دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دوهمه برخه : په کوشاني امپراتورۍ کي د سوداګرۍ بڼه

 

  لومړۍ برخه دلته لوستلای شۍ:

په کوشاني امپراتورۍ کي د سوداګرۍ بڼه

 

                        دوهمه برخه : په کوشاني ستر واکۍ کي د سوداګرۍ بڼه

لومړۍ : په کوشاني سترواکۍ کي د سوداګرۍ لپاره وړ چاپير يال :
په دې برخه کي هغه وړ تياو  او شونتياوو ته پام اړوو چي د کوشاني ستر واکۍ پر مهال سوداګريزو هڅوته مرستندوۍ ګرځېدلي   وې .
١ – په لرغوني افغانستان کي د سوداګرۍ لپاره د ګټور و توکو شتون :
پخوا تر دی چي د کوشاني سترواکۍ بنسټ کښيښودل شي ،په سيمه او ځانګړي توګه افغانستان کي د ملي او نړيوالو شونتياو په لمن  کي يو ګډ او مزج شوۍ مدنيت  چي په تاريخ کي ( دګريک – باختري   ، يا -   يونانو باختري  مدنيت  )  په نوم ياديږي  ، منځ ته راغلۍ او د ودې بيلا بيل پړاونه يې تر شاه پره ايښي وه . هغه ګډوالي ( امتزاج  ) په سيمه کي د ميشتو اوسېدونکو دټولنيز جوړښت او اړيکو پر بيلا بيلو اړخونو سياسي ، اقتصادي ،  کلتوري  ( ژبني ، ليکني  ، عقېدتي ، رواني )  اغيزي وشندلې  . يوناني قوماندانانو د خپلو لښکرو سره يوځاې د بيلا بيلو هنرونو ، علومو او فنونو ماهران او کار پوهان يوځا د ځان سره هغو سيمو ته راوستل   چي د هغوۍ تر واکمنۍ لاندي راتللې ، پخواني افغانستان ته هم د لښکرو سره يوځای د هنرمندانو او کار پوهانو لړۍ را ماته شول  او په سيمه کي د امنيت تر تامين وروسته يې  د خپلو علمي او هنري لاسته راوړونو کمال او جمال په سيمه کي وغوړاوه .  د دې ټکي يادول په کار دي چي ، دا يوازي د يونانياني پوهانو او يوناني راغليو نظاميانو او سياسيت پوهانو نوښت او خوځښت نه وو ، چي د ګريک _ باختري مدنيت يې منځ ته راوست ، بلکي په سيمه کي د ميشتو اولسونو او په ټولنه کي د نوښتګرو استعدادونو شتون هغه هڅه په بشپړه بري واړول چي د يو شمير يونانيانو له لوري پيل شوې وه .
د يونان باختري مدنيت څخه پاته شوې اريانا هغه بډايه سيمه وه چي په ګاونډيو کي يې سارۍ نه ليدل کېدۍ ،  هغه  مهال  چي  کوشاني  سترواکي  پيل  شوه  دا  سيمه  لا بډايه  ،  سمسوره  او  دهره  اړخه  ارزښتمنه  شول . لرغونپوهانو  د دې وينا د سپيناوي لپاره په پراخه کچه اسناد او لاسوندونه د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د لرغونو سپړنو په ترځ کي تر لاسه کړيدي . د بيلګي په توګه د ( زراعت در باختر باستان  ) څيړنيز اثر ليکوال  په دې باور دۍ چي  په ای خانم کي د يوناني پير د کانالونو تر څنګ د کوشاني مهال هغه کانالونه چي د شاړو مځکو د خړوبولو لپاره جوړ شوي وه په زياته کچه ارزښتمن دي  .  نوموړۍ ليکي : د ای خانم سمسوره سيمه د پخوا څخه هم تر کرني لاندي مځکي درلودې خو د يونان - باختري پير کي يې پراختيا وموندله ، وروسته بيا د کوشانيانو د واکمنۍ پر مهال  نويو کانالونو او د لا زياتو زراعتي مځکو د خړوبولو چارو ته  داسي پاملرنه وشول چي  هم يې زياتي مځکي تر اوبو لاندي کړې او هم يې زراعتي محصولات هومره زيات شول چي ګاونډيو سيموته يې د تجارتي متاع په توګه ليږل . (٩ : ٣٢ )
هيونتسنګ چيني زيارت کونکۍ  چي په ٦٢٩ ميلادي کال د بودايې مرکزونو د ليد لو او زيارت کولو لپاره پخواني افغانستان ته راغلۍ وو ، د دې هېواد زياتي سيمي يې ليدلي او په اړه يې ارزښتمن مطالب ليکلي دي ، نوموړۍ د خپلو ليکنو په لړ کي د د بلخ د سيمي او ښار په اړه ليکي چي : ( د پوهو ( بلخ ) ښار ته کوچنۍ راجاګريها وايې ، د دې ښار سره نږدې يو زيارت  شمير بودايې مقدس ځايونه ودان شويدي  ځکه د راجاګريها نوم ورکړل شوېدئ . دغه ښار په پاخه ډدل ودان شوۍ ، د خمکي پيداوار يې زيات ډولونه لري ، يوازي د ګلانو د ډولونو شمير ل يې چي په اوبيزه او للمي توګه کرل کيږي  ګران کار  دۍ . )
