دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په افغانستان کي دلرغو نو څيړنو پنځه کلن بهير ته لنډه کتنه

 

د ښکلا مجلې د ١٣٨٥ يم لمريز کال  څلورمي ګڼې څخه

 

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

 

                                                  په افغانستان کي  دلرغو نو څيړنو پنځه کلن بهير ته  لنډه کتنه

                                                        ( تر سره شوي  چاري او د هغونېمګړتياوي  )

د پېل خبري :

 تير پنځه کاله د افغانستان په سياسي - پوځي ، ټولنيز ، اقتصادي  او کلتوري ژوند کي  د زياتو لوړو او ژورو ځانګړي کلونه شميرل کيږي . د دې ځانګړتياو ارزونه اوپه  هغه پوهېدنه ، د هر هېوادوال لپاره په زړه پوري سرليک دئ ، خو د دې سر ليکونو بنسټيزه  او رښتېنې  شننه او پلټنه   هغه وخت شونې  ده  چي  د پيښو د شنني پر مهال  د هغو پر منځي او بهرني  لاميلونوژور پام وساتل شي .  دا بايد له ياده ونه باسو چي د هېواد ونو او په هغوکي د ميشتو اولسونو د  ژوندانه  هر اړ خيزه ارزونه ، دټاکلو معيارونو او ځانګړو ارونو په مرسته تر سره کېدای شي ، د هغو موازينو د منلو او کارولو پرته  د هيواد او ټولني د ژوندانه ارزونه او د هغې د رښتني څيرې  څرګندونه  به نه يوازي ستونزمنه وي بلکي د رښتينو حالاتو په برملا کېدو لو کي به  هم د تحميلي پيچومو او نا څرګندو پايلو سره مخ  وي  .

د تيرو څه د پاسه  دو لسيزو په ترځ کي  د سترو کلتوري غميزو پېښېدل او د هغو پر له پسې غمجن پايښت  ، په هېواد کي دننه او بهر ټول افغانان او نړيوال  ډير زيات وير جن کړل . خو د تيرو پنځو کلنو په پيل کي سياسي _ نظامي بدلونو نو   زموږ هېوادوال او بيا په تيره د کلتوري چارو اړوندان او کارپوهان دې ته و هڅول چي د خپل توان  تر بريد زياتو  اړينو غوښتنو ته په پام سره د هېواد په کلتوري چارو کي  اغيزمنه ونډه واخلي . په زياته پېمانه د ورځپاڼو ، اونيزو ، مياشتنيو او مهالنويو خپرونو پيل او پايښت ، د زياتو را ډيو يې  او تلويزيوني نشراتو سمبالول ، د هېواد په کچه د زياتو کلتوري  او ادبي ټولنو جوړېدل هغه بيلګي دي چي  په کلتوري چارو کي د هېوادوالو دبرخي اخستني  بشپړه څرګندويې کوي .

د نورو سياسي ، کلتوري چارو ترڅنګ  تير پنځه کاله  په  افغانستان  کي  د لرغونو څيړنو لپاره هم د پوره پام وړ کلونه وه ، له يوې خوا د نړيوالو ځانګړې پاملرنه او له بلي خوا په هېواد کي د ننه  او بهر د اړوندو کارپوهانو او مينه والو ليوالتيا د دې لا ميل شوه چي  يو شمير هڅونکي کارونه تر سره شي . د دې سره – سره چي په تيرو پنځوکلونو کي د هغو شونتياو څخه  چي زموږ هېواد ته ورپه برخه شوې وې ، بشپړه ګټه  پورته نه  شو ه ، بيا هم د ټپ ولاړ حالت په نسبت  د نيمګړتياو سره مل د يادوني وړ کارونه تر سره شويدي .     

