د ښکته نه په دى کلا ولاړو کسانو غشى ورول خو د سومنات ټول اوسېدونکو دننه ځانونه خوند گڼل.او مذهبى عقيده يي دومره ټينگه وه چى د مندر او د خلکو ساتنه يي خپلو اسطورو ته پرېښى وه.ددى کلا او په تېره بيا د مندر نيول ورته يو ناشونى کار ايسېده.د کلا د بره دېوالونو نه خلکو ښکته د سلطان محمود پوځ څارلوخو د هغوئ د مقابلى لپاره يي څه نه کول. او دا ددى خبرى نښه وه چى د سومنات کلا پوځى مرکز نه وواو نه دلته کوم پوځ ساتل شوى وو.
په درېمه ورځ د شاو خوا سيمو جنگيالى هلته ورسېدل او د محمود د لښکرو سره يي جنگ پېل کړو. په سومنات کى دننه بند خلک او راهبان هم راووتل اودرنه جګړه وونښتل  . د هندوانو په زرگونه تنه په يو ورځ ووژل شول په سوونو نور په کښتيو کى سپاره شول او غوښتل يې چى د نږدى سرانديپ ټاپو ته ووتښتى خو د محمود د عسکرو په غشو اويا په الغاو تلغاو کى په اوبو لاهو شول.
د سومنات بت :
اسلامي مورخينو د حقاېقو پر ځاى د سومنات په اړه افسانى او داستان وزمه  کيسې ليکلى دي. د هند ېو مورخ قاسم على فرشته د لوى مجسمى په اړه ليکي : دا پنځه گزه لوړه وه چى دوه گزه د مځکى د لاندى او درى گزه د پاسه وه. دا د تيږى نه جوړه وه  .   بيا ليکى چى :  د مندر لوى برهمن ورته د مجسمى د نه ماتولو په بدل کى د ډېر مال دولت ژمنه ووکړه خو محمود نه غوښتل چى په تاريخ کى به دده نوم بت فروش وليکل شى او ده ځان ته د بت شکن نوم غوره گاڼه.نو پخپله يې د تورى ، اود ځينونورو په وېنا د گرز په يو گوزارهغه دړى وړى کړه. هغه مورخين چى محمود ته د اسلام د دين د خپرونکى په سترگه گورى د هغوئ لپاره دا د غزا يو سپېڅلى مثال وو.دا هم ويل شوي چى د مات شوى بت د خېټى نه هم ډېر قيمتى کاڼى او سره راووتل.په عربى تاريخ کى راغلي چى:  دلته يو بت دى چى د معبد په منځ کى دى، نه پر ځمکه  اډاڼه لرى او نه له بره نه په څه شى ځوړند دى.
هندى تاريخ ليکونکو په دى خبره زور راوړى دى چى د محمود حملى يواځې ددى ځاى د سرو زرو د لوټلو لپاره وى. ددوئ په  اند کله چى محمود دى مندر ته ورغې  نوهغوزرينوڅيزونو ته گوته په غاښ شو چى د الهي  مخى ته اېښودل شوى وو. دلته د سرواو سپينو زرو ډېرى وړى مجسمى او داسى لوښى اېښى وو چى ور باندى قيمتى ګاڼى لگېدلى وو،او د هند لوېو او مهمو څټو د نذر لپاره مندر ته ورکړى وو. سلطان امر ووکړو چى ټول دى ضبط  شى. د مندر برهمنانو ډېر مزاحمت وونکړو ځکه فکريې کاوه چى مسلمانان به مال واخلى او پخپله لاره به ځى. خومسلمان پوځيان په مندر کى هغې مجسمى ته حېران وو چى په هوا کى ولاړه وه. ښايي چى دا خبره ډېرو ته په زړه پورى  وه نو ورپسى نورى لکئ هم تړل شوىدى.
د هندوانو لپاره د بت په هوا کى ودرول هغه معجزه وه چى ايمان  يې پرى راوړى وواومسلمانانوددى په مقابل کى غوښتل چى دا  عقيده دروغ ثابت کړى نو دا کيسه  په دى ډول وغزېده، هغه داسى چى کله محمود مندر ته ورغى نو له خپلو هوښيارو سردارانويې و پوښتل چى دومره لوېه مجسمه څنگه بى له اډاڼى په هوا کى درېداى شى. ځينوانگېرله چى مجسمه په داسى مزو تړل شوى چى انسانى سترگې يې نه شى ليداى، ددى د ازمېښت لپاره يو تن خپله نېزه را واخيسته او مجسمه يې پرى له هرى خوا چار چاپېره بره ښکته  وو هله، خو نېزه يې د هيڅ نا ليدلى زنځير يا مزي سره وونه لگېده. په پاى کى د سلطان ېو ملگرى ور ته وويل چى په  مجسمه کى دننه اوسپنه لگېدلى اوکېدى شى له پاسه يې لوى چتر کى مقناطيس وى چى اوسپنه راکښلى وساتى.  دا د هغه مهندس مهارت دى چى مقناطيس ېې په داسى ځاى او په دومره برابره اندازه لگولى چى مجسمه نېغه پر خپل ځاى ولاړه ساتي او ېوى ېا بلى خوا ته نه کږېږى.سلطان يو څو پوځيانو ته اجازه ورکړه چى بره چتر ته پورته شى او څو تيږى ترې پورته کړى. کله چى د چتر نه دوه تيږى لرى کړى شوى نو مجسمه يوى ډډى ته ټيټه شوه او کله چى ټولى مقناطيسى تيږى د چتر نه ليرى شوى نو مجسمه په مځکه ودرېده. ځنى وايي چى دا را پرېوته او ماته شوه اوپه دى ډول د دى راز نه پرده ليرى شوه . خو که دا مجسمه د اوسپنى وه نوبيا خو ماتېدلى نه شوه! داسى برېښى چى دا هم د  ډېرو نورو کيسو په څېر يوه افسانه وى.
