دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دسلام فرهنګي ټولني د کليزي په اړه د ليکونو او پيغامونو څخه مننه

د ټولو دوستانو اوښاغلو لوستونکوڅخه د زړه له کومي مننه

په تيرو دريو اونيو کي د سلام فرهنګي ټولني د انټرنيټ پاڼي د کاليزي په ا ړه زيات شمير لوستونکو او مينه والوخپل ليکونه او پيغامونه د پاڼي په پته راليږلي دي ،چي د ټولو څخه د زړه له کومي مننه کوو ؛د يادوني وړ ده چي د ليکونو او پيغامونو زيات شمير يوازي مبارکيو ته ځانګړې شوې وو ، خو په يوشمير نورو ليکونو کي د پاڼي د لا ښه کيدلو په نيت وړانديزونه او سپارښتني هم را رسيدلي دي .د پاڼي چلونکي به هغو ټولو وړانديزونو ته پوره پام وکړي چي د پاڼي د لا ښه کيدلو لپاره اړين او ګټور دي ، په دې لړ کي له افغانستان څخه د هوسۍ ادارې ، له انګليستان څخه د پوهاند زيار ، له کاناډا څخه د پوهندوۍ امان ا لله صميم له استراليا څخه د پوهاند رحيمي ،د فرانسې څخه د پوهنوال اسد اسمائي،د فدراتيفي روسيي څخه د اکتر لطيف بهاند اويو شمير نورو دوستانووړانديزونه به هير نه شي او تاسوته په ډاډ وايوچي ستاسو وړانديزونه او سپارښتني به هرو مرو په پام کي وي .

ددې پاڼي چلونکو وپتيل چي د را رسيدلو پيغامونو او ليکونو څخه د ايسکي ( قرعه )په ډول يوشمير ليکونه د خپريدولو په نيت غوره ، او دخپريدو لپاره دلاس وهني پرته چمتو کړي ، چي تر ايسکي وروسته لاندي ليکونو اوپيغامونو د خپريدو چانس وګاټه او دادۍ تاسو ښاغلي لوستونکي د هغو لوستلوته رابولو:


له امريکا څخه ګران ورور خالدد بينوا پښتو پاڼي ويب ماسټر :

د سلام فرهنګي ټولني مشرتابه ته ! د عاجزه بنده د اوبه غميو په څېر هنداري هنداري سلامونه، زريني طلايي پېرزويني او ورسره يوه ډکه لمن مبارکي دي د حُسن او ښکلا د شاپېری په الماسي لاسو د ستورو په نازنين دُسمال کي در ورسيږي. ستاسي د فرهنګي چوپړ زېږنده دا تاريخي او علمي پښتو ويب پاڼه په ډيره مينه لولم ، د يو لوستونکي ، يو کتونکي او يو مينه وال په حېث ئې د لومړي کال پر لومړنيو خارپوړو د مبارکۍ الفاظ شندم . او د هغه څښتن دربارته چي نظام ئې په جُنبش کي ساتلی دی ددې د اوږده ژوندخواستونه پر ګناهګارو لپو غوړيدلي نيسم. لکه څرنګه چي دې ويب پاڼي د خپل علمي او کلتوري يون تر وزر لاندي پټ زما مغزو ته ډيري څېړنيزي تاريخي موضوع ګاني په غلا راوړي دي همداسي ئې د يو مست پېغلتوب د تاندو وختو د ليدولو تمه زما په زړه کښي هم ښوري . بس ! ستاسي د همدې لاري په توۍ شوي خولو کي د همدې څوکرښو سره خپله مبارکي پېچمه ، ستاسي او ستاسي د علمي بهير د برياليتوب اونور پر مختګ په اميد په کليواله پښتنه مينه ستاسو مُريد، يو بېنوا خالــــــــــد د بېنوا انټر نيټ پاڼي ويب واکمن.


د سويدن څخه ښاغلۍ غمخور د (نوي هيلي) خپروني مسوول چلونکۍ:


