دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په چين کي نړيوال کلتوري ميراثونه

 چين کي دلرغونوسيمو د سپړنو چاري د نولسمي ميلادي پيړۍ په ورستيو او د شلمي ميلادي پيړۍ په لومړيوکالونو کي پيل شويدي . تر ډيره وخته چيني وګړو دا باور درلود چي : که چيري د يوه لرغوني ځای سپړنه وشي بيا نو د هغه مرض بيا را ژوندي کيدل خامخا کيږي ، هغه چي د هغي سيمي پخواني خلک يې وژلي دي . د همدي باور له مخي د لرغونو سيمو سپړنه او څيړنه ، نه تر سره کيدل . خو د شلمي پيړۍ په لومړيو کالونو کي د لرغونو سيمو څيړنه او سپړنه پيل شوه . له نيکه مرغه د هغه وخته چي سپړني او څيړني پيل شويدي ، د چين لرغونۍ تاريخ په زياته پيمانه را څرګند او د پيژندلو وړ ګرځيدلۍ دۍ .
 
 په چين کي د لومړي ځل لپاره د ١٩١٦ څخه تر ١٩١٨ ميلادي کال پوري د اندرسن له خوا د پيکن ښار د جاو کوتيان په سيمه کي د انسانانو هډوکي او د هغه تر څنګ نور کارول شوي اثار او الات تر لاسه کړل شوه . په هم دي برخه کي د چيني لرغونپوه ( في وينګ جون ) په وسيله د ١٩٢٩ څخه تر ١٩٣٠ ميلادي کال پوري سپړني تر سره شويدي ، چي د چين په لرغوني تاريخ کي ارزښتمن ځاي لري . داندرسن په وسيله د ينګ شاو سيمه هم وسپړل شوه . دا سيمه د ينين په ايالت پوري اړه لري . نوموړي لرغونپوه داسي زيات اثار او توکي په لاس راوړل چي د ډبري د پير بيلا بيلي دوري څرګندوي او د لرغوني چين د لومړي کلتور ځانګړي بيلګي ګڼل کيږي .
 
 دچيني لرغونپوه في وينګ جونګ په وسيله سپړل شوي سيمي او له هغه جملي د شاندونګ په ايالت کي د لونګ شان په نوم کلتوري پاتي شوني چي د نيولتيک او له هغه وروسته پيرونو څرګند اثار او توکي ګڼل شوي را برسيره شول ، چي د چين په لرغوني او ځانګړي توګه د ډبري پير په اړه د زياتو ارزښتمنو اثارو په توګه منل شويدي . د ژينژيان په سيمه کي تر لاسه شوي اثار اوتوکي په چين کي د ميلاد څخه وړاندي د دريمي او څلورمي زريزي استازيتوب کوي . او په دي ډول نور تاريخي او لرغوني اثار د پراخه چين په بيلا بيلو برخو کي ترلاسه شويدي ، چي د ټولو يادونه په دي بحث کي شوني نه بريښي ، دلته يوازي د هغو سيمو او ځايونو يادونه کو چي د يونسکو له خوا د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړۍ کي شامل او پيژندل شويدي .
 
 د چين د لرغوني هيواد څخه يونسکو هغه سيمي او ځايونه د نړيوال کلتوري ميراثونو په لړۍ کي شامل کړي او راجستر کړيدي ، چي نه يوازي د تاريخي پلوه يې د نړيوالو څيړونکو پام ځان ته را اړولۍ دۍ ، بلکي د هنري ښکلو مشخصاتو ، ځانګړو مميزات ، او د استثنايې اثارو په توګه يې د يونسکو ټول اړين معيارونه هم پوره کړيدي . په دي برخه کي د چين هيواد څخه يوازي د نړيوالو کلتوري ميراثونو لنډه پيژندګلوي ، د دي برخي مينه والوته وړاندي کو.
 
