دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د طلا تپې لرغوني خزانې د پايښت درېم پړاو

 

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

                                     د طلا تپې لرغوني خزانې د پايښت درېم  پړاو

 

لومړئ  پړاو:   د خزانې څرګندېدل  ؛

دوهم پړاو :   په بهر نيانود اثارو د پلورلو د پلان شنډول ؛ 

دريم پړاو :   په نړيوال موزيم کي د هغو نندارتون ؛

دتير   مېلادي ٢٠٠٦کال  دسامبر په مياشت کي د ګېمې په نوم  د فرانسې نامتو  موزيم  هغه شمير لرغوني اثار  چي د نوامبر په مياشت کي د افغانستان څخه راوړل شوي وه ، نندارې ته وړاندي کړل . دا اثار د هغو توافقاتو پر بنسټ   چي د افغانستان او فرانسې هېواد تر منځ  تر سره شول  ، د ګېمې موزيم ته د نندارو لپاره وليږل شوه . فرانسې هېواد د ١٩٢٢ ميلادي کال را په دېخوا په افغانستان کي د لرغونو سيمو د څيړلو او سپړلو  چاري پر مخ بيولي دي . په لومړيو لسو کلونو کي يې د د ټول افغانستان د لرغونو سيمو د سپړلو انحصار درلود ، خو دا انحصار د افغانستان د لرغونو سيمو د زياتوالي او د نړۍ د يو شمير نور هیوادونو او له هغه جملې ، پخوا ني شوروی اتحاد ،امريکا متحده ايالات ، چاپان ، جرمني  او يو شمير نور هېوادونو د ځانګړ و غوښتونو پر بنياد   له منځه ولاړ او دهغه انحصاري پړاو د له منځه تللو سره سم  د زيات شمير هېوادونو لرغونپوهانو  ته په افغانستان کي  د سپړونو او څيړنو  زمېنه برابره شوه  .

د نويو تړونو نواو قراردادونولاسليک  د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د بيلا بيلو هېوادونو دلرغونپوهانو لپاره د څيړنو  او سپړنو د پيل  او دوام  زمينې برابري کړې  . د دې سپړنو او څيړنو په ترځ کي د افغانستان  د بيلا بيلو سيموڅخه د ارزښتمونو  لرغونو توکو د پيداکيدو او څرګندېدو پر له پسې  لړۍ پيل شوه . چي  د افغانستان  د لرغوني تاريخ د زياتي روښانتيا برسيره  يې ، د سيمي او نړۍ د لرغوني تاريخ لپاره هم  ارزښتمن لاسوندونه وړاندي کړل   . د دې ډول لرغونو اثارو څخه يوه په زړه پوري تاريخي خزانه د طلا تپې په نوم ياديږي  ، چي نړيوال يې  په لرغوني افغانستان کي  د سترو مدنيوتونو او هسکو تهذيبونو پرشتون  ډاډمن کړل  .

لومړئ  : د طلا تپې د اثارود پايښت  لومړئ پړاو  ( د خزانې څرګندېدل  )

 

په افغانستان  کي  د جوزجان ولايت  ديوې لرغونې سيمي څخه  چي طلا تپه نوميږي ، د دې هېواد يوه ارزښتمنه  لرغونې خزانه تر لاسه شول  . په 1978 ميلادي کال  د طلا تپې  د سپړلو چاري پيل شوې .  دا سپړني د پخواني شوروي اتحاد او افغانستان تر منځ د دولتي پريکړي  پر بنسټ د دواړوهيوادونو د لرغونپوهانو په ګډو هڅو او پرله پسې زيار تر سره شوې . او په پايله کي  د دووزرو کالو وړاندي زمانو لرغوني اثار راڅرګند او تر لاسه شول  . د ا سپړني  د پخواني شوروي لرغونپوهانو له خوا چي  مشري د ښاغلي و.ي. سريانيدي ( V.Y.Saryanidi ) او دهغوئ  افغاني ملګري لرغونپوهان  چي  مشري يې  د ښاغلي حبيب اعظمي په غاړه وه ، تر سره شوې .  سپړنو په پرله پسي توګه د  ( 1978 - 1979 ) پوري د همدي تپي پر بيلا بيلو برخو تر سره شوې ، نوموړو لرغونپوهانو د تپي بيلا بيل پخواني قبرونه او هديرې وسپړلي چي په نتيجه کي يې د ( 7 ) او قبرونو څخه تر شلوزروزيات طلائي اثار کشف او تر لاسه کړل . او تر لاسه شوي  اثاريې  د خاصو  مراسيمو په ترځ کي د افغانستان د وخت اطلاعاتو او کلتور وزارت  او ملي موزيم مسولينو ته ورکړل  ، چي تر1991 ميلادي کال پوري په ځانګړو وختونو کي د نندارې لپاره ايښوول کيده .

