پوهاندداکتر زيار
نيمه پېړۍ
د پښتني_افغاني پوهې او فرهنګ د ودې او
سمسورتيا په لارکې
استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار خپل اويا يم زېږ پسرلی
له دوستانو سره يوځای نمانځي
په لندن کې:افغان کونسل،افغان ادبي جرګه، ملي دريځ،
پښتوادبي بنډار، د افغانانو ټولنه... .
د پوهاند زيار اندوژوند
ژبپوهاند-اريانپوهاند- ادبپوهاند- توکمپوهاند- شاعر-داستانليکونکی- ليکوال - ادبي، تاريخي او ټولنيز کره کتونکی – ژباړن- فولکلورېست-ژورنالېست
او
د پرله غښتې نوې پښتو ژبپوهنې اوازاد شعر سرلاری
پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار 70 كاله وړاندې(13-3-1315لمريز/5-4- 1937) د ننګرهار همېش بهار، د (شينوارو) سپين غر په لمن، د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترګې پرانيستې . لومړنى ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو" ابن سينااو دارالمعلمين "كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى.
پر 1962 زيږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) او په ترځ کې اړوند فولکلوري توکي د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي .
له 1966 تر 1972 ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنالوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي. بيا يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه او د اړوندو لوستليکيو(تکسبوکونو) کښنه پرمخ وړې او تر اوسه يې د نوې پښتو ژبپوهنې په رڼا کې خپلو پوهنيزو څېړنو او رسنيزو ليکنو ته اوږه ورکړې ده.
له 1984 – 1986 ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله ( 1994 – 1996 ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توګه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار "اكسفورډ" كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .
څېرمه چارې او دندې
1972 – 1975 : د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .
1978 – 1979 : د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .
1980 : د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .
1980 : د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .
1980 – 1984 : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .
له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري .
علمي او ادبي هستونې
1 - علمي - څېړنې : پښتو نومتړنګونه يا اسمي تركيبات ( الماني ) ، پښتو پښويه ، پښتو ويي پوهنه ، پښتو ليكلار ، پښتو شعر څنګه جوړېږي ؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې ، پټه خزانه يوه لغوي خزانه ، پښتو سيندګى ( هممانيزونه ) ، پښتو سيندګى ( نويزونه ) ، انګرېزي - پښتو سيندګى ( سربلونه + اوستربلونه )، د خوشال ادبي پښتو، پښتو ليکلار لارښود، د ژبپوهنې بنسټونه ، غږپوهه او د پښتو پښويي (ګرامر) ، درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه .
2 - ژباړې : پښتانه او ورونه مليتونه ، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني ) ، پټه خزانه (پرالماني). همدارنګه له پارسي،الماني او انګرېزي سرچينو څخه نورې بېلا بېلې ګڼې ژباړې چې د ليکوالۍ له پيله يې تراوسه په رسنيو کې خپرې کړې دي.
3 – ادبي ( پېيلې او ناپېيلې ) ټولګې : زنداني نغمې، سوزونه او سازونه ، وينه او مينه، ګلكڅونه، ګلولې ، اندوژوند ، اندو واند ، رزم وبزم ، پوهه او ګروهه ، د سبرونو نڅا ، ګلوييونه ، څڅواكي ، زما نړۍ ، د مرجانونو څانګې ، نوې پېړۍ او نوې زرۍ ، اور و وينې ، ساندې او سندرې ، مينه د زړه په وينه ( ناول ) او ناپېيلې ( نثري ټولگه ) .
د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ څه له پاسه درو زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي رېكارډ څښتن كړى دى .
پر دغو ټولو علمي - فرهنګي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتګر پوهاند او ليكوال دا څه له پاسه دېرش كاله د " يوې - كره ليكنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې ده .
استاد عبد الروؤف بينوايې پر يوه غزلغونډ ( ګلکڅونه1366) داسې کښلي ول:
(( که څه هم د شينوارو په (حصارک) کې پيداشوی دی، خو له کوشنيوالي څخه نه حصارېدونکی طبيعت لري. ځکه يې نو(زيار) ځانته تخلص ټاکلی دی چې د ده د تلاش، سعې، فعاليت او تجسس ښکارندوی دی... . څو کاله وروسته چې وطن ته راځي، د ژبپوهنې متخصص او د پښتو ژبې د ګړدود د وچ ډګر ستر ګړدودوال ځنې جوړ شوی او د نويو وييونو(لعتونو) په جوړولو کې يې هم لوی لاس موندلی وو...).
د کابل پوهنتون د پارسي ادبپوهنې پخوانی استاد او نوماند ليکوال او شاعر يې د ازاد شعر د کوشنۍ لړۍ پر يوه دوتر(( اند و ژوند)) د سريزې په ترځ کې کاږي:
« ... ګذشته ازين، دکتور مجاوراحمد زيار در راه تشکل زبان واحد معياری و ادبی پشتو و وضع دانشواژه های نوين پشتو در برابر برخی اصطلاحات و واژه های خارجی کوشش های با يسته ی به سامان رسانيده است که بر اربا ب علم و اد ب پوشيده نيست.
پوهاند دکتور زيار را ميتوان از پيشګامان شعر آ زاد پشتو دانست که از سال هاپيش قا لب سنتی را شکسته و در اوزان آزاد تجربه های کرده که راه اورا ديګران دنبا ل کرده اند. کوشش های اين زبانشناس شاعردر راه نجات شعر پشتو از ابتذا ل و توقف نيز درخور يادآوری است که با جسارت يک شاعر و منتقد نترس دراين راه هميشه مبارزه کرده است.»
د نوي دري پارسي شعر يو بل مخکښ وينا وال سيد رفعت حسينی د پوهاند زيار د څو اړخيز علمي- فرهنګي شخصيت په ستاينه کې د پوهې او فرهنګ د يوه نوميالي دا وينا پرځای بولي چې وايي:
: « شعر کمترين فضيلت او است.»