دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د تاريخ او مورخ په اړه لنډي څرګندوني

د تاريخ او مورخ په اړه لنډي څرګندوني

 د پيل خبري : د ديرشو کالو را په ديخوا په ځانګړې توګه د دې لسو وروستيو کالونو راهيسي ، زموږ د هيواد يوشمير ښاغلو پو هانو ، مورخينو ، استادانو او ليکوالانو زموږ د هيواد دتاريخ او ټولني په اړه زيات شميرعلمي کتابونه ، رسالې او اسناد وليکل او خپاره يې کړل چي له نيکه مرغه زموږ د هيواد په پيژندنه او زموږ د هيواد د والو د اذهانو په روښانتيا کي ستر ه ونډه لري . د دي علمي اثارو په لړ کي يو شمير د تاريخ کتابونه او تاريخي څيړني هم ليکل سوي او خپرې سويدي ، چي بيله شکه زموږ د هيواد داوسني او راتلونکي نسلونو لپاره لار ښودي اثار او ډاډمن اخځونه دي .

د ډيرو ارزښتمنو تاريخي کتابونو او ليکنو تر څنګ يو څو د ګوتو په شمار ليکني هم خپري سوي چي د تاريخ او يا تاريخي ليکنو په نوم يې يادول ګران او يا ناشونۍ بريښي . ځکه مي د دي څرګندونو د خپريدو نيت وکړ ، چي د تاريخ د علم ځوان مينه وال اوګران لوستونکي به د علمي تاريخ او ساده ليکونو تر منځ د بيل والې اسانتيا تر لاسه کړي .

د تاريخ او مورخ په اړه لنډي څرګندوني

تاريخ د يوه علمي دسپلين په توګه د موازينو او قوانينو ځانکړۍ ټولګه ده . دا پوهه د نورو علوموپه څير، د عامو علمي قوانينو او د خپلو ځانګړو عملي اصولو پر بنسټ خپلو موخو ته د رسيدو لاره وهي ، خو دا لاره تاريخ د يوه علم په توګه نه طې کوي ، بلکي دا مورخ دۍ چي د عامو علمي قوانينو او د تاريخ د عملي اصولو په مټ تاريخ ته ژوند ورکوي اود تيرو پيښو د شنني او ويني جوګه کوي يې .په دي ليکنه کي هڅه کيږي چي لومړې د تاريخ او بيا د مورخ په اړه په لنډه توګه د ځينو اړينو مطالبو يادونه وشي .

تاريخ :تاريخ هم د نورو علومو په څير د خپل پيدايښت راوروسته اوږد زماني واټن طې کړيدۍ ، کله د خپلواک مضمون په توګه ورڅخه ګټه اخستل شوي او کله هم د نورو علومو سره تړلې کارول سويدۍ . ديو شمير پوهانو له نظره تاريخ هغه وخت دټولنيزو پوهنو بنسټيزه برخه شوه چي په پخوانۍ ټولنه کي د ليک او لوست دود مينځ ته راغۍ . ترټولو پخوانۍ ليکني د مصر ( هيروغليف ليکني ) او بين النهرين ( ميخي ليکنې ) په مدنيتونو پوري اړه لري ، چي لومړې يې څه نا څه 5500 کاله او دوهم يې 4500 کاله پخوا زمانې په برکي نيسي . خو د تاريخ فلسفې يو شمير پوهان په دي باور دي چي تاريخ پخواتر هغه چي د ليکلو او لوستلو دود منځ ته راشي د يوه منلي مضمون پړاونه تير کړيدي . او ان له هغه وخته چي د انسان او انساني ټولنوپه منځ کي د راتلونکي زمانې په اړه باور پيداشوۍ ور سره سم د تاريخ لومړنۍ زڼۍ هم زرغون شويدۍ . د دې ډلي پوهانو له نظره تاريخ د انساني ټولنو د لومړني کلتورنو سره يو ځای د ودي پړاونه تر شا پرايښيدي .