د سومنات مجسمه په اصل کى انسان وزمه بت نه وو. دلته د شيوا لينگا عبادت کېده.شيوا د هندو مذهب تر ټولو لويه اوپياوړى  الهه ده. او لينگا په سانسکرت ژبى کى نښى ته وايي. د اريايانو په وېدى سندرو کى هم ددى ذکر راغلى دى. د هغوئ د ساده ژوند يوه بېلگه دا وه چى يوه لويه نا تراشلى تيږه چى  په ځمکه درېداى شوه  پر يو لوړ ځاى کېښوده او په سندروبه يې نمانځله.ددوئ په عقيده شيوا لينگا د جوړولو او  ورانولو دواړوځواک درلود.
د هند ېو برهمن بنسي پنډت وايي چي د شيوا لينگا درى برخى وى. لومړى څلور گوټيزه برخه يي د ځمکى لاندى وي او د برهما نښه ده. دوېمه يې  پر ځمکه او اته گوټيزه چى د ويشنونښه وى پر يو چوتره ولاړه وى او سريې يو څه گول وى چى ددى درېمه برخه جوړوئ او د شيوا نښه وى. خلک ددى د دوېمى برخى عبادت کوئ اوهره ورځ يې سهار مهال د سيند په پاکو اوبو مينځي، ددى لپاره په چوتره کى د اوبو دوتلو لارهم جوړه وى.
ددى معلوماتو په رڼا کى ښايي چى د قاسم فرشته دا خبره سمه وي چى د سومنات بت يوه برخه په ځمکه کى دننه وه، خو دا خبره سمه نه ده چى په دى کى دننه سره زر يا جواهر پټ وو.
  دزوړ سومنات مندرورانېدل د هندوانو لپاره ېوه لويه غميزه وه. لومړى مندر دوه زره کاله په خوا جوړوواوکله چى بل واکمن راغى نو څه موده وروسته دوئ په ېو بل ځاى کى مندر جوړ کړو د محمودغزنوى نه وروسته په م١٢٩٧ کى د دهلى سلطان د گجرات د نيولو وروسته دا بيا ويجاړ کړوبيا په ١٣٩٤ اوورپسى په ١٧٠٦ کى مغل پاچاه اورنگ زېب دزاړه مندر پر ځاى نوى جوړ شوى مندر وران کړو
د انگرېز بدل
د هند د اگرى په ښار کى د پخوانى مغليه انگورى باغ ته مخامخ په يوکوټه کى يوه دروازه اېښى ده چى په نولسمه پېړئ کى د انگرېزانو په امر د محمود غزنوى د مزار نه جاټ سيکانورا شوکولى وه.خلک ورته د سومنات دروازه وايي . دا دروازه انگرېزانو دخپل بريمن يون په ترڅ کى د غزنى نه په سړک هند ته وړى اوپه ډېربرم اوپرتم يي بدرگه کړى وه. د انگرېزانو د پنجاب چاوڼئ د جاټ ( جټ ) د ډلگئ پوځيان پدى وياړېدل چى د سومنات دروازه دوئ پخپلو قوى لاسونو د غزنوى د مزار نه را را پورته کړه.
د برطانيې پوځى  تاريخ وايې چى دسومنات د مندر دروازه د صندل د لرگى وه او په ١٠٢٤م کى سلطان محمود د سومنات د لوټلو نه وروسته غزنى ته يوړه اوتر مړينى وروسته يې په زيارت وولگول شوه. په ١٨٤٢ کى په  لومړى انگرېز افغان جگړه کى د هند گورنر جنرال لارډ اېلن برو امر کړى وو چى د غزنى نه دې هغه دروازه بېرته راوړل شى چى د سومنات  نه ووړل شوى وه.
