دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په هند کي نړيوال کلتوري ميراثونه

هندوستان د نړۍ د لرغونو او سترو مدنيتونو خاوند هيواد دۍ . طبعي چاپير يال ، د زيار کښو وګړو تون ، په زغم د بيلا بيلو اديانو او دودونو شتون ، د نړۍ او نړيوالوغوښتونکې سيمه او نور هغه لاميلونه دي چي د لرغوني هند په تاريخ کي د بيلا بيلو پړاونو د ښکلا او پام اړولو لاميلونه ګرځيدلي دي .
د دي سره سره چي د هند په لويه وچه کي د لرغو نو زمانو د بيلا بيلو دورو ( د ډبري پير ، د برونزو پير ، د اوسپني پير ) او لرغونو مدنيتونو نښي او بيلګي په زياته پيمانه تر لاسه شويدي ، خو د يونسکو له لوري هغه سيمي او ټاټوبي د نړيوال کلتوري ميراث په فهرست کي شاملي ګڼل شويدي ، چي د ځانګړو مميزاتو لرونکي دي . په دي برخه کي د هغو نامتو کلتوري او طبيعي سيمو يادونه کو چي د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په توګه پيژندل شوي او منل شويدي . د يادوني وړ ده چي د دي نړيوالو کلتوري ميراثونو پيژندنه په دو برخو کي تر سرشويده ، لومړی نړيوال کلتوري ميراثونه او بيا په دوهمه برخه کي نړيوال مکس طبيعي _ کلتوري ميراثونه ګرانو لوستونکو ته پيژندل شويدي .
١ __ تاج محل : تاج محل د سپينو مرمرينو ډبرو څخه يوه جوړه شوې ښکلي ماڼۍ ده . دا ماڼۍ د هندي مغولي پاچا شاجهان په وينا و هغه ته د ګراني ميرمني په ياد د اګرې په سيمه کي جوړه شويده. د دې ودانۍ چاري د ١٦٣١ ميلادي کال څخه بيا تر ١٦٤٨ ميلادي کال پوري بشپړي شوې . تاج محل په هند کي د اسلامي ودانيو د يوه ښکلي او ستر هنر بيلګه ګڼل شويده . چي د هر ليدونکي پام ځان ته اړوي . د دي ماڼۍ په اړه د امريکا جمهور ريس (( کلنتن )) د خپل يوه رسمي سفر پر وخت د هند پارلمان ته وويل چي : په نړۍ کي دوې طبقي خلک شته لومړي هغه طبقه خلک دي چي د تاج محل ماڼۍ يې ليدلې ده او دوهم هغه طبقه خلګ دي چي د تاج محل ماڼۍ يې نه ده ليدلې ؛

د تاج محل ماڼۍ مخ لورۍ

٢ __ د ايلورا سمو څي ( مغارې ) : Ellora Caves
د ايلو را ګاري د ٣٤ بيلا بيلو صومعو او عبادت ځايونو ټولکه ده ، چي تر دوه کيلومتره زيات واټن مخ پر کښته پټه پر پټه په اورنګ اباد کي وداني شويدي . د دي ګارو د جوړيدو وختونه د هغو ودانيو سره په پيوند کي څرګند شويدي ، چي د ٦٠٠ شپږ سوه څخه تر ١٠٠٠ زر ميلادي کاله پوري ودان شويدي . دا ودانۍ د هندي تمدن ستري بيلګي ګڼل شويدي . د دي سموڅو ارزښت يوازي په دي کي نه دۍ نغښتۍ چي د عالي هنرونو بيلګي دي ، بلکي په دي کي هم دۍ چي د بيلا بيلو دينونو لکه د بوديزم ، هندويزم او جاينيزم د پيروانو لپاره په يوه ځای خو په ځانګړو برخو کي د ديني مراسمو د پر ځای کولو زمينه شته ، چي د دي اديانو تر منځ د زغم او تحمل لوړ کلتور او عالي بيلګه ګڼل سويده . دا سيمه په ١٩٨٣ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په توګه وپيژندل شوه .

د ايلو را سموڅي

٣ __ د اګرې ( اګره ) کلا : د تاج محل بڼ ته نږدې د شپاړسمي پيړۍ يوه ارزښتمنه ودانۍ چي د اګرې کلا په نوم ياديږي ودانه شويده . دا کلا د هندي مغولي پير يوه بله ښکلي ودانۍ ده چي ځني کسان يې د اګرې سره کلا هم بولي .دا ودانۍ د خپل ديوال سره يوځاې دوه نيم کيلومتره اوږدوالۍ لري . د اګرې کلا په دننه کي نوري ماڼۍ لکه د جهانګير ماڼۍ ، او د شاه جهان په وخت کي جوړ شوۍ خاص محل او د ديوان خاص په نوم ماڼۍ هم شته.
دا کلا په ١٩٨٣ ميلادي کال د نړيوال کلتوري ميراث په توګه د يونسکو په اداره کي ثبت شوه .

د اګري کلا  

٤ __ د اجنتا سموڅي : Ajanta Cave
د اجنتا سمو څي په نوموړي ځاي کي د بودايې دين لومړنۍ ودانۍ ګڼل شويدي . دا ودانۍ د ميلاد څخه وړاندي په دوهمه او لومړۍ پيړۍ پوري اړوند بلل کيږي . دۍ ودانيو د ګوپتا يانو امپراتورۍ په دوران کي ( پنځمه او شپږمه ميلادي پيړۍ ) هم زيات ارزښت درلود . په دي ټولګه کي د ودانيو تر څنګ د نقاشيو او رساميو او هم د مجسمو شتون او په هغو کي د بودايې مذهب هنري اغيزي ، په څرګنده د دي اثارو ارزښت زياتوي .د اجنتا ګاري د يونسکو له خوا په ١٩٦٣ ميