دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سلام فرهنګي ټولني پيښليک

سلام فرهنګي ټولني انترنيټي پاڼه يو کلنه شوه

لومړۍ خبري :
په افغانستان کي 1368 او 1369 کالونه ها د چا خبره د فرهنګي ټولنو اواتحاديو د جوړيدو کالونه وه ، دا ټولني د سيمه ايزو موخو د پلي کولو څخه بيا د ملي هيلو د پلي کولو تر کچه يو په بل پسې تر يوه او بل نوم لاندي جوړي شوې ، د دې ټولنو څخه يوشمير د وړو او کمزورو موخو په هيله منځ ته راغلي او له څه مودې وروسته يې نه يوازي داچي خپل هويت له لاسه ورکړ بلکي د هڅونکو او فعالينو د نومبدۍ سبب هم وګرځيدلې. خو يوشمير نوري بيا په رښتني توګه د زمانې اړتيا وه او دهيواد د کلتوري او فرهنګي ودي لپاره يې په زړه پوري او ګټور ګامونه اوچت کړل ، په دې برخه کي تر ټولو وتلي ټولني د خوشحال کلتوري ټولنه ، د سيد جمالدين کلتوري ټولنه ، د ناصرخسرو انجمن ، د امير علي شيرنوايې انجمن ، د سنائي انجمن ،د حضرت بيدل ( ع ) انجمن او يوشمير نور يادولای شو .

د هيواد يوشمير فرهنګيانو او کلتوري شخصيتونو د بيلا بيلو لا ميلونو په وجه د منځ راغلو ټولنو سره د خپل خيال يوالۍ نه ليدۍ ، په يوه ټولنه کي دهغوۍ په نظر يو کنډو او په بله کي بل کمبود د دې لاميل شو چي د يوې داسي ټولني لپاره هڅي وکړي چي خپلواکي يې رښتينې او موخي يې دسياسي چاپيريال بهر په ملي کچه ټاکل شوي وي . دې هڅو هغه وخت لا زور واخست چي د سلواغې په مياشت کي د (( سلام )) په نوم يوه خپلواکه خپرونه خپره شوه . د يوشمير کلتوري شخصيتونو او فرهنګي فعالينو په وړانديز د(( ديوه خيال خاوندان )) تر نوم لاندي يوه غونډه په دې نيت را وبلل شوه چي د يوې خپلواکي ټولني لپاره زمينه برابره کړي . دا لومړنۍ غونډه د (( سلام )) خپروني په کار کوټه کي جوړه شوه . غونډي د کب ( حوت ) مياشتي لومړۍ اونۍ ته د يوې پراخي غونډي درابللو پريکړه وکړه .

د کب نهمه ( 9 ) د جمعي ورځ د کابل کارته پروان په دريمه برخه ( چمن ببرک ) رابلل شوې غونډه دسهار په لسو بجو پرانستل شوه او بيله وقفې يې د ماښام تر شپږو بجو دوام وکړ.

د غونډ ي په ترځ کي د بي پرې رښتيني کلتوري ټولني پر جوړيدو موافقه وشوه او د ټولني لپاره يې د (( سلام فرهنګي ټولنه )) نوم غوره کړ. )دټولني لپاره د سلام نوم ټاکل دوه لاميله درلودل لومړۍ داچي يوه خپرونه دهمدې ټولني د مخکښانو له خوا منځ ته راغلي او خپرول يې پيل شوي وه ، دوهم داچي د سلام افاده هم هاغه ډول چي د خپروني لپاره کارول سوې وه ، دټولني لپاره هم وکارول شوه .د سلام افاده هماغه ده چي ټول افغانان يې يو دبل سره د مخامخ کيدو په وخت وايې ؛سلام)) د نوم تر ټاکلو وروسته يې د ټولني دموخو په توګه لاندي بنسټيز اصول ومنل :

1 _ ټول هغه افغانان چي د افغاني کلتور او فرهنګ لپاره کارکوي او د دې هيوادکلتوري ودي او پراختيا سره مينه لري د دې ټولني غړيتوب تر لاسه کولای شي ؛

2 _ د ټولني يوتن غړۍ او يا ډيرغړي په هيڅ ډول نظامي او سياسي تشکيلاتو کي د ټولني په استازيتوب نه شي يوځای کيدای .

3 _ د ټولني غړي په هيڅ ډول حق الشمول او حق العضويت مکلف نه دي .

4 _ ټولنه به د ټولو هغو کلتوري او فرهنګي هڅو ملاتړ کوي چي د افغاني کلتور او فرهنګ د ودي او پراختيا په نيت کار او مرسته کوي .

5 _ د (( سلام )) خپرونه خپلواکه ده ،که چيري ټولنه د ځانګړي ګڼې خپرول غواړي ، د خپروني اداره به يې غوښتنه مني او د پلي کولولپاره به ورسره مرسته کوي ؛

__ په غونډه کي د دې او نورو پريکړو تر څنګ د ټولني مشرتابه جرګه ګۍ وټاکل شوه . همدا ډول د غونډي برخه والو د پټو رايو په ورکولو ښاغلۍ محمد جان باوري د ټولني د مشر په توګه غوره کړ .
 

د سلام کلتوري ټولني پيښليک


__ د ټولني مشر تابه جرګه ګۍ د 1370 لمريز کال د وري مياشتي په پنځمه نيټه پريکړه وکړه چي د کابل ښار په يولس ښونځيو کي ممتازو زده کونکو ته د خپروني يوکلن ګډون رايګان ورکړل شي ؛

__ د ټولني مشرتابه جرګه ګۍ د خپلواکۍ ورځ د زمري اته ويشتمه نيټه د خپل مالي توان سره سمه ونمانځل ، او په دې اړه يې د (( سلام )) خپروني ځانګړې شماره تردې سر ليک لاندي چي : (( د خپلواکۍ له مهاله تردې کاله دهيواد تکنوکراتان وپيژنۍ )) خپره کړل ، چي د هيوادوالو له خوا يې په زياتي ميني ستاينه شوه ؛

__ دټولني مشرتابه جرګه ګۍ د پښتونستان ورځ د خپل خپروني په ځانګړې ګڼه چي ټوله تر يوه سرليک لاند (( پښتانه څوک دي ؟ )) تر تيب شوې وه ، ونمانځل ؛

__ د ټولني مشرتابه د کندهارپوهنتون سره د دوو ميليونو افغانيو مالي مرستي په برخه کي د خپله اړخه د مالي ونډي په پريکولو او د نورو هيوادوالو د هڅولو په چارو کي بنسټيزه ونډه درلودل ، د کندهار پوهنتون سره د بسپني راټولي شوي پيسې د کندهار يوتن پانګوال ښاغلي حاجي بابک په لاس د وخت صدراعظم ښاغلي فضل الحق خالقيار ته ورکړل شوې ؛

__ د ټولني مشرتابه جرګه ګۍ په هيواد کي د ماينو نو د ليري کولو نړيوال پروګرام سره د خپروني له بوديجي (( سلام جريدې )) څخه لسزره افغانۍ بسپنه منظور او د ټولني د رئيس محمد جان باوري له خوا د معيوبينو ادارې د مرستو جاري حساب ته وسپارل شوې ؛

__ د ټولني مشرتابه جرګه ګۍ له خوا د هيواد د يو شمير ليکوالو ، پوهانو او هنر مندانو په وړانديز او ملاتړ د هيواد يوه تن ليکوال او دعلومو اکاډمۍ غړي ښاغلي څيړنمل محمدين ژواک ته د بديع الکلام لقب ورکړل شو ؛

__ د ټولني له لوري د سلواغې 27 مه نيټه چي د وخت واکمنو د نجات ورځي په نوم ونومول، د يوې ځانګړي مطلب په خپرولو (( روز نجات ملي و حقوق محبوسين سياسی )) سره يې زيات شمير هيوادوال و حاکمي سياسي متناقضي فضا ته متوجه کړل او هم يې دوخت دواکمنو چاري تر پوښتني لاندي راوستلې ؛

__ د ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ په نوښت او هڅونه په 1370 لمريز کال د تلي مياشتي په لومړۍ اونۍ کي د کابل پوهنتون د استادانواو او دهيواد يو تن رياضي پوه صديق افغان ترمنځ د افکارو د تبادلي په نيت د کابل پوهنتون کتابتون ( د سيد جماالدين تالار ) کي دوي ورځي پرله پسې غونډي تر سره شوې ؛