هيونتسنګ  د همدې يون په لړ کي اوسنۍ کاپيسا ته هم رسېدلۍ او په دې اړه  ليکي چي : (  د دې هېواد مرکز چاپيره محيط لس ليه  ( يو لۍ د دريو ميلو سره سمون خوري ، چي څه ناڅه پنځه کيلو متره کيږي . ) دۍ ،  په دې هېواد کي هر ډول داني غلي کرل کيږي ، چي نورو سيمو ته يې وړي .  د هر ډول ميوو وني شته ،  د شين جنس اسونه همدلته روزل کيږي او دلته يو ډول خوشبويه او عطر لرونکي ريښې هم شته چي ديوکين (   YU-KIN )  په نوم ياديږي .دې هېوادته د زياتو سيموسوداګران راځي . دې چيني زيارت کونکي د خپل يون پر لاره پرتې سيمي يو په بل پسې  معرفي کړي او د هغو سيمو ځانګړتياوي يې په خپلو ياداشتونو کي  ثبت کړيدي  ،  د نورو سيمو څخه يوه بله بيلګه  ننګرهار يادوو چي  په اړه يې هيونتسنګ   ليکي :   او د ناکي لوهو ( ننګرهار ) سيمه د غلو دانو له پلوه ډيره شتمنه ده .   هلته په  زياته اندازه ګلان او ميوې پيداکيږي ،  هوايې نمجنه او توده ده .  ( ١١ : ١٣٥٧ )
دلرغوني افغانستان څخه بهرنيوهيواد ونوته يوازي کرهڼيز محصولات نه ليږل کيدل ،  بلکي لاسي صنايع، قيمتي کاڼي ،  دوايې بوټي او داسي نور سوداګريز توکي هم په زياته پيمانه د سوداګرانو په وسيله د نړۍ نورو سيمو ته د ښې ګټي وټي په نيت  ليږ دېدل   ، د بيلګي په توګه د لاجوردو کاڼي يادولای شو ، په دي اړه جاپاني لرغونپوه ماوريز يوتوزي په خپله څيړنيزه مقاله کي ليکي (( په مصر کي لرغونپوهانو داسي کاڼي د بيلابيلو فرغوني قبرونو څخه تر لاسه کړل چي له افغانستان څخه دري زره کاله پخوا تر ميلاد د تجارتي متاع په توګه وړل شوي وه . د دي  لاجوردي کاڼو شميره  تر ٥٠٠  زياتو قميو ته رسېدل چي د ١٠٩ قبرونو څخه  تر لاسه شوي دي . ( ١٢ : ٥٤  )
هلندي ليکوال   باکر (Bakker    )  هم د لرغوني افغانستان څخه  په پراخه کچه  د لاجوردو سوداګري يادوي او ليکي  : ...  همدا شان د افغانستان  په شمالي سيمو  او په ځانګړي توګه  بدخشان ولايت کي د لاجوردو کانونه د دروزرو کالو پخوا تر مېلاد  زمانو کي  کارول شوي  او هغه مهال  دا قيمتي ډبري د تجارتي متاع په توګه نورو سيمو ته تللي دي . څيړنو څرګنده کړې ده چي د   (  Lapis lazuli  )   اثار په زياته پيمانه د بيلا بيلو لرغونو سيمو څخه  تر لاسه شويدي . دغه ابي رنګه قيمتي ډبري د يوې تجارتي متاع  په توګه د ميزوپوتامياڅخه بيا تر پخواني اندوس يا اوسني پاکستان پوري  په زياته پيمانه پيداشويدي  ، چي  د لرغوني افغانستان له سيمو راوړل کېدل ، او دا په خپل وار په دې لويه حوزه کي  د يو غني او بډای سوداګريز کلتور د شتون  څرګنده ونه کوي  .( ٢ : ٥٧ )
 علامه حبيبي د ابن اثير په حواله ليکي چي د لرغوني مصر د تجارتي توکو له جملې څخه يو اساسي قلم د هرات منسوجات  او اوبدل شوي او توليد شوي ټوکران وه .  د نورو تجارتي توکو د يادولو تر څنګ  د بلخ تاريخي جغرافيا ليکوال  د اسونو هغه تانګونه هم يادوي چي د بلخ په زندان کي د محبوسينو له خوا جوړيدل او بيا به د تجارتي متاع په توګه لويو بازارونو ته وړل کيدل .لومړۍ به  د هغه مهال  کورنيو سوداګرو  د هېواد د بيلا بيلو سيمو څخه د لاسي صنايعو او کورنيو توليداتو  بيلا بيل ډولونه د لويو لارو پر سر پرتو ښارونو او  سوداګريزو مرګزونو ته  راوړل او ذخيره کول ،  او بيا به  يې د نورو هيوادونو او سيمو  څخه  راغلو سوداګرو باندي   بهر ته د وړلو په نيت پلورل  . ( ٦ : ٤٤ )

      

٢ –   د کوشاني ستر واکۍ پرمهال  د نړيوالو  او کورنيو لويو  لارو څرک  :  

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006