تر مدنيت وړاندي کلتوري پړاونو کي انسان او انساني ټولنو خپلي ټولي کارنامې او ارزښتمن کړه وړه په بيلا بيلو ډولونو د تاريخ د پاڼو په څير ثبت او راتلونکو نسلونو ته په ميراث پره ايښي دي . د هغو هسپانوي اتلانو ټول کړه وړه بيله کومي ستونزي څرګنديږي چي د التميرا په سموچه کي يې دخپل وخت انځورونه شته . داډول مدارک د نړۍ په بيلا بيلو هغو برخو کي چي انسان او انساني ټولنو ژوند کړيدۍ ، شته او تر لاسه کيدلای شي .

د تاريخ فلسفې يو شمير پوهان لا تر يادي شوي زمانې وړاندي ګام اخلي او د تاريخ پيدايښت د لومړنيو انساني ډلو د پيدايښت سره تړلي ګڼي ، ټول هغه وسايل او الات چي د لرغونو انساني ډلو له خوا کارول شوي ، د نوموړو پوهانو له نظره تاريخي مدارک او اسناد دي چي د هغو انسانانو د ژوند او چاپيريال په اړه هر اړخيز معلومات ځني تر لاسه کيدلای شي . داشمير پوهان د تاريخ او لرغونپوهني تر منځ د موخو او هيلو بيل والي ته قايل نه دي ، د هغوي له نظره د تاريخ او لرغونپوهني موخي او اهداف يو دي ، يوازي د هدف د ترلاسه کولو لپاره د هغوۍ څيړنيز ميتودونه او د پلټني اصول يو له بله بيل دي ، ځکه نو داشمير پوهان لرغونپوهنه د تاريخ لومړۍ برخه ګڼي . هغوۍ په دي باور دي چي په تيره زمانه کي د انسان او انساني ټولنو د حالاتو جاج اخستل او د هغو ټولنو د پيښو په اړه د : کله ؛ څنګه او چيري پوهيدل د تاريخ او لرغونپوهني بنسټيزه موخه ده ؛ او دې موخي ته درسيدلو په نيت لرغونپوهنه خپلي هڅي او څيړني د انسان او انساني ټولنو د پيدايښت څخه را پيله وي او خپلي څيړني تر هغه وخته وړاندي بيايې چي ليک او کتابت د تر څيړني لاندي ټولني په باب ، هر اړخيزه څرګنده وني وړاندي کړاې شي . وروسته له هغه چي ليک او کتابت د هر اړ خيزي څيړنو او پلټنو ټولو پوښتنو ته دډاډمن ځواب جوګه سو ، بيا نو د تاريخ څيړني او پلټني پيل کيږي . همدا ويش د دې لا ميل ګرځيدلۍ چي د ټولنيزو علومو دپوهانو تر منځ د(( تاريخ وړاندي زمانې )) او (( تاريخي زمانې )) سر ليکونه عام شي . په دې ترتيب د تاريخ وړاندي زمانې د لرغونپوهني په وسيله څيړل کيږي او تاريخي زماني د تاريخ دسپلين په مرسته تر څيړني لاندي نيول کيږي.

اوس چي مو څه ناڅه د تاريخ د پيل حد را په ګوته کړ ، کيداې شي چي را وروسته پړاونه يې په يوه ځغلند نظر له مخي تير کړو . د لرغوني يونان فيلسوفانو،په پيل کي تاريخ د يوه مقدس خپلواک مضمون په توګه پيژندۍ ؛ اوبيايې د فلسفي يوه برخه وګڼل او د يوناني فلسفي پير په ورستيو کالونوکي يې د يوه مستقل دسپلين په توګه په ښونځيو کي د تدريس زمينه پيدا کړل . د دي پير نامتو مورخين هيرودوتس ( پنځمه ق م پيړۍ ) ، هيکتايوس ( څلورمه ق.م پيړۍ ) ، بطليموس ( دريمه ق.م پيړۍ ) او نور يادولاي شو . د روم امپراتورۍ په پير کي تاريخ د يوناني پير په څيرد يوه خپلواک مضمون بڼه وساتل ، خو هغه وخت د تاريخ موقف ديوه علم له مقام نه د قيصو او رواياتو درجي ته راټيټ شو چي پر اروپا د منځنۍ پيړيو تورتم وغوړيدۍ .

