په هغه غونډه کي چي د افغانستان او جاپان ددولتي هئيتونو او يونسکو ادارې دپوهانو په ګډون د يونسکو له خوا توکيو ښار ته د ٢٠٠٤ زيږد کال د دسامبر له ١٨ څخه تر ٢٠ مي نيټې رابلل شوې وه ، د با ميان د کلتوري حوزې د ساتني په اړه دتر سره شويو څيړنو پايلي واورول شوې .
په دې غونډه کي د يونسکو د کلتوري ميراثونو د پوهان په ګډون د جاپان هيواد د کلتوري څيړنو انستيوت پوهانو او هم د افغانستان څخه رابلل شوي هئېت د اطلاعاتو او کلتور وزارت دکلتوري مرستيال په مشرۍ ، برخه درلوده .
په غونډه کي د جرمني هيواد د ايکوموس ( ICOMOS ) ادارې راغلي هئيت د هغو څيړنو پايلي واورولي چي د هغوي له لوري د باميانو د دوو سترو مجسمو د تاريخ ټاکني په اړه تر سره شوي وې .
د جرمني هيواد پوهانو د خپلو څيړنو په پايله کي چي د پخوانيو دوو سترو مجسمو د تاريخ ټاکني په اړه يې د کاربن څوارلس ( C14 ) ميتود په مرسته تر سره کړيدي ، د نوموړو مجسمو د جوړيدو د قيق تاريخ ښودلۍ دۍ .
د بودا نسبتاوړه مجسمه چي لوړوالي يې ٣٥ متره ته رسيدۍ او د شمامې په نوم ياديدله په ٥٠٧ زيږد کال جوړه سويده ؛ د بودا دويمه لويه مجسمه چي لوړوالي يې ٥٣ متره ته رسيدۍ او د صلصال په نوم ياديدل په ٥٥١ زيږد کال جوړه سويده . د څيړنو په پايله کي داهم راغلي چي د نوموړو مجسمو د جوړيدو چاري په پنځلسو کالونو کي بشپړي شويدي .