 لومړۍ : د چين د پخواني امپراتور لومړي کوين هديره :
 Mausoleum of the first Qin emperor
 
 د لرغونپوهانو په وسيله د چين نامتو امپراتور کوين هديره په ١٩٩٤ ميلادي کال تر سپړني او څيړني لاندي ونيول شوه ، چي په پايله کي له هغه ځايه په زرګونو مجسمې تر لاسه شوې . کوين د ميلاد څخه ٢١٠ کله وړاندي واکمني درلوده . د نوموړي واکمن د هديرې په منځنۍ برخه کي په زيات شمير تيراکوتا او هغه ته ورته د مجسمو په څير اثار تر لاسه شويدي . هلته وړي مجسمې چي بيل بيل ډولونه لري هم تر لاسه شوي ، چي د نورو جګړه مارو سپرو له خوا احاطه شويدي . د لرغونپوهانو په باور په دې هديره کي د هغه وخت تر ټولو ريالستيک اثار په لاس را غلي دي. دا سيمه د يونسکو له خوا په ١٩٨٧ ميلادي کال د نړيوال کلتوري ميراث په توګه وپيژندل شوه .
 
 د کين په هديره کي تر لاسه شوي مجسمي
 
 دوهم : په زهوکوديان کي د پکن انسان ځای :
 
 Peking man site at Zhoukoudian
 
 لرغونپوهانو دهغه علمي سپړنو په نتيجه کي چي د بيجين څخه ٤٢ کيلو متره د سهيل لويديځ په لور تر سره شوي د پکن انسان ( Pekinensis , Sinanthropus ) پاته شوني يې تر لاسه کړيدي . نوموړي انسان د جيولوجيکي پلستوسين منځني پير پر مهال ژوند کړيدۍ .
 
 د نوموړي سيمي څخه په ورستيو کلتوري طبقو کي د انسان د اوسني ډول( Homo sapien sapiens ) شواهد او اثار هم تر لاسه شوي چي تاريخ يې د ١٨ څخه تر ١١ يولس زره کالو وړاندي زمانو ته رسيږي . د دي سيمي ارزښت د دی اړخه هم ډ ير زيات دۍ چي په نوموړي سيمه کي د انسان پرله پسې وده او انکشاف يا ايولوشن په پوره ډول څرګنديږي . دا سيمه په ١٩٨٧ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په توګه وپيژندل شوه .
 
 دپکن انسان د اوسيدوځای
 
 دريم : د چين ستر ديوال : The Great Wall
 
 د چيني امپراتور کوين شي هوانګ ( Qin Shi Huang ) د واکمنۍ پر مهال چي تر ميلاد ٢٢٠ کاله وړاندي زمانه يې په برکي نيسي ، د چين د ستر ديوال د جوړيدو کار پيل شويدۍ . د دي ديوال د جوړيدو چاري په پرله پسې توګه جاري ساتل شوي او د مينګ ( Ming ) پاچاهانو په دوره کي بشپړ شويدۍ . د مينګ کورنۍ چي د ١٣٦٨ څخه تر ١٦٤٤ ميلادي کال پوري واکمني درلودل ، د چين ستر ديوال يې د خپل پير او هم د پخوانيو زمانو د نړۍ تر ټولو ستري نظامي ودانۍ په توګه ، په ميرا ث پرايښۍ دۍ. د دې سره سره چي دا ديوال د نظامي او ستراتيژيکو موخو په نيت ودان شوۍ دۍ ، خو اوس يې د توريزم له اړخه زيات شهرت موندلۍ دۍ . دا ديوال د يونسکو له خوا په ١٩٨٧ ميلادي کال د نړۍ په کلتوري ميراثونو کي وشميرل شو .
 
 د چين دلرغوني ديوال يوه برخه
 
 څلورم : د موګاو سموڅي : Mogao Caves
 
 د موګاو تاريخي سيمه او هغي ته نږدې سموڅي د وريښمو تاريخي لار پر مخ غوړيدلې او سوداګريزه سيمه وه چي د خپلي زمانې بيلا بيل هنري ، تاريخي او ټولنيز شواهد او اثار يې لا تر اوسه د ځان سره ساتلي دي . د موګاو په سمڅو کي دننه په زياته پيمانه نقاشي ، رسامي ، او د مجسمو بيلا بيل ډولونه ترلاسه شويدي ، چي د بودايې پير استازيتوب کوي . د دي ټولګي تر ټولو لرغونې اثار لږ تر لږه په ١٠٠٠ زرکاله پخوانيو زمانو پوري اړه لري . داسيمه د يونسکو له خوا په ١٩٨٧ ميلادي د نړۍ د کلتوري ميراثونو په لړۍ کي شامل او ومنل شوه .
 
