د يونسکومشر ښاغلي کوچيرو ماتشورا Koichiro Matsuura د هغو هيوادونو سره د مرستي ژمنه وکړه چي د څو نامي زلزلې ځپلي دي . نوموړي ويلي چي د ملګرو ملتونو د پروګرام لاندي به د هغو سيمو او ځايونو د بيا رغوني او پالني لپاره مرسته وکړي چي په دې ورستۍ زلزلې کي زيانمن شويدي .
د څو نامي په غميزي کي د بشري زيانونو برسيره د اندونيزيا ، سريلانکا او هند يو شمير لرغونو او تاريخي ځايونو ته هم زيانونه اوښتي دي . د بيلګي په توګه په سريلانکا کي د ګالي په نوم لرغونۍ معبد
، د اندونيزيا په سوماتراکي د کولن په نوم ملي پارک
او په هند کي د مهابالي په نوم پخوانۍ مزدک
او د لمر معبد
، يادولای شو .
يونسکو ژمنه کړې چي د څو نامي ځپلو سيمو هغو برخو ته به بيړنۍ مرسته رسوي چي لرغوني اثار او سيمي يې په نړيوال کلتوري ميراث کي شامل دي .