دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د پښتو ادبي ټولنې، جرګې اؤ مشاعرې

 

عبدالهادي حيران                                                                                       

 

د پېښور په خېبر بازار کې د اردو ساينس بورډ په نوم د کتابونو يوه لايبرېري ده اؤ ددې لايبرېرۍ په مينځ کې يؤ هال دى. دې هال کې نهه لس کسان د ښار د پُرشور ژوند نه بې غمه د خپلو خيالاتو په دنيا کې ډوب ناست دي اؤ يؤ بل سره د يوې سپېڅلې جذبې اؤ مينې په تړون د خيالاتو تبادله کوي. دوئ کې يؤ د نظامت چارې سنبال کړې دي، يؤ ددې غونډې مشري کوي اؤ يؤ خپله تخليقي، تحقيقي يا تنقيدي فنپاره دوئ ته وړاندې کړې ده، ددې لپاره چې دوئ يې کره کتنه وکړي. دوئ کې يؤ تن د غونډې د مشر نه اجازت اخلي اؤ بيا په فنپاره د خپلو خيالاتو څرګندونه کوي. بل ملګرى يې د هغۀ سره اختلاف کوي اؤ خپله خبره پخپل دليل سره ثابتوي خو دا اختلاف وي مخالفت نۀ وي. دغسې يؤ علمي اؤ ادبي بحث جاري وي. يؤ ملګرى دا بحث ليکي اؤ د تاريخ اؤ راروانو نسلونو د استفادې لپاره يې محفوظوي. په اخره کې د غونډې مشر د ټول بحث نه يوه نتيجه اخلي، خپل تاثرات هم ورسره ملګري کوي اؤ د فنپارې د معياري يا غير معياري په هکله خپله رايې ورکوي. وروسته مشاعره کېږي اؤ غونډه کې شريک ټول ملګري يؤ بل ته خپل نوي يا زاړۀ شعرونه اوروي.
دا د نن سبا د پښتو د ادبي ټولنو اؤ جرګو د تنقيدي غونډو يوه نقشه ده. دا غونډې د باجوړ ايجنسۍ غوندې وروسته پاتې سيمو نه امريکې غوندې ماډرن هېواد پورې چرته هم چې پښتانۀ مېشت دي اؤ د شعرو ادب يؤ څو لېوني پکې شته، هلته کېږي. امکان لري چې ځينو ځايونو کې يې روايت، اصول اؤ طريقه کې څۀ نه څه بدلون هم وي خو په عمومي توګه د پښتو ژبې، ادب اؤ ثقافت يؤ لوي خدمت په هم دې طريقه روان دى اؤ ډېر شاعران ورسره د خپلې خپلې دلچسپۍ مطابق په مختلف قسمه سرګرميو کې بوخت دي. ددې نه علاوه مختلف قسمه مشاعرې هم د پښتنو شاعرانو د دلچسپۍ يؤ اهم مصروفيت دى.

د تنقيد اؤ مشاعرې اغاز

په ادبي فنپارو د تنقيد اؤ د شاعرانو د راغونډېدو اؤ مشاعرو کولو د روايت کوم ليکلى تاريخ خو نشته چې دا د کوم وخت نه شروع شو اؤ څنګه يې وده وکړه. البته د نړۍ د ټولو نه پخواني شاعر هومر په هکله ويل کېږي چې هغه په سترګو ړوند ؤ، د يونان د مختلفو ښارونو په لارو کوڅو کې به ګرځېده اؤ چې خلک به ورته راغونډ شول نو خپل شعرونه به يې ورته اورول. د علم و ادب اؤ شعرو شاعرۍ د فن په توګه پېژندنه هم د لومړي ځل لپاره په يونان کې وشوه اؤ اګر چې افلاطون د شاعرۍ غندنه کړې وه خو د ارسطو په دور کې د علم و ادب د زده کړې اؤ خوريدنې لپاره ادارې جوړې شوې اؤ د شعرو شاعرۍ اؤ ادب په هکله ډير څۀ وليکلى شول.
په وروستو دورونو کې چې کله مونږ د عربي شاعرۍ تذکره ګورو نو وئيلى شي چې د اسلام نه لږ د مخه د امراء القيس په دور کې به يؤ شاعر خپل شعرونه د ښار په لويه دروازه وليکل اؤ بيا به ځينو خلکو هغه صرف لوستل اؤ ځينو به پرې باقاعده بحث کولو اؤ کره کتنه به يې ورله کوله. په دروازه زوړند کړى شوي شعر ته به يې " معلقه " ويله اؤ ددغه دور اوۀ "معلقې " د"سبعه معلقات" په نامه په خپل اصلي حالت کې تر اوسه پورې راپاتې دي.