 د موګاو په سموڅو کي د رساميو يوه بيلګه
 
 پنځم : د تايشان غر : Mount Taishan
 
 د تايشان سپيڅلي غره ته تر ٢٠٠٠ دوه زره کاله پخوا زمانو کي د چيني امپراتورانو له خوا عبادت کيدۍ ، د هغه وخت مذهبي معمارانو او د ودانيو جوړونکو د هغه غره سره په هارموني او ورته والي کي د ودانيو د جوړولو هڅي کړيدي . دا مميزه په هند کي د ټولو مذهبي معمارانو د کار د يوه ځانګړي ميتود په ډول منل شويده ، خو د تايشان په غره کي د جوړو شويو ودانيو لپاره د بشپړي پيژند کلوي په توګه منل شوې ، او د زياتو معمارانو لپاره د يوه الهام په څير وه . د اسيمه د يومسکو له خوا په ١٩٨٧ ميلادي کال د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړۍ کي ثبت او ومنل شوه .
 
 د تايشان د غره يو معبد
 
 شپږم : د مينګ او کوينګ پاچاهانو ماڼۍ :
 Imeral Place of Ming and Qing dynasties
 
 د پر له پسې پنځو پيړيو لپاره دمينګ او کوينګ په چاهانو د هغه وخت د ستر ځواک په توګه د خپلي واکمنۍ د مرګز په حيث، يوه ستره ماڼۍ ودانه کړل چي د چيني امپراتورانو د قصر په نوم يې شهرت موندلۍ دۍ . په دي ودانۍ کي لږ تر لږه لس زره د کار کوټې او د استراحت ځايونه لري ، چي هنري ښکلي رسمونه او په زړه پوري نقاشۍ او شکلونه پکښي انځور شويدي . دا ودامۍ په حقيقت کي د مينګ او کوينګ پاچاهانو له وخته د هغوۍ د تمدن يوه څرګنده بيلګه ده ، چي د چين په تمدن کي د ستر ارزښت لرونکې ګڼل شويده . دا ماڼۍ په ١٩٨٧ ميلادي کال د يونسکو ادارې له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په توګه وپيژندل شوه .
 
 د مينګ او کوينګ پاچاهانو د ستري ماڼۍ يوه برخه
 
 اووم : سره مښتي غرونه او په چنجيډ کي د اوټ لاينګ عبادت ځايونه
 Mountain Resort and its Outlying Temples, Chengde
 
 د چين په هبۍ ايالت ( Hebei ) کي د کين پاچاهانو يو عبادت ځاي چي په ١٧٠٣ څخه تر ١٧٩٣ ميلبادي کال پور ودان شويدۍ ، د اداري ارزښت تر څنګ يې د هغو پاچاهانو د پلارنۍ هديرۍ په توګه اخلاقي او عقيدتي ارزښت هم درلود . هغه ودانۍ ځي په دې سيمه کي ودانه شويده ، د خپل ډول تر ټولو ځانګړۍ او بې ساري بلل شويده . د دې ودانۍ ښکلا بيا هغه وخت لا زياتيږۍ چي د پرله پسې او مښتو غرونو په لړۍ کي وليدل شي . دا سيمه په ١٩٩٦ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړۍ کي ومنل شوه .
 
 د اوټ لينګ عبادت ځای يوه برخه
 
 اتم : په لا ها سا کي د پوتالا ماڼۍ تاريخي ټولګه :
 Historic Ensemble of the Potala Palace, Lhasa
 
 د پوتالا ماڼۍ د دالي لا ما ژمنۍ ماڼۍ ده چي د اومي ميلادي پيړۍ راوروسته د يوه مذهبي سمبول په توګه کارول سويده ، چي د تبت بودا يې مذهبو لپاره لوړ او مقدس مقام لري . دا ودانۍ اداري او کلتوري ارزښت هم لري ، د ودانۍ د ښکلا لپاره بيلا بيل رنګونه کارول شويدي . او د دا لي لا ما د اوړني ما ۍ ودانۍ هن په دي ټولګه کي شامله ده . له همدي کبله يې پر هنري ارزښت برسيره مذهبي او اداري ارزښت هم تر لاسه کړيدۍ . د ودانيو دا ټولګه د يونسکو له خوا په ١٩٩٦ ميلادي کال د نړيوالو کلتوري ميراونو په لړۍ کي ثبت او ومنل شوه .
 
