دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د لرغونو کلتوري دورو زمانې وېش ته لنډه کتنه

د سويدن څخه خپرندويه خپروني (( نوي هيله  ))  څخه

 

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

د لرغونو کلتوري دورو زمانې وېش ته لنډه کتنه

 د مځکي پر مخ د انسان ژوندمليونونه کاله وړاندي پيل شويدۍ ، هغه څيړني چي د لويس ليکي او ريچارد ليکي له خوا د افريقا په لويه وچه کي تر سره شويدي ، دا په ډاګه کوي چي څه ناڅه درې مليونه اوسوه پنځوس زره کاله پخوا انسانې ژوند د مځکي پر مخ پيل شوېدئ  .  انسان دخپل ژوند دالړۍ   په سلوکي اته نوي برخي د ډبري پير او ابتدائې کلتور په دورو  کي تير ه کړې ،   او پا ته په سلو کي دوې برخي  ژونديې د پر مخ تللي کلتور او تمدن سره پر مخ بيولۍ دئ . د همدې زيات زماني واټن  د سپيناوي ، پوهېدلو  او څرګندولو په اړه بيلا بيلي علمي څانګي او څيړونکي په پرله پسې  توګه زيار باسي چي  د هغه اوږد مهال ناڅرګندي برخي را وپيژني .  ارخيوزو  لوژي ( لرغوني ژويو پوهنه  )  ، پاليو انتر و پو لو ژي  ( لرغوني انسان پوهنه )  ، ارخيو لوژي  ( لرغونپوهنه ) او يو شمير نوري څانګي د همدې موخي لپاره پر له پسې هڅي کوي  .   دپخوانۍ زمانې د ښه پيژندني  په اړه  د  بيلا بيلو پوهنيزو څانګو  څيړونکو  هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي . هر ليکوال او د هري څانګي څيړونکي د پخوانۍ زمانې د پيژندلو هڅي او څيړني   د خپل مسلکي اند پر بنسټ  ارزولي او وړاندي  کړيدي    .  خو هغه ګډ او ورته ټکئ چي د ټولو پوهانو تر منځ  بر ملا دئ ، هغه د لرغوني مهال  او تر متمدن ژوند وړاندي زمانو ، دزيات زماني واټن شته والۍ دئ .   د ياد شويو څانګو ټول  پوهان پر دې ټکي  يوه خوله  دي  چي د انسان د بيليز  ( انفرادي ) اوټولنيز ژوند تر ټولو زيات زماني واټن  هغه مهال تېر شوۍ چي  پر مختللي کلتور او تمدن ته لا  انسان مخامخ  شوئ نه و  .
دلرغونو زمانو په تړاوبوختو   څيړونکودا جوته کړې چي انساني کلتور او کلتوري دوري يوازي د هغو لاسوندو نو په مټ پيژندلای شو چي د سپړنو او څيړنو په ترځ کي د لرغونپوهانو له لوري تر لاسه شويدي . د همدي اصل له مخي يې د لرغونو انسانانو او د هغوۍ  په کلتوري  ژوند د ښه پوهېدلو په نيت ،  د بيلا بيلو مهالونود وېش وړانديز کړېدئ  .  د بيلګې په توګه نامتو اتنولوجيست لوويس مورګن لرغونې زمانه په دريو برخو وېشلې ده ، چي لومړۍ دوره يې د وحشت  ، دوهمه د بربريت او دريمه د مدنيت په نومو نو يادوي  . انګلېسي ټولنپوه او فېلسوف جان لوبيک  لرغونې زمانه په څلور مشخصاتو وېشلې ده ، د نوموړي په باور د انساني ټولني لومړۍ  مهال د مور واکۍ سره يوځای پيل شوېدئ ؛ د ټولنيز ژوندانه  دوهم پړاو ته  يې د پلار واکۍ نوم ورکړئ  ؛  دريم اوښتون يې د رئېس لرونکې ټولني په نوم ياد کړیدئ  او څلورم پړاو هم د پاچاهيو دوران په نوم يادوي ؛ نامتو ټولنپوهانو کارل مار کس اوفريدريک انګلس د ټولنيزي ودي پر له پسې يون په پنځو پړاونو کي د پوهيدو وړ ګڼلي دئ چي لومړي پړاو ته يې د لومړي کمون ( لومړئ  ګډژوند ) دوهم پړاو يې د مرئيتوب  ، دريم پړاو يې د مځکه والۍ  (        فيودالي)     څلورم پړاو  يې د سرمايه دارۍ  او پنځم پړاو يې دسوسياليسم په نوم ياد کړيدي . همدا ډول   نامتو لرغونپوه کرستين تامسن  د انساني ژوند پر له پسې بهير   په دريو دورو وېشلئ دئ  چي لومړئ د ډبري دوره  ؛ دوهمه د برونزو يا مفرغ  او دريمه  يې د اوسپني دورې په نوم ياده کړېده  .
