دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( څلورمه برخه )

يوڅلوېښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته مي هغه  پارسي او مادي لښکر چي زما تر امر لاندي وه ، وليږلې . د ارتا وارديا  (Artavardiya )  په نوم زما يو پارسي مريې مي د لښکرو مشر  کړ . يوبل پارسي لښکر مي په ځان پسې د ماد پر لور وخوځاوه . وروسته ارتا وارديا   د لښکرو سره د پارس پر لور وخوځېدئ  . چي  پارس ته ورسېدئ  ، وهيازداتا (Vahyazdata  ) چي ځان يې سميرديس (Smerdis ) جوړ کړئ وو د پارس  په  رخا(Rakha  )   نومي ښار کي د ارتا واردياپه وړاندي جګړې ته راووت . ورسته له هغه يې جګړه وکړه  . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه  . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه  د و هيازداتا  ځواکونه ټوله ډير وځپل . د  تورا واهارا (Thuravahara ) مياشتي ١٢مه  ورځ تيره شوې وه چي جګړه پيل شوه .    

دوه څلويښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه ، هغه وهيازداتا د يو لږ شمير سپرليو سره وتښتېدئ . د پاشيايوادا (    Paishiyauvada )  لوري ته وخوځېدئ . د هغه ځايه څخه يې لښکر راټول کړ . او تر هغه وروسته يې د ارتا وارديا   سره جګړه پيل کړه . د پارګا (Parga - ) په نوم غره سره يې جګړه پيل ګړه . اهو را مزدا زما مرسته وکړه  . د اهورامزدا په غوښتنه  زما لښکر د وهيازداتا  ځواکونه زيات وځپل . د ګارما پادا (  Garmapada   ) د مياشتي٥ مه ورځ تيره وه چي  دا جګړه ونښته او وهيازداتا  يې ونېوئ او د هغه نږدې ټول ملګري يې هم  ونېول .

در ې څلويښتمه کرښه  ؛ داريوش پاچا وايې؛ وروسته له هغه وهيازداتا  او د هغه نور ميړني  چي زيات ورته نږدې وه  د پارس  په  يووادايثايا  (  Uvadaicaya )  په نوم ښار کي مي په دار وځړول .

څلورڅلويښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه چي په پارس کي زما په وسيله تر سره شول .

پنځه څلويښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وهيازداتا چي خپل ځان يې سميردې باله ، هغه لښکر  (   و ) اراکوزيا( Arachosia)   ته ليږلي وه .د هغه پر ضد مي  زما يو مرئې  د   وېوانا  (Vivana ) په   نوم چي ما د اراکوزيا او . . .  ښار  او د هغو مشر ټاکلي وو . هغوئ  ته يي وويلي وه  چي : وړاندي ولاړ شئ  وېوانا  او د هغه  لښکر چي ځان د داريوش پاچا ( تابع ) ګڼي ، وځپئ . وروسته له هغه د هيازداتا ليږل شوي لښکر  د وېوانا په وړاندي د جګړې لپاره و خوځېدل  .  دژي کاپيشا  کاني (Kapishakani )  نومي سړي هلته جګړه وکړه . اهورا مزدا زما مرسته وکړه  . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکر هغه سرکښان ډير وځپل . د اناماکا (Anamaka ) ١٣ مه ورځ تيره شوې وه  ، چي دا جګړه پيل شوه .  

شپږ څلويښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ تر هغه وروسته بيا ښورښيان سره يوځای شول او د   وېوانا په وړاندي يې جګړه پيل کړه د ګندوتاوا(Gandutava )  په نوم سيمه کي  يې جګړه وکړه . اهو را مزدا زما مرسته وکړه  . د اهو را مزدا په غوښتنه زما لښکر د هغه ښورښيانو لښکر ډير وځپئ .دو ياخنا (Viyakhna )  مياشتي ٧ مه ورځ تيره شوې وه ، چي دا جګړه پيل شوه .

اوه څلويښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته  ، هغه تن چي د لښکرو مشر ټاکل شوئ وو او  وهيازداتا  د  وېوانا  پر ضد ليږلئ وو ، هغه د يو څو تنو سپرلو سره وتښتېدئ   او لاره يې واخستل .  په اراکوزيا کي د  ارشادا (Arshada )  نومي سيمي تر څنګ تير شو . وروسته له هغه  وېوانا   د خپل لښکر سره  د هغه څار وخوځېدئ . هلته يې د هغه ټول نږدې  ملاتړي ونيول او مړه يې کړل .

اته څلويښتمه کرښه  :  داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه هېواد زما شو  . دا ( دي ) هغه چي په اراکوزيا کي زما په وسيله تر سره شول .

نه څلوېښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وخت چي په پارس کي وم ، دوهم ځل بيا  بابليانو ښورښ وکړ  . يوتن ارمني د  ارخا  (Arkha  ) په نوم چي د هالديتا (Haldita ) زوئ وو ، په بابل کي ښورښ پيل کړ .  د دوبال (Dubala ) په نوم سيمه  کي يې درواغ وګړو ته ويل چي  زه نبو چادر يزار (Nebuchadrezzar )  د نابونېدوس (Nabonidus  زوئ يم . وروسته له هغه بابليانو زما له امره سرکښي پيل کړه ، او د هغه لوري ته ولاړل . هغه بابل ونيوئ او په بابل کي پاچا شو .

پنځوسمه کرښه   : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه مي لښکر بابل ته وليږل  .  د   اېنتا فيرنيس  (Intaphernes )  په نوم زما يو پارسي مرئئ  مي د لښکرو مشر وټاکئ .او هغه ته مي  داسي وويل چي : وړاندي ولاړ شئ او هغه بابلي لښکر چي خپل ځان زما  ( تابع ) نه بولي وځپئ . وروسته له هغه انتا فيرنيس  د بابل په لور وخوځېدئ . اهورا مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ، انتا فيرنيس   بابليان وځپل  او بنديان يې  راوستل . د ورکزن (Varkazana )  ٢٢ ورځي تيري شوي وي ، هغه وخت ارخا  چي  په درواغو يې  ځان نبو چادر يزار  باله او هغه کسان چي نږدې پلويان يې وه ، ونيول  . امر مي وکړ  او ارخا  او د هغه سړي او نږدې ملګري يې په بابل کي په دار وځړول شول .

نور بيا

 

( يادښت ؛ تيري شوي برخي يې په لاندي تړاونو کي لوستلای شئ )

 د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( دريمه برخه)

د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( دريمه برخه)

د بېستون ډبرليک بشپړه پښتو ژباړه ( دوهمه برخه )

د بېستون ډبرليک بشپړه پښتو ژباړه

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006