دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د لرغوني افغانستان په اړه نوي څرګندېدني ( دوهمه برخه )Prof. Nicholas Sims-Williams

 

د لرغوني افغانستان په اړه نوي څرګندېدني ( دوهمه برخه )

 

ليکوال :  Prof. Nicholas Sims-Williams (University of London
ژباړونکۍ : پوهنوال رسول باوري

په تير پسې

د باختري ډبرليکونو په اړه د څيړنو پراختيا او وده  ، له هغه مهاله پيل شوه چي د سره کوتل د ډبرليک په اړه څيړني بشپړي شوې   ، خو زموږ پوه  د هغې ژبي په اړه ټولي هغه  ناتوانۍ ښودلای شي چي د هغوۍ له لوري په تائېد شويو  مطالبو کي ليدل کيږي . په دې ډول چي په ١٩٩٣ ميلادي کال يو نوۍ ډبرليک چي په تصادفي توګه يې د څيړني چانس وموند ،  خورا بنسټيز ارزښت لري ، چي د رباطک (  Rabatak  )  په نوم  ياديږي .   دا د سره کوتل ډبر ليک نه دۍ  (  Slide 4 18KB  ) 
                          
                                                                  د رباطک ډبر ليک يو انځور

د رباطک ډبرليک  د کنشکا د  لومړي کال د پيښو په پوهېدلو کي مرسته کوي .  هغه د پام وړ يادوني چي د د لوۍ داريوش  په بيستون ډبرليک کي شته را يادوي . له هغه مهاله چي  (   Joe Cribb  )  ژيوګريب او زما  له لوري  ټول شوي او خپاره شوي مطالب په بشپړ تفصيل و څيړل شوه  او د دې تر څنګ هغه ټولي مقالې چي د وريښمو لاري په اړه شته   (   Silk Road Art and Archaeology       ) د هغو يو شمير ارزښتمني برخي مي په نښه کړي اود مهمو ټکو لنډيز يې دلته راوړم .
د پيل کرښه د کنشکا په اړه ده  (( ستر ناجي  عادل او پر هيز ګار سلطان  چي  په هر څه پوهيږي او د ستايني  وړ ذات  دئ ،  هغه چي د نا نه  (  Nana    )  او نورو خدايانوڅخه يې سلطنت تر لاسه کړيدئ ،  هغه چي د د خدايانو په خوښئ  يا مهربانۍ ( دواکمنۍ ) لومړۍ کال پيل کړۍ .)) تر هغه وروسته يو ارزښتمن مطلب ياديږي  ، (( هغه  څرګندوي ( ؟ )  قانون  ( ؟ ) په يوناني او وروستۍ ټکي په ارين ژبه   ))په پرنسيپ کي يو له هندي اروپايې ژبو څخه يا د ايران او هند ژبو څخه کيداشي (  ارين  ) وويل شي . دا چي څه وخت کنشکا  د ( ارين ژبه )  وکارول او يا  هغه ته راوګرځېدئ  ؟  هغه  يقينآ همدا باختري ژبه  چي په دې ډبرليک کي کارول شوېده  ، د پوهېدلو وړ وه ، لکه داريوش ته چي زړه فارسي د پوهېدلو وه .  د هغه  ډبرليک  ، داهورا مزدا د مهربانۍ پر مهال ليکل شوېدئ  .
ما يو بل متن (  text)   په (  ارين ) کي جوړ کړ ، هغه چي  پخوا نه وو متن شوئ .  (( پر دې تاکېد  ددې  ستونزي سره مرسته نشي کولای چي  کنشکا (  ارين ژبه )  کارول  ، او يوناني ژبه  يې په باختر ي بدله کړه ،  چي په مسکوکاتو کي کارول کېدل  . مسکوکاتي لاسوندونه  څرګندوي  چي  هغه ځای بايد وموندل شي چي د کنشکا واکمنۍ ( پيل )  وو  ، دقيقآ  ( دا ډبرليک  ) دا شونې کوي چي  دا  هغه لومړۍ کال دئ .  
د رباطک  د( ٤ ) څلورمي ليکي څخه تر(  ٧  ) اومي ليکي  پوري  : د رباطک ډبرليک د شمالي هندوستان د نامتو ښارونو يو لست را کوي چي هغه د کنشکا تر واکمنۍ لاندي  ، دي . څلور نومونه د هغو پنځو ښارونو څخه  د پيژندلو وړ دي  : 

                                       

                                         په ډبرليک کي د سيمو موقعيتونه [Slide 5 12KB ] 

ساکيتا ( Saketa  ) (په ډبرليک کي د جملو په تر تيب ) کاوسامبي  (   Kausambi   )  پوتالي پوترا (    Pataliputra  ) او چمپا  (  Champa   ) ويل کېدای شي چي چامپاد کنشکا په واکمنۍ کي رانغښتې وو ، او که هغه د کنشکا د واکمنۍ پر ورستۍ  ختيځي کرښي  پروت ښار وو . وروستۍ پيښي دا تر پوښښ لاندي راولي  او څرګندوي يې چي په ختيځ  کي د پوتالي پوترا ونډه غوښنه او برملا وه . 
د ډبرليک زياته برخه د هغه معبد د بنسټ  ايښودلو په اړه ده چي  په رباطک کي وو ، دا يوه پراخه سيمه  ده . په نهمه  او لسمه کرښه کي دهغو معبودانو نومونه راغلي چي په معبد کي  د عبادت او پرستش وړ وه . دا ليست ډير زيات  حيرانونکۍ او يا غولونکۍ دۍ . يوشمير  يې  د زردشتيانوخدایانوګڼل کيږي   چي  هيڅکله  په کوشاني مسکوکاتو کي نه دي  ليدل شوي . او له بله اړخه په مسکوکاتو کي داسي نومونه له پام غورځول شويدي  چي  په خدايانو پوري اړه لري . د هغه لړۍ څخه چي په  ايرانيانو( اريا ئيانو ) پوري اړه لري  ، لکه  (  Ma  )  ما ،  مياشت  اود  (  Ardukhsh  ) اردوخش رب النوع  او يو شمير  نور القاب  چي  په وړوکو تورو ليکل شويدي .

                      

                        (هغه ډبرليک چي ما ه سينه او ويساخه نومونه پکي کښل شويدي ) [Slide 6 22KB] 

   هغه چي هويت يې څرګند دۍ يو شمير د هغو ټولو څخه د هندي سره ورته والۍ لري ، لکه ماه سينه  (Mahasena   )  او يا  ويساخه  ( وېساکه )  (Visakha ) .
ظاهرا ، په معبدکي د پاچاهانو مجسمې  داسي  بريښي لکه  د ارباب النواع چي  ګڼل شوي وي . کنشکا په هغه لړ کي څلورم  ځای لري . کوجولاکدفيسيس  (  Kujula Kadphises    ) ، د هغه ستر نيکه دۍ ، ويما تاکتو  (  Vima Taktu  ) د هغه نيکه او ويما کدفيسيس  (   Vima Kadphises    )  د هغه پلار دۍ او دۍ خپله کنشکا  . دا ليکلړ يو جدي بنسټ برملا کوي ،  دوه پاچاهان  چي ويما نوميدل ، را پيژني .    
د دوهمي برخي پای  ، نور بيا

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006