دلرغوني افغانستان اساطيري تاريخ
الف :د پيشداديانو کورنۍ :
د ويدي ، اوستايې او يو شمير شاهناموپر بنسټ د افغانستان د لرغوني تاريخ درې خورا مهمي دوري پيژندلای شو . دا دورې د پيشداديانو ، کيانيانو او اسپه په نوم يادي شويدي ، چي د لرغوني افغانستان د لومړنيو مدنيتونو سياسي واکمنئ ګڼل کيږي .
لومړنئ سياسي واکمني د اوستا په کتاب د پيشدا ديانو په نوم ياده شوې ده . د دې کورنۍ لومړنۍ واکمن کيومرث ياد شوئ . د کيومرث يو بل نوم پراذاته و ، د همدې امله دا کورنۍ د پيشدا ديانو په نوم ياديږي . البيروني کيومرث د هوشنګ په نوم يادکړۍ دئ . دا هغه لومړنئ اريايې وو چي سياسي واکمني يې جوړه کړه . تر هوشنګ وروسته د هغه زوی تهمورث واکمن شو ، د نوموړي د واکمنی پر مهال يو مدبر وزير چي شېداسپ نومېده . اولس ته د جامو جوړولو او وړيو د وريشلو لاري چاري وښودلې .
د پيشدا ديانو د سلسلې يو نامتو پاچا يما يا جمشېد نومېده ، چي تر تهمورث وروسته واک ته ورسېدئ . يما لومړنۍ پاچاو چي په بلخ کي يې د ښار بنسټ کښيښود . يما ته اهورا مزدا د يوه ښار د جوړولو هدايت وکړ . يما پاچا داسي ښار جوړ کړ چي اوږد والۍ او پراخوالۍ يې د يوه اس ځغلولو ( يو اسپريس ) په اندازه وو . د اوبو حوضونه ، د اس ځغلولوډګر ، د کليو او کورنو لپاره وړ سيمي او د يوه داسي ژوبڼ ( باغ وحش ) د جوړولو يې هم ورته وويل چي د هر ژوندي موجود يوه جوړه پکي وساتل شي ، خو دا يې هم ورته و ويل چي په دې ښار کي به عليل ، درواغجن ، پيس او بدخويه کسان نه پريږدي .
د يما پاچا د واکمنی پر مهال د وګړو ژوند خورا ښه او د ډول ډول نعمتونو زياتوالي خلکو ته د هوسا ژوندانه زمينه برابره کړې وه چي د خلکودا حالت د اژي دهاک يا ضحاک د بريد له امله ډير ناوړه او ستونزمن شو . ضحاک په جبر او زور د خپلي واکمنئ چاري پر مخ بيولې . وايې چي د ضحاک پر دو اوږو ماران را پورته شول او هر ه ورځ يې د خپلو وګړو د دوو تنو سرونه غوڅول او هغو مارانو ته به يې ورکول چي د ده پر اوږو را پورته شوي وه . خلک ډير وزورېدل او په پای کي فرېدون سل اسونه او زر غوايې قر باني ومنل ، د ضحاک پر ضد يې قيام وکړ ، چي په پای کي فرېدون بريالی او ضحاک يې و واژه .
فریدون خپله د واکمنۍ سيمه پر خپلو دريو زامنو ايرج ، تور او سلم و ويشله . تور اوسلم خپل ورور ايرج مړ کړ او واکمني يې خپله کړه . تر هغه وروسته چي د ايرج زوی منوچهر لوی شو د خپل پلار غچ يې د خپلو ترونو څخه واخيست . خپل دواړه ترونه يې مړه کړل او د واک پر ګدۍ کښيناست . د منوچهر د واکمنۍ پر مهال يو شمير نامتو پهلوانانو خورا مهمه ونډه درلوده . د بيلګي په توګه رستم او نريمان ، قارون او يو شمير نورود تورانيانو په وړاندي د خپل واکمن له حاکميته خورا کلکه دفاع کوله .
د فرېدون وروسته د هغه زوی نوذر واکني تر لاسه کړل . د نوموړي د واکمنۍ پر مهال توراني افراسياب تر دريو جګړو وروسته د نوذر ځواکونه وځپل او د بلخ واک يې تر څو مودي خپل کړ . د نوذر تر مړيني وروسته د هغه زوی اوزوه واک ته ورسېدئ . نوموړی عاقل او هوښيار سړۍ و. د تورانيانو سره يې ډيري جګړې وکړې چي وروسته يې د امو سند د تورانيانو سره خپل سرحد وټاکه . او د پيشدا ديانو ورستنۍ واکمن کرشاسپه و چي د ٩ کالو واکمنۍ وروسته د افراسياب له لوري په سختۍ وځپل شو او د پېشداديانو د واکمنۍ لړۍ پای ته ورسېدل .