هغه وخت چي تاريخ په اروپايې سيمو کي د نزول پړاونه تر شا وهل په اسيايې سيمو په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ کي ريخ ته يو ځل بيا پاملرنه زياته شول . د دې سره سره چي په اسلامي نړۍ کي د تاريخ د پيل ريښه دوهم خليفه حضرت عمر فاروق ( رض ) ته رسيږي چي د نوموړي په غوښتنه ټول ورځني عايدات او د لاندي شويو سيمواړين احوالات د ورځي ، مياشتي او کال په لرلو ثبت او وليکل شوه، خو تاريخ هغه وخت د يوه باوري او معتبر مضمون بڼه خپل کړه چي لومړې د قران عظيم ا لشان مفسيرينو د قيصص برخوته پام وکړ . او له هغه وروسته د اسلامي نړۍ فيلسوفانو او پوهانو ( په ځانکړې توګه د اخوان الصفا غړو ) د نورو علومو تر څنګ تاريخ ته هم پام وکړ ، تاريخ يې لومړې ديوه فلسفي بحث په ډول او بيايې د يوه خپلواک مضمون په توګه د مدرسو په ښونيز پلان کي ومنۍ . د اسلامي پيرپه بيلا بيلو سيمو د نامتو مورخينو له ټولګي څخه د بيلګي په توګه ابن خلدون ( نوموړی په تونس کي وزيږيدۍ او 1408 ميلادي کال په قاهره کي وفات سو ) محمد ابن احمد دينوري ( په بغداد کي ميشت وو ، نهمه ميلادي پيړۍ ) ابو الريحان البيروني ( د غزنوي دوری ستر عالم چي په 973 ميلادي کال په خوارزم کي وزيږيد ) او په لسګونو نور يادولاي شو .

هغه وخت چي د اسلامي نړۍ لويه امپراتوري په بيلا بيلو او وړو خپلواکو هيوادونو و ويشل شوه ، د هغو هيوادو خپلواکو ادارو هڅه وکړه چي د خپل حاکميت اړوند حالات او پيښي د خپلو ادارو د منشيانو اودرباري ليکوالانو او يو شمير مورخينو په وسيله ثبت او وليکي . د هم دي لاميل په وجه د تاريخ په ليکلو کي د ليکوالانو په اثارو او ليکونو کي د سيمه ايزي برتري او قومي لوړ توب نښي څرګندي دي . هر امير او سلطان د خپلو کړو وړو او بر ياليتوبونو د ثبت هيله درلودل . ځکه نو په اسلامي هيوادونو کي د د تاريخ ليکلو نوې بهير منځ ته راغۍ، چي له نيکه مرغه زموږ په هيواد کي هم زيات او ستر مورخين راپيداشول ، چي له برکته يې زموږ د هيواد دتاريخ بيلا بيلي تاريکي او ناڅرګنده برخي روښانه شوي او د پوهيدو وړ ګرځيدلي ، چي د هغو يادونه او څيړنه د دې ليکني د موخي څخه ليري ده ځکه يې د تفصيل څخه تيريږو او خپلي اصلي مطلب ته را ګرځو او هغه پوښتنه بيا را يادوو چي : تاريخ څه شي وۍ ؟

د تاريخ پيژندلو په نيت بيلا بيلو پوهانو بيلا بيل تعريفونه وړاندي کړي ، چي په دې برخه کي د څو بيلګو يادونه کوو: يو شمير پوهان په دي باور دي چي تاريخ د تيري زمانې د پيښو پر له پسې بيان دۍ ؛ ځني مورخين تاريخ د ټولنو دتکاملي سېر د ښودلو علم ګڼي ؛ او يو شمير نورو پوهانو بيا تاريخ د بشريت لپاره د عبرتي مضمون په توکه منلۍ دۍ ؛ او په دي ترتيب نور تعريفونه د پوهانو لخوا وړاندي شوي ، چي هريو تعريف د ځان سره ځانګړي دليلونه او د خپل موقف په دفاع کي د ويلو لپاره منطق لري ، خو اوس تاريخ ته د داسي علم په سترکه کتل کيږي چي : تاريخ هغه علم دۍ چي د خپلواصولو په کارولو او ميتودونو په عملي کولو دپخوانيو پيښو واقعي بهير څرګنده وي ؛ اوس داپوښتنه را پيداکيږي چي د تاريخ اصول کوم ؟ اود ميتودونو چاري يې څنګه پلي کيږي ؟

