دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د اکسوس سکندريه

 ( ای خانم ) 
 په هغه سيمه کي چي د امو او کوکچې سندونه سره يوځای کيږي دوزره دري سوه کاله پخوا د يوه داسي دفاعي ښار بنسټ کښيښودل شو چي وروسته بيا د يونان _ باختري مدنيت په ستره بيلګه بدل شو . دا ښار د لرغونې بلخ څخه څه ناڅه شل کيلومتره ليري د تخار او بدخشان ولايتونو په حدودو کي د ای خانم په نوم يوه لر غونې سيمه ده ، چي په 1946 ميلادي کال د فرانسوي لر غونپوهانو له خوا ، چي مشري يې فرانسوې لر غونپوه دانيل شلومبرژه په غاړه وه ، تر څيړني لاندي ونيول شوه .
 
 اې خانم ازبکي تر کيبي نوم دۍ چي ( ای ) د مياشتې او ( خانم ) د ميرمنې په مانا کارول کيږي ، کله ناکله د سيمي اوسيدونکې د دې لرغونی ځای لپاره د ماه خانم نوم هم کاروي . که څه هم پوره څرګنده نه ده چي د دي لرغوني ښار لومړې بنسټ ايښو ونکۍ څوک وو ، خو د هغو شواهدو چي د همدي سيمي څخه تر لاسه شوي او يا د ځينو تاريخي متونو څخه په ډاګه شوې د ا څرګنده وي چي : چي د لومړي ځل لپاره يونانې مقدوني سکندر ، د دې ښار بنسټ ايښې دۍ . د يونان نامتو جغرافيه پوه بطليموس * په خپلو اثارو کي د اکسوس سکندريې په نوم يادونه کړی ، چي بيله شکه د ای خانم په اوسنۍ سيمه د تطبيق وړده . له هغه وروسته نور شواهد شته چي سليکوس * او بيا دهغه زوۍ انتي کيوس * د دې ښار په ابادولو کي پوره برخه درلوده . هغه څه چي پوره روښانه او څرګنده خبره ده ، هغه د دې ښار داصلي جوړونکۍ د نوم روښانتيا ده چي کينياس * نوميدۍ ، د نوموړې قبر د ای خانم لرغونې ښار په د ننه محوطه کي د لر غونپوهانو له خوا کشف او وسپړل شو .
 
 د ای خانم د لر غونې سيمي اثار چي د افغانستان د لر غوني تاريخ وياړلې سندونه بلل کيږي ، د لر غونپوهانو په وسيله د زړو او تر خاورو لاندي شويو ودانيو څخه تر لاسه شويدي . څيړنو وښودل چي د ښار لومړنې اوسيدونکو په پوره مهارت او دقت د ختيځ او لويديځ د ودانيو جوړولو ميتودونو تر منځ داسي يوالې راوستۍ چي کاملا ځانته مقام او ټاکلې باب لري . د بيلګي په توګه د ځينو اباديو د ټينګښت په منظور د او مو خښتو لاندي د پخو خښتو تهداب ايښودل سويدۍ ، د سکرو ( ذ غال ) څخه يوه ټاکلې لايه ( طبقه ) د لنده بل د مخنيوې په نيت جوړه سويده . د ودانيو د تزئين لپاره د اهکي او تباشيرو ډبرو څخه کار اخستل شويدۍ ، د ا چي زياتی بيلګي د يوناني تعميراتي سيستم استازي توب کوی، په داسي حال کي چي د ټولو اتاقونو بامونه له يوه مخی مسطح او هموار جوړ سوی او د ديوالو نو په منځ کي په يوه ټاکلې فاصله کي برجونه شته ، چي دابرخه بيا ټوله د ختيځ تعميراتي سيستم نمايندګي کوي .
 
 په هغه معبد کي چي د ای خانم څخه تر لاسه شويدې ديوي ستري مجسمې پاته شونې ليدل شوي چي و معبد ته د ورننوتلو وره په مخامخ ديوال کي درول سوي وه . د دي سره سره چي د دي مجسمي د ټول بدنه يوازې څو برخي تر لاسه شوېدي چي په هغو کي د مرمروډ برو څخه جوړ شوي د لاس ګوتي ، د پښو پايزار ( څپلۍ ) چي په خاص مهارت تزئين او ښکلي شوي وې ، د پښو هغه برخه چي تر ځنګونه پوري جوړه پاته وه ، شامل دي . څيړونکي په دي باور دي چي نوموړی مجسمه ښايې د يونانيانو د اسمان رب النوع زئيوس او يا هم د پخواني اريائيا نو او محلې اوسيدونکو د اسمانونو رب النوع اهوراموزدا وو ، خو ځني څيړونکې د مجسمې د پاته شونو څخه داسي اخستنه کوي چي ښايې د اريائيانو او يونانيانو د اسمانونو ارباب النواعو د ټولو اوصافو د ټولګي څخه جوړه شوی مجسمه وه . چي د داسي دوګونو خصوصياتو لرونکې يوه بله مجسمه د سوريې هيواد څخه هم تر لاسه شويده .
 