په هالنډ کې د سلام د فرهنګي ټولنې مشر پوهنوال باوري صاحب! ډېر خوښ يم چی ستاسو د علمي او فرهنګي برياوو د يوې څنډې د لومړۍ کليزي په مناسبت تاسواو د سلام د فرهنګي ټولنې مشرتابه جرګې غړو، د سلام د فرهنګي ټولنې ويبپاڼې قلمي همکارانو، لوستونکو او علاقمندانو ته خپل د زړه له کومي مباره کۍ او نيکې هيلې وړاندې کوم. واقعيت دادی: هرکله چې ستاسو د ويبپاڼې لوستونکی دا پاڼه خلاصوي نو د هغه سره سمدستي هرومرو دا فکر او سوچ راپيداکيږي چې دا پاڼه د يوې خاصې موخې لپاره جوړه شوې ده. هغه ځکه ، تاسو په خاص ظرافت، ښکلا، عالي ذوق او علاقې زموږ د هېواد د تاريخ لرغوني او فرهنګي اثار پدغه ويبپاڼه کې داسې انځوراو راټول کړي چې د هر لوستونکي تاريخي تنده پري ماتيږي. د سلام د فرهنګي ټولنې په ويبپاڼه کې زموږ د هېواد د لرغوني تاريخي اثارو او اوسنيو اوښتونو په هکله په زړه پورې علمي معلوماتونه او څرګندونې لوستونکو ته وړاندې شوي دی. زه په دې ټينګ باور لرم چې ډېر ژر به ستاسو ويبپاڼه په داسې يو ملي ارشيف واوړي چې هلته به زموږ ځوان نسل د خپل هېواد د لرغون پېژندنې او اوسني عصر په هکله د تاريخي اثارو د شينلو او سپړلو لپاره له هغه څخه استفاده کوي. د هغو علمي او تاريخي څېړنو، مقالو او علمي تحليلونو له مخې چې تاسو پخپل دغه ويبپاڼه کې ځای پر ځای کړيدي ځان ته دا حق ورکوم چې نه يوازې زموږ د هېواد ځوان نسل بلکې نور هغه ښاغلو اواغلو ته چې علاقه لري زموږ د هېواد د لرغوني تاريخ په هکله څېړني وکړي او يا خپلې ليکنې پياوړي کړي ستاسو ويبپاڼې ته مراجعه وکړي. دا ځکه چې هيڅ يوه بله ويبپاڼه دغه شان ځانګړی علمي اوتاريخی څېړنوپه هکله دمعلوماتونو وړاندی کولو ته نه ده ځانگړي شوی .او نشي کولای د هغې جوګه شي. زه ګوت نيونه نشم کولای ځکه ستاسو د ويبپانې د فعاليت د شروع له لومړۍ ورځې څخه په دې پوهېږم چې تاسو په څومره زيار او زحمت تلاښ کوئ چې دا ماشوم په خبرو راشي او قوت پيدا کړي، د بې چاره و او لاره ورکوو ملتيا وکړي. هره ورځ ددې ويبپاڼې لوستونکی د هغو انځورنو او علمي اثارو په وړاندې کولو سره چې تاسو پدغه پاڼه کې هغه ته ځای ورکړی دی دا ويني چې تاسو څومره علاقه لرئ چې خپلو هېوادوالو ته د ګران او جنګځپلي افغانستان د هېر شوي، ولې وياړلي او پرافتخاره تاريخي فرهنگي پرمختياوو،ملی غورځنګونو او لاسته راوړنو انځورونه دوی ته وړاندې کوئ،ستاسو دا چوپړ او علاقه افغانانو ته دقدر وړده. وړانديز مې دادی چې تاسو د خپل علمي او مسلکي توان له مخې کولای شئ چې نه يوازې خپله، بلکې په ګران هېواد کې اوسېدونکي او له هغه نه بهر تاريخپوهان وهڅوئ ددې مسلکي ويبپاڼې چې موخه يې د ګران افغانستان د لرغونو اثاروپه هکله دپراخو معلوماتو وړاندی کول بريښی خپلی مسلکي او علمي ليکنې زموږ د هېواد ځوانو لوستونکو ته ده همدغه ويبپاڼی له لاري وړاندې کړي. زه يو ځل بيا تاسو ښاغلي او پياوړي دوست ته په دغه علمي او فرهنګي ستر وطنی چوپړ کې چې هدف مو د هېواد د تاريخي غيرتونو او اثارو ژوندي ساتل دي د زياتو برياليتوبونو هيله کوم. په درنښت حبيب اله غمخور ما لمو – سويډن ۱۷ ۰ اکتوبر ۲۰۰۴


له هلند څخه ګرانه خور ريحانه :

دسلام فرهنګي ټو لنی محترام چلونکي ته داخلا ص او مينی نه داک سلامونه او پيرزوينی وړاندی کوم. وروسته دسلا مونو نه دسلام فر هنګي ټولنی لومړی کليزه د انتر نت په پانه د زړه له کومې مبا ره کي وايم.. زه وخت نا خته دا پانه په دير مينه ګورمه,ديره په زړه پوری او دکتلو وړ پانه ده او په د نيک خدمت کی ستا سی لپاره دپرمختيا هيله کوم. دا د ګران هيودولو لپاره يو ښه خدمت ده. ستاسی دله پر مختيا په هيله دا خدای پامان. بريالی اوسې.