داپورتنۍدوې پوښتني په حقيقت کي د تاريخ علم فلسفي بنسټ جوړوي ، چي يوې برخي ته يې د پوهانو له لوري د فلسفي مفاهيمو په رڼاکي جواب ورکړل شويدۍ ، او دوهمي پوښتني ته د مورخينودپر له پسې عملي تجربولاس ته راوړني د جواب ورکولو جوګه دي . اوس به لومړې په لنډه توګه د تاريخ د ځينو اصولو يادونه وکړو او بيا به د هغو ميتودونو لنډه څيړنه و کړو چي مورخين يې د خپلو موخو د تر لاسه کولو په نيت کاروي .

د تاريخ اصول :د تاريخ د ټولو اصولو يادونه او بياد هغو په اړه څه ناڅه ويل په دې لنډه ليکنه کي شونۍ کار نه دۍ ،ځکه بايد د بيلګو په يادولو بسنه وکړو ، اود هغو اصولو يادوني ته به لومړي توب ور کړو چي عام دي او د کارولو ساحه سی پراخه ده . لکه : ټولنيز يون وړاندي تلونکۍ دۍ ؛ ټولنيز بدلونونه په اوښتون تماميږي ؛دهر زاړه ټولنيز ژوندپه دننه کي د نوي ټولنيز ژوند څرک شته ؛ دا او په دې ډ ول نور دتاريخ اصول هغه اړيني پوهيدني دي چي د تاريخ علم ته د پايښت توان ورکوي .

انسان د خپل پيدايښت د لومړيو وختونو راپه ديخوا د ځان او خپل نوغي ( نسل )د پايښت لپاره د طبيعت او په چاپير يال کي د ورپيښو ستونزو سره په ډغرو بوخت پاته سويدۍ . دژوندي موجود په توګه يې د هري ناوړي پيښي د مخنوي هڅه کړې و هري خوښۍ ته يې هرکلې ويلۍ دۍ . د خپل توان او تدبير په کارولو يې د ځان اود خپل نسل د پايښت زمينه برابره کړيده .د کار ډ ير ساده ډبرين وسايل يې جوړکړل او هغو ته يې د ميسي ، برونزي او اوسپنيزو وسايلو تر کچه پرله پسې وده ورکړل ؛ په سمڅو او ډبرينو کورونو کي يې ژوند پيل کړ او بيا يې خټين ، د اومو خښتو ، پخو خښتو او لا وړاندي پر مختللي د اوسيدو ځايونه اباد او کړل؛ د لنډغرۍ څخه کورني ژوند ته راغۍ، او بيا قبيلې او قوم ته واوښت او د ملت تر پولي يې وده وکړه ؛ په بدني حرکاتو يې پوهاوۍ پيل کړ د ږغ تر موزون کيدو او بيا په ژبه ګړيدو اود ليک او لوست په پوهيدو بريالې شو ؛ دا او د انسان د ژوند داسي نوري برخي د ساده حال څخه پيچلي او پر مختللي لورته وړاندي روان وي اودي . د همدي واقعيتونو په نظرکي نيولو سره دا مطلب چي وايې : ټولنيز يون وړاندي تلونکۍ دۍ ؛ د تاريخ د يوه اصل په توګه منل شوۍ دۍ . خود دې ټکي يادول هم اړين بريښي چي دا دزمان جوهر دۍ چي مخ په وړاندي ځي او ټولنه هم د زمان په بستر کي ورسره ګام پر ګام مخ ته ځي ، کيدای سي چي په ټولنه کي داسي پيښي هم را مخته سي چي د څيرې او بڼي نه تر خپلي مخکنۍ پر مخ تللې نه وي او يا ورسته څرګنده سي ،خو دا نوي پيښه د زماني بستر پر بل پالنګ ( ګړۍ ،ورځ ، مياشت ، کال او پيړۍ ) پرته ده ، ځکه نوې او پر مخ تللې ورته وايې.