لومړئ  : دتر سره شويو چارو څو بيلګي  ؛

 په تيرو پنځو کلونو کي د لرغونو څيړنو او سپړنو په اړه  يو شمېر هڅي تر سره شوي  ، چي  په خپل وار يې ارزښت د پوره پام وړ دئ  . په کابل کي د افغان لرغونپوهانو په زيار د شاه تپې په لرغونې سيمه کي بر يالئ سپړني او کېندني ، چي په زړه پوري لاس ته راوړني يې درلودې يوه هغه ارزښتمنه بيلګه ده چي د هېواد په تاريخ کي يې د يو شمير پټو پيښو مخ لڅ او وياړونه يې را برملا کړل . شاه تپه د کابل ښار مرکزي برخي څخه د لويديځ لورته څيرمه دشير دروازې  غره په لمن کي پرته لرغونې سيمه ده چي د بيلا بيلو لرغونپوهانو په زيار په بيلا بيلو مهالونو کي  د څيړني او سپړني لاندي راغلې ده  .  په ورستيو دو وکلنو کي د شاه تپې د سپړنو په اړه هغه وخت  خبرونه خپاره شول   چي د عاشقانو عارفانو زيارت ته څيرمه د پټو سپړنو راز بر بنډ شو . د دې سره _ سره چي د هغه وخت  د کلتوري چارو واکمنو په سپړنو کي درغلي ونه منل خو يو زياتو شمير خپرونو  په هغه سپړنو کي د لوړپوړو چارواکو او په ځانګړي توګه  د هغه مهال د کلتور وزير د لرغونو اثار  په قاچاق او لوټ مار کي شريک وشمېرئ  .

 د شاه تپې  د سپړنو په پای کي له نيکه مرغه زموږ د هېواد په  را سپړل  شويو لرغونو زيرمو کي يو شمير نور ارزښتمن اثار زيات  شول  . ښاغلي  نادر رسولي چي  د شاه تپې د سپړنو په بهيرکي  برخوال پاتي شوئ  او د سپړنو بهير يې په پر له پسې توګه  څارلي  ، په دې باور دئ چي  : د شاه تپې څخه د بودايې پير زيات لرغوني اثار او يو شمير مجسمې  د نورو کارني توکو او سامان  الاتو سره  يوځای د سپړنو پر مهال د لرغونپوهانو لاس ته راغلل . د شاه تپې څخه په لاس راغلي اثار او لرغوني توکي زموږ د هېواد د لرغوني  تاريخ لپاره  ارزښتمن لاسوندونه شميرل کيږي  . په لاس راغلي اثا ر د نسبي تاريخ ټاکني پر بنسټ د کابل بودايې پير پوري اړه لري چي د ميلاد دريمه  ، څلورمه او پنځمه پيړۍ په بر کي نيسي .

 

په بغلان ولايت کي هم د لرغونو سيمو د څيړلو او سپړلو هڅي په تيرو پنځو کلنو کي د پام وړدي ، دهلندي لرغونپوهانو په زيار،  سره کوتل  ته څيرمه د افغانستان د لرغوني تاريخ يوشمير اړوندي سيمي په ګوته اود سروې چاري  يې تر سره شوې  .  له هغه وروسته چي د نړيوالو ځواکونو سره مل د هلند هېواد نظامي ځواکونه د بغلان ولايت په بيلا بيلو سيموکي  مېشت  شول ، يو شمير هلندي لرغونپوهانو ته د هغي سيمي د سپړني او څيړني زمينه برا بره شوه  . د هلند هېواد  د لرغونپوهانو يو ټيم   په  ٢٠٠٢ميلادي کال  د خپلو پوځونو په ملاتړ د بغلان يو شمير سيمي  سروې او د راتلونکو سپړنو لپاره يې  وپيژندلې .  د هلندي لرغونپوهانو د ټيم مشر اود  لايډن پوهنتون استاد  ويلم پوخل سانګ (   Willem Vogelsang   ) په باور سروې شوي سيمي   د راتلونکي مهال لپاره د سپړنو او څيړنو ډاډمن ټاټوبي دي .

د هلندي لرغونپوهانو ټيم په ٢٠٠٢    او  ٢٠٠٤  ميلادي کلنو کي  د بغلان ولايت يو شمير پخوانۍ سپړل شوي سيمي  وليدلې او د نويو لرغونو سيمو څرک يې هم پيدا کړ . د هغه تصويري راپور له مخي چي د پوخل سانګ په ځانګړې ويب پاڼه (   Homepage Willem vogelsang) کي خپور شويدئ ، داسي ښکاري چي دافغانستان د نامتو لرغوني غير منقول موزيم  سور کوتل ( سرخ کوتل  ) پر شا او خوا سيمي يې د نورو سپړنو لپاره وړګڼلي دي .

