دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په کوشاني امپراتورۍ کي د سوداګرۍ بڼه

 

                د دې ليکني دوهمه برخه دلته ولولۍ

 دوهمه برخه : په کوشاني امپراتورۍ کي د سوداګرۍ بڼه

 

 

                                        په کوشاني امپراتورۍ کي د سوداګرۍ بڼه

 

لومړۍ برخه :


د پيل کرښي : د افغانستان د لرغوني تاريخ يوه خورا ارزښتمنه دوره د کوشاني سترواکۍ مهال دۍ  . په دې مهال کي لرغونو افغانانو داسي  سترواکي ( امپراتوري )جوړه کړې وه چي د سياسي واکمنۍ سرحدونه يې د امو د شمالي  اباديو څخه  په سهيل کي د هند تر سمندره ، په ختيځ کي د يارکند او کاشغر څخه ، تر لوېديځه  د کرمان تر کرښو رسېدلي وې  . 

                                   

دې ستر واکۍ د ميلاد وړاندي نيمې پيړۍ څخه بيا تر څلورمي ميلادي پيړۍ پوري د ځنډ پرته پر يادي شوي سيمي واکمني درلودل . ما د دې سترواکۍ  په اړه د سياسي پيښو په تړاو يوه ليکنه په دريو برخو کي خپره کړل ، چي يو شمير مينه والو يې پوره هرکلۍ وکړ ، دا دۍ اوس د همدې ستر واکۍ په تړاو د هغه مهال  د سوداګرۍ او راکړي ورکړي جاج اخلم ، او  په پام کي ده چي دا ليکنه  هم په دريو برخو کي خپرېدلو ته چمتو کړم  . هيله ده د مينه والو د پام وړ وګرځي .
باوري
                                                          په کوشاني امپراتورۍ کي د سوداګرۍ بڼه

سريزه :

