دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د افغانستان يو شمير لرغوني جغرافيايې ټاټوبي ( دوهمه برخه )

 

                                  د افغانستان يو شمير لرغوني جغرافيايې ټاټوبي  (   دوهمه برخه  )

 

                                            د اوستا په ونديداد کي ياد شوي شپاړس سيمي 

 

اوستايې نوم


AVESTAN NAME.

پخوانۍ پارسي نوم

 

OLD PERSIAN.

يوناني نوم

 

GREEK

اوسنئ نوم

 

MODERN NAME.

Sughdha (1) سغدها

Suguda سغديا

Sogdianh

Soghd (Samarkand) سمرقند

Mouru (2) مورو

Margu مرغو

Margianh

Marv مرو                                    

Bakhdhi (3) بخدهي

Bâkhtri

Baktra

Balkh             بلخ                                 

Haroyu (4) هارويو

Haraiva هريوا

`Areia

Harê(rud) هرات                    

Vehrkana (5) فرغانه

Varkâna فرکانه

'Urkania

Gurgân, Jorgân ګرګان ( ياجوزجان )      

Harahvaiti (6) هراوتي

Harauvati هراوتي

`Aracwsia

Av-rokhaj, Arghand-(âb) دهراوت

Haetumant (7) هايتمانت

 

`EtumandoV

Helmend هلمند

Ragha (8) راغه

Ragâ راغه

'Ragai

Raî ری                           

Hapta hindu (9) هفته هندو

Hindava هنداوا

`Indoi

Hind (Punjab) هند( پنجاب)

 

 

 

اوستايې نوم


AVESTAN NAME.

پهلوي نوم

 

      PAHLAVI NAME.

   اوسنئ نوم                     

 

  MODERN NAME.

Vaekereta (10) ويکراته

Kâlpûl کالپول        

Kabul کابل          

Urva (11) يوروا

Mêshan مېشان

Mesene    ميسين        

Varena (12) پارينا

Patashkhvârgar or Dailam دايلام  

Tabaristân or Gîlân ګيلان

Rangha (13)

 رانغه

 

Arvastâni Rûm

ارواستېنا رويم

Eastern Mesopotamia

 ختيځ  بين  النهرېن  

 

 

14 ) د نېسا (  Nisaya  )سيمه  ياده شوېده چي د بلخ  او مروې ترمنځ يې نښي شته .

15 ) د چاخرا  (   Chakhra  ) سيمه چي لا تر اوسه يې بشپړه سيمه نه ده څرګنده شوې.

16 ) شپاږسمه سيمه د اريانا په نوم ياده شوېده ، اريانا او ارياناويجه يا هغه سيمه چي اريا ئيان پکښي اوسيدل .( يادونه : د دې نوم  په اړه به په مناسب وخت يوه ځانګړې ليکنه وړاندي کړم )  

 

 

www.avesta.org

 

 

کوبها  : Kobha

کوبها يا اوسنۍ کابل  چي په ريګوېدا کي په همدې نوم ثبت دي ، کله نا کله د  ( Kabura   ) په نوم هم ياد شوئ ، چي ميشت وګړي يې د  ( Kabuliat  )  په نوم يادېدل .   د دې لرغونې سيمي نور نومونه  په اوستايې متونو کي  دويکراته  (  Vaekereta  )  او په يوناني ليکنو کي اورتسپانا  ( Ortospana  ) او په چيني ليکنو کي د کهوفهين  ( Khphen) په ډول راغلي دئ .  يو شمير مورخين په دې باور دي چي د کابل  نوم پر دې سيمه د کوشاني سلسلې ستر امپراتور کنشکا له خوا ايښودل شويدئ . ) ځلمئ : د کابل تاريخي جغرافيا او کلتور )

 

                                      

                                                             لرغونئ کوبها يا اوسنۍ کابل

 

بخدي : (Bakhdhi  )

بخدي  يا اوسنئ بلخ  د اوستا په ونديداد کي د هغوياد شويو شپاړس ګونو سيمو څخه دئ،  چي د اهورا مزدا په سپارښتنه په ښه شان پيدا شوئ او په ښکلو بيرغونو يې پسوللې دئ  .  دا سيمه د يونانيانو له خوا د باکتريا ، باکترا او باکتريان  په ډول  ثبت او ليکل شوېده . د اريا ئيانو لومړنئ ښار او د وريښمو د لاري يو نامتو مرکز  او د کوشانيانو لومړنئ پلازمينه شميرل کيږي . )  عبدالرحمن سديد : جغرافيايې  تاريخي بلخ )

 

                                   

                                             د لرغوني بخدي  يا باکتريا  جغرافيا يې موقعيت

 

 هيراوتي : Harahvaiti

هراوتي يا اوسنئ دهراوت  ، د اوستايې  شپاړس ګونو مځکو څخه يوه ښيرازه سيمه ده چي د هلمند سيند  او دهغه پر څانګو يې شنه لمن خپروه  .  دا سيمه په تاريخي متونو کي هم ياده شويده ، چي د زياتو پوهانو په باور دا لرغونې سيمه  د هلمند  او ارغنداب سيندونو تر منځ  واقع  وه  ، چي اوس يې د نوم څرک په پوره روښانتيا  په دهراوت کي لېدلای شو .  ( حبيبي : د افغانستان تاريخي جغرافيا )

 

                                       

                                        د لرغوني هيراوتي  يا دهراوت  جغرافيا يې موقعيت

 

نور بيا

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006