دطلا تپي په اثارو کي زينتي ګاڼې لکه لاکټونه ،بنګړي،غاړه ګۍاونور ، ننداريز توکي لکه د ونو تنې ، ښاخلې ، پاڼي او ګلپاڼي ،ډول  ډول مجسمي لکه د زمري ، غرڅني ،مار او نورو ژويو او داسي نور تر شل زره زيات اثار چي ټول د طلا څخه جوړشوي ، فهرست او راجستر شويدي . د هغه مالي او معنوي ارزښت له مخي چي نوموړو اثارو درلود ، پتيل شوي وه چي د دي اثارو د مصونيت په خاطر بايد د ارګ په کوټي باغچي نومي ځای کي وساتل شي ، خو د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ په ورستيو دو کلونو کي د لا ښه ساتني په نيت يې د افغانستان بانک د خزانې سره د يوځای کيدو پريکړه وشوه . په دي ترتيب نوموړي اثار د ملي موزيم د نندارو څخه ووتل ،او کله نا کله به د نړيوالو سمپوزيمونو او سيمنارونو پر مهال په ارګ کي دننه ( کوټۍ باغچه ) د نوموړو اثارود نندارو زمينه برابريدل . 
دوهم :  د طلا تپې د اثارود پايښت  دوهم پړاو ( په بهر نيانود اثارو د پلورلو د پلان شنډول  )
د طلا تپي  داثارو  راسپړل  او بر سېره کول په لومړي سرد زيات شمير  هېوادوالو او  نړيوال دپام  وړ وګرځېدل  .  له يوي خوا دا اثار دوه زره کاله لرغوني وه او له بل لوري د اوو قبرونو څخه تر شل زره زيات اثارو تر لاسه کول ،  د زياتي حيرانتيا او پاملرني وړ وه  . خو د دوهم ځل لپاره د نوموړو اثارو په اړه د نړيوالو او هيواد والو زيات پام هغه وخت  د دې اثار و په لور واوښت چي د تنظيمي جګړو پر مهال د نوموړو اثارو د پلورلو اوازې  زياتي تودې شوي . د همدي اوازو پر بنسټ په 1995 ميلادي کال د سپک موسسي (
Society for Preservation of Afghanistan,s Cultural Heritage ) د يوي  ځانګړي خبرتيا په توګه ويره وښودل چي د طلاتپي لرغوني اثار د اسلحو د پيرودلو لپاره روسانو ته ورکول  کيږي  .          

               