دبيلا بيلو لرغونپوهانو له لوري  د کرستين تامسن ويش ته  زيات پام شوئ او د هغه وېش پر بنسټ يې د نورو دورو پيژندنه او وړانديز کړېدي :
د ډبري پير  (
Stone Age) يې په دريو دورو وېشلئ دئ  :
١- د ډبري پير پخوانۍ دوره  يا  ،  پاليو ليتيک  (
Paleolithic  )
٢ - د ډبري پير منځنۍ دوره يا ميزو ليتک  ( 
Mesolithic  )
٣ - د ډبري پير نوې دوره  يا نيوليتيک     (
Neolithic   )
د لرغونپوهانوپه باور د ډبري پير لږ تر لږه د څلور سوه پنځوس زره کاله وړاندي زمانو څخه پيل شوې او تر څلور زره کاله وړاندي تر ميلاد يې دوام کړيدئ  . د دې ټکي يادونه په کار ده چي دا نسان کلتوري ژوند له همدې مهاله را پيل شويدۍ ، ښايې دا ياده شوي نېټه او کلونه د راتلونکو څيړنو په ترځ کي ادلون بدلون ومومي ، خو تر اوسه چي کوم لرغوني توکي د لرغونپوهانو په وسيله تر لاسه شويدي ، همدا يادشوي کلونه په برکي نېسي .د ډبري تر پير وروسته  د نړۍ په زياتو سيمو کي  دبرونزو پير پيليږي ، خو يو شمېر لرغونپوهان په دې باور دي چي د برونزو  پير وړاندي يوه لنډه کلتوري دوره د ډبرو او مس پير يا
Chalcolithic په نوم تيره شوېده چي  په يوشمېر لرغونو سيمو کي يې ځانګړي کلتورونه زيږولي او د څلورزره کاله وړاندي تر ميلاد کلونو څخه بيا  تر دوه زره او يا دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلادکلونو  يې پايښت کړيدي .
دوهم د برونز پير  يا 
Bronze age  د زماني واټن له مخي تر ډبرين پير ډيره لنډه زمانه په بر کي نېسي  . چي د دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل کيږي او تر زرو يا اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پای ته رسيږي .
دريم د اوسپني پير يا 
Iron Age  دا پير له اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل شوې او د پرمخ تللو کلتورونو او تمدن په رامنځ ته کيدو سره د دې اصطلاح  د کاروني مهال پای ته رسيږي .
دا اړينه يادونه په کار ده چي د يادشويو دورو او مهالونو ياد شوئ تاريخ د نړۍ په هر ګوټ کي د پوره تطبيق وړنه دۍ، لرغونپوهان په دې باور دي چي د هري سيمي ميشتو اوسيدونکو د خپلو اړتياو له مخي د نوښت لوري ته لاره پرانېستېده ، په دې ډول د يوشمير سيمو اوسېدونکو د خپلي کلتوري او ټولنيزي ودي لپاره د خپلو شونتياو او اړتيا پر بنسټ ګامونه پورته کړيدي . د همدې اصل له مخي شونې نه ده چي يادشوي کلونه د ځمکي پر مخ د هري سيمي لپاره معيار وګرځول شي .
اخځونه :


1. Marc deBie Leven in de Prehistorie Inssituut voor Archeologich Patrimonum. Bilgic.2001.
2. Prisma van de Archeologie .Spectrum B V . Utrecht . 1996 .                                                                   
3. J.Deeben and Drenth . Bijdragen aan het onderzoek naar de Steentijd in Nederland.1998. 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006