                                                        

                    په بغلان ولايت  کي د سره کوتل لرغوني سيمي ته  څيرمه  د دوو  لرغونو ټاټوبو انځورونه  

 

په وردګ ولايت کي هم يو لړ ګټوري سپړني تر سره شوي چي د لرغونو زمانو يو نامتو ښارګوټي  څرګندوي . د دې ښار ګوټي څخه د دريمي ميلادي پيړۍ بيا تر  پنځمي ميلادي پيړۍ پوري اثار او لرغوني توکي موندل شويدي . دا سپړني  د افغانستان د لرغونپوهني انستيوت  او په کابل کي د فرانسې سفارت د يوه ګډ هئېت تر مشرۍ لاندي تر سره شوې  . دهغو  توکو په لړ کي چي د الغتای د لرغوني سيمي څخه تر لاسه شويدي ، د بودايې پير يو شمير مجسمې ، خاورين لوښي ، فلزي وسايل ،او د ودانيو زياتي بيلګي دي . داسي بريښي چي الغتای   د څلورمي ميلادي پيړۍ پر مهال  د يوه بشپړ سياسي  - اقتصادي ښارګوټي  ارزښت درلود .

د افغانستان د لرغونپوهني انستيوت مشر محقق نادر رسولي  په وينا د الغتای د لرغونو توکو او ورانو شويو ودانيو څخه په ډاګه کيږي چي  دا ښار ګوټئ د عربي جنګيالو له لوري  د جګړو پر مهال وران شوېدئ ، د وردګ ولايت د کلتوري چارو مشر  ښاغلي مايار د  ١٣٨٤ لمريز کال  د غبرګولي مياشت کي  و ويل  چي : اوس مهال  د الغتای په  لرغونئ ښار ګوټئ کي د شپږومياشتو راهيسي په  امتحاني ډول سپړني کيږي   ، د دې سپړنو  د بشپړيدو ورسته  به د ا سيمه  د غير منقول موزيم په څير ورغول شي . نوموړي دا ادعا هم وکړه چي د طالب رژيم د واکمنئ پر مهال  د الغتای د لرغوني غونډئ څخه يو شمير مجسمې او نور توکي په غير قانوني ډول ايستل شويدي  ، خو د پژواک خپلواک خبري اژانس د خبريال په اند  د اسي  نښي نه ليدل کېدې  چي د طالب رژيم پر مهال دي په دې لرغونې غونډئ  کي سپړني تر سره شوي وي .

                                           

                                    د وردګ ولايت په الغتای سيمه کي  د سپړنو د بهير ګډونوالو يوانځور

 

باميان يوه بيله بيلګه ده چي د لرغونو څيړنو او سپړنو بهير  په رښتيني توګه پيل شوئ او پر له پسې څلور کاله يې پايښت موندلئ دئ . د باميانو لرغونې سيمه د افغاني  - فرانسوي  او  افغاني  - جاپاني  ګډوعلمي هئيتونو تر لارښوني لاندي  چي هر ټيم بيل کار کوي  ، سپړني پر مخ بيايې   . د دې سپړنو او پلټنو څخه د افغانستان بودايې پير زيات توکي او لاسوندونه ترلاسه شويدي  ، چي زموږ د هېواد په تاريخ کي زښت ارزښتمن اثار ګڼل کيږي . يو شمير بودايې مجسمې ، د کار وسايل ، په کورنو کي د کارېدو لوښي   په زيات شمير تر لاسه شويدي  ، چي  نسبي تاريخ ټاکنه يې دريمي ، څلورمي او پنځمي ميلادي پيړيو ته رسيږي .

د باميانو په لرغونې سيمه کي د سپړنو چارو يوه پراخه برخه  د يوې ځانګړي  علمي پروژې د پلي کولو په ترځ کي تر سره کيږي ، افغان لرغونپوه زمريالئ طرزي د يونسکو او فرانسوي لرغونپوهانو په مالي او علمي مرسته د هغه وېده بودا د پېداکولو او څرګندولو لپاره د سپړنو چاري پيل کړيدي ، چي د چيني زاير هونتسنګ  په يونليکونو کي  د هغه يادونه شوېده .  هونتسنګ  په باميانو کي  د ويده بودا داسي ستره مجسمه  لېدلې وه چي اوږدوالې يې ٣٠٠ متره ته رسيږېدئ  . د همدې وينا د ثبوت تر څنګ د لرغوني باميان بيلا بيلي سيمي دا په ډاګه کوي چي تر رېګچله  خاورولاندي  د تمدن يوه داسي روښانه پير پټ دئ چي په څرګنديدو به يې  نه يوازي د افغانستان بلکي د سيمي او نړي تاريخ ته  ارزښتمن لاسوندونه وړاندي شي  . د دې ترڅنګ د جاپاني لرغودنپوهانو له لوري چي مشري يې  د  ( کازوياباموچي )  کوي  ، هم په باميانو کي د وران شويو بودايې مجسمو د بيا جوړولو تر څنګه  په زياته پيمانه د لرغونو سيمو سپړنه او څيړنه پر له پسې ساتلې ده ،له نېکه مرغه يې  تر اوسه  زياتي ګټوري پايلي لرلي دي .

