دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د کابل پوهنتون نوي رئېس ته د مبارکۍ پيغام

د کابل پوهنتون نوي رئېس ته د مبارکۍ پيغام

د زياتي وينا پرته څرګنده ده چي د پر له پسې پنځويشتو کالونو د سرو ، شنو او سپينو انقلابونو په ترځ کي وران شوۍ او ويجاړ شوۍ پوهنتون زياتي پاملرني ته اړتيا لري ، له نيکه مرغه د هيواد وتلۍ ټولنپوه او سياست وال ښاغلۍ اشرف غني احمد زی د کابل پوهنتون د چارو د ښه سمون لپاره و ټاکل شو .

سلام فرهنګي ټولنه او په دې ټولنه کي شامل د کابل پوهنتون د لوی کهول اړوندان د نوی ټاکني هر کلۍ کوي . دا ټاکنه نه يوازي د کابل پوهنتون د بيا رغوني اوودي لپاره ګټور ګام ګڼو بلکي د دې ټاکني په برکت به کابل پوهنتون وغوړيږي ،د نړۍ د نورو پوهنتونونو سره به سيال او د هيواد د نوي او ځوان نسل لپاره به د ښې روزني او پالني جوګه شي. .

موږ په خپل وار ښاغلي اشرف غني احمد زی ته د نوي وياړلي دندي د سپارلو مبارکي وايو او د کابل پوهنتون د بيا غوړيدو په لار کي ښاغلي احمد زي ته د لابريو هيله من يو .

د ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006