__ د ټولني د مشرتابه په نوښت د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ او د مجاهدينو تر واکمنيولاندي د دوو تعليمي نصابونو تر منځ د يو وا لي په نيت پر له پسې هڅي چي د وخت د ښوني وزير پوهاند رسولي ملاتړ ورسره مل وو ، تر سره شوې ؛

__ د ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ خپلواک دريځ د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي بينن سيوان د پنځه فقره ايز پلان په اړه د (( سلام )) خپروني په ورستۍ ګڼه }د 1371 لمريز کال د وري 20 مه نيټه {کي د (( د هيواد په شمال کي د پيښو لاميل څه دۍ ؟ )) تر سر ليک لاندي خپور شو چي د يو شمير نويو واکمنو غضب يې راوپاراوه ؛

__ د ټولني دمشرپه نوښت د ټولني مشر د يوه درې کسيزه پلاوي سره يوځای د لر او بر پښتنو دفرهنګي او کلتوري چارو د سمون او ودي په نيت د 1371 لمريز کال د غبرګولي مياشت په 25 مه نيټه پيښور ته ولاړۍ او هلته د پښتنو د مشر ولي خان او په ځانګړي توګه د ميرمن نسيم ولي له لوري يې تود هر کلۍ وشو او دعبدالرحمن خان سره د يوې مياشتنۍ ميلمستيا په ترځ کي يې زيات شمير شخصي کتابتونونه وليدل او يوشميرپښتو قلمي ليکني يې د خپريدو په نيت په ګوته کړې ، خو کله چي د ا پلاوۍ له يوې مياشتي وروسته بيرته کابل ته راستون شو ، له بده مرغه په کابل کي خپل مينځي جګړۍ پيل اود کابل هرڅه وسوځيدل ؛

__ د خپل مينځي جګړو په لومړي کال د ټولني يوشمير غړي د ناوړه شرايطو په وجه له هيواده کډوالۍ ته اړ شول ، خو د ټولني مشر او يوشمير نورمخکښ غړي يې د خپل مينځي جګړو ټول پير په متناوب ډول د هيواد په پلازمينه کابل او نورو لايتونو کي په فرهنګي او کلتوري چارو کي بوخت پاته شول ، هم يې د نورو فرهنګي هڅو په ملاتړ کي برخه اخستل او يايې د نورو فرهنګي هڅو د سمبالتا په هيله د هيواد د فرهنګي مخکښانو او موسيسو سره مرسته کول ؛ د دې کالونو په ترځ کي يې لاندي د پام وړ هڅي تر سره کړيدي :

__ د ټولني مشر په خپل نوښت د افغانستان د کړکيچن حالت د پای ته رسيدو په هيله د (( باوري پلان )) تر سرليک لاندي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي محمود مستري ته د جلال اباد ښار په غونډه کي چي د 1373 لمريز کال دوري په لسمه نيټه دايره شوه ، وړاندي کړ . د (( باوري پلان )) درې د منځ ټکي په دې توګه بيان شوي وه :

1 = د جهاد پير نامتو قوماندانانو ته چي شمير يې په ټول هيواد کي د 75 اويا 85 تنو څخه نه زياتيږي ، هغوۍ ته دي د اعزاز په نيت و بيت الله شريف او مبارکي کربلا ته د نفس تذ کيې او ثواب ګټلو لپاره د ملګرو ملتونو په لګښت پنځه کلن بورسونه ورکړل شي ؛

2 = ملګرو ملتونود نظامي افسرانوپه مشور ه دي د هغو افغاني نظاميانو ترلا ر ښوني لاندي چي په جګړو کي ښکيل شوي نه دي ، د هيواد له هر ګوټه ملي اردو او څارندوۍ تر تيب او د هيواد د امنيت ساتلو دنده دي ورته وسپارل شي . د هيواد دسياسي چارو د سمون لپاره دي د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د پير تکنوکراتان وګمارل شي او د دوو کالو په ترځ کي دي مشروطه شاهي نظام ته لاره پرانيزي ؛

3 = د ملګرو ملتونو امنيت شورا دي د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو څخه تعهد واخلي چي د افغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهنه ونه کړي، او هم دي د هغه تعهد د تطبيق او څارلو چاري د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر غاړه وي ؛

ښاغلي محمود مستري داوړانديزونه له ځان سره واخستل او د ټولني مشر ته يې د هغو د څيړلو او هغو ته د پام کولو ژمنه وکړه .

