دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د پښتنو تاريخي څرک( لنډه کتنه )

( لنډه کتنه )

افغانستان د اسيا د لويې وچي په زړه کي پروت لرغونۍ هيواد دۍ . د دې هيواداوسيدونکو په زيات زماني واټن کي ډول ډول مدنيتونه مينځته راوستې ،او سترې کارنامې او نه هيريدونکي پيښي يې د خپل تاريخ وياړ ګرځولي دي . د دي هيواد تاريخ د بيلا بيلو قو مونو په شتون او پيوستون سره داسي ښکلې شوې چي هره پاڼه يې د ذاتي کيفيت لرونکې او هر عنوان يې د برم بيان دۍ. د دې قومونو شته والۍ په ځانګړې توګه مشر ورور يا پښتون قوم د هيواد دتاريخ وياړلې ماهيت ګرځيدلې دۍ ، چي له يوې خوايې د هيواد هويت ټاکلۍ او له بلي خوا يې د هيواد په پت ساتنه کې ستري وياړني خپلي کړي دي .

د پښتون قوم د سټي او ريښې پيداکولو په اړ وند د پخوانيو زمانو راهيسې د زيات شمير پو هانو او ليکوالانو څيړني او ليکني شته چي هر يوه ليکوال په خپل اند او فکر د خپلو څيړنو نتيجې په خپلو اثارو او تاليفاتو کي برملا کړيدي . خو د زماني بدلون د ليکوالانو په اثارو کي څرګند دي . تر اوسه چي کومي ليکنې د پښتونو د سټي او ريښې په تړاو شوې او خپاره شويدي ، کيداشې دا ليکني له بنسټه پر دوو برخو وويشو : لومړۍ د ضديت پر بنسټ ، دوهم د علميت پر بنسټ ليکني دي .چي په دې برخه کي د پورتنيو بنسټو نو په اړه په زيات لنډون د ځينو اړينو مطالبو يادونه کوم .

لومړۍ د ضديت پر بنسټ ليکنې : په زياته پيمانه د دي ډول ليکونو اخځ او مر جع فکلوريک او افسانه وي روايات دي ، او هغه وخت چي دا روايات د تعصب سره يوځاې شي بيانو د ضديت پر بنسټ د ليکلو لپاره مطالب را زيږيولای شي .د بليلګي په توګه د دي ډول ليکنو څخه چي د پښتون قام سره د ضديت پر بنسټ ولاړي دي يو هم د ايراني ليکوال او ډيپلومات مهدي فرخ ليکني دي چي نه يوازې داچي تاريخي واقعيت يې په ليکنو کي د افغانستان په اړه نه ليدل کيږي بلکي د پښتنو او افغانستان سره د عصبانيت لمبي يې له ورايه څرګنديږي . په دي اړه يوه روښانه بيلګه په 1919 ميلادي کال د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخستلو په هکله د نوموړي يادوني را يادوم چي په خپل اثر ( تاريخ سياسي افغانستان نو ) کي يې خپل اند داسي انځور کړيدۍ چي ګويا د افغانستان خپلواکي د انګليسي سياست پوهانو يوه پيرزوينه وه ، نه دا چي افغان اولس انګليسي قوماندانان دي ته اړ کړل چي د افغانستان خپلواکي په رسميت وپيژنی . په داسي حال کي چي دا حقيقت ټولو ته څرګند دۍ چي په 1919 ميلادي کال د زرګونو افغانانو د سر ښندنې او قربانيو په وجه وروسته له هغه چي انګليسي ځواکونو د جګړی په بيلا بيلو برخو او محاذونو کي پوره ماتي وکړه ، بيانو انګليسي واکمنانو د افغانستان خپلواکي په رسميت وپيژندله . په دي حقيقت نه يوازې افغاني مورخين بلکي انګلسي مورخين او څيړونکي هم پوره قايل دي چي افغانانو د يوې سختي او درنې جګړي وروسته خپله خپلواکي تر لاسه کړل ، خو داچي ايراني ليکوال مهدي فرخ د افغانانو لپاره دابرۍ نه خوښوې نو ځکه يې روښانه لمر ته دوې ګوتي نيولي او د لمر د پټولو هڅه کوي . همدي ليکوال د پښتنو د سټي او ريښې په اړه هم خپل عصبانيت نه دۍ پټ کړۍ ، نوموړۍ په خپل اثر کي په هغه جوړي سوي افسانې او جعلي روايت زور اچولۍ چي وايې : د افغان نوم د دوو کليمو څخه جوړ سويدۍ ( اهه ) او ( فغان ) او مانايې اهه او فغان ده ، د نوموړي له انده د ضحاک په وخت کي يو شمير کسان د دښمنانو لاس ته ولويدل او دښمنانو هم د هغو کورنيو ټول نارينه مړه کړل او د ښځو سره د زور زياتي اړيکو پر بنسټ د نوي نسل د زيږد پر وخت اهه او فغان اوريدل کيدۍ ، نو د هم هاغه زور زياتې اړيکو څخه را ټوکيدلۍ نسل افغانان دي .