سوداګري او راکړه ورکړه د ډيرو پخوانيو زمانو  راهيسي د ټولنو او هېوادونو تر منځ دود ده او د زمان په بهير کي يې دانسانانو  پر ټولنيز جوړښت  او اړيکو څرګندي اغيزي کړيدي . هغه مهال چي د کار او زيار لاس ته راوړني د انساني ډلو او ټولنو د اړتياتر بريده وې ،دمحصولاتو راکړه ورکړه  هم د ګټي وټي لپاره نه کارول کېده،څومره  چي توليدات زياتېدل   ورسره سم د راکړي ورکړي په بڼه او شکل کي بدلون ته لاره پيدا کېدل .
د سوداګرۍ موخه دهغو شيانو او مالونو ورکول او تر لاسه کول دي چي د انساني توان په نتيجه کي توليد يږي .  (( دراکړي ورکړي  يا سوداګرۍ  افاده او اصطلاح  په خپل دننه کي دوه ټاکلي مفاهيم ځای  شوي دي   . لومړۍ دا چي يو څوک او يا د يوه شي څښتن بايد د خپل  ملکيت توکي د ورکړي مېدان ته وړاندي کړي  او بل څوک يا بل تن بايد وي چي د نوموړي توکي د لرلوليوالتيا ولري . يا په بله مانا څوک څه شۍ ورکړي   ته وړاندي کوي او څوک هغه ته  اړتيا لري ؟ ))  (   ٨   :  ٣٢  )    
هغه وخت چي لا په لومړنيو انساني ټولنو کي  د خصوصي مالکيت مسله نه وه طرحه شوې ، ټول شيان او د طبيعت ټولي خواوي او نعمتونه د ټولني په ټولو غړو پوري اړه درلوده ، هغه مهال د سوداګرۍ او راکړي ورکړي چلند د اوسنۍ سوداګرۍ په  دود  د سود او ګټي پر ارونوتکيه نه درلودل ، يوازي د ستونزو د حل لپاره د اموالو او وسايلو راکړه ورکړه تر سره کېدل  . په دې اړه د  ( مالکيت  تاريخ ) نومي اثر  ليکوال  ليکي : ((په بدوي ټولنو کي فردي مالکيت يوازي د څو محدودو څيزونو پر شتون ولاړ و ي ، زيات نور شيان په ګډه او مشترک ډول  کاروي  ،  د بيلګي په توګه مځکه د ټولو هغو قبيلو د مړو او ژونديو ملکيت دۍ چي ورته څيرمه ميشت دي ... د افريقا د استوايې سيمو اوسېدونکي چي د ( کوز-  کګوۍ او بر -کګوۍ ) په نوم ياديږي  ( د فرانسې پخوانۍ مستعميره سيمي دي ) ، د هغوۍ ټول غرونه ، ځنګلونه ، دښتونه  او سيندونه ، د مځکي پرمخ او د اوبو په دننه کي ټولو ژويو ، ميوو او نورو څخه ګټه اخستلای شي ، خو څښتنان يې نه دي ،د هغوۍ له نظره د هغو ټولوشيانو  واقعي او رښتني  څښتنان  د نوموړو قبيلو هغه  پلرونه  اونيکونه دي چي اوس نشته  او مړه دي . ( ١١ : ٩ )  
د لرغونو قبايلو او انساني ډلو تر منځ د راکړي ورکړي سودمن دود هغه مهال پيښه کړېده چي په توليد اتو کي زياتوالۍ راغلۍ او د نويو وسايلو په مرسته انسانان د زياتو محصولاتو د لاسته راوړلو جوګه شول . پخوا تر دې چي د راکړي ورکړي دود او چلند د سود او ګټي پړاو ته ورسيږي ، لومړۍ په پخوانيو ټولنو کي د توليدي وسايلو پر مختګ منځ ته راغلۍ او بيا د هغو په مرسته توليدي محصولات زيات شويدي . دا ټکۍ د زياتي توضح پرته څرګند دۍ چي ،  د توليدي وسايلو پرمختګ د پخوانيو انسانانو په منځ کي هغه مهال چټک شوۍ چي د کار ويش منځ ته راغلۍ او يا په پوهېدلي او ناپوهېدلي توګه د انساني ډلو تر منځ او د يوې ډلي په دننه کي د کار ويش پلۍ شوۍ او منل شوۍ دۍ .  په پخوانيو انساني ډلو کي د زياتو تجربو اود کار  په يو ځانګړې برخه کي د مهارت تر لاسه کول  او د خپلي ډلي يا ګروپ له لوري د هغه مهارت منل د دې لاميل ګرځېدلي چي د کار ويش ومنل شي او ورو ورو پخواني ټولنيز ، اقتصادي ، کلتوري  او سياسي جوړښتونو ته د بدلون لاره هواره کړي .
په يوې قبيلې او يا يوې انساني ډلي کي د ننه د هغو کسانو مهارت په يوه يا بل ډول ومنل شو ، چي د وسيلو په جوړولو کي  برلاسي وه  ، هغه کسان چي د ښکار مهارت يې له نورو زيات وو هغه هم وپيژندل شوه ، د هغه قبيلې او يا هغه جمعيت يو شمير غړو چي  د ټولنيزوستونزو په اوارۍ او نورو اړوندو چارو کي يې ځانګړتيا درلودل ، هغوۍ هم ورو ورو په ټولنيزو چارو کي د امر او نهي د پر ځای کولو او پاللو  جوګه شول ، هغه شمير کسان چي د مواشيو په روزنه او پالنه کي يې مهارت زيات وو ، هغوۍ ته د مالدارۍ برخه ورسېدل ، او هغه کسان چي د کرهڼي په برخه کي يې تجربه زياته وه هغوۍ په کرهڼيزو چارو بوخت شول  او هغوۍ ته چي د راکړي ورکړي  په لار کي بريالي وه  هغوۍ ته  د سوداګرۍ او تجارت زمينه پيدا شول  او په دې ډول د نوروټولنيز وکارونو د ويش په ترځ کي  د سوداګرۍ او راکړي ورکړي چاري هم دټولنيز ژوندانه د يوې  بنسټيزي دندي په څير يو شمير کسان  د ځان سره بوخت کړل .
راکړي ورکړي د يوې بنسټيزي چاري په توګه د  ودي او پرمختګ بيلا بيل پړاونه تر شا پرايښي دي . د هري اضافي وسلې او خوراکي توکوراکړه ورکړه د اړتياو د حل په نيت  ،   جنس د جنس په مقابل کي   ، جنس د سود په نيت  ، او په را وروسته پيړيو کي د سوداګرۍ او تجارت ځانګړي فورمونه د سوداګرۍ د ودي او پرمختګ  بيلا بيل پړاونه دي چي د ټولو څيړل د دې ليکني موخه نه بلکي د کوشاني سترواکۍ پر مهال  په لرغوني افغانستان کي د سوداګرۍ او راکړي ورکړي جاج اخستل دي . د دې بحث لپاره په دريو وړوسرليکونو کي د کوشاني ستر واکۍ پر مهال د راکړي ورکړي څيړني ته دوام ورکوو.


لومړۍ : په کوشاني سترواکۍ کي د سوداګرۍ لپاره وړ چاپير يال :
نور بيا

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006