__ د ټولني د مشر په نوښت د (( باوري پلان )) د ملاتړ لپاره د ننګرهار د حصار شاهي کمپ په زرګونو کډوالو غونډه وکړه او د ښاغلي محمود مستر ي څخه يې د وړاندي شوي پلان د عملي کيدو غوښتنه وکړه ؛

__ په هيواد کي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ټولني زيات شمير مخکښان يو ځل بياکډوالۍ ته اړ شول ، خو د ټولني مشر بياهم په هيواد کي اوسيدل غوره وګڼل او له هيواده بهر د ټولني غړي يې د افغاني کلتور د ودي او پراختيا چارو ته وهڅول ، چي له نيکه مرغه په هلند هيواد کي د دې ټولني يوه څانګه په 2000 دوه زرم ميلادي کال پرانستل شوه .

__ د ټولني مشر ښاغلۍ محمد جان باوري په اضطراري لويه جرګه کي د دهراوت ولسوالۍ د خلکو له خوا د وکيل په توګه وټاکل شو ،او د لويې جرګې په غونډو کي يې د يوه هڅونکي فرهنګي شخصيت په توګه کارنده برخه واخستل.

__ د ټولني مشر د اساسي قانون د جرګې لپاره د انتخاباتو په کميسيون کي د فعال غړي په توګه کارنده برخه واخستل ،او هم يې د هغې جرګې د تنظيم په چاروکي ارزښتمنه ونډه درلودل .

__ د ټولني مشر ښاغلې محمد جان باوري د خپلو فرهنګي کارونو تر څنګ همدا اوس د افغانستان د ژورنالستانو خپلواکي ټولني د منشي په توګه د هر ډول امتياز پرته په وړيا توګه دنده لري . د يادوني وړ ده چي د ژورنالستانوخپلواکي ټولني اوسنۍ مشر د هيواد نامتو سياسي او اداري شخصيت ښاغلۍ کانديد اکاډميسن سرمحقق دکتور محمود حبيبي ، دۍ .

__ د ټولني مشر ښاعلۍ محمد جان باوري په هيواد کي د فرهنګي هڅو سره يوځاي د هيواده بهر هم د خپلو اړوندانو چاري څاري او د هڅونو لپاره يې اړيني مشورې او لار ښوني کوي .چي له نيکه مرغه په هلند هيواد کي هم د ټولني د پرانستل شوي څانګي چاري په پرله پسې توګه څاري .

__ په هلند کي د سلام فرهنګي ټولني له خوا کلتوري او دوديزي ورځي نمانځل شوي ، د هيواد په کلتوري پيښو کي يې خپل دريځ په موقع اعلان کړۍ او د دې تر څنګ يې تر اوسه پنځه عنوانه کتابونه هم خپاره کړيدي:

1 = (( د څو ګلونو بيلګه )) د يوشمير پښتنو شاعرانو د شعرونو بيلګي ؛ ليکوال امين باوري .

2 = (( بنګ حبيب الله )) پښتو ناول ليکوال امين باوري .

3 = (( افغانستان در عهد باستان )) نويسنده رسول باوري .

4 = (( مدنيت های اوليه افغانستان )) نويسنده رسول باوري .

5 = (( د افغانستان د لرغونپوهني لنډيز )) په انګليس ژبه ، ليکوال رسول باوري .

__ په هلند کي د ټولني څانګه په پر له پسې توګه د(( سلام فرهنګي ټولني )) ځانګړې انټرنيټي پاڼه د]] ټول افغان [[ نامتو انټريټي پاڼي د چلوونکي پياوړي فرهنګپال ښاغلي شيرزاد کامه وال په مرسته له يوه کال راپه ديخوا کارنده ساتلې سويده ؛

پای

په درنښت

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006