 د لرغونپوهانو پر له پسې څيړنو وښودل چي ای خانم د يوناني او باختري فرهنګ د مزج ټاټو بۍ دۍ . دا لر غونۍ ښار د يوه لوې ديوال په وسيله محاط شوۍچي اوږدوالې يې 1500 يو زر او پنځه سوه متره ا لوړوالي يې لس متره ته رسيدۍ . که د دي سيمي څخه تر لاسه شوې د ودانيو پاته شوني او سپړل شوې وران کورونه د موقعيت او حالت له مخي وکتل شي په وضاحت سره دامطلب بيانوي چي د ښار په مرکزي برخه کي دفترونه او د هغو پر شا او خوا د اوسيدونکو کورونه جوړ سوې وه . د ښار په منځنۍ برخه کي چي 300 په 300 متره ساحه يې په بر کي نيولې او د يوې لوې حويلې په څير څرګنديږي په اصل کي د خپل وخت اداري مرکز او د چارواکو د واکمنۍ پلازمينه وه . دا لويه حويلي چي اوږد والې يې 130 متره او سور يې 180 متره ته رسيدۍ په مستطيل ډول جوړه سوۍ چي په څلورو خواوو کي يې 116 ستونونه درلودل . همداشان يو ستر تالار چي اوږد والې يې 26،50 متره او سور يې 17 متره ته رسيدلې دۍ د دي لوې حويلۍ په منځ کي څرګند او ښکاره بريښي .
 
 د ای خانم په محوطه کي دننه کورونو او اتاقونو څخه زيات شمير اثار او شواهد تر لاسه شوې چي د يونان باختري مدنيت د برم نماينده ګي کوي . د بيلګي په توګه يو زيات شمير هغه مسکوکات چي په هغه د يوناني ارباب النواع څيرې ليدل کيږي ، او يو شمير داسي سکي هم ليدل کيږي چي يو ناني حکمرانانو ( د سکندر څخه تر ايمو کراتيد او هيلو کلس پوري ) څيرې حک سويدي . د مسکوکاتو تر څنګ يو شمير مجسمي ، کتيبې ، ډول ډول ظروف ، د سپورت وسايل ، ورزشي ستديوم او زيات شمير نور داسي اثار تر لاسه شوې چي هر يو يې دزياتي څيړني وړ دۍ ، چي په دي لنډه ليکنه کي يې توان نشته ، خو د هغه ډبر ليک يادونه اړينه بولم چي د کلير چوتس په نوم نامتو شوي دۍ . په نوموړي ډبر ليک کي ليکل شوې چي : په وړکتوب کي ښه تربيت ؛ په ځوانۍ کي پر نفس حاکميت ؛ په پاخه سن رښتين والۍ او سخاوت ؛ په سپين زيرتوب کي ښه مشورت؛ بيا نو د مړنې په وخت افسوس مه کوه .
 
 لر غونپوهانو د ای خانم څخه تر لاسه شوې اثار په منظمه توګه او په پر له پسي ډول د افغانستان ملې موزيم ته و سپارل . د ملې موزيم په دوهم پوړ کي يو لوی صالون د همدې اثارو د نندارې لپاره ټاکل شوې وو، له بده مرغه د 1372 لمريز کال و جدې مياشتي په خپل مېنځي جګړو کي نوموړي اثار لوټ او له مينځه ولاړل . يوه بله د زياتي خواشنۍ خبره داده چي د ای خا نم د لرغوني ښار يوه زياته برخه اثار چي لا تر خاورو لاندي ساتل شوی وه هغه هم د جګړه مارو له زيانه په امان پاته نه شول . د سيمو توپکمارانو د ای خانم ټوله لرغونې سيمه پر بهرنيو قاچاق برانو او بهرنيو انتيک پلورنکو ، داسي وپلورل چي د هر مربع متر مځکي څخه يې 500 پاکستانۍ روپۍ تر لاسه کولې .
 
 د 1375 لمريز کال د جوزا په مياشت کي د سپک * ټولني او د افغانستان د تاريخي او فرهنګي اثارو د بيرته راستنولو کميسون په مرسته د مزار شريف په ښار کي يو دوه ورځنۍ سيمينار داير شو ، چي په هغه کي د افغانستان پر يوشمير مسلکي کسانو علاوه په پاکستان کي د يونان او قبرس سفيران او د يو شمير مرستندويه موسيسو مسولينو ګډون درلود ، چي په سمينار کي د هغه وخت واکمنو ( ملې جنبش ، حزب وحدت ، جمعيت اسلامي ) د ټولو ګډونکونکو سره يوځاې هغه رپوټ واوريدۍ چي په هغه کي د بيلا بيلو سيمو د لرغونو اوتاريخي اثارو لوټ او تالان ياد شوې وو، او دا مطلب هم ياد شو چي لرغوني سيمي د قومندانانو تر منځ ويشل شويدي . د سپک موسيسي په نشراتی ارګان کې دنورو سيمو د راپور تر څنګ د ای خانم په اړه ليکل سوې وه چي : ... د ای خانم لرغونې سيمه و بهرنيانو ته په اجاره ورکول کيږي ، اجاره کونکې د خپل کار د اسانتيا لپاره لر غوني سيمی د بيلدوزر او د غوايو يوي ( قلبه ګاو ) په وسيله سپړي او لرغوني اثار تر لاسه کوي ، او بيايې بهرنيو هيوادونو ته رسوي ( دسامبر ؛ (1996 )
 
 * -- Petalamus
 * --Silecous
 * -- Antecous
 * -- Kinjas
 *-- Zeus

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006