 د دا لي لا ما د ودانۍ يوه برخه
 
 نهم : د وډانګ په غرونو کي د لرغونو ودانيو ټولګه :
 Ancient Building Complex in the Wudang Mountains
 
 هغه قصر او معبد چي د وډانګ غرونوپه اړخ کي ودان شويدۍ ،له يوې خوا د هغو ټولو ودانيو مرکزي برخه او د شتون هسته جوړوي او له بل پلوه د يوونمينګ او کيونګ د پاچاهانو د هنري او کلتوري پير استازيتوب کوي . د وډانګ غرونه چي د چين په هوبۍ ايالت پوري اړه لري د ښکلو منظرو د لرلو په وجه او دهغه تر څنګ د يادو شويو ښکلو ودانيو شته والي ، چي د ١٤ څوارلسمي پيړۍ څخه بيا تر ١٧ اولسمي پيړۍ پوري يو د بل تر څنګ وداني شويدي ، د دې سيمي ارزښت لا زيات کړيدۍ . دا سيمه په ١٩٩٤ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميرا په توګه وپيژندل شوه .
 
 په غرونو کي دودانيو پر لور بره لار
 
 لسم : د ايمي غره څيړنيزه حوزه :
 Mount Emei Scenic Area
 د چين هيواد په سي چون ايالت کي د ايمي په نوم د بودايې مذهب لرغونۍ معبد چي په لومړۍ ميلادي پيړۍ کي ودان شويدۍ ، د يوشمير نورو عبادت ځايونو سره چي په هغه کي د لاشان بودايې معبد هم شامل دۍ ، د چين له نامتو مذهبي او او تاريخي سيمو څخه شميرل کيږي . همدا ډول په اتمه ( ٨ ) ميلادي پيړۍ کي د ستر بودا په نوم جوړه شوې ځانګړې ودانۍ چي د بودايې مذهب پيروانو ته د کالني جشنونو يوه ارزښتمنه سيمه بلل کيږي ، همدلته واقع ده . په هم دې سيمه کي ( ٧١ ) متره لوړه برخه کي يوه بودايې مجسمه هم شته چي د جوړيدو تاريخ يې څه ناڅه زرکاله وړاندو زمانو ته رسيږي . دا سيمه په ١٩٩٦ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړۍ کي ثبت او ومنل شوه 
 
 د ايمي غره د څيړنيزي حوزې يوه برخه
 
 
 يولسم : د سوزهاو پخواني ډول باغو نه :
 Classical Gardens of Suzhou
 
  نولسمي ( ١٩ ) پيړۍ پوري يو په بل پسې جوړشوي او رړزل شويدي . د دي باغونو يوه ځانګړتيا دا ده چي د چيني متافزيکي کلتور او رواياتو ديوه څرګند سمبول په توګه منل شويدي . دا سيمه د يونسکو له خوا په ١٩٩٧ ميلادي کال د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړۍ کي وشميرل شوه .
 
 د سوزهاو د باغونو يوه برخه
 
 
 دولسم : د پينګ ياو لرغونۍ ښار :
 Ancient City of Ping Yao
 
 دپينګ ياو ښار په چين کي د لرغونو سيمواو ودانيو د پاتي شونو له ډلي څخه يوه ځانګړی بيلګه شميرل کيږي. دا ښار د چيني ( هانانو ) د پاچاهي پير او دهغوۍ په وسيله ودان شوۍ ښار دۍ . د دې ښار په ودانيو کي د پنځو پر له پسې پيړيو هنري ښکلا او د خپل وخت مروج ظريف ودانيز مشخصات په خپلو ديوالونو او ودانيو کي ساتلي دي . دا ښار په (١٤ ) څوارلسمه ميلادي پيړۍ کي ودان شوۍ او بيا تر شلمي ميلادي پيړۍ پوري تر نورو ټولو ودانيو روغ او سالم پاته شويدۍ . يونسکو په ١٩٩٧ ميلادي کال د دي تاريخي ښار نوم د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړۍ کي ثبت او ومنۍ .
 
 د پينګ ياو ښار دلرغونو ودانيو يوه برخه
 
 ديارلسم : د ليژيانګ زوړ ښار ګوټۍ :
 Old Town of Lijiang
 
 دليژيانګ زوړ ښار ګوټۍ کاملا يوه ناهمواره توپوګرافيکي موقعيت لري ، خوپه زياتو تاريخي پيرونو کي د ورڅيرمه سيمو د سوداګرۍ ديوه ارزښتمن کلي په توګه کارول سويدۍ . د دي تر څنګ نظامي او ستراتيژيکي ارزښت يې د امپراتورانو او زبرځواکو واکمنانو لپاره په بيلا بيلو زمانو کي د پام وړ ګرځيدلۍ دۍ . په دي ښارګوټي کي د بلا بيلو کلتوري او تاريخي دورو نښي نښانې شته او ساتل شويدي . دا ښار په ١٩٩٧ ميلادي کال د يونسکو ادارې له خوا د نړيوالو کلتوري ميراونو په لړۍ کي وشميرل شو .
 
