دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په لرغونپوهنه کي د تيپو لوژي ميتود ونډه

لرغونپوهان د لرغونو آدوارو د ښه پېژندلو په نيت بېلا بېلې آزمويل شوې لارې چارې او ميتودونه کاروي چې يوه منلې او ډاډمنه پايله تر لاسه کړي .د دې ډلې ميتودونو څخه يو هم د تيپولوژۍ ميتود دی ، چې د لرغونپوهانو لخوا په زياته کچه کارول کيږي .د تيپولوژۍ اصطلاح د لرغونپوهانو لپاره ځانګړې مانا لري چې ښايي د نورو پوهانو له پاره به د همدې مانا وړتيا و نه لري .د
( Typologie) اصطلاح د لرغونپوهانو له پاره د فورم يا ډول د ودې او پرمختيا څېړنه ده .يا په بله وينا تيپولوژي د لرغونو آثارو د ودې او پرمختيا د لوري پېژندل دي . د تيپولوژي ميتود پر بنسټ د آثارو دا ډول څېړنه لنډه او محدوده نه ده .کېداسي هغه لرغونپوه چې د يوې لرغونې سيمې څخه يې د آثارو (Artefacten) يوه په زړه پورې ټولګه ( Assemblage ) په لاس راوړې وي ، دهغو آثارو د ودې لوري په دې نيت چې کوم آثار لومړي او کوم آثار وروستي دي ؟ د همدې ميتود څخه ګټه واخلي .او هغه لرغونپوه چې د يوه لرغوني اثر وړتيا او پراختيا او يا هم په يوه ټاکلې سيمه کې د هغو آثارو تقليد تر څېړنې لاندې نيسي ،کولای شي چې د تيپولوژۍ ميتود وکاروي ، او په دې ډول نورو حالاتو کې تيپولوژي د لرغونپوهانو لخوا کارول کيږي خو په دې ليکنه کې غواړم د تيپولوژي ميتود هغه ونډه وڅېړم چې د يوه لرغوني ټاټوبي د ښه پېژندلو په نيت د لرغونپوهانو لخوا کارول کيږي .د يادونې وړ ده چې دا ليکنه د سپړنو د هغه راپور پر بنسټ ليکل شوې ده چې په هالند کې د ( A R C ) ادارې لخوا د بورګر ( Borger ) په لرغونې سيمه کې ترسره شول .

د بورګر په لرغونې سيمه کې د سپړنو چارې او پروګرام د پورته يادې شوې ادارې لخوا چې د لرغونو څېړنو او لارښودنې ادارې په نوم ياديږي ( Archaeological Research End Consultancy ) ) تنظيم او پرمخ بيول کېدې .دپروژې مشري هالندي لرغونپوه ښاغلي ( DR.Michiel Huisman)پر غاړه درلودې او دسپړنې د ساحې چارې مېرمن ( Miranda de Wit ) او ښاغلي ( De Kooie ) پرمخ بيولې ، له نېکمرغه د دغه مطلب ليکوال هم د همدې سپړنو په چارو کې ونډه درلوده .پخوا تر دې چې سپړنې پيل شي د يو شمېر څېړونکو په مرسته لومړني اړين کارونه سرته رسېدلي وه، چې دهغو هڅو پر بنسټ په بورګر کې د سپړنو اړتيا څرګنده ، پلان ترتيب او دعملي کولو کار يې پيل شو .( په لومړني څېړنو کې د سيمي شفاهي معلومات ،جغرافيايي او تاريخي معلومات او مادي معلومات شامل وه، چې د يوه خپاره شوي راپور په توګه اړونده څانګو ته د خبرتيا له پاره لېږل شوي وو .

بورګر د هاليند هېواد يوه لرغونې سيمه ده چې د اداري پلوه د درينتي په ايالت پورې اړه لري .په دې سيمه کې له ډېرې زمانې راپه دېخوا بېلا بېلو هالندي لرغونپوهانو د بېلا بېلو لرغونو دورو د آثارو د بيا تر لاسه کولو په موخه سپړنې او څېړنې کړيدي ، خو د دې سيمې ارزښت په زياته کچه په دې کې نغښتی دی چې له دې سيمې څخه د هالند هېواد د لرغونې زمانې يوه روښانه دوره چې د نيوليتيک Neolithicum په نوم ياديږي تړلې ده . د بورګر څخه د ميګاليت په نوم دورې زيات آثار پيدا شويدي ، دا آثار چې د لويو او درنو ډبرو څخه جوړ شوي پخواني قبرونه دي او د هغې زمانې د عظمت او دبدبې ښکارندويي کوي شته .هالندي لرغونپوهان دې آثارو ته د هونوبيدHunebedden دورې نوم ورکړی دی .د هالند هېواد تر ټولو لوی ډبرين لرغونی قبر په همدې بورګر کې شته ( لومړي عکس ته پام وکړۍ .

