دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د انګريز اوپاکستان دسيسی

 

 

محمدامين کتوازې

         هالند

                                                              د انګريز اوپاکستان دسيسی    

د ٢٠٠٧ کال په پيل کی انګلیسی ځواکونو د افغانستان  په هلمند ولايت کی د امريکایې ځواکوڅخه دسیمی واک تر لاسه کړ، البته د هغه نه مخکی هم انګلیسی ځواکونه په سیمه کی مشت وو ٠ په همدی کال کی انګلیسی ځواکونو د هلمند موسی قلعه ولسوالی طاليبانوته تر دی نامه لاندی ور وسپارله  چه ګواکی نور به ددی ولسوالۍ کنترول به ملکی خلګ(د سیمی خلک) مخکی بيایې .

 دولسوالی په سپارولوسره افغانانو ډيری ژړاو ی وکړی مګر هیچا غوږپری ونګراوه٠خوا وس دادی کرارکرار دانګرېزانو ناوړی  موخی را څرګنديږی  ٠پټه دی پاتی نوی چه انګلیستان  دا محال په افغانستان کی٧٧٠٠ سرتير لری او دکال ٢٠٠١ را په دی خوا یې٨٧ سرتیری وژل شوي هم دي.په اول سرکی اټکل داسی وو چه پاکستان د انګريزانو په مرسته دافغانستان جنوب القايده ته ورسپاری او سیمه کړکيچنه کوی پدی توګه به افغان حکومت تر فشارلاندی راولی چه د پاکستان هری غوښتنی ته غاړه  کيږدی٠او همدی ته ورته نوراټکلونه کيدل ٠

خوا وس داسی ښکاری چه دانګريزانو پټو او  تورو دسيسو  ويده افغان چارواکی  څه ډارکړی او يو څه یې له خوبه را ویښ کړل ٠البته افغان حکومت کی ځینی داسی چارواکی هم شته چه دافغان په خلاف هری دسيسی ته لا پخوا په دوه پښو ناست اوعملی کولو ته یې ددوی په وجود  کی پوره ځای شته .  اوس دکابل او لندن رابرسيره شويواختلافاتوته څه لڼده کتنه کوم:     

  دکابل اوسنی دولت په دا سی حال کی منځ ته راغي چه د نړی غټ هیوادونه په افغانستان کی دوه نیمی لسیزی د مخه لا ښکيل وو.اودغوهیوادوداوږدي مودی پلانونه په افغانستان کی له پخوا راهیسی دځنځیر دکړیو په څیر یو په بل پسی دپلی کیدو لپاره په افغانانو ازمویل کیدل.

