دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د لوګر سجاوند يا د پيړيو پيړيو کلتوري ټاټوبی

 د کابل ، ګرديز او غزني په منځ کي د سجاوند لرغونې سيمه د پيړيو پيړيو په ترځ کي د کلتور او تمدن د ستر مرکز رول بازي کړي او په تاريخي متونو کي يې د ارزښتمن کلتوري مرکز په توګه د تاريخ پاڼي زريني کړيدي .

سجاوند د اوسني لوګر ولايت هغه لرغوني برخه ده چي د غزني ولايت سره اداري پوله لري . د سجاوند لرغوني سيمه په پخوانيو زمانو کي د غزني ولايت اړوند سيمه وه . په دي اړه تر ټولو پخواني معلومات د لرغوني يوناني نامتو جغرافيا پوه او مورخ بطليموس هغه يادوني دي چي د لوګر د پيژندلو په اړه يې په خپلو ليکنو کي ثبت او ظبط کړيدي . د نوموړي په ليکنو کي لوګر د (( لوکرنا )) په نوم ياد شويدي . تر بطليموس وروسته د سجاوند سيمه د چينايې زيارت کونکي هونتسنګ ( په لرغوني افغانستان کي يې د ګرځيدو تاريخ شپږمه ميلادي پيړۍ ښودل شويدۍ ) په اثارو کي را پيژندل شويده . د نوموړي په قول د (( تسو ? کو ? تا )) ( د غزني ولايت اوسنۍ او نږدي شا اوخوا سيمي چي د سجاوند سيمه هم په کښي شامله ده ) د شونا په نوم يو ستر معبد جوړ شوۍ چي په زرګونو کسان يې عبادت کوي . د مورخينو په نظر د شونا معبد له اره برهمني او د لمر نمانځني عبادت ځاي وو .

د محمد عوفي له خوا ليکل شوي اثر جوامع الحکايات ولوامع الروايات هم د سجاوند په اړه ارزښتمني ليکني او يادوني لري نوموړي د سجاوند په اړه ليکي چي (( سجاوند د صفاري عمر ليث په وسيله د برهمني هندوانو څخه د مسلمانانو لاس ته ولويدۍ . لومړني صفاري قومندان چي فرد عان نوميدۍ د سجاوند سيمه لاندي کړل . د يو شمير تاريخي متونو پر بنسټ د سجاوند سيمه د غزنوي امپراتوري پر مهال هم د اسلامي پوهانو يو ستر مرکز ګڼل کيدۍ . د حدوالعالم من المشرق اللمغرب ليکوال هم د سجاوند د ښيرازي سيمي يادونه کړي او سجاوند يې د غزني اړوند سيمه شميرلې ده .

سجاوند اوس د لوګر ولايت اړوند سيمه ده چي تاريخي جرړي يې زرګونو کالو وړاندي زمانو ته رسيږي . له بده مرغه د دي سيمي تاريخي وياړونه او پاتي شوني د دي ورستيو ناوړه جګريزو کالونو په ترځ کي د تجارتي متاع په توګه په بهرنيو انتيک پلورنکو او سوداګرنو وپلورل شوه او د پلورلو او پيرودلو دا پروسه تر اوسه هم جاري ده ، د يوشمير اروپايې هيوادونو په انتيک پلورنځيو کي د افغانستان د نورو سيمو لکه ای خانم ، طلا تپه ، سرخ کوتل ، هډې او نورو لرغونو سيمو د تاريخي او لرغونو اثارو تر څنګ د سجاوند اثار هم رسيدلي دي . دسيمي د اوسيدونکي او ليدونکو له نظره د لوګر د تاريخي اثارو د پلورلو او پيرودلو په کار کي له هغه وخته چي د لوګر ولايت د خروار په سيمه کي د لرغونو اثارو د راپيدا کيدو خبر د دولتي مراجعو له خوا واورول شو ، پوره زياتوالۍ ليدل کيږي . دا دافغانستان د اوسني واکمانانو دنده ده چي د دي ډول ناروا او ناجايزه پلورلو او پيرودلو مخنيوی وکړي .

د افغانستان د ملي موزيم څخه د يوشمير غلا شوو اثارو بيلګي

د بګرام عاجي مجسمه چي د کابل موزيم ملي څخه غلا شويده

ديونان باختري پير جوړه شو ۍ مجسمه چي د کابل ملي موزيم څخه غلا شويده

يوه ډيره جالبه مجسمه چي دکابل ملي موزيم څخه غلا شويده
او په دي تر تيب نور په لسګونوزره اثار

باوري   

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006