له بده مرغه يو شمير ليکنې د تعصب پر بنسټ خپرې شويدي ، تر کومه ځايه چي د متعصبينو توان وو نو خپلي رايې ته زور ورکړيدۍ ،کله چي يې د خپل اند د پراختيا زمينه نه ده ليدلې بيايې په لوي لاس د پښتنو د سټي او ريښې په اړه و هغو رواياتو او نکلونو ته لاره هواره کړې چي علمي بنسټ نه لري دا ده دي لپاره چي ديو شمير لوستونکو او څيړونکو په تيره بيا بهرنيو څيړنکو پام د نوو علمي څيړنو د نتيجو څخه واړه وي . په دي برخه کي بيا ديوي بيلګي يادونه اړينه بولم ، او ديوه هلندي څيړونکي هغه اثر ته ګوته نيسم چي په غالب ګمان يې د افغانستان د تاريخ ليکلو لپاره د هغو منابعو او اخذونو څخه مرسته غوښتې چي يا د غير پښتون په وسيله ليکل سوي او يا يې هغه اثار چي د پښتنو په اړه د نويو څيړنو څرک پکښي نشته کارولي دي .

د لايدن پوهنتون يوتن استاد په خپل هيواد کي د افغانستان د مينه والو لپاره په هلندي ژبه په 2002 ميلادي کال د افغانستان په نوم يو معلوماتي اثر خپور کړ . په دې اثر کي له دريو عمده برخو څخه يوه برخه په افغانستان کي ميشتو مليتونو ته ځانګړي شويده . نوموړي د پښتنو د ريښې او سټي په اړه هم هاغه زاړه روايات او بيا دهغه ملا نعمت ا لله (( نو موړۍ د جهانګير د دربار منشي وو او مخزن افغاني نومې اثر د ليکلو کار يې ښايې په 1612 ميلادي کال پاې ته رسولۍ وي )) کيسه او نکل ليکلې چي پښتانه يې د عبريانو اويا اسرائيلو يو ښاخ ګڼلې او د وخت هندي مغولي دربار ته د نيمګړو معلوماتو په ورکولو سره يې د يوه داسي نکل بنسټ کښيښودۍ ، چي د زيات شمير ليکوالانو لپاره يې د کالونو کالونو په ترځ کي د روايتي منبع په توګه کار ورکړ ، خو دادۍ د ورستنيو علمي څيړنو پر بنسټ نه يوازي هغه روايت ناسم راوخوت بلکي د پښتنو اريائتوب يې په علمي بنسټ څرګند او برملا کړ .