له امريکا څخه ګران ورورزلمۍپښتون :

ډېر محترم باوري صاحب زما ښې هيلي ومنئ٠ ستاسي د انټرنټ پاڼه مي وليده، چي سترګي مي په روښانه سوې٠ ډېره په زړه پوري او ښايسته پاڼه مو جوړه کړېده، په دې برخه کي د لوۍ څښتن څخه مو نور برياليتوب هم غواړم٠ زما نوم زلمی پښتون دئ او د امريکا د مريلنډ په ايالت کي د مکنيل ټکنالوجي د ژبو د څېړنو په برخه کي د پښتو، دري، اردو او فارسي پروژو سره اخته يم او اوس دستي د پښتو انګرېزي قاموس او پښتو ويوونکۍ يعني پښتو ريډر تر کار ﻻندې دي٠ که ستاسو اجازه وي، زه غواړم چي ستاسو د انټرنټ پاڼې څخه درې مقالې يعني لرغونۍ منډيګک ، افغانستان او د ورېښمو تاريخي ﻻر او د پښتنو څرک په خپل کتاب کي ستاسي په نوم ځای کړم٠ دا کتاب به پنځوس مقالې ولري ، چي ټوله د پښتنو او افغانستان په اړوند راټولې سويدي٠ خپل نظر راته وليکئ٠ که امکان ولري خپل دټيليفون ګڼه هم راته وليکئ٠ ډېره مننه٠ زلمی پښتون
 

اود دنمارک څخه ښاغلۍ هيواد دوست ؛ په دنمارک کي دعلمي _ فرهنګي څيړنومرکز په استازيتوب :

د سلام د فرهنګی ټولنې قدرمنو مشرانو! د سلام د انترنیتی پاڼې چلوونکی قدرمن لیکوال او څېړونکی ښاغلی پوهندوی رسول باوری ! د سلامونو او نېکو هیلو په بدر ګه تاسو او ستاسو ټولو غړو او مینه والو ته د سلام د فرهنګی ټولنې د انترنیتی پاڼې د یو کلنۍ له امله د ځان ،د ( خپلواکۍ ) د خپرونې او فرهنګی مرکز د غړو او دلته په ډنمارک کې د یو شمېر افغانی فرهنګیانو تودې مبارکۍ ،نېکې هیلې او شاباسی وړاندې کوم . زموږ هېوادوال له ډېر پخوا نه کله چې په کابل کې د سلام د فرهنګی ټولنې بنسټ د نه هیرېدونکی فرهنګیال محمد جان باوری لخوا په ۱۳۶۹ کال کې کېښودل شو ،د دغې ټولنې له نوم او ګټورو چارو سره اشنایي لری .د سلام فرهنګی ټولنې د یوې هېوادپالونکې او فرهنګپاله هڅې په توګه د خپلو موخو د ترسره کولو او پلی کولو په لاره کې د یادونې وړ او اغېزمن ګامونه پورته کړی .دغې ټولنې په پوره متانت ،زړورتیا او ډاډ ان د کورنۍ جګړې او د کابل د لوټ او تالان په بدو شپو - ورځو کې خپل شته والی او اغېزمنتوب وساته او ښایی یو لامل به یې دا وی چې افغان فرهنګپال ولس خپل فرهنګی او علمی برخلیک د دغه شان سپېڅلو ټولنو اوبریمنو هڅو سره تړلی دی . دسلام فرهنګی ټولنه هم د همدغه کتار ټولنو له ډلې څخه ده چې له علمی فیض او برکت څخه یې دا دی نن په ټوله نړۍ کې خواره - واره افغانان برخمن کیږی په تېره بیا چې یو کال وړاندې دا ټولنه د قدرمن او زیارکښ لیکوال او څېړندوی ښاغلی رسول باوری په همت په دې وتوانېده چې د انترنیت نړېوالې شبکې ته لار پرانیزي او دا دی د( ټول افغان )د پراخ انترنیتي سمندر په څپو کې غوټې وهې او د علم او فرهنګ د ستر سمندر له تل نه نوی ،تازه ،په زړه پورې او ګټور ګوهرونه او مرجانونه راوباسی او په دې توګه د افغانی تمدن بېلا بېل ارزښتونه بیانوی او د ګران هېواد افغانستان د تاریخ او فرهنګ تیاره ګوټونه روښانوی .دغه هڅه او دغه ویاړ مو مبارک شه .کلیزه مو نېکمرغه شه ،په ژوند او کار مو برکت په ډنمارک کې د افغانستان د علمی - فرهنګی څېړنو مرکز په استازیتوب یوسف ( هېواددوست


په ايسکه کي د غوره شويو ليکونو پای

په درنښت
رسول باوري
 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006