دلرغونپوهانو يوه ستره ستونزه دا ده چې په لرغونې سيمه کې د انسانانو د اوسېدو ځای يا د انسانانو ټاټوبی څرګند او په پوره ډاډ د هغه ټاټوبي د ثبوت اسناد وړاندې کړي .د همدې ستونزې د حل لپاره د بېلا بېلو لرغونپوهانو د پرله پسې زيار په نتيجه کې په لاس راغلې تجربې او دهغو سره يوځای اړينې نظريې منځته راغلې او کارول شوي دي .په دې برخه کې غواړم په ډېره لنډه توګه د هغو معيارونو يادونه وکړم چې زيات شمېر لرغونپوهان يې د خپلو څېړنو په جريان کې د لرغونو انسانانو د ټاټوبي د روښانتيا لپاره کاروي او يا ورڅخه ګټه اخلي .

که د لرغونو انسانانو د پېژندلو په اړه د هر اړخيزې څېړنې تېر شو او يوازې د لرغونو انسانانو د اوسېدو ځای يا ټاټوبي ته پام وګرځو ، بيا هم يوه پراخه موضوع ده چې د زيات بحث اړتيا يې ښکاره ده .، خو د دې لپاره چې بحث د يوې لنډې مقالې له حدودو نه زيات نشي په زيات لنډون سره د هغو معيارونو يادونه کوم چې لرغونپوهان يې د لرغونو ټاټوبو له پاره کاروي :

_ د زيات شمېر لرغونپوهانو په دې ټکي موافقه شته چې د ډبرې پخوانۍ دورې يا ( Paleolithicum ) انسانانو د ځمکې پر مخ هغه سيمې کارولي دي چې لوړې او جګې خو سيندونو ته نږدې وې ،دا ډول سيمې له يوې خوا د هغوي لپاره مصْونې او له بلې خوا د خوړو او اوبو لپاره يې هم امکانات او وړتيا درلودل

_ د ډبرې منځنۍ دوره يا ( Mesolithicum ) چې په طبيعي چاپيريال کې د سړې هوا سره برابره وه ،ځکه نو په آزاده هوا کې د ژوند دوام ستونزمن شوی او انسان يې پټو او ګرمو ټاټوبو ته اړ کړی دی .په دې برخه کې هم د لرغونپوهانو موافقه شته چې په همدې دوره کې د غرونو منځنۍ طبعي جوړ شوي ټاټوبي يا مغارې کارول شوي دي.