زه نه غواړم د ملا نعمت ا لله د روايت د ترديد لپاره دلايل و ليکم ، په دي اړه غواړم د درنو لوستونکو پام هغو اثارو ، کتابونو او ليکل شوو مطالبو ته را واړوم چي په هغو کي د نعمت ا لله د روايت د تر ديد لپاره په پوره تفصيل ارزښتمن او علمي مطالب ليکل سويدي. د يادوني وړده چي په دي اړه د ټولو هغو اثارو يادونه ممکن کار نه دۍ چي د نوموړي ملا او دهغه د پيروانو په اړه د ترديد علمي مطالب او مباحث ترتيب او خپاره سويدي ، دلته يوازي دبيلګي په توګه د يوشمير اثارو او ليکنو يادونه کوم .

لومړې د هغوافغاني مورخينو او اتنولوجستانو له خواد ليکل سوو اثارو بيلګي ليکم چي د نوموړۍ ملا د رواياتو او هغه ته د ورته نورو رواياتو او نکلونو په وړاندي يې د علمي اصولو پر بنسټ د منلو وړ حقايق او واقعيتونه را برملا کړيدي : د پښتو ادبياتو تاريخ دوه ټوکه د علامه حبيبي ليکنه ، د افغانستان لرغونۍ تاريخ لومړې ټوک د استاد احمد علي کهزاد ليکنه ،پښتانه د تاريخ په رڼا کي د ظفر کاکا خيل ليکنه ، افغان او افغانستان د پروفيسور کاکړ ليکنه، لودي پښتانه د پروفيسور رشاد ليکنه ، پښتنې قبيلې د لطيف طالبي ليکنه ، لر غوني اريائيان د خير محمد ساد ليکنه ، نقد بر افغان نامه د سر محقيق عطايې ليکنه ، د افغانستان لرغونۍ تاريخ د پروفيسور ضمير ساپي ليکنه ، پښتانه اريائيان دي ګلجانان ظريف ، د پټي خزانې حواشي د علامه حبيبي ليکنه ، پښتانه څوک دي د دوست شينواري ليکنه او په دې ترتيب نور په لسګونو علمي اثار .

د افغاني مورخينو او څيړونکو په څير يو شمير بهرني ليکوالانو هم د پښتنو د سټي او ريښې په اړه د نوو علمي څيړنو پر بنسټ د پښتنو اريائيتوب منلې او په بيلا بيلو اړ خونو کي يې د ثبوت لپاره منلي علمي مطالب وړاندي کړي چي د بيلګي په توګه د يو شمير هغو بهرنيو پوهانو د اثارو نومونه يادوم چي د پښتنو اريائتوب يې د يوه علمي حقيقت په توګه ثابت کړيدي : د کنشکا د سره کوتل ډبرليک ( باختري ژبه ) د هيلموت هو مباخ ليکنه او د پوهاند زيار ژباړه ؛ پښتانه ( پټانز ) د سراولف کارو ليکنه چي د ژباړي چاري يې الحاج شير محمد کريمي تر سره کړيدي ؛ پښتانه او ورونه مليتونه ګډ پيښليک _ ګډ برخليک د بورخاردبرينتس ليکنه ؛ او په لسګونو نور اثار چي د ټولو ليکل په دي لنډه مقاله کي ممکن کار نه دۍ .

ګران لوستونکي په خپله خوښه کولاي شې چي د ملا نعمت ا لله او دهغه د نورو پلويانو د مطرح شويو رواياتو د سپيناوي لپاره ياد شوي اثار ولولې ترڅو دا په اصطلاح پټ راز ورته څرګند شي . خو زه په دي برخه کي په لنډه توګه د هغو مطالبو يادونه کوم چي د پښتون قام ريښه لرغونو اريائيانو ته رسوي ، بايد زياته کوم چي په دي برخه کي به زه زيات نوي مطالب ونه لرم خو دومره به وي چي د پخوانيو څيړنو پر بنسټ يو لنډ مطلب وليکل شي څو د ځوانو پښتنو لپاره د پوهيدو وړ وي .

