دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د ښاغلي جليلي څو شعرونه

 

چا پري نه ښودم

 

د عشق کاروان مي رسولو خو چا پرې نه ښودم

له تورو شپو مي تيرولو  خو چا پری نه  ښودم

 

زما د نوي ژوند په کړيکي ويده ټول راويښ شول

دا  زوړ  جهان  مي  ورانولو  خو چا پرې   نه ښودم

 

ما د سهار په لور اوچت اوچت ګامونه جګ کړل

د  سبا  ستورۍ مي نيولو  خو چا پرې  نه  ښودم

 

د ميني تګ کي مجنون کله  په  ستړيا  پوهيدم

ځان مي له شاړو نه ايستلو خو چا پرې نه ښودم

 

شمعه د ميني  مي  په لاس  تلم د رڼا  په  لوري

تورتم مي ټول لارکي سيځلوخو چا پرې نه ښودم

 

په  ټينګ  ويلاړ  مي  د نياو  ملا  تړ له  کلکه

د  ظلم  کور  مي نړولو  خو چا  پرې  نه  ښودم

 

د ميني جنګ کي بريالۍ شوم په رقيب تور مخي

ژر  مي  د يار مخ  ښکلولو  خو چا پرې  نه ښو دم

 

جليلي

١٦.٠٨ .١٣٦٨

يادونه : دا شعر د عارف خزان د يوه شعر په اقتفا ويل شويدۍ

جليلي

 

 

 

سيالۍ

 

چي د خيال په لوړ اسمان کي مي سپوږمۍ شوې

خود  الهام  راته  د  شعر  او  شاعرۍ  شوې

 

زما   و  ميني  ته   اد م   کله    رسيږ  ي

خير که ته مينه کي سياله د درخۍشوې

 

چي مي ژوند ته ستا دميني داستان جوړ شو

زه  دعشق  مقام  ملوک  کړم   ته بدرۍ شوې

 

ښکلي سترګي ، ترند خوۍ په زړه کي مينه

زما  دفکر  پر  جهان  خيالي  هوسۍ  شوې

 

ټولي  ښې  چي  د  نړۍ  په  تا کي  وينم

ځکه ذهن کي تصوير مې د نړۍ شوې

 

کوم چي زړه کي مي د ميني اور بليږي

دا خو ستا اول کاته ورته سپرغۍ شوې

 

ستاليدو ته مي وجود شولو ټول سترګي

تلوسې چي مي رقيب سره په سيالۍ شوې

 

جليلي

٢٦ . ١٢ . ٦٧

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006