_ د ډبرې نوې دوره يا ( Neolithicum ) کې د انسانانو د ټاټوبي په هکله د لرغونپوهانو ترمنځ توافق لا ندی رامنځته شوی .ديو شمېر لرغونپوهانو له نظره د ډبرې نوې دوره د پخواني انسانانو په ژوند کې د لوي اوښتون يا انقلاب دوره ده چې د دې اوښتون سره يوځای د ټاټوبو يا د اوسېدو د ځای بڼه او ډول هم اوښتی دی .خو يوشمېر نور بيا د محيطي وړتيا او چاپېريال پر امکاناتو ډډه لګوي او دا اوښتون د ځمکې پرمخ د ټولو انساني ډلو په منځ کې د منلو وړ نه ګڼي .په هر صورت هغه خبره چې روښانه ده هغه دا ده چې د ډبرې نوې دوره کې يو شمېر انسانانو د ځمکې هموارې سيمې او په تېره بيا هغه سيمې چې د کرهڼې او مالدارۍ لپاره يې پوره امکانات او وړتياوي درلودې ، کارولي دي .
- د ډبرې او مس دوره يا ( Chalcolithicum) لپاره يوه ستره ځانګړنه دا ده چې د دې دورې انسانانو په لويو کورونو کې د يوې پلارګنۍ کسان چې شمېر به يې زيات وو اوسېدل .د همدې ځانګړنې پر بنسټ د کالکوليتيک دوره چې د اينوليتيک په نوم هم ياده شوې ، پېژندل کيږي .په دې توګه لرغونپوهان د دې پېر او تر دې پېر وروسته نور پېرونه ( دورې ) لکه د برونزو او يا د اوسپنې دورو کې د هماغه وخت د انساني ټاټوبو د پېژندلو په اړه د زياتو ستونزو سره نه مخامخ کيږي .، د دی بنسټيزه وجه دا ده چې په نوموړو دورو کې د اوسېدو ځايونه يا ټاټوبي په زياته کچه په اوارو سيمو کې وو.د اوارو سيمو د ټاټوبو پېژندنه د دې سره سره چې ستونزمن کار دی خو دپېژندلو او په هغه د پوهېدلو لارې چارې د لرغونپوهانو لخوا په بېلا بېلو ميتودونو او روشونو شونې او ممکنه چاره بلل کيږي .د دې چارو او روشونو له ډلې څخه يو ميتود يا روش چې د لرغونپوهانو له لورې په زياته کچه د لرغونو سيمو يا په بله مانا د لرغونو ټاټوبو د ټاکنې لپاره کارول شوی او ګټور هم ګڼل شوی دی هغه د تيپولوژۍ ميتود دی .په دې برخه کې غواړم د تيپولوژۍ ميتود کارونه په هغو علمي سپړنو کې ياده کړم چې د پروفيسور کوی ( Kooei )او مېرمن مېرانداده ويت ( Miranda da Wit ) ) تر لارښوونې لاندې د هالند هېواد د درنتي ايالت د بورګر په سيمه کې ترسره شول او په دې اړه د نوموړو کسانو دعملي کړو وړو بهير وليکم .