ميرمن نانسي دوپري په هغه علمي غونډه کي چي د افغانستان د لرغونو او تاريخي ميراثونو د ساتلو او بيرته راګرځولو ملي کميسون له خوا په ځانګړي توګه د طلا تپي د اثارو په اړه د رښتيا څرګندولو په نيت رابلل شوي وه ، وويل چي : داسي راپورونه تر لاسه شويدي چي يوشمير دولتي واکمنو کسانو د روسيې څخه د اسلحو د پيرودلو لپاره د طلا تپي د اثارو د پلورلو نيت کړۍ دۍ . د دي مسئلي د سپيناوي لپاره اړينه ده چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت روښانه څرګندوني خپري کړي ؛ په همدي غونډه کي د ملي کميسون له خوا هم د طلاتپي د اثارو په اړه د ټولو موضوعاتو د سپيناوي په کلکه ملاتړ وشو. په غونډه کي د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سر پرست ښاغلي والاجان وثيق لومړۍ خپله بي خبري وښودل او بيا يې وعده وکړل چي ډير ژربه دا مسله د راډيو او تلويزيون له لاري څرګنده کړي ، خو نوموړۍ هغه مهال په دې و نه توانيدئ  چي د دې اثارو په اړه روښانه څرګندوني وړاندي کړي  .
داسي بريښيدل چي د نوموړو اثارو د پلورلو هڅه پيل شوې وه ، د دي ناوړي هڅي لومړي بڼه هغه وخت را څرګنده شوه چي د هم هاغه کال د مارچ په مياشت کي د انيس ورځپاڼي د نجيب پوپل تر نوم لاندي ( د هغه وخت د موزيمونو رئيس ) په يوه مرکه کي په جعل دا مطلب خپور کړ چي د طلا تپي ټوله لرغوني اثار د پخواني کمونيست رژيم واکمنانو روسانو ته ورکړيدي . د دي مطلب د خپريدو وروسته سمدستي نجيب پوپل د دي خپرې شوي ليکني   د ترديد لپاره هڅه وکړل ، داچي دا ليکنه  يوه ساده تيروتنه نه ، بلکي د کوټلي او پخې اجندا يوه برخه وه ، نو ځکه د نجيب پوپل ليکونو او مقالو د خپريدو چانس نه درلود .
په کابل کي ټولو پيلو او ناپيلو خپرونو د نجيب پوپل د مقالي او مرکي خپرول نه غوښتل ، يو ځل د هينداري په نوم خپلواکي خپروني  چي مشري يې ښاغلي عبدا لله  پويان کوله د غفور ليوال د هڅونو پر بنسټ   د نجيب پوپل د مرکي خپرولوته زړه ښه کړ خو لا هينداره د مطبعي نه وه راوتلي او نه وه توزيع  شوي چي د هينداري جريدي پر مسوول مدير مرګوني حمله وشوه . دا هغه څرګند دليل وو چي زياتو کارپوهانو د دي تبليغاتي کمپاين تر شا پر بهرنيانو او په ځانګړي توګه پر روسانو د طلاتپي اثارو د پلورلو منظم پلان ليدئ ، نوځکه د هغه مهال د افغانستان د لرغونو اثارو د بيرته راستنولو ملي کميسون  ټولو غړو و پتيل چي د کميسون تر نوم لاندي ، بايد د دې مسلې د سپيناوي لپاره هر اړخيزي هڅي وشي .

پريکړه وشوه چي د کميسون دوه تنه غړي(عبدالله پويان او رسول باوري)  پيښور او اسلام اباد ته لاړ شي ،  د توان تر برېده د نړيوالو خبري رسنيو  او په پاکستان کي د ميشتو  هېوادو  دسفارتونو له لاري دي  د افغانستان د  دې  نامتو تاريخي اثارو  د برخليک د څرګندولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي   . د کميسيون د پريکړي سره سم  ، ټاکل شويو غړو په پيښور او اسلام اباد کي د افغانستان د لرغونو اثارو د بير ته را ستنولو او د طلا تپې د اثارو په اړه د نړيوالو خبري رسنيو لکه بي بي سي ، امريکا ږغ ، المان ږغ اويو شمير نور و سره مرکي او مصاحبي وکړې  او هم يې  د پيښور په بيلابيلو ورځپاڼو ، جرېدو ، او مجلو کي د مقالو او ليکونو د خپروني  له لاري  د   افغانستان د لرغونو اثاروقاچاق  ،د ملي موزيم  چور او تالان ، او په ځانګړي توګه د طلا تپې د اثارو د ناڅرګند برخليک  لوري ته د  هېوادوالو  او نړيوالو پام  واړاوه  . د دې تر څنګ يې د يو شمير اغيزمنو شخصيتونو سره  د لېدنو کتونوپر مهال د افغانستان پر  کلتوري زيرمو د چور او تالان ناوړه حالت بربنډاو په دې چارو کي يې  د ککړو حلقو  نومونه څرګند کړل .  