 

                 

                                                       په باميان کي د لرغونو انځورونو دوې بيلګي

 

 دې بيلګو تر څنګ په تيرو پنځو کلونو کي د افغانستان  ملي موزيم بيارغول  او نندارې ته د يوشمير لرغونو توکووړاندي کول هم د دې هڅو په لړ کي  ارزښتمن ګام ګڼل کيږي  . د طلا تپې نامتو لرغوني اثار  د ابهام او پټ پټوني  څخه راووتل ، او دا دئ اوس د ګيمې موزيم په سپارښت  فرانسې ته د نندارې لپاره وړل شويدي ، چي د روان کال د نوامبر د مياشتي په ترځ کي به يې مينه وال  په ګېمې موزيم کي  تر ډير ځنډ ورسته  يوځل بيا  په  نندار و مينه ماته کړي  . د ارزښتمنو هڅو  دوې نوري بيلګي په ٢٠٠٢  مېلادي کال  په غور ولايت کي  د تاريخي  د بيلا بيلو رازونو شاهد د (  جام څلئ  ) او په ٢٠٠٣ مېلادي کال  د باميانو پراخه  لرغونې او کلتوري  سيمه د نړيوال کلتوري ميراث په لړ کي وشميرل  شوه .  او دا دې په دې ورستيو کي د هېواد په بيلا بيلو ولايتونو کي د يونسکو په مالي  او علمي مرسته د لسو ،  نويو سيمه ايز موزيمونو د جوړېدو او پرانيستو خبرونه خپاره شول  . او يوه بله د  وياړ او ياد  خبره دا هم  ده چي د لومړي ځل لپاره د هېواد  د کلتوري چارو يوه رښتني خدمت ګار ښاغلي عمراخان مسعودي  ته  په کلتوري چارو کي د هوډمن پالونکي په توګه د هلند هېواد د ملکې  بيا تريکس له لوري د هلندي شهزاده پرينس کلاوس په نوم نړيوالي جايزې  په ورکولو ، وستايل شو.

دوهم : د تر سره شويوچارو  نيمګړتياوي ؛

١ :  د لرغونو څيړنو په لړ کي د يادشويو بيلګو او دې ته ورته چاري د دې سره _ سره چي د تاريخي او علمي پلوه د زيات ارښت وړ دي ، خو د هېواد په کلتوري چارو کي يې نيمګړتياوي هم څرګندي دي .  د دې ياد شويو بيلګو تر ټولو لومړئ  او بنسټيزه نيمګړتيا دا ده چي هر څه په تصادفي توګه تر سره شويدي ، د باميانو د سپړنو پرته  د نورو سپړل شويو   سيمو د څيړلو لپاره پخوانئ پلان او د کارکولو تر تيبات نه وه نيول شوي . هغه وخت چي په يوې  لرغوني سيمه کي د غير قانوني سپړنو او د لرغونو توکو دقاچاق  کار بر بنډ شوئ  ، تر هغه وروسته  سيمه ايزو ادارو  د يو شمير انجيو ګانو او يا د هېواد د کلتوري چارو  واکمنو ادارو  په مرسته د هغې  سيمي  دسپړلو په چارو لاس پوري کړېدئ .   

٢ :  د تيرو پنځو کلونو په تر ځ کي د لرغونو څيړنو په اړه دوهمه ستره  نيمګړتيا داده چي  په سپړل شويو سيمو کي د لنډي مودې کارونه تر سره شويدي  . د يوې لنډي مودې لپاره يې   بيړنئ مالي مرسته غوښتې  او سپړني يې تر سره کړيدي ، خو کله چي يې  مالي توان له لاسه تللئ بيا يې هغه سيمي په خپل سر پر ايښي ، چي  دا ډول چارو په  رښتني توګه  په هغو سيمو کي د غير قانوني سپړنو  او د لرغونو اثارو قاچاقبرانو ته لاره پرانېستې ده .

٣ : د هېواد کلتوري چارو واکمن  د هغو شونتياو څخه چي په نړيواله کچه  هېواد ته برابر شوي وه پوره ګټه پورته نه کړل ، يو زيات شمير سيمي او لرغوني ابدات چي د نړيوال کلتوري ميرا ث په لړ کي يې د منلو  شرايط  درلودل ، هغوئ ونه شوه کړای چي د نړيوالو مناسبو شرايطو په رڼا کي ، د هغو افغاني وياړنو لپاره د نړيوالو پام واړه وي . په داسي حال کي چي هر کال د نړيوال کلتوري ميراث په مسلکي غونډو کي افغاني چارواکي هڅول کېده ، څو يو شمير اثار د هغوۍ ځانګړو غونډو ته ور وپيژني  ، چي له بده مرغه دافغاني اثار ور معرفي نه شول  او په نړيوال کلتوري ميراث کي  د منلو وړ اثارو په اړه دا تيروتنه  او بې تفاوتي  د خيانت تر بريده ورسېده .

٤ _ کلتوري مسوولو چاوراکود هېواد د لرغونو سيمو د سپړني او څيړني لپاره پر له پيوند پلان نه درلود ، د همدې امله هر څه تصادفي تر سره شويدي ، او د هغو تر سره شويو کارونو  پای هم نا څرګنده پاته شوېدئ . نه يې د راتلونکي لپاره د سپړنو جاري ساتل په پام کي نيول شويدي او نه يې د غير قانوني سپړنو د مخنوي غم خوړل شويدئ ، چي بيلګي يې د لوګر په خروار ، د پکتيا په مرزکې  او د جوزجان په  طلاتپې سيمي کي څرګندي دي .

٥ _ د هېواد په زياتو سيمو کي د لرغونو ودانيو او لرغونو ټاټوبو د ورانۍ او امحا خبرونه هره ورځ د نړيوالو رسنيو له لوري خپريږي ، خو په تيرو پنځو کلونو کي د بيا رغوني او پالني لپاره د پام وړ کار نه دئ تر سره شوئ  ، چي بيلګي يې د هلمند د بست کلا ، د خواجه مېمندي  د زيارت لوټ تالان ، د ای خانم د لرغوني سيمي چور او د هغې  سيمي  د هري متر مربع  مځکي   بير حمانه پلورنه ، او نور ياولای شو .

                          

                               د لوګرولايت دخروارسيمي څخه د قاچاقبرانوپه لاس سپړل شوي اثار

                                 چي امنيتي چارواکو  تر لاسه کړي   او بيا يې موزيم ته سپارلي دي

 

٦ _ په تيرو پنځو کلنو کي د کلتوري چارو  يو شمير واکمنانو   هغه امنيتي  چارواکي  چي د قاچاقبرانو سره په لاس لرلو تورن دي ،  پټ وساتل، خو يو شمير زړه سوانده پوليس  چي  دهيواد پت او هويت  او لرغونوسيمو د ساتني لپاره ګمارل شوي وه ، له بده مرغه د لرغونو توکو قاچاقبرانوپه وسيله بيرحمانه وو ژل شوه  ، خو چارواکو د هغو لپاره د مرستي او ساتني هيڅ ونه کړل . دا د لرغونو اثارو قاجاقبرانو ته  د مرستي هغه شين څراغ وو چي ، زړور يې کړل او د لا چور او تالان لپاره يې وهڅول .

٧ - د افغانستان ملي موزيم لپاره د ودانۍ جوړولو ټاکل شوې مځکه  چي د کابل د ماستر پلان د اعلان پر مهال ځانګړې شوې وه لا تر اوسه ناڅرګنده پاته  او ودانه  شوې نه ده ، په ولايتونو کي د موزيمونو چارو ته هيڅ پام نه دي ساتل شوئ .

٨ - په تيرو پنځو کلونو کي د هغو اثارو جاج اخستل  او څرک څرګندول  لومړيتوب درلود چي د تنظيمي جګړو پر مهال د ملي موزيم او د هېواد د نورو موزيمونو څخه وړل شوي او جور تالان شويدي . لا تر اوسه هم د هغو ورکشيو اثارو د پيدا کولو او بيرته ستنولو په اړه هيڅ ګام نه دئ پورته شوئ ، په دې اړه يوازي د افغانستان د لرغونو توکو ديوه کلکسيو نر  ( نصر ا لله بابر  ) څخه د يوه رسمي ليک په ترځ کي  د موزيم د غلا شويو توکو د بير ته راګرځولو غوښتنه وشوه .     

لنډه دا چي  ، که په پرتليزه توګه پنځه تير شوي کلونه د هېواد دلرغوني کلتور او لرغونو سيمو د سپړنو او څيړنوپه اړه وارزول شي ، د ګمان پرته ويلای شو چي تر سره شوي چاري د هغو شونتياوو او امکاناتو په نسبت چي د هېواد په کچه او د نړيوال پام له اړخه برابر شوي وه ، نيمګړي او د کلتوري چارو واکمنان ناکام ګڼل کيږي .

پای

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006