ميراندا، باوري ، لوتسي او خيرتي د بورګر په سپړنو کي ليدل کيږي



پخوا تردې چي اصلي موضوع ته راشم غواړم د هغه بروشور ژباړه رانقل کړم چې د نوموړو پوهانو په وسيله ليکل شوی او د A , R C له خوا خپور شوی دۍ. .<< د بورګر د دال کمپين په يوې پخوانۍ کارول شوې ځمکه کې چې د برونزو پېر وروستۍ او د وسپنې پېر لومړۍ او منځنۍ زمانه په بر کې نيسي >> په دې څېړنه کې د دال کمپين څخه يو دايې ځای راڅرګند شو چې اصلاْ د بيا جوړېدو محرک وګرځېد .دا ځای د N34په څلورلارې کې د لارو او ترانزيت وزارت ته څېرمه پروت دی .دا عملي کار د آګست او سپتامبر په مياشتو کې تر سره شو .د هغه ګډ تړون له مخې چې د ګروننګين د لرغونپوهنې انستيتيوت G. I .A ( پورمالخ Voormalig B I A ) او ( A . R C ) ترمنځ منل شوی و د ٢٠٠١ ز کال څخه تر اوسه ( ٢٠٠٣د مې مياشت ) لومړنۍ څېړنې ترسره شوي دي . په ١٩٩٤ ،١٩٩٥ او ١٩٩٧ کلونو کې په زياته کچه د ختيځ دال کمپين سيمه د BAI ادارې په نوم وسپړل شوه چې په کې د برونزو منځنۍ او وروستۍ دورې ارزښتمن آثار او دکارول شوې ځمکې بېلګې ( سپورونه ) او دبرونزو زمانې پېر څرګند شو .د بورګې ساحه په دوو برخو وېشل شوې چې د لومړۍ او دوهمې ساحې په نومونو يادې شوې .په هغه وروستۍ څېړنه کې چې ،لس مځکنۍ ساحې ( سپور ) په توګه ، په ګوته شول چې هر يوه د يوه کلي څرګندونه کوله .په هغو سيمو کې د بېلابېلو ستنو ( د لرګيو کوچنی ستون ) پاتې شونې ، د غنمو او هرزه اوښو زېرمې او د کثافاتو ځوړي ،غورځول شوي کثافات په يوه منظم سيستم سره په دو کونجونو کې د همدې بېلګو ( سپورونو ) مخ ته سره اچول شوي وه .جوړو شويو دېوالونو د nno ? zzw لوري ته تمايل درلود . چې د ٢٥٠ مترو په واټن يې يو له بله سره فاصله درلوده .د هغوي د کورونو دېوالونه د يوې مرحلې په اوسېدونکو پورې چې د خپلوۍ اړيکې ولري نه څرګندوي ،هغه چې د ( درنتی Dretese او ( خيس Gees د دېوالونو د بېلګې سره پرتله کېدای شي چې په ١٩٥٦ ميلادي کال وسپړل شوه چې واټن يې له دې سيمې څخه ٢٥٠ متره ليرې ښودل شوی دی .يوه بله پوره مفهوم لرونکې پديده د مځکې پر مخ د باريک ولۍ کلک قشر Leemput څرګندېدل دي ، چې د دې ساخې د کارول کېدو مانا لري .د پروفيل Profiel يا نيمه څېرې ورته والی په بېلا بېلو دورو کې د سور رنګه کلک قشر Leem کشف چې د مځکې د عادي قشر څخه تر درې متره لاندې تر لاسه شويدي ، چې ټوټه شوې برخې يې د کثافاتو په ټولګه کې د وسپنې د پخواني پېر څرګندونه کوي دا کلک قشر ښايي د خاورينو لوښو او يا د ودانيو د دېوالونو د جوړېدو پر وخت تراشل شوې پاتې شونې وي .دا لومړی ځل دی چې د هالند په شمال کې له تاريخ نه وړاندې دورې پورې اړوند د Leem مځکې قشر پيدا شويدی .دتر ټوا پخواني کلي تاريخ د برونز د دورې وروستيو زمانو ته رسيږي چې د ELP له ډوله بلل شوي او ( ١٢٠٠- ٨٠٠ پخوا تر مېلاد کلونو سره سمون خوري ) دغه ودانۍ په روښانه توګه د اوسېدو ځای او ورسره يو ځای د تبېلې STALGEDEELTE د شته والي څرګندونه کوي .او کلی د شمال لوري څخه د سهيل ( جنوب ) په لورې غزېدلی پروت دی .د مځکنۍ تحليل پر بنسټ دا کلی پر درو برخو وېشلی شو : د اوسېدو برخه ، د غوجلې ( تبېله ) برخه او د دې دوو تر منځ واټن .د اوسېدو ځای پراخه او سوره ور دی و خو د غوجلې برخه لنډه برېښي او د دوي ترمنځ فاصله د ٢٢ مترو څخه تر ٢٨ مترو پورې رسيږي .پخوانی کلی چې د پېر له مخې يې بنسټ د وسپنې په دوره کې ايښودل شوي او د Hijken له ډوله څخه شمېرل کيږي تاريخ يې ( ٢٥٠ ? ٤٠٠ ) کاله دمخه تر مېلاد کلونو ته رسيږي .د کلي دا ډول يا ټيپ دا څرګندوي چې د هايکن ډول ته يې لوړتيا موندلې ده .( د ٤٠٠ ? ٨٠٠ کاله پخوا تر ميلاد ډول يا ټيپ ) د دې برخې مځکې ارت والی د٤ ،٥ متره پورې ده . په دې ترتيب کارول شوې څلوېښت ګونې د لرګيو ستنې چې تر لاسه شوي دي اکثراْ د څلورګونو ستنو يا پايو په څېر او يو يو يې د شپږو ستنو په ترتيب دی .په ټوليزه توګه د دغې کارول شوې سيمې ودانيو جوړښت د وسپنې دورې په بېلا بېلو مرحلو پورې اړه لري او ان د برونزو تر منځنيو او وروستيو دورو پورې رسيږي . د ودانيو دپاتې شونو څخه څرګنديږي چې دا کلي په پرله پسې توګه آباد شوي او بيا رغول شوي دي .د وسپنې پېر کې کرهنيز اقتصاد ځای پر ځای شوی وو .د کليو ټوليزه پراختيا لږه وه خو په هغو کې زياتې برخې د غوجلونو لپاره کارول شويدي .خو د کليو تر منځ دومره فاصله موجوده وه چې هغوی په آسانتيا سره د خپلو کرهنيزو مځکو څارنه وکړای شي .د دې پخوانيو کلو بيا جوړونه نه ده شوې خو په پرله پسې توګه د هغو ځای نوی آباد شويدی )) د تيپولوژۍ ميتود کارول د بورګر په سپړنو کې نه يوازې د ټاټوبو د تثبيت او ټاکلو په برخه کې ګټور واقع شو بلکې د کارول شويو کورونو د نوعيت او ډول د ثبوت سره يې هم پوره مرسته وکړه .ښاغلی کوی او مېرمن ميراندا د خپلو تجربو څخه په مرسته د تيپولوژۍ ميتود څخه په دوو برخو کې ګټه واخستله . لومړی يې د ټاټوبو په ټاکلو کې دا ميتود وکاروو .هغه وخت چې د کرن په وسيله د مځکې يو متر پورتنۍ برخه لرې کړل شوه بيا يې د پاکې شوې مځکې سپورونه يو په بل پسې بېله ځنډه روښانه او برجسته کړل .او څرګندو بېلګو ( سپورونو ) ته يې د پوره پام کولو وروسته د بېلګو ( سپورونو ) ټيپ ته پاملرنه وګرځوله او د هرې بېلګې ټيپ يې يو له بل سره پرتله کړ او بيا يې د هغو بېلګو چې يو او بل ته يې ورته والی څرګند وو هغه يې د يو ډول علامو په نصب او ايښودلو سره تفکيک او بېل کړل ( دبورګر په لومړۍ برخه کې ټول سپورونه په دريو ټيپونو کې شامل کتګوري شول ، لومړۍ کتګوري سپورونو ته د رنګ شويو کوچنيو لرګيو ژړ رنګ وټاکل شو ،دوخمه کتګوري ته شين او دريمې کتګورۍ ته سور رنګ وټاکل شو .) ټول په نښه شوي سپورونه يې د ټاکل شوي رنګ په لرګيو برجسته کړل او بيايې د کارتوګرافۍ مقياس پرته ، دساحې ټول حالت کټ مټ پرته له بدلون څخه د کاغذ مځ ته رانقل کړ او دهر يوه رنګ سپورونه يې په پوره دقت يو له بل سره ونښلول .په دې ترتيب د کاغذ پر مخ د سپورونو نښلول يا اتصال په څرګنده توګه د کورونو هغه نقشې په لاس راکړې چې د پخوانيو انسانانو لخوا جوړې شوې او کارول شوې وې .په دې ډول د تيپولوژۍ ميتود کارونه د لرغونو کورونو په تثبيت کې بريالۍ پايله درلوده .