 د ليژيانګ د زوړ ښارګوټي يوه برخه
 
 څوارلسم : د هياوين معبد :
 Temple of Heaven
 
 په بيجين کي د لرغونو امپراتوريو د قربانيو محراب د( ١٥ ) پنځلسمي ميلادي پيړۍ په لومړۍ نيمايې کي ودان شويدۍ . د دۍ محراب شا او خواته نوري مذهبي ودانۍ شته ، چي يوشمير دا ودانۍ د ځانګړو کسانو په وسيله جوړي شويدي . د دې معبد په اړه داسي باور او تصور د چينيانو په منځ کي شته چي : دا معبد د خدای او هغو بندګانو تر منځ د يوځای کيدو سيمه ده چي په همدي معبد کي يې قرباني کړې وي . دا لرغونۍ معبد ديونسکو له خوا په ١٩٩٨ ميلادي کال د نړيوالو کلتوري ميراثو نو په لړۍ کي شامل او ومنل شو .
 
 د هيا وين معبد يوه برخه
 
 پنځلسم : په بيجين کي د امپراتور اوړنۍ بڼ او ماڼۍ :
 Summer Palace, an Imperial Garden in Beijing
 
 د بيجين اوړنۍ ماڼۍ په ١٧٥٠ ميلادي کال جوړه شوې ، خو تر يوې درنې ورانۍ وروسته په ١٨٨٦ ميلادي کال بيا له سره ودانه شويده . په دي ماڼۍ کي د دي سره سره چي د پخواني معماري طرز زياتي بيلګي شته خو د نولسمي پيړۍ ښکلۍ ډيزاين د ماڼۍ په بيلا بلو برخو کي څرګند بريښي . د ماڼۍ تر څنګ د دې ماڼۍ اړوند بڼ او هلته جوړ شوي عبادت خانې ، پلونه او د سيمي ننداريز ه ښکلا نور هغه د پام وړ ټکۍ دۍ چي د نړيوالو او سيلانيانو لپاره په زړه پوري ګڼل شويدي . دا سيمه په ١٩٩٨ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړۍ کي ثبت او ومنل شوه .
 
 د بيجين د اوړنۍ ماڼۍ اړوندي برخي
 
 شپاړسم : د دازيو ټپلني ( کنده کاري شوي ) ډبري :
 Dazu Rock Carvings
 
 د دازيو په حوزه کي د پرله پسې ټپلنو شويو ډبرو مخ له ورايه ليدل کيږي ، چي د جوړيدو تاريخ يې د نهمي ميلادي پيړۍ څخه بيا تر دبارلسمي ميلادي پيړۍ پوري رسيږي . هغه څرګندي علامي چي په برو کي جوړي شويدي ، او يا د ډبرو پر مخ ليدل کيږي ، د خپلي زمانې د ودانيو لپاره د يوه سنجول شوي ميتود څرګندويه برخه او بيلګه ده . د دې پلنو ډبرو څخه د بوديزم ، تاويزم ( Taoism ) او کانفوسيانيزم ( Confucianism ) د فکري تمايلاتو يو ځانګړۍ ورته والۍ ليدل کيږي . 
 
 د دازيو د ټپلنوډ برو د ودانيو يوه برخه
 
 او ولسم : د وويې غر :
 Mount Wuyi
 
 د چين په سهل ختيځو برخو کي د وويې غر واقع دۍ ، چي د هغه هيواد تر ټولو په زړه پوري ننداريزه سيمه ګڼل شويده . په دې سيمه کي د ( Nine _ Bend ) نيني بيند سيند ځانګړۍ موقعيت او دهغه تر څنګ ودان شوۍ معبد د دې سيمي ښکلا نوره هم زياته کړيده . د دې سيمي بل ارزښت په دې کي هم نغښتۍ دۍ چي د نوي کنفوسنيزم د مينځ ته راتللو او ودي کولو ټاټوبي په توګه منل شويدۍ ، په داسي حال کي چي د ځينو معابدو تاريخي جرړي يوه پيړۍ د ميلاد څخه وړاندي زمانې ته رسيږي . دا سيمه په١٩٩٩ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوالو کلتوري ميراثو نو په لړۍ کي ثبت او ومنل شوه .
 
