دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
ځان غولوي ( نصر اوريا )

 

  ځان غولوي


مونږ ويښ يو د وی چل کا زمونږ درمان لټوي
فکرکا چه مونږ ړانده يو،هان زمونږ ارمان لټو ي


منډې وهي دموږکو په څېر، کړي اتڼونه
پيشو خو ويده نه ده په قابوده مږکان لټوي


په رڼا ورځ خاورې شيندل کا ، مونږ ړندوي
افسوس داده ، په سپينو جاموکې لوی  ډېران لټوي


د زاهد نصيحت اورم ، په خوله  څه نه شم ويلاي
خپل  سر، په زنګو ن کا د هوس چرګان لټويِ


زه مرم  له يخني  نه څه نلرم چه يي وخورم
دما په نوم باندې زړه سون کا ،کور دخان لټوې


ما ته نصحيت کا ِ چه صبر کول د متقيانو دود دي
خپله جوړوي اوچتې بنګالې ،هوسا  دانسان لټوي


خوار بزګر، لوڅې پښې شپونِ،ښه  خوبونه ويني
دغلو او مستو په چړچو کې خپل اوښان لټـوي


                                                نصر اوريا
                                         ١٣٨٦ سلواغې ١١

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006