د پښتنو تاريخي څرک : پخوا تر دي چي د پښتنو تاريخي څرک ته مخه وکړو ، لومړۍ د يوه ټولنيز بهير بنسټيز ار ته د درنو لوستونکو پوره پام اړول غواړم ، او هغه داچي : د ټولني ټو ليز شتون اوښتون لري ؛ ټولنه هغسي چي په تيره زمانه کي وه اوس هغسي نه ده او هم به په راتلونکي کي داسي نه وي لکه چي نن ده . د دي ار په نظرکي لرلوسره کيدای سی د پښتنو تاريخي څرک واخلو او په لاره کي د تړلو دروازو پرانستل د همدي ار په مرسته وکړو .

د پښتنو تاريخي څرک به له دې ځايه پيل کړو چي پښتانه اريا ئيان دې ، لا تر اوسه ارين پوهان د اريائيانو د لومړني وطن په اړه يوه خوله نه دي . د اريائي قومونو د لومړني ټاټوبي ( مسقط الراس ) په توګه دري لرغوني سيمي يادي شويدي ، د اورال او کسپين بحيرو چاپيره سيمي ؛ د زرافشان او تيانشان درې او د امو سيند شمال ختيځي ښيرازي سيمي . په هر تقدير ، څه وخت چي د نوموړو قومونو شمير زيات او د ميشت نويو ټاټوبو ته اړتيا پيدا شوه ، بيا يې په بيلا بيلو زمانو کي ډله ايزي ليږديدني وکړې چي ددې ډله ايز ليږد د پيل تاريخ د 3000 څخه تر 2500 کاله پخواتر ميلاد کالونه ټاکل سويدي.

د اريائيانو په اړه تر ټولو باوري منبع هغه تاريخي ويني او بولني ( سرودونه ) دي چي ټولګه يې د ويدا په نوم ياديږي ، او دا د افغانستان تر ټولو لرغونۍ تمدن هم دۍ چي مورخين يې د ويدي تمدن په نوم يادوي ، اولرغونتوب يې څه ناڅه 1800 کاله پخواتر ميلاد کالونه په بر کي نيسي . دا هغه وخت وو چي اريائيان د امو سيند سهيلي څنډو ته رسيدلې او دبلخ په لرغوني ښار کي يې د ښيرازه تمدن بنسټ ايښۍ او هغه تمدن ته يې د ودي او پراختيا لورۍ پرانيستۍ وو. څيړونکو ثابته کړې چي ويدي بولني په بنسټيزه توګه د هندوکښ په سهيلي برخو کي ويل سويدي ، خو د څيړونکو په اند د هندوکښ په سهيل کي د ويدي بولنو هر اړخيز توب او توان دومره غښتلې دۍ چي بيله شکه د دي ليکنيزو ادبياتو وړاندې ، د ويانديزو يا ګړني ادبياتو شتون ثابته وي . په دې ترتيب پخواتر دې چي اريائي قومونه په بلخ کي د يوه پر مختللي مدنيت بنسټ کښيږدي ، د هندوکښ په شمال او د امو سيند په سهيل کي يې د مدنيت وړاندي کلتوري مرحلو بيلا بيل پړاونه تير کړيدي .

د ويدا په څلورو برخو ( ريګويدا ؛ اتهرو ويدا ؛ ويجورو ويدا ؛ او ساما ويدا ) کي د اريائي قومونو د ژوند په اړه هر اړخيز معلومات شته چي د تاريخي څيړنو لپاره ارزښتمن مواد دي . په دي برخه کي يوې بيلګي ته د لوستونکو پام را اړوم : پکهت ؛ دا هغه نوم دۍ چي د ريګويدا په متن کي زيات ياد سويدي . ژبپوهان د پکهت نوم د پښتون د نوم پخوانۍ شکل ګڼي په دي اړه د رګويدا په ويينو ( سرودونو ) کي د پکهت د نوم د يادولو څو بيلګي را وړم :

1 -- ... بريګو س او درپهو س ژر غوږ و نيو ۍ يوه دوست بل دوست ته د دو ليرو قبيلو په منځکي نجات و با خښه ... د پکهت او بهالانا او الينا او شيوا او اوشيانن خلق سره راټو ل شو ل د اريائي ملګري لار ښو ونو ته د تريتسو قبيلي ته راغۍ ، د ده دا زړه ورتوب ، را تګ له دي امله وو چي له جګړي سره يې مينه درلوده .

له دي سندري څخه څرګنديږي چي پکهت ( پښتون ) او بهالانا ( بولانيان ) الينا ( نورستانيان ) شيوا ( د کابل د شيوکي خلک ) په يوه جګړه کي سره ملګرې وه .

2-- ... اي ايندرا ! ته ډير لوی يې له تا څخه غواړم چي موږ ته پې وري غواوي راکړې ! لکه مدهه پاتي تيا او ني پاتي تيا ته چي دي ورکړيدي .هغه سي لکه د کنوا ټبر او د تراساديوس شهزاده او پکهت او ساوراچا ته چي دي ورکړيدي .

3-- ...اي اسونا نو (( د سهار دوه ستوري ))پر خپلو جنګي اربو سپاره شۍ ، پر خپل طلايې پلاز کښينۍ ، اي هغو خلکو چي تاسي بايا ن ياست او هغه مرستي چي تاسي له پکهت او ادريکو سره وکړه ، نو با بهرو له خپلو دوستانو څخه بيل شو.

په دي ترتيب د پکهت يا پښتون ډيره لرغونې يادونه په ليکل شوې ويدا کي شته ، او د يوي قبيلي په توګه يې د وخت په پيښو کي ټاکلې ونډه درلوده .

د افغانستان د لرغوني تاريخ د پوهيدو لپاره يو بل معتبر ماخذ د اوستا مقدس کتاب دۍ چي د زردشت يا سپين تمان په وسيله مينځ ته راغلۍ او تبليغ شويدۍ . مورخين د دې اثر دتبليغ او حاکميت زمانه د 1200 پخوا تر ميلاد څخه بيا تر 700 کاله پخوا تر ميلاد کالونه په ګوته کوي . د ازمانه د افغانستان په تاريخ کي د اوستايې تمدون تر عنوان لاندي مطالعه او څيړل کيږي . دا مدنيت هم د ويدي مدنيت په څير د اريائيانو له خوا منځته راوستل شو او وده يې ورکړل ، چي د پښتنو ونډه بياهم رو ښانه وه ، د بيلګي په توګه د زردشت يو ډير اوريدونکۍ نوم سپينتمان وو چي په اوسنۍ پښتو کي هم پوره د پوهيدو وړ نوم دۍ . د دي سره سره چي د اوستايې متونو په ځينو برخو کي د سهاکو قبيله ښه نه ګڼي .

د سپين تمان د نوم سربيره يوشمير نور نومونه هم په اوستا کي څو څو ځله راغلي چي ځني يې تر اوسه په خپل حال پاته دي او يو شمير نومونه په لږ تغيير په اوسنۍ پښتو ژبه کي هم د پوهيدو وړ دي ، چي په دي برخه کي د يو څو بيلګو په يادولو بسنه کوم : سپينه ګوناغيري ؛ په اوستا کي دا نوم يوه غره ته منسوب دۍ چي جغرافيه پوهانو يې موقعيت د اوسنې سپين غره ټاکلۍ دۍ . ويسه ؛ داکلمه تر اوسه هم په پښتو ژبه کي بيله توپيره کارول کيږي چي مانا يې ويسا او باور دۍ . په همدي ترتيب د ورشو کلمه چي په ويدي او اوستايې مدنيت کي کارول شويده ، او داسي نوري کلمي او مفاهيم شته چي د پښتنو او پښتو ونډه په اوستايې مدنيت کي بر ملا کوي .