 د وويې د غره يوه برخه
 
 اتلسم : د کينچينګ غر او د جيانژيان د اوبو لګولو زوړ سيستم :
 Mount Qincheng and the Dujiangyan Irrigation System
 
 د جيانژيان د اوبو لګولو سيستم د جوړيدوکار د ميلاد څخه درې پيړۍ وړاندي پيل شويدۍ . د اوبو لګولو په دې سيستم کي د مينژيانګ سيند تر کنترول لاندي راوستل شويدۍ . د همدې اوبو په مرسته د چينجدو ( Chengdu ) سيمي خړوبيږي . پر دي بر سيره د دې سيمي ارزښت په دې کي هم پروت دۍ چي د تاويزم ( Taoism ) د زيږيدو او ودي سيمه ده دا سيمه په ٢٠٠٠ دوه زرم ميلادي کال د يونسکو له خوا نړيوالو کلتوري ميراونو په لړۍ کي ثبت او ومنل شو .
 
 د جيانژيان د سيمي يوه برخه
 
 نولسم : د مينګ او کوينګ د امپراتورانو اړوند معبد :
 Imperial Tombs of the Ming and Qing Dynasties
 
 د مينګ او کوينګ امپراتورانو هديرې له دې امله په څلورو برخو ويشل شويدي ، چي د چين هيواد په څلورو ختيځو ايالتونو کي واقع شويدي . دا هديرې او عبادت ځايونه دڅوارلسمي ميلادي پيړۍ تاريخي يادګارونه شميرل کيږي . دا عبادت ځايونه د چين هيواد داولسونو لپاره د رمل او فال اچولو لپاره يوه باوري مرجع او د يقين ټاټوبۍ دۍ . د دې هديرو سره چي يو شمير ودانۍ جوړي شوي ، هغه هم د خپل پير مروج هنر او د معمارۍ ځانګړني لري . دا سيمه د يونسکو له خوا په ٢٠٠٠ دوهزرم ميلادي کال د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړ کي ثبت او ومنل شوه .
 
 د مينګ او کوينګ د هديرې يوه برخه
 
 شلم : د لانګمين ګاري :
 Longmen Grottoes
 
 د ډبرينو ګارو په تاقچو او سموڅو کي د لونګمين ارزښتمنه ټولګه چي د چينايې هنر يوه ځانګړې بيلګه ګڼل کيږي ، دچين د ختيځو ويې ( Wei ) او تانګ ( Tang ) د پاچاهانو په کورنيو پوري اړوند ګڼل شويدي ، چي د ٣٠٦ ميلادي کال څخه تر ٩٠٧ ميلادي کالونو پوري يې واکمني درلوده . په دي تاريخي ځای کي د بودايې پيرد نامتو مجسمو تر څنګ ستري نقاشۍ او رسامۍ چي پر ډبرو حک شوي لا تر اوسه ساتل شويدي . دا سيمه په ٢٠٠٠ دوه زرم ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړ کي ثبت او ومنل شوه .
 
 د لانګمين په ګاروکي د جوړوسويو مجسمو يوه برخه
 
 يوويشتم : د ان هوۍ _ کسيدي او هونګسون په سهيل کي پخوانۍ کلۍ :
 Ancient Villages in Southern Anhui - Xidi and Hongcun
 
 دوه کلتوري کلي چي د انهوۍ ? اکسيدي او هونګ سون په نوم ياديږي ، په چين کي د ورستيو پيړيو ګړي بيلګي په توګه منل شويدي . د دې کليو د سړکونو ډولونه ، د ودانيو جوړښت ، و د هغو ودانيو ډيکور او برابريدل او په ځانګړي توګه د کورونو په منځ کي د اوبو ساتنه او يا داوبو لپاره د کوهي بيلا بيل ډولونه په چين کي د ورستيو پيړيو د کليو استازيتوب کوي . دا سيمه په ٢٠٠٠ دوه زرم ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوالو کلتوري ميراونو په لړۍ کي ثبت او ومنل شوه .
 