فارسۍ اؤ اردو کې د غونډو اؤ مشاعرو روايت

په هند کې لومړى په فارسۍ اؤ بيا په اردو ژبه کې د مشاعرو يؤ مضبوط روايت جوړ شو اؤ ډيره وده يې وکړه. ددې روايت د مضبوطېدو لويه وجه دا وه چې د وخت بادشاهانو پخپله هم په دغو ژبو کې د شعر و ادب ذوق لرلو اؤ د شاعرانو، اديبانو اؤ پوهانو پوره سرپرستي يې کوله. په هغه وخت کې چونکې د ساينس اؤ ټيکنالوجۍ اؤ د ميډيا دور هم نۀ ؤ نو د نن پشان اخبارونه اؤ مجلې نۀ وې. نو د شعر و ادب د خوريدنې اؤ ددې د شوق اؤ ذوق د پوره کېدو يواځينۍ ذريعه مشاعره وه. اؤ دومره لويې لويې مشاعرې به کېدلې چې زرګونو خلکو به پکې ګډون کولو. مشاعره کې د ګډون کولو لپاره به باقاعده ټکټ اخستلى شو اؤ شاعرانو ته به د کلام ويلو حق الزحمه ورکولى شوه. په دغو وختونو کې د استاذۍ هم يؤ لوي دور ؤ. مشران شاعران چې د استاذۍ ولسي سندونه به يې لرل اؤ په شعروادب کې به د هغوئ هره خبره د کاڼي کرښه وه، نو د هغوئ به زرګونه شاګردان وو. اؤ يؤ نوي شاعر به تر هغه وخته پورې په مشاعره کې خپل کلام نۀ اورولو تر څو چې به يې د استاد نه پرې اصلاح نۀ وه اخستې. شاګردانو به د استادانو په اصلاح فخر کولو اؤ هغه به يې تر عمره عمره ياد ساتلو. په دې طريقه اول په فارسۍ اؤ بيا په اردو کې د مشاعرو يؤ ډير مضبوط روايت پاتې شوى دى. اؤ اګر چې اوس هم دا سلسله جاري ده خو د ميډيا لامحدوده وسعت دغه روايت ډير محدود کړو. د مشاعرې روايت په انګريزۍ ژبه يا اروپايي هېوادونو کې بيا بلکل بدل شکل اؤ بېخي کم وجود لري. په اروپا کې د اروپايي ژبې د مشاعرو شکل د يؤ پکنک يا سيل وي. يؤ څو شاعران د پکنک پروګرام جوړ کړي، زړۀ راښکونکو سيمو ته لاړ شي، هلته ټوله ورځ ګرځي د فطرت د حسينو مناظرو مشاهده کوي اؤ چې ددغو مناظرو د inspiration نه ورته کومه شاعري راشي نو هغه يؤ بل ته اوروي اؤ يؤ بل سره پرې خبرې هم کوي.
پښتو مشاعرې، غونډې، ټولنې اؤ جرګې

ښکاره خبره ده چې څومره پښتو زړه ژبه اؤ پښتون زوړ قوم دى نو هم دغومره به د مشاعرو روايت هم زوړ وي. کېدلاى شي چې دا روايت به بېخي په بدل شکل کې پاتې شوى وي خو بدمرغي داده چې کله د پښتنو سلطنتونه جوړ شول نو پښتنو بادشاهانو په خپلو دربارونو کې د فارسۍ سرپرستي وکړه چې د پښتو د ټولو روايتونو ملا ورسره ماته شوه اؤ ددې کوم ليکلى مستند تاريخ هم پاتې نۀ شو. دې سره يؤ بل نقصان دا هم وشو چې په فارسۍ کې د ليک لوست يا د شعرو ادب سره د تړلو خلکو کوم عزت اؤ مقام ؤ په پښتو کې ورته هغه عزت اؤ مقام ورنۀ کړى شو اؤ تر اوسه پورې هم دغه حال دى.