افغانستان د ټولنیزجوړښت او شتمنوالۍ په نظرکی نیولو سره که هر چا غوښتی وای او یا اوس د افغانستان د جوړولو په فکرکی وی  بي له خارجی مرستو یې څرک نه لیدل کیږی ،له یوه سره نوی جوړ شوی  دولت مجبوروه چه د بهرانیانو په مرسته او ملګرتیا او لار ښوونه قدم په قدم مخ ته ولاړ شي بهرانیانودسیمی هیوادونه او زوراور ځواکی هیوادونه دخپلو ګټو په بنا دافغان نوی منځ ته راغلی دولت دکمزوری وضعی څخه ناوړه ګټه پورته کوله. په همدی توګه د بهرانیوهیوادو پوځی ټولګيو دځای په ځای کولو پروخت ناتواو ددوی انډیوالانو په خپل منځ کی سره منلی ووچی څوک په کوم ولایت یا سیمه کی باید خپل پوځی ټولګی ځای پر ځای کړی د بلګی په توګه د لمړی سره دجرمنی هیواد دخپل پوځ دپاره دافغانستان شمالی برخه ښه وګڼله انګریزان چی په اصل کی دالقایده طالیبانو او نورو افراطی ډلو منځ ته راوړونکی، اقتصادي ملاتړي او روزونکی هیواد وه د پا کستان داستخباراتو سره په تړاو یې دافغانستان جنوبی برخه دخپل نیګړی پلان سرته رسولو دپاره خوښه کړه پدی خبره د افغانستان د هر وړه او زاړه سر خلاص دي انګریزان د صلحی او ټینګاولپاره نه بلکی نا ارامۍ ته لمن وهی  خو چاره څه ده؟ ځما په عقیده دنورو ګټو په څنګ کی که زموږ ملی ګټی هم ددولتی رهبری په وجود کی دیوه پلان له مخی تنظیم شی هغه هم په واضح او څرګندو ټکو کی د نړی په هر ګوډ کی چی دیوه هیواد رهبر، لارښود او یاملی مشر یادیږی باید په یوه ځانګری تاریخی موده کی یې هیواد او خلک ددی ډول ستونزو څخه په ښه شان را ویستلی وی اود ستونزو څخه یې دبری په لور د ښو لارو چارو په موندلوکی بریالی شوی وی.نو دپورته صفاتو وړ ګرځیدلی دی. بله خبره لکه مخی چی یادونه وشوه افغان دولت دخپلی بی وسۍله مخی دوی منلی دی خو دوی زموږ د بی وزلی حالت څخه ناوړه ګټه پورته کوی د افغانستان په دولت  کی یې د خپلی خوښی سره سم چارواکی وټاکل٠ ځینوته یې د متخصص ، کار پوه ،مارشال، قهرمان، استاد او نور لقبونه  په وړیا توګه ورکړل . دا تير شپږ کاله وليدل شول  په افغانستان کی هر څه چی کيدل  د افغان دولت له اړخه پرده پری اچول کیده  يا هم دا توری موخی  د همدی چارو اکو له خوا سپنيدلی، ګرانو هیوادوالوته ښه څرګنده ده چی دهلمند ولایت دولسوالیو دطالیبانو او دولت ترمنځ څو ځله لاس تر لاس کیدلو په وخت کی د هیلمند خلکوخپل اواز پورته کړ او د پیښو انځور یي وړاندی کړ خوپه ځواب کی یې ناتوپه سرکی د امريکا متحده ايالاتودنماینده ګي له اړخه پاکستانيانوته اجازه ورکړل شوه تر څوخپل پوځيان دافغانستان اوسني پولی ته راولی(isi )ته نوره ښه موقع پلاس ورغله چی پدی وسیله حالات نوره هم په جنوبی او جنوب ختیزو سیمو کی خراب کړی . انګريزانو ديوی ستری دسیسی په پيل کی موسی قعله ولسوالی طاليبانو ته وروسپارله ،اونورداسی پیښی په افغانستان کی ترسره شوی اوهم کيږی چی خپله استعماری نیواکګره څیره یې د ورایه په کی ښکاریږی، د ټولو پيښوکی  موږ وليدل چه د افغان چارواکوپه ډله کی چاڅنګه او چاڅنګه ځواب ووایه او څوک چوپه خوله په خپلو څوکېو باندی کلک پاتی شول٠ یا هم همیشه دعوی پدی دي چی که فلان تر چوکی لیری شی او زه یې په ځای وټاکل شم نو اجتماعی عدالت به بر قرار شي.  د٢٠٠٧ کال په ورستیو کی افغان حکومت په د ملګرو ملتو دوه کارکونکی ينعی( مروين پترسون اومايكل سمپل ) چه په اصل  کی انګريزان وو د نامطلوبو څيرو په بڼه د هیواد نه وشړل ٠ ورپسی افغان حکومت  افغانستان ته دملګرو ملتونوی استازی چه هغه هم انګريزدی د منلونه ډډه وکړه ٠ دافغان حکومت په غبرګون کی انګريزی مطبوعاتو د کرزی په  خلاف ليکنی  وکړی  ٠او په يوليکنه کی د انګلستان مشهوری ورځپاڼی تايمز معلومات ورکړی وو چه د انګلستان د څار اداری لا ډیر پخوا د طالبانو سر اړیکی  لرلی ٠