ميراندا ، کوې ، لوتسي ، خيرتي او فريک د بورګر په سپړنو کي

د لرغونو کورونو د تثبيت برسېره د تيپولوژۍ ميتود د هماغه کورونو د نوعيت لپاره هم وکارول شو ، په دې مانا چې د تثبيت شويو کورونو د ډول او د هغوی تر منځ د تفکيک او بېلوالي نښو ته په پام سره څلورستنې ( ستون ) والا کورونه د شپږو ستنو ( ستون ) والا کورونو څخه بېل او وپېژندل شوه .لکه چې په ژباړل شوي متن کې ورته ګوته نيول شوې په نوموړو کليو کې د ساختمان او جوړښت له مخې دوه ډوله کورونه د پخوانيو اوسېدونکو له خوا جوړ او کارول شوي وو. ښاغلی کوی او مېرمن ميراندا د تيپولوژۍ ميتود څخه د ساحې د نسبي تاريخ ټاکنې لپاره هم کار واخيست ،بيله شکه دا ميتود د لرغونپوهنې لپاره د نسبي تاريخ ټاکنې بريالی ميتود ګڼل شويدی ،او لرغونپوهان يې د همدې موخې لپاره کاروي .

ماْخذونه :

١ ? باوري ، رسول .لرغونپوهنه (پيښور ، کلتوري ودې ټولنه ) ١٣٨٠
٢- باوري ، رسول ، اصول و تحقيقات باستانشناسي .( نابل پوهنتون ) ١٣٦٥
٣- ځدراڼ ، الفشاه . مبادي باستانشناسي ( کابل پوهنتون ) ١٣٥٩.
- Prisma van de Archaeology 2000 begrippen vanAtotZ?1996

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006