البته محققينو چې کوم لټون کړى دى نو د "پټې خزانې" په حواله معلومه شوې ده چې د پښتو د ادبي بحثونو لومړنۍ غونډې قندهار کې د شاه حسين هوتک د حکومت په دور (1722-37) کې د "ادبي دربار" په نامه پېل شوې. ددې ادبي دربار د سيوري لاندې به په اونۍ کې يوه ورځ د بادشاه په ګډون اؤ ملګرتيا د نارنج په ماڼۍ کې غونډې کېدلې چې په کې به درانۀ درانۀ علمي اؤ ادبي بحثونه کېدل. وروسته به دا روايت کله ښۀ اؤ کله مات ګوډ چليدلى وي اؤ په دې مينځ کې به د پښتنو په مختلفو سيمو کې ډيرې مشاعرې اؤ ادبي بحثونه شوي وي خو کوم ليکلى تاريخ يې نۀ دى پاتې. بس دومره معلومه ده چې په کليو کې به په حجرو کې د وادۀ خوشحالۍ په موقعه ولسي شاعران راټولېدل، مجلسونه به يې کول، چاربيتې اؤ ټپې به يې ويلې اؤ يا به يې د في البديهه مشاعرو مقابلې کولې. البته دا خبره ښکاره ده چې د پښتو د مشاعرو روايت د فارسى اؤ اردو هومره مضبوط اؤ دروند هيڅکله هم نۀ دى پاتې شوى. په هند کې چې د ترقي پسند ادب نوې دوره شروع شوه اؤ د علم و ادب په دنيا کې نوي بدلونونه، نوي رُجحانات اؤ نوې ذريعې راغلې نو دغه وخت کې په پښتنو کې د خدائي خدمتګار تحريک سياسي اؤ ژبني اثرات لا ښۀ په زور کې وو. نو پښتو اګر چې بيا هم د خپلو ګاونډيو ژبو اردو او دري سره غبرګه سيالي ونۀ کړے شوه. ولې د کال ١٩٣٦ء نه په کابل کې پښتو ټولنې پرله پسې د يادونې اؤ ستاينې وړ کارونه کول اؤ په کال ١٩٥١ء کې چې په پيښور کې ولسي ادبي جرګه جوړه شوه نو پښتو ورسره هم "جديده" شوه. د پښتنو په اوسني ادبي اؤ تنقيدي شعور کې د ټولو نه لوي لاس د ولسي ادبي جرګې دى چې د خپل وخت د يادو شاعرانو، اديبانو اؤ پوهانو کاکاجي صنوبر حسين مومند، دوست محمد خان کامل مومند، اميرحمزه خان شينواري، اجمل خټک، قلندر مومند، ولي محمد طوفان، سيف    الرحمان سليم، محمد افضل بنګش، عبدالاکبر خان اکبر، مهدي شاه مهدي، همېش خليل اؤ نورو د ناستې اؤ علمي بحثونو مرکز ؤ. د پښتو د ادبي جرګو، ټولنو اؤ غونډو ننني تنقيدي روايات، اصول، طريقې، شعور اؤ رويې د اولسي ادبي جرګې يوه داسې ورکړه ده چې پښتو ادب به پرې د تل لپاره وياړي. اګر چې د اولسي ادبي جرګې نه وړاندې هم د پښتو ادبي جرګې، ټولنې اؤ ادارې وې خو اولسي ادبي جرګې چې دې ژبې اؤ قام ته څۀ ورکړي دي هغه بلې کومې ټولنې، جرګې يا ادارې نۀ دي ورکړي. د اولسي ادبي جرګې نه وروسته خو د لروبر پښتونخوا نه علاوه د نړۍ په ګُټ ګُټ کې ادبي جرګې، ټولنې اؤ ادارې جوړې شوې اؤ دا وخت د يوې محتاط اندازې ترمخه په ګرده نړۍ کې د شپږو سوو نه زياتې ادبي جرګې، ټولنې اؤ ادارې د خپلې ژبې اؤ ثقافت په مختلفو اړخونو کار کوي اؤ د نۀ ستړې کيدونکې جذبې سره نۀ ختميدونکي کارونه يې روان کړي دي. دوئ تنقيدي غونډې کوي، کتابونه چاپ کوي اؤ د شعرو ادب سره تړلي ذوق اؤ شوق ته وده ورکوي. تنقيدي شعور اؤ په نوي نسل کې د برداشت ماده پيدا کول ددې تنقيدي غونډو يوه لويه ورکړه ده. اؤ دا هر څۀ بغير د کوم لالچ، مادي ګټو اؤ فائدو نه کوي ځکه نو د دوئ کار و زيار د هر چا نه اؤ د هر څه نه زيات اهم دى. خو دې ځاى کې په يوه خبره بيا هم سړي ته افسوس وشي چې د ادبي جرګو، ټولنو اؤ ادارو په دې دومره زړۀ چاودي مزل تر اوسه پورې صرف درې واړۀ واړۀ کتابونه ليکل شوي دي چې يؤ د زبيرحسرت "اولسي ادبي جرګه"، دويم د محمد جاويد خليل د ايم فل مقاله "په صوبه سرحد کې د مختلفو پښتو ادبي جرګو اؤ ټولنو تنظيمونه اؤ د هغوئ کار" اؤ دريم د صابر شاه صابر " د رڼاګانو محفلونه" دى.