که دافغانستان جنوب ته څوک سفر وکړی نود هر وګړی له خولی به همدا يوه خبره واوری چه طالبان او حکومتی چارواکی همدی يوی  منبع څخه تمويلیږي ٠دسوداګرۍ نړیواله غونډه چه  د سویس هیواد داووس په ښارکی د جنوری ٢٠٠٨  ترسره شوه محترم حامدکرزی په خپله بيانیه که واضح کړه چه انګلیسی ځواکونو په جنوب کی دافغان حکومت واکمنی ته غټه صدمه رسولی ده او هم دا خبره افغان ولسمشر د خبريلانو په وړاندی بيا تکرار کړه.او ښاغلی کرزی دا هم ومنل چی کوم والیان چی دانګلستان په غوښتنه تبدیل شویدی هغه هم غټه تیروتنه وه. دانګلستان د صدراعظم  دفتر سمدلاسه د کرزی صاحب دا څرګندونی د رښتیا څخه لری وبللی اوویې ويل چه زموږ دځواکونو شتون په حالاتو منفی اغیزه نه ده کړی. خوپدی سربیره یوه اونۍوروسته دانګلستان د صدراعظم  وياند وويل چه انګلستان به  دافغانستان له حکومت سره خپلی مرستی جاری وساتی ٠

د  دی اختلافاتو  دديګ سر پوښ هغه وخت لا ښه لوڅ شو   کوم وخت چه په همدی وونۍ کی دانګلستان ورځپاڼو د کرزی حکومت نا کاره وباله او کرزی یې د جنګسالارانو په منځ کی را ګير وباله٠ په دا شپږ کاله کی دافغانانو ستوني څيري شول ،او همدا وايی چه په افغان حکومت کی جنګسلاران حاکم دی مګر هم دی غربی ورځپاڼو افغان حکومت ته سور، شین، او سپین  رنګ ورکاوه، غربی نړی په ځانګړی توګه کرزی ته د دلاوری،غټی حوصلی  ميډالونه ورکړل ٠

دا چه ا وس دانګلیس او امریکا)(افغانستان او پاکستان ګټی د یو او بل په وړاندی ودریدی نو انګریزانو افغان ولسمشر ناکاره اود منځه تلو په حال کی  حکومت و با له٠ اوس نوباید دوو اټکلونوته ځوابونه پيدا کړو ،ايا دانګلستان اختلاف  په رښتیا هم له کابل سره دی که د امريکا سره؟ دانګلستان صدراعظم ،گوردون براون، په تيره ونيی کی خپل پارلمان ته څرګنده کړه چه انګلستان په راتلونکی کال کی کیدای سی د خراب اقتصاد سره مخامخ شی ٠

زما په نظر شاید  ګوردون د امريکا نه فاصله غواړی واخلی  نو ځکه د کابل په حکومت باندی یې اعتبار ختم شوی ٠ که انګلستان  د امريکا مخالفت ته ملا تړی يا غواړی چی ځینی جلا شی نو انګلستان ښه پوږی چه امريکا  دجرمنی او فرانسۍ په شان اقتصادی جزا ورکولاشی ٠ ا وهم که چيری د پاکستان حلاتو ته نظر وکړو نو په ډير څرکند ډول د امريکا او انګريز لوبه ګرمه ښکاری ٠ د پاکستان له حالاتو داسی مالوميږی چه انګلستان د پاکستان ملاتړی دی

د بينظری له مرګه نه وروسته امريکا غوښتل چی حالات پخپله ګټه وڅرخوی. مګرانګلستان وار دمخه کړ خپل پلټونکی یې ور وليږل تر څو نړی والو ته  دا موقع پاتی نشی چه امريکا  پلوی بينظری قاتل په ګوته کړی٠البته په انګلیسی  پلټونکو باندی د بينظری ميړه او زوی  هم رازی نه ښکاریدل اوڅوڅوځلی یې د نورو پلټونکو غوښتنه کړيده. یوه خبره د یادونی وړده چی دمتحدینو ترمنځ دمرستی پروتوکول همیشه پر خپل ځای اعتبار لری کله چی  دانګلستان ګټی په کابل او یا اسلام اباد کی په خطر کی لویږی نو بيا امریکا حق نلری چی دانګریزانواستعماری ګټی نا لیدلی وبولی. پدی توګه په سیمه کی دانګریز اوامريکا ستراتیژیکی ګټی شریکی بللی شو.

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006