د پښتنو د تاريخي څرک لپاره د معتبرو ماخذونو په لړ کي تر اوستا يې متونو وروسته تر ټولو ډاډمن ماخذونه هغه ليکني دي چي د يوناني مورخينو په وسيله ليکل شوي او د منځنۍ اسيا په بيلا بيلو سيمو پوري اړه لري ، په دې برخه کي د بيلګي په توګه يوازي ديوناني نامتو مورخ هيرودوتس ( په 425 تر ميلاد وړاندي کالونو کي مړ شويدۍ ) هغه يادوني رانقلوم چي نوموړي د پښتون او د پښتنو د هيواد په اړه په خپلو اثارو کي په ډير ځله ثبت کړي دي . د بيلګي په توګه ، هيرودوت ليکې :

1 --- سر بيره پر دې نور هنديا ن هم شته چي د پاکتو يک هيواد د کاسپارتوس له ښار سره سرحد لري ؛

2 --- د پاکتو يک خلکو د پوستکي چپني اغوستې او د خپل هيواد لندۍ او چړې يې له ځا ن سره درلودې .

3 --- يوه کوچي قبيله چي ساګار توې نوميږي ايرانيان دي ، په لبا س کي نيم پاړسي او نيم پکتوا ن دي .

4 --- دو ۍ خپل دغه دريايې سفر د پاکتو يک هيواد د کاسپارتوس له ښاره پيل کړ . دټولو ژبپو هانو پر دې ټکي اتفاق دۍ چي د پا کتويک مانا اوسنې پښتون دۍ .

پر هيرودوتس سربيره يوشمير نورو يوناني ليکوالانو او جغرافيه پوهانو لکه بطليموس ، هيکتايوس او نوروهم د پښتنو په اړه په خپلو اثارو کي يادوني کړيدي بطليموس په مکرر ډول د پکتين نوم ياد کړيدۍ ، او همداډول د هيکتايوس په اثارو کي د کاسپاپور ( پيښاور ) ګندهارا ( ننګرهار ) او نور نومونه راغلۍ دۍ .

د مقدوني سکندر سره د جګړو په مهال ( د 330 څخه تر 326 د ميلاد وړاندي کالونه ) نه يوازي د پښتون قوم يادونه په واروار شويده ، بلکي د بيلا بيلو قبيلو يادونه هم شويده دبيلګي په توګه : د شتک ( خټک ) اسپزي ( يوسفزي ) ساګاري ( ساخري ) او نورو نومونه يادولاي شو .

د لومړۍ ميلادي پيړۍ په درشل کي د پښتنو يوي قبيلي چي سهاک نوميدل د يوي لويې واکمنۍ بنسټ کښيښود ، چي د افغانستان په تاريخ کي د کوشاني امپراتورۍ په نوم پيژندل شويده . د همدي پاچاهانو په وخت کي د پښتو ژبي ګړنۍ يا دوييني برخي د وخت په ليکنو کي معمول ګرځول سويدي ، د بيلګي په توګه د بغلان د سره کوتل په ډبرليک کي د اوسنۍ پښتو ژبي ډيري ګړنۍ کليمي ليکل شويدي لکه : انند ( ننداره) ؛ وکيدو ( کيدل ) ؛ بګه ( بغي ) ؛او نور .

د کوشاني امپراتورۍ وروسته د پښتنو بله قبيله چي ايپتالي يا ابدالي نوميدل په ( 425 ميلادي کال ) د لويې امپراتورۍ په جوړولو بريالي شول . د ايپتالي يا ابدالي پاچاهانو نومونه لا تر اوسه په پښتو ژبه کي کارول کيږي ، د بيلګي په توګه : توره منه ( توره وهونکۍ ) ايپتالي پاچا ( په 502 ميلادي کال وفات شو ) .مهراکولا ( مهر ګل ) په 542 ميلادي کال وفات شو ، او داسي نور .

د ايپتالي پاچاهانو پاتشوني او د زابل واکمنانو چي د پښتنو په بيلا بيلو قبيلو پوري يې اړه درلودل لږ تر لږه د 300 کالونو پوري د عربي لښکرو په وړاندي د خپلي سيمي ژغورني ته ملا تړلي وه، تر هغو چي د سيستاني يعقوب ابن ليث صفار په وړاندي يې خپل مورچلې پرېيښودلې او اړوندي سيمي يې د صفاري واکمنانو تر سيوري لاندي شوي .

د اپتالي پاچاهانو وروسته د ځينو چيني زيارت کونکو او بيا تر هغه وروسته د عربي ليکوالو په اثا رو کي د پښتون د نوم څرک په زياته پيمانه ليدل کيږي ، خو د دي نوم تر څنګ د اپګان يا افغان نوم هم په سترګو کيږي چي تر ټولو پخوانې شکل يې په ساساني ليکنو کي ليدل کيږي چي تاريخ يې دريمي ميلادي پيړۍ ته رسيږي .او تر هغه وروسته د چيني ليکوالو او زيارت کونکو په وسيله ثبت سويدۍ ، د بيلګي په توګه چيني نامتو زيارت کونکۍ هيونتسنګ د پالا نه د سيمو د ليدلو وروسته د يوه بل هيواد نوم اپوګان ياد کړيدۍ چي د زياتو څيړنکو په اند دا نوم د افغان پخوانې شکل دۍ . ښايې د عرب ليکوال المسعودي په اثر کي ياد ه شوې د ابغان کليمه هم افغان وي که دا خبره سمه وخيژي بيا به المسعودي لومړې عربي ليکوال وي چي د افغان کليمه يې کارولې ده ؛ خو د حدود العالم من المشرق ا للمغرب ليکوال بيله شکه د افغان کليمه او نوم په پوره وضاحت ياد کړيدۍ . د بيلګي په توګه نوموړې ليکي : ساول يوه نعمت لرونکې سيمه ده چي هلته افغانان اوسيږي .

زابلي پاچاهان د پښتنو هغه غير مسلمان وروستي پاچاهان وه چي د صفاريانو په وسيله د ماتي سره مخامخ شول ، له هغه وروسته بيا په 940 ميلادي کالونو کي د مسلمانو پښتنو واکمني په پاشلې توګه د افغانستان په سهيل لويديځو سيمو کي تاريخي اثارو ثبت کړيده . له نيکمرغه د محمد هوتک پټه خزانه ؛ د سليمان ماکو تذ کيرت ا لا اوليا ؛ د اخوند درويزه تذکيرت الا ابرار او زيات شمير نور اثار په پوره تفصيل د بيټ نيکه او د هغه د ورونو په اړه په زړه پوري معلومات لري ، چي ګران لوستونکې د نوموړو اثارو لوستلو ته په زيات درنښت رابولم .

د درنو لوستونکو څخه هيله کوم ، هغه کتابونه چي په پيل کي مي ورته ګوته ونيول، په دي نيت ولولي چي له يوې خوا د دې ليکل شوي مقالي صحت او ثقم ورته څرګند شي او له بلي خوا د پښتنو د تاريخ په اړه د زياتو معلوماتو څښتن شي .

لوستونکو ته په درنښت

يا دوني :

1--- په لنډه ليکنه کي پوښتونو او سوالونو ته زيات ځاي وي ، هيله من يم چي لوستونکي د دې ليکني په اړه خپلي پوښتني زما په پته راوليږي ، پوښتنو او سوالونو ته د ځواب ويلو ژمنه کوم .

2--- دګرانو لوستونکو لپاره به په نږدې راتلونکي ليکنه کي د هغو ټولو کورنيو او بهرنيو ليکوالانو د نامتو اثارو لړي وليکم چي د پښتنوپيژندني او پښتوپوهني لپاره ځانکړې ډاډمن ماخذونه او منابع ګڼل شويدي

باوري   

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006