دلته بايد دا يادونه هم وشي چې تر دې دمه ګرده نړۍ کې د پښتو کومې اهمې ادبي جرګې، ټولنې اؤ ادارې دي، چې د ياد وړ کارونه ئې کړي دي اؤ يا يې کوي نو هغه د ګوتو د شمير دي اؤ دا لاندې پکې زما په نظر په اول سر کې دي: (١) ادبي دربار [١٧٢٢ء] قندهار، (٢) انجمن اصلاح افاغنه[١٩٢١ء] چارسده، (٣) مرکزي پښتو ادبي جرګه [١٩٣٤ء] نوښار، (٤) پښتو ټولنه [١٩٣٦ء] کابل، (٥) پښتو ادبي ټولى بر تاکال [١٩٤٣ء] پيښور، (٦) اولسي ادبي جرګه [١٩٥١ء] پيښور، (٧) خيبر پښتو ادبي جرګه [١٩٥٢ء] لنډيکوتل، (٨) پښتو اکاډمي [١٩٥٥ء] پيښور، (٩) پښتو ادبي ټولنه [١٩٥٧ء] کوئټه، (١٠) د ساهو ليکونکيو مرکه [١٩٥٩ء] پيښور، (١١) رحمان بابا ادبي جرګه [١٩٦٣ء] پېښور، (١٢) پاک پښتو ادبي ټولنه [١٩٨٠ء] دوحه قطر، (١٣) پښتو ادبي بورډ [١٩٨٠ء] پيښور، (١٤) پښتو ادبي سوسايټي [١٩٨٦ء] اسلام اباد، (١٥) د پښتو د ودې ټولنه جرمني، (١٦) بېنوا فرهنګي ټولنه قندهار او (١٧) جرس ادبي جرګه [١٩٩٠ء] کراچۍ.

دا هغه ادبي جرګې، ټولنې اؤ ادارې دي چې په خپل خپل دور کې يې په خپلو سيمو کې د پښتو ژبې اؤ ادب د ودې اؤ پرمختګ لپاره په ځانګړې توګه کار کړى دى اؤ کار يې دومره ښۀ دى چې د خلکو په زړونو کې ځاى لري. د دوئ نه علاوه نورې په سوونو ادبي جرګې، ټولنې اؤ ادارې دي چې خپل ادبي اؤ علمي فعاليتونه مخ په وړاندې بوځي خو د ټولو د نومونو فهرست جوړول نۀ دلته زما د ليک هدف دى اؤ نۀ امکان لري.
ضرورت
هر کله چې مونږ ددې جرګو، ټولنو اؤ ادارو په ضرورت فکر کوو نو دا خبره راته جوتېږي چې د ادبي ټولنو، جرګو اؤ ادارو ضرورت د هرې ژبې د ودې اؤ پرمختګ لپاره منلى شوى دى اؤ چې دا نۀ وي نو د زده کړې اؤ د علم و ادب د خورېدنې په لاره کې به ډېر خنډونه وي. خصوصاً د پښتو لپاره خو دا ځکه ډيرې ضروري دي چې د ايډوانس ټيکنالوجۍ په دې دور کې هم پښتانۀ په نړيواله ميډيا کې هغه برخه نۀ لري کومه چې پکار وه. د پښتو اخبارونه اؤ مجلې بس دومره دي چې شمارلو ته يې ضرورت نۀ پيدا کېږي اؤ هغه هم زياتې په سوال چلېږي. نو په داسې صورت کې د جرګو اؤ ټولنو ضرورت ډير زيات دى ځکه چې د ادبي شعور اؤ علمي اقدارو د خوريدنې هم دا يوه موثره لاره ده. خو شرط دادى چې ددې ټولنو، جرګو اؤ ادارو همه چارې د ذمه وارو اؤ پوهه خلکو په لاس کې وي اؤ جمهوري انداز سره وچلېږي.

اهميت
لکه د ضرورت غوندې يې اهميت هم منل شوى دى اؤ دا خبره پکې زياته اهمه ده چې ادبي جرګې، ټولنې اؤ ادارې دې د ننني دور د تقاضو ترمخه خپلې چارې په ايډوانس طريقه پرمخ بوځي اؤ خپله ژبه دې په ادبي اؤ علمي لحاظ د عالمي ژبو د سيالۍ جوګه کړي.

اثرات
کۀ د ادبي ټولنو، جرګو اؤ ادارو دا سرګرمۍ په ښه طريقهبېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006