دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
ويدي مدنيت

 

ويدي مدنيت


 په افغانستان کي د اريا ئيانو تر ټولو لرغونۍ مدنيت د ويدي  په نوم ياديږي . دا مدنيت ځکه ويدي يادشوۍ ، چي مالومات يې د هغو څلورو کتابونو څخه په لاس راغلي چي د ريګويدا ، اتهرو ويدا ، ساما ويدا او ويجورو ويدا په نومونو ياديږي ، او ټولګه يې د ويدي سرودونو په نوم شهرت لري . د دې سرودونو پيل تر مېلاد دوه زره کاله وړاندو مهالونو پوري اړه لري  چي په شفاهي ډول د اريا ئيانو له خوا را نقل شوي او وروسته په سانسګريت ژبه ليکل شويدي  .
په ريګويدا کي د هغوسيمو نومونه شته چي داريا ئيانو تر واک او ځواک لاندي  وه . د دې سيمو زياته  شميره په اوسني افغانستان کي د تاريخي جغرافيا پوهانو له لخوا پيژندل  شويدي . د بيلګي په توګه ،هريوا ( هرات ) هيراوتي ( دهراوت ) بلهيکه ( بلخ ) او نور يادولای شو . د سيمو پر نومونو سر بيره  په ريګويدا کي د سندونو او غرونو نومنه هم راغلي چي بيلګه يې د منجوان  د غره نوم دۍ چي د اوسني نورستان او بدخشان ترمنځ  پيژندل  شوۍ دئ  .
په ويدي سرودونو کي د اريا ئې قبيلو په اړه  زيات مالومات  شته . د الينا په نوم قبيله ياده شوېده چي د اوسني الينګار اوسېدنکي وه ، د بولان اوسېدونکي يې د بهالانه په نوم يادکړيدي . دپکتها نوم  هم ډير ياد شوۍ  چي د پښتون د کليمې پخوانۍ ډول دی . په ريګوېدا کي داسي توري هم شته چي په لږ بدلون اوس معمول دي  ، د بيلګي په توګه  کورنۍ يې دکولا  ( کهول ) په نوم يادول ، د قبيلو مشر ته يې پتي  ويل اود څو يو ځای شويوقبيلو مشر يې د ګرامه په نوم ياد کړيدئ ، چي د ګرام کليمه چي د ستر او لوۍ مانا لري اوس هم په زياتو نومونو لکه باګرام او نورو کي ليدل کيږي .
د ويدي مدنيت پر مهال اريا ئيانو د چوپانۍ او کرهڼي له لاري خپلي اړتياوي پوره کولې .د حیواناتو د پوستکي به يې د تودو جامو او څپليو په جوړولو کي کار اخستۍ . د ښکلوخاورينو لوښو جوړول دود وه . ښکلي ګاڼې به يې جوړولې . د جنس په جنس راکړي ورکړي چاري يې هم زده کړي وې ، حیوانات به يې  سره بدلول او هغه به يې د تبادلې لپاره بنسټ ګاڼه چي د پيسو په نوم به  ياديدل .بيلا بيلي دانې  غلې  او د څښلو خوندور بوټي يې هم پيژندل چي په ويدي سرودونو کي يې په وار وار يادونه شوېده .   داسي بريښي چي د ويدي سرودونو ويل او په يادول  د زماني پلوه ډير پخوا پيل شويدي . خو په سرودونوکي  تر ټولو پخوانئ يادي شوي پيښي په (  ١٨٠٠ ) يو زر ا ته سوه کاله د مخ تر ميلاد زمانې پوري اړه لري  . ويدي مدنيت په پرله پسې توګه  تر (١٠٠٠) زر کاله د مخه تر ميلاد  دوام  درلود  .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006