د انگرېز پوځ قوماندان ناټ د اېلن برو په امر په غزنى کى د لوټ او قتل نه وروسته دا دروازه لرى کړه. کله چى اېلن برو خبر شو نو وى وييل بريطانيي د اتو سوو کالو حساب پرځاى کړ. او په دى ډول هندوانو ته يي وښودل چى خوا خوږى يې دى.
 اېلن برو دا دروازه سومنات ته يوړه او په خاص جوړ شوې گاډى کى يې بار په لارواو کوڅوکې ووگرځوله. خو هلته دى کار د عامو خلکو غميزه بيا را تازه کړه. هغوئ په کورونو کى پټ شول او ددى دروازى د ليدو نه يي  انکار ووکړو. کله چى هندوبرهمنانو  دروازه وکته نووې نه منله او وېل يې چى داد سومنات ور نه دىاو نه د صندلو نه جوړ دى. انگرېز افسر چى د هندوانو خبره واورېده نو د ملامتى پټولو د پاره يي نوى دليل وړاندى کړو. چى کېدى شى اصل دروازه په هغه اور کى سوځېدلى وى چى غورى سلطان علاوالدين  په غزنى لگولى وو. اووروسته نوى دروازه جوړه او مزار ته لگول شوى وي.دا يې يوه بله افسانه ده.  انگرېزپوځى په دى کلتورى او مذهبى خبره ځان نه خبراوه چى  محمود ولى دا دروازه ېوړله. په داسى وخت کى چى هغه د سومنات د مندر نه په منونو سره زر تر لاسه کړل د دروازى ووړل او هغه هم په دومره اوږد سفر اېا عملا" ممکن وو که نه؟
ددى دروازى مادى ارزښت څومره و؟ ايا د هغه وخت مسلمانو پاچاېانوچى په ودانېويي دومره ډېرى پېسى لگولى نو دروازه يي ورته له هندو عبادت ځاى نه راوړه؟  يوه انگرېزته په نولسمى پېړئ کى تر ټولو گران بېه شى د صندل د لرگى دروازى ښکارېدى،خو دوى  د دروازو په سېاست کى بيا هم پاته نه وو راغلى.  ددى پېښى نه وروسته د دعوو ېوه لړئ پېل شوه. ملتپال کټاس هندوان را پورته شول چى د غزنى د جامع جومات دروازه هم د سومنات نه وړل شوى ده. په متهرا کى د عيد گاه جومات د ويجاړ شى او دغسى نور.
په گجرات کى چى کله د غزنى دروازه رد شوه نو بېرته يي په پټه ډيلى ته راوړه. د پوځ جاټ سيکانوغوښتنه کوله چى دا دروازه د دوى ځوانانو د غزنى نه راوړى ده نو ځکه ددوئ په سپېڅلى معبد کى دى کېښودل شي. ښاي يو څه موده دا د امرتسر په طلايې معبدکى د درشنى دروازى په ډيو ډئ (دهليز) کى اېښى وه خو بيا له هغه ځايه اگرى ته يوړل شوه، څرگنده نه ده چى څه وخت او ولى؟    
په اگره کى هر څوک چى دى دروازى ته نظروکړى نو پوهېږى چى دا د مرکزى اېشيا جوړښت لرى او غزنى يا ددى شا و خوا سيمو کى اوهغه هم د صندلو نه بلکه د عادى ديو دارلرگى نه جوړ ده. ددى د پاسه د اس يو زوړ نعل هم چا ټک وهلى دى چى هغه وخت به خلکو د نظر ېا منښتى لپاره د زيارت په دروازو وهل. ښايي د چا اس نا روغه وو او په دروازه يي دا نعل ټک وهلو چى که جوړ شو نو څه خواږه به زيارت ته راوړى. د ترک او تا تارقباييلو لپاره اس شته منى وه. نه چى د لرگى دروازى.
په سومنات کى نوى مندر د هند د وېش نه وروسته په ١٩٥٠م کى  سردار ولابهاى پټېل په هلو ځلو جوړ شو. او لوى شمېر هندوان ورته عبادت له ورځى.دا د سومنات د پخوانى مندرسره نږدى جوړ شوى چى يو څو کنډوالى يي اوس هم شته او سېلانېان يي عکسونه اخلى.سومنات ته نږدى د جونا گړه رياست وو چى په اتلسمى پېړئ کى د بابى قبيلى پښتنو پکى حکومت کاوه.
 
ماخذونه
 ١تمدن هند.ډاکټر گستاولي بان. اردو ژباړه سيد على بلگرامى، مقبول اکاډمى لاهور
٢. تاريخ فرشته،  سيد قاسم على فرشته، ١٦١١ هجرى، اردو ژباړه عبدالحئ خواجه او ډاکټر عبدالرحمان. دوست اېسوسي اېټس، لاهور ٢٠٠٣ کال چاپ
٣. د سومنات مندر سرکارى وېب پاڼه
٤. د هند د حکومت د سېل او گرځندوئ ادارې معلوماتى مواد

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006