                    

د همدې تبليغاتي کمپاين په ترڅ کي د مير من  نانسي دوپري په مشرئ  د سپک ټولني غړو په پاکستان کي د بيلا بيلو هېوادو نو ميشتو سفيرانو ( ايتاليا ،فرانسې ،يونان او قبرس  )  هم د طلا تپې د لرغونو توکو  د ناڅرګند برخليک په اړه  دا ويره د نوموړي ټولني   له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کي څرګنده کړه . د همدي تبليغاتي  کمپاين او هياهو په نتيجه کي د کابل د دفاع چارو وزير  شهيد احمد شاه مسعود  هغه مهال  دکلوله پشتې سيمي  په يوې ودانۍ کي  دافغانستان د لرغونو اثارو د بيرته راستنولو د ملي کميسيون د يوشمير غړو سره ولېدل او د هغوۍ ته يې د  طلاتپي اثارو د مصونيت  او نه لاس وهني ډاډ ورکړ . د زيات شمير کار پوهانو په باور د افغان کلتور پالو ، د افغاني کلتور نړيوالو دوستانو او نړيوالو کلتوري ټولنو په مرسته د طلا تپې  لرغوني اثار وژغورل شوه . که  په خپل وخت دا تبليغاتي نړيوال  کمپاين او  هياهوئ نه وای تر سره شوئ ، ښايې د طلا تپې اثار به هم  د ملي موزيم د نورو اثارو په څير د توپک سالارانو د موخو بلهاري شوي وای . اوس دا دئ  له نيکه مرغه د ا دوه زره کلن لرغوني اثار په هيواد کي تر اوسنۍ واکمني ادارې رارسيدلي دي .

تير ميلادي ٢٠٠٦ کال  هغه مهال چي  د طلا تپې  اثار د ارګ په ماڼۍ کي د نندارې لپاره ايښودل کېده د افغانستان اولسمشر يې د پرانستلو چارو ته راغلئ ؤ   . په دې اړه د بي . بي . سي . را ډيو داسي خبر خپور کړ :

د باختري پير د سرو زرو ځينې گاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې نندارې ته نن ( د سلواغې ١٥ اود ٢٠٠٦  زيږديز کال  د فبروري ٤ ) وړاندې شوي دي .

د ٢٠٠٠ بيلا بيلو گاڼو له ډلې څخه ايله ٢٥ په دغې نندارې کې اېښودل شوي دي .

دا له ١٩٨٩ کال څخه راهيسته لومړنى ځل دى چې د دغۀ پير اثار په افغانستان کې نندارې ته وړاندې کيږي .

گڼ شمير کسانو د دغو اثارو ننداره وکړه چې د ولسمشر کرزي په گډون پکې لوړ پوړي چارواکي هم شامل وو .

٣ _ د طلا تپې د اثارو دريم پړاو ( په نړيوال موزيم کي د هغو نندارتون )

 له نيکه مرغه دا اثار اوس د نړۍ په يوه  نامتو موزيم (  ګيمي موزيم  ) کي د نندارې لپاره د ٢٠٠٦ مېلادي کال د دنوامبر په مياشت کي د يوه علمي  - ادارې هئيت په ملګرتيا راورسېدل ، د دې هئيت په تر کيب کي د کوشاني څيړنونړيوال مرکز مشر ښاغلئ محقق نظر محمد عزيزي ، د کابل پوهنتون د لرغونپوهني څانګي علمي غړۍ پوهنوال عصمت ا لله عُثماني او د افغانستان ملي موزيم  لوړ رتبه اداري  کارکونکو ونډه درلوده  .

 

 

 

   

 

   

   مينه وال کولای شي چي په ګيمې موزيم کي د افغاني اثارو نندارتون  په لاندي  پته و ويني :

http://www.guimet.fr/

او دا هم

http://quote.bloomberg.com/apps/news?pid=20601088&sid=aCDXwOmye1Dk

 

 

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006