 په چين کي د کلتوري پخوانيو کليو يوه برخه
 
 دوويشتم : د يونژيانګ ګاري :
 Yungang Grottoes
 
 د يونژانګ ګاري د ډاټونګ ( Datong ) په ښار کي جوړي شويدي . نوموړۍ ښار د چين هيواد په شانکسي ( Shannxi ) ايالت پوري اړه لري . د دې ټولګي د ګارو شميره ٢٥٢ ته رسيږي او په ټولو ګارو کي په ټوليزه توګه تر يوپنځوس زره زياتي مجسمې جوړي شويدي . د دې ګارو د جوړيدو چاري د تان ياو( Tan yao ) په وخت کي چي د واکمنۍ دوره يې پنځمه او شپږمه ميلادي پيړۍ په برکي نيسي ، تر سره شويدي . په دې ګارو کي د بودايې مذهب زيات شمير ارزښتمن اثار ساتل شويدي . د يونسکو ادارې په ٢٠٠٠ دوه زرم ميلادي کال دا لرغونې ټولګه د نړيوال کلتوري ميراث په توګه وپيژندل .
 
 د يونژيانګ د ګارو يوه برخه
 
 درويشتم : په کيوفوکي دکنفوسيوس معبداوهديره اودکوينګ کورنۍ ماڼۍ :
 Temple and Cemetery of Confucius and the Kong Family Mansion in Qufu
 
 هغه عبادت ځای ، هديره او کورنۍ ماڼۍ چي تر ميلاد وړاندي شپږمه او پنځمه پيړۍ کي د کيوفو په سيمه کي ودان شويدي ، د چين په ستر فيلسوف ، سياست پوه او ښوونکي کنفوسيوس پوري اړه لري . دا سيمه د چين هيواد په شاندونګ ايالت کي واقع ده . په دې سيمه کي زياتي تاريخ ودانۍ او عبادت ځايونه ودان شويدي ، چي تر ټولود پخوانۍ عبادت ځای تاريخ تر ميلاد ٤٧٨ کالونو وړاندي زمانو ته رسيږي . د کنفوسيوس د معبد پر شا او خوا د نورو زياتو ودانيو اثار هم شته ، چي په هغه وخت کي يې شميره تر سل زره ودانيو پوري رسيدل ، خو اوس يوازي يوسل او پنځوس وداني پاته شويدي . ، چي د زياتو ودانيو تاريخ تر ٢٠٠٠ دوه زره کالو پخوا زمانو ته رسيږي . دا سيمه د يونسکو له خوا په ١٩٩٤ ميلادي کال د نړيووال کلتوري ميراث په توګه ثبت او ومنل شوه .
 
 په کيوفو کي د کنفوسيوس د معبد يوه برخه
 
 څلورويشتم : درې موازي سيندونه د يونان ساتل شوې حوزه :
 Three Parallel Rivers of Yunnan Protected Areas
 
 د موازي سيندونو په نوم ياد شوۍ ملي پارک ، چي د همدې سيندونو په وسيله له نورو سيمو څخه بيل شويدۍ ، د چين هيواد په يونان ايالت پوري مربوط ده . دا سيمه اوولس ( ١٧ ) مليونه هکتاره پراختيا لري . دا درې موازي سيندونه د شمال لوري څخه د سهيل په لور بهيږي . دا سيندونه چي د ( Yangtze ) يانګتزي ( Jinsha ) ژينشها او ( Mekong ) ميکونګ او ( Salween ) سالوين په نومونو ياديږي ، د چين هيواد ښکلې او د سيلانيانو لپاره په زړه پوري سيمه ګل شويده . د يونسکو ادارې په ٢٠٠٣ ميلادي کال دا سيمه د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړ کي ثبت او ومنل .
 
 د دريو سيندونو يوه برخه
 
 پنځه ويشتم : د هوانګ شان غر :
 Mount Huangshan
 
 د چين هيواد د طبيعي منظرو څخه يو ښکلۍ غر چي د چين په ورځني ژوند او ورځنيو ادبياتو کي په بي ساري توګه ياديږي ، د هوانګ شان غره په نوم ياديږي . دا غر د خپل طبيعي چاپيريال په وجه چي داوبو ښکلو افشارونو او د ګلانو د بيلا بيلو ولونو او رنګونو له امله د زياتو سيلانيانو د پام وړ ګرځيدلۍ دۍ . د هوانګ شان غر د شپاړسمي ميلادي پيړۍ راوروسته دطبيعي ښکلا لرلو په وجه د نامتو ښکلي سيمي په نوم پيژندل شويدۍ . دا ښکلۍ غر د يونسکو له خوا په ١٩٩٠ ميلادي کال د نړۍ د کلتوري ميراثونو په توګه ومنل شو . 
 
 د هوانګ شان د غره يوه ښکلې برخه
 
 شپږ ويشتم : د لوشان ملي پارک :
 Lushan National Park
 
 په ژيان جکس ( Jiangxi ) کي د مونت لوشان د بودايې مذهب لرغونۍ معبد واقع دۍ چي د چين د لرغوني عقيدې ( کانفيسي ) زياتي بيلګي يې هم له ځان سره ساتلي دي . د مونت لوشان معبد د دې سره سره چي مذهبي ارزښت لري ، د ژيان جکس په داسي يوه برخه کي واقع شويدۍ چي هلته د ليدلو او کتلو پراخي او په زړه پوري سيمي شته ، او له همدي کبله د سيلانيانو د زياتي پاملرني وړګرځيدلۍ او هر کال په زرګونو سيلانيان دي سيمي ته ورځي . دا سيمه په ١٩٩٦ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په توګه ثيت او ومنل شوه .
 
 د لوشان ملي پارک يوه برخه
 
 اوه ويشتم : د ولينګيوان علمي - تاريخي سيمه :
 Wulingyuan Scince and Historic interest area
 
 دا سيمه څه ناڅه ٢٠٠٠ دوه زره پټه د بحر د سطحي څخه لوړه پرته ده . د چين د هونان ايالت چي د والينګيوان سيمه هم په همدي ايالت پوري اړه لري ، تر ٣٠٠٠ درې زره زياتي ډبريني لوړي څوکي لري ، چي ديو شمير لوړوالۍ تر دوه سوه متره پوري رسيږي . د دې سيمي بله ځانګړتيا دا ده چي په هم هاغه لوړو څوکو کي د اوبو طبعي حوضونه او په زړه پوري افشارونه شته ، چي د چين هيواد زړه وړونکي منظرې او د ليدلو وړ سيمي ګڼل شويدي . دا سيمه په ١٩٩٢ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړکي وشميرل شوه .
 
 د والينګيوان د سيمي يوه برخه
 
 اته ويشتم : د هوانګلونګ علمي تاريخي په زړه پوري سيمه :
 Huanglong Scenic and Historic Interest Area
 
 د سي چاون ( Sichaun ) ايالت شمال لويديځ لورته يوه پراخه وادي پرته ده چي د هوانګلونګ په نوم ياديږي . دا سيمه هميشنۍ واوره او واورين حيوانات لري ، چي د اوبو افشارونه او د لوړو ځايونو څخه د را پريوتو اوبو زياتي ښکلي سيمي اود هغو ځانګړۍ موقعيت د دې سيمي ارزښت لا زيات کړيدۍ .په دي سيمه کي يوشمير داسي حيوانات هم شته چي نسل يې دورکيدو له خطر سره مخامخ دۍ . د دۍ ډ لي حيواناتو څخه د بيلګي په توګه د (( سيچوان پت پزي بيزوګاني )) يادولای شو . داسيمه په ١٩٩٢ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په توګه ثبت او ومنل شوه . 
 
 په هوانګلونګ کي د ميشتو حيواناتو يوه بيلګه
 
 نه ويشتم : د جيوز ها ژيو علمي _ تاريخي په زړه پوري ساحه :
 Jiuzhaigou Valley Scenic and Historic Interest Area
 
 دا سيمه د بحر له سطحي څخه څه ناڅه ٧٢ دوه اويا زره فوټه لوړه ده ، چي په سي چاون ايا لت پوري تړلې ده . د دي وادۍ ښی اړخ ته تر ٤٠٠٠ څلوروزرو متره لوړي برخي هم شته . دا سيمه د بيلا بيلو ايکولوژيکي شرايطو په لرلو سره ځانګړي ارزښت لري . په خاصه توګه هغه درې بيلا بيلي ايکولوژيکي سيمي چي باريک او نرۍ مخروطي شکله د غرونو څوکي لري او دهغو تر څنګ د اوبو افشارونه د زياتو سيلا نيانو د پام وړ ګرځيدلي دي . دا سيمه په ١٩٩٢ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په توګه ثبت او ومنل شوه .
 
 د جيوزها ژيو د سيمي يوه برخه

باوري   

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006