دتاريخ يو بل اصل دادۍ چي : ټولنيز بدلونونه په اوښتون تماميږي؛ د تاريخ دا اصل دنورو په څير د ټولو علومو سره شريک دۍ.په طبيعي او ټولنيزو علومو کي د دې اصل کارونه او پلي کول معمول دي . په ټولنه کي اوښتون د هغو ورو او وړو بدلونونو پايله ده چي پخوا پيښ شويدي . د هر اوښتون لپاره د وړ او مناسبو شرايطو شته والۍ اړينه خبره ده . دا مناسب شرايط د وړو بدلونو نو په نتيجه کي منځ ته راځي . د بيلګي په توګه که د يوې ستري امپراتورۍ اضمحلال په پام کي ونيسو ، بيا به د وړو بدلونونو هغه رول چي ستر اوښتون ته زمينه برابروي ، روښانه شي . تموچين يا چنګيز د څه ناڅه شپږو کالونو په جريان کي لويه امپراتوري جوړه او ځای ناستو يې پراخي سيمي تر خپل نفوذ لاندي کړې 1203 ميلادي کال څخه تر 1316 ميلادي کال پوري )د دې امپراتورۍ د اوج په وخت ( 1241 ميلادي کال ) سياسي سرحدي کرښي د اوسنۍ منګوليا اود چين ختيځ څخه پيل بيا ټوله منځنۍ اسيا ، منځنې ختيځ او سنۍ ټوله روسيه او د منځنۍ اروپا تر هيوادونو لهستان او المان پوري يې سرحدي کرښي رسيدلې ، خو دي امپراتورۍ د خپل پراختيا په تناسب زيات پايښت نه درلود . بيلا بيل لاميلونه د دي امپراتورۍ د له منځتللو سبب و ګرځيدل . د نيواکګري جګړو په وخت زور زياتې ( د تموچين عام وژني ) ؛ د تموچين په کورنۍ کي نفاق او فردي لوړتيا غوښتني ( تکودارمخالفت د امير ارغون سره 1282 - 1283 ) ؛ دمالي او اداري فسادونو بيلابيل ډولونه ( مغولي واکمن کيخاتون 1290 ميلادي کال )؛ اوداسي نور يادولاي شو ، خو دا لاميلونه ټول په يو ځل نه دي را منځته شوي بلکي ورو ورو يو په بل پسې يې د دامپراتورۍ بنسټ ړنګ کړ .

د مورخينو لپاره يو اصل داهم دۍ چي د هر زاړه ټولنيز ژوند په دننه کي د نوي ټولنيز ژوند څرک شته ؛ مورخين دې اصل ته ځکه ډيره پاملرنه کوي چي د څيړني او پلټني پر مهال د پيښو واقعي ريښو ته ځان ورسوي . د هري ټولنيزي پيښي ريښه په هم هاغه ټولنه کي لټوي ، د دي سره سره چي د پيښو کورني او بهرني اړ پيچونه ( تضادونه ) هم د لاميلونو په توګه په نظر کي نيسي ، خو دا مطلب بيله دليله څرګند دۍ چي په ټولنه کي د هري ټولنيزي پيښي د پيښيدو ځاي هم هاغه ټولنه ده . د همدې اصل پر بنسټ مورخين په ټولنه کي د پيښي جرړي د هغه فورمول له مخي چي تز جمع انتي تز مساوي په سنتيز کيږي ، را سپړي اود خپلو ميتوديکو لارښوونو په مرسته د پيښي هر اړخيزه څرګنده ونه په لاس راوړي . که چيري مورخ د فرانسي په ټولنه کي د ناپيلون د پيدايښت او واکمنۍ ته د رسيدو (( 1789 ميلادي کال )) پيښي څيړي ، د ا اړينه ده چي تر هرڅه وړاندي د فرانسي پيښو ته پام وکړي نه داچي په افغانستان کي د تيمور شاه د واکمنۍ وروستي کالونو (( مړينه 1793 ميلادي کال )) ته پاملرنه وکړي . په داسي حال کي چي د بهرني نړۍ سره د فرانسې اړيکي هم بايد له نظره پاته نه شي ، چي په خپل وارهغه هم و پيښو ته د لوري ورکولواو ټاکلو کي پوره ونډه لري .

تر هغه ځايه چي د دې لنډي ليکني وړتيا ده ، د تاريخ پر اصولو څه ناڅه څرګندوني وسوې ، اوس به د تاريخ پر ميتودونو څه ناڅه رڼا واچوو . په دې برخه کي به دا پوښتني جواب کړو چي : د تاريخ ميتودونه څه دي ؟ او ورسره دا هم چي مورخ داميتودونه څنګه کاروي ؟ دي پوښتنو ته جواب ويل په اصل کي د ليکني دوهمي موخي ته رسيدل هم دي ، چي د مورخ پيژندني ته ځانګړې سوې ده .

د تاريخ ميتودونه په حقيقت کي د مورخينو د تجربو تراکم هم ګڼلاې سو ؛ په هره پيمانه چي د تاريخ په اړه څيړني او پلټني تر سره سوي په هغه اندازه څيړنيزو ميتودونو وده کړي او په پخوا زمانه کي د لا پيچلو ټولنيزو پيښو د ارزوني او پلټني جوګه سويدي . پخوا تر دي چي د تاريخ ميتودونو ته راوګرځو د يوي بلي خبري سپيناوې اړين دۍ او هغه دا چي مورخين د تاريخي څيړنو پر مهال لومړې د څيړني ټولي هغه لاري چاري چي د نورو علومو په څيړنه کي کارول کيږي ،ورڅخه ګټه اخلي ، او بيا وروسته د تاريخي حقيقت د پيداکولو په نيت خپل ځانګړي ميتودونه په کار اچوي . ځکه نو په دي برخه کي يوازي د تاريخ دځانګړو ميتودونو د يوی بيلګي په اړه څرګندونو ته دوام ور کوو .

مورخ څيړونکي د تاريخي حقيقت څرګندولو لپاره د دريو ستونزمنو مسالو سره لاس او ګريوان وي . لومړې : د پيښي واقعيت ؛ دوهم : د ځاې يا محل څرګندونه ؛ او دريم :دوخت يا زمان ښوونه ؛ دا درې هغه فکتورونه دي چي د تاريخ ماهيت جوړه وي . د تاريخ يو ساده تعريف د پخوانيو پيښو بيان دۍ ؛ نه يوازي په ياد سوي تعريف کي د تاريخ لپاره د پيښي ؛ تيره زمانه او ځای مفاهيم ليدل کبږي بلکي د تاريخ په هر تعريف او د تاريخ د افادې په هر ډول بيان کي همدا دري فکتورونه شامل دي ، ښايې په اوږدو جملو او يا لنډو افادو سره د تاريخ پيژندنه وړاندي سي ، خو دا ياد سوي فکتورونه به هرومرو پکښې وي . اوس به وګورو چي مورخين څنګه د دې دريو فکتورونو د تر لاسه کولو جوګه کيږي ؟

لومړې د پيښي په اړه : د دي لپاره چي په يوه څرګندلوري مو لاره پرانستي وي اړينه ده چي يوه بيلګه په نظر کي ونيسو او بحث ته دوام ورکړو ، زه غوره ګڼم چي د دي بيلګي لپاره د افغانستان خپلواکي د يوي پيښي په توګه را وسپړم . زيات اوريدل سوي ، په زياتو کتابونو او ليکونو کي راغلي او ثبت سوي ، چي په 1919 ميلادي کال افغانستان خپله خپلواکي د انګليسانو څخه د يوې درنې جګړې وروسته تر لاسه کړل؛ د دې تاريخي حقيقت سپيناوې څنګه کيدلای سي ؟

مورخين د پيښي د ثبوت لپاره ترهرڅه وړاندي منابع او اخځونه راټولوي ،د پيښي څرک ترهغه وړاندي بيايې چي په يوه نه بلکي په زياتو اخځونو کي د دې پيښي پخلې وسي . د دي اخځونو تر څنګ د رواياتو اوګړنيزوکيسو څخه هم د پيښي د پخلي لپاره ګټه اخلي ،د مورخ هڅه داوي چي د پيښي وخت ته ترټولونږدې اثار ،اسناد او اخځونه ومومي او خپل ځان ډاډ من کړي . د بيلګي په توګه مورخ څيړونکي ته يوه خپره سوی وينا په لاس ورغلل چي د امان لله خان هغه وينا بلل سوې چي نوموړي د 1919 ميلادي کال د فبروري په 24 نيټه د کابل ښار د مراد خانۍ په ميدان کي خلکو ته اورولې ده ، چي په هغه کي يې هيواد والو ته د نورو ژمنو تر څنګ د هيواد پوره خپلواکي اعلان کړل .

مورخ څيړونکي هڅه کوي چي دا خبره باوري ګړي چي داخپره سوې ليکنه يوازي همدا يوه کاپي ده او که نوري هم سته ؛ د څيړنوڅخه جوتيږي چي دا وينا يوه نه بلکي په زياتو ورځپاڼو ،جريدو ، ليکونو او کتابونو کي سته . د دې خبري تر پخلي وروسته د لاسوند د لا ډاډمن کيد په نيت د څيړنيز ميتود ، بل پړاو پيل کوي چي په تاريخي څيړنو کي ورته د لاسوند بهرنۍ کره کتنه وايې .

د لاس وند بهرنۍ کره کتنه ( د سند خارجي نقد ) خپل ځانته د څيړني ميتود لري ، يو ځل بيا هغه اعلاميه بيلګه نيسو . مورخ څيړونکۍ هڅه کوي پوه سي چي دالاس وند اصل دۍ که د اصل څخه کاپي سوې پاڼه ؟ د دې لاسوند د خپرولو څخه د ليکوال او يا خپرندوی هيله څه وه ؟ په کوم ځاې او څه وخت دا مطلب خپور سويدۍ ؟ په لاس وند کي د ليکوال تمايلات څنګه دي ؟ او په دي ترتيب نوري پوښتني بايد له ځان سره مطرح او بيا يې منطقي جواب و مومي . که د مورخ څيړونکي ټولو پوښتنو منطقي جوابو نه ترلاسه کړل ، له هغه وروسته د څيړنيز ميتود بل پړاو پيل کيږي .

د ياد سوي لاسوند د لا ډاډمنتيا لپاره مورخ څيړونکۍ د خپل ميتود بل پړاو چي د لاسوند منځي کره کتنه ( د سند داخلي نقد ) ورته وايې پيل کوي . په دي برخه کي مورخ هڅه کوي چي لاسوند له دننه اړخه وپلټي . د مورخينو د څيړنيز ميتود له مخي هر تاريخي لاسوند د درو بنسټيزو برخو څخه جوړ دۍ ، لومړي برخي ته يې پيلامه ( مقدمه ) دوهمي برخي ته يې متن او دريمي برخي ته يې وروستاړې يا لاسليک ( اضافات لکه امضا يا مهر )وايې . مورخ دا پوښتني کوي چي دا لاسوند په څنګه پيلامه او په څنګه ادبياتو پيل سوې ، پېلامه لري او کنه ؟ په متن کي دکومو مطالبو يادوني سته ؟ او په پای کي دا متن چا لاسليک کړې او يا بله کومه نښه او مهر سته ؟ په دې ترتيب مورخ څيړونکۍ چي کله د خپل ميتود دکارولو له هره اړخه ډاډ من سو بيا وروسته هغه پايله وړاندي کوي چي د څيړنيز ميتود په پای کي لاس ته راغلې ، نه هغه پايله چي د مورخ يا څيړونکي نظر يا غوښتنه ده .

په پاي کي هيله من يم چي ګران لوستونکي د دي ليکني د سپيناوي او يا زياتو معلوماتو لپاره لاندي اثار ولولي :

پوهاند حسن کاکړ ، تاريخ څه ته وايې ، کابل 1356
پوهاند ضمير ساپې د تاريخ په باره کي کابل 1357
پوهاند مير حسين شاه تاريخ در شرق کابل 1365
پوهاند ولي محمد رحيمي ، تحقيق تاريخي کابل 1364
عبدا لحسين زرينکوب تاريخ در ترازو تهران 1346
پوهاند محمد رحيم الهام ، په څيړنه کي د ميتود اړتيا ،کابل 1367
پوهاند داکتر الفشاه ځدراڼ، مبادي باستانشناسي کابل 1359
ګوردن چايلد، مسير تاريخ ، مترجم : بهنام ،تهران 1346
بروملي ، تاريخ کلتوري و کلتور تاريخي ، مسکو1977
کاسمينيسکي ، نقد بر فلسفه ارنولد تانبي ، مسکو 1976
دون، ستيفن.ب. فلسفه تاريخ مترجم عباس مخبر1368
لوستونکو ته په درنښت

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006