دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( پنځمه برخه)

                                     د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( پنځمه برخه )

 

يوپنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه چي په بابل کي زما په وسيله تر سره شول .

دوه پنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه چي د اهورامزدا په غوښتنه مي  د تېر يوه  کال په ترځ کي وروسته له هغه چي پاچا شوم  ، تر سره کړل . ١٩ جګړې مي وکړې . د اهورامزدا په غوښتنه مي  هغوئ وځپل . او ٩ تنه پاچاهان مي ونيول . يو ګايوماتا   (Gaumata ) جادوګر وو . او درواغ يې ويل چي زه سميرديس  (Smerdis )  د کوروش زوئ يم  او په پارس  کي يې ښورښ جوړ کړئ وو  . يو د   اسينا (Asina )  په نوم د ايلام اوسېدونکئ  وو . هغه درواغ ويل چي  زه په ايلام کي پاچا يم او هغه په ايلام کي زما په وړاندي  وګړي سرکښه  کړ ل  .  يو بل تن  نيدينتو  بيل    (  Nidintu-Bel   )  بابلي  وو . هغه درواغ ويل چي زه (Nebuchadrezzar, )  نيبوچادريزار   د  نبونيدوس   (Nabonidus )  زوئ يم  او په بابل کي يې زما په وړاندي  ښورښ وکړ  . يوهم مارتيا   (Martiya )  په نوم د پارس  وو  او هغه درواغ ويل چي  زه ايمانش (Imanish )  د ايلام  پاچا يم  اوپه ايلام کي يې زما په وړاندي  ښورښ  وکړ  . يو د ماد فراورتيس (Phraortes )  نومئ  وو . هغه درواغ ويل چي : زه خشا تريتا (Khshathrita )  د کيا کساريس  (  Cyaxares  ) د کورنئ  څخه يم  او ماد يې زما له امره وه ايست .  يود سا ګارتيان  (  Sagartian ) ثېسانتا خما (  Cisantakhma نومئ  وو ، او درواغ يې ويل چي  زه  د کيا کساريس  ( Cyaxares )  له کورنۍ څخه يم   او د سا ګارتيا  پاچا يم ، او  ساګارتيا يې تر واک لاندي کړه .  يو فرادا مارګياني (Margian Frada  وو . درواغ يې ويل چي  : زه د مرو پاچا يم . او مرو يې تر واک لاندي کړه . يو   وهيازداتا  (Vahyazdata, ) نومئ د پارس وو . درواغ يې ويل چي  : زه سمير ديس  (Smerdis  ) د کوروش زوئ يم  . او پارس يې په ښورښ راوست .   يو ارخا (Arkha )  نومئ ارمني وو . درواغ يې ويل چي  : زه نيبوچادريزار  (Nebuchadrezzar )  زوئ يم . او با بل يې زما د فرمانه وه ايست .

درېپنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛  دا ٩ تنه پاچا هان مي  په دې جګړو کي  ونيول .

څلورپنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې : دا ( دئ )هيوادونه سرکښه شول  . درواغو هغوئ نافرمانه کړل ، چي هغوئ وګړو ته درواغ و ويل . وروسته اهورامزدا  هغه زما په واک کي راکړل . هر ډول چي مي هيله وه هغه ډول مي له هغوئ سره وکړل .  

پنځه پنځوسمه کرښه   : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي له دې وروسته  ښايې پاچا شې ځان په زياتي پياوړتيا  له درواغو څخه ليري وساته .  که چيري داسي فکر وکړې چي هېواد دې وساتل شي ، هغه کسان چي درواغ وايې هغوئ ته کلکه جزا ورکړه .

شپږ پنځوسمه کرښه   : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي )  هغه څه چي ما کړيدي . د اهورامزدا په غوښتنه مي په هغه يوه  کال تر سره کړل . ته چي تر دې وروسته دا ليکنه ښايې ولولې  ، هغه څه چي زما په وسيله تر سره شويدي ، ستا باور پرې وشي  ، نه ښايې چي دا درواغ وګڼې .

اوه پنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ اهورا مزدا خپل  ( حاضر او حضور  ) شاهد ګڼم  ، هغه چي مي په يوه کال کي تر سره کړيدي رښتيا دي  ، نه درواغ . 

اته پنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ د اهورا مزدا په غوښتنه ما زيات  کارونه  کړيدي ، او له همدې کبله  دا ليکنه  و ليکل شوه .

نه پنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې  ؛  د پخوانيو پاچاهانو داسي کړني نشته چي ما د اهورامزدا په غوښتنه په يوه کال کي تر سره کړيدي .   

شپيتمه کرښه   : داريوش پاچا وايې ؛اوس په هغه څه چي زما په وسيله تر سره شويدي ، ستاسو باور پرې وشي  .او همدا ډول وګړو ته و واياست .مه يې پټوئ . که دا خبره پټه نه کړئ او وخلکو ته وواياست  ، ( نو ) اهورا مزدا دي ستاسو دوست وي  ، ستاسو کورنئ دي زياته ، او ژوند مو ډير اوسه .

يوشپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛  که دا وينا د خلکو پټه کړئ ، او وګړو ته ونه واياست ، اهورامزدا دي ستاسو دښمن وي او ستاسو کورنئ دي ورکه ( محوه ) وي  .

دوه شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دئ ) هغه څه چي  ما تر سره کړيدي .  په هغه يوه کال کي د اهورامزدا په غوښتنه مي تر سره کړيدي .اهو را مزدا زما مرسته کړيده ، او هم  هغه نورو خدايانو ، چي شته  . 

درې شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ د دې لپاره اهورامزدا  او نورو  هغه خدايانو چي شته زما سره مرسته کړېده  چي ، کرغيړن نه وم ، درواغجن نه وم ، تبا ه کوونکئ نه وم ، نه زه او نه زما کورنئ . رښتنئ وم ، نه مي د خوار او نه د زورور سره زور وهلئ دئ .هغه چا چي زما د کورنئ سره ملتيا کړيده ، هغه مي نازولئ دي . او هغه چي زيان يې راته اړولئ هغه ته مي کلکه جزا ورکړېده . 

څلور شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي  ښايې تر دې  وروسته پاچا يې ،هغه څوک چي درواغجن وي او يا هغه چي تبا ه کونکئ وي  د هغه دوست  مه اوسه . په کلکه هغه ته جزا ورکړه .

پنځه شپيتمه کرښه  . داريوش پاچا وايې ؛ ته چي تر دې وروسته دا ليکنه چي ما ليکلي  او يا دا څيرې چي ته ويني  ، داسي نه چي وراني يې کړې  . تر هغو  چي توان لرې ، وه اي ساته .

شپږ شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ که دا ليکنه او دا انځورونه و وېنې ( او ) وراني يې نه کړې  ، تر هغه چي توان ولرې  ، ويې ساتې  ، اهورامزدا دي ستا دوست وي او کورنۍ دې  زياته  او ژوند دې ډير اوسه ، او هغه څه چي کوې هغه دي  اهورامزدا در لره ښه کړي .

اوه شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ که دا ليکنه او انځورونه ووينې ( او ) وران يې کړې تر څو چي توان دي شته ويې نه ساتې ، اهورا مزدا دې تا وځپي . او ستادې کورنئ ورکه وي  . او هغه څه چي کوې اهورا مزدا دي هغه وران کړي  .

اته شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه کسان چي د جادوګرګايوماتا (Gaumata )  چي ځان يې سميردي  باله ، د( هغه )   وژلو پر مهال  هلته وه .په هغه وخت هغوئ مرسته وکړه . زما پلويان ( وه ) اينتا پاير نيس  (Intaphernes )  د پارسي واياسپارا (  Vayaspara  ) زوئ ، اوتانيس (   Otanes)نومئ د پارسي توخرا (Thukhra ) زوئ ، ګئو بروياس (Gobryas  ) نومئ د پارسي ماردونيوس  (  Mardonius  )  زوی ، هيدارنيس (Hydarnes )  نومئ د پارسي بګا بيګنا (Bagabigna ) زوئ ، ميګابيازوس (Megabyzus) نومئ د پارسي داتوواهيا (Datuvahya, )  زوی  ، اردومانش  (Ardumanish )  نومئ د پارسي واهاوکا (Vahauka ) زوئ .     

نه شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي له دې وروسته  ښايې پاچي يې  ، د دې کسانو د کورنيو ښه ساتنه وکړه .

اويا يمه کرښه :  داريوش پاچا وايې ؛ د اهورامزدا په غوښتنه مي دا ليکنه په بل ډول هم  وکړه ، پر ارينې (Aryan )  ( ژبي )برسيره مي هم پر دړو ( لوح ) او هم پر پوستکو ترتيب کړه . دا ليکنه د مهر په وسيله ومنل ( تائېد ) شوه . زما په وړاندي نوشته او هم ولوستل شوه . وروسته تر هغه مي دا ليکنه  ټولو ځايونو  او هېوادونو ته وليږل  او خلکو يې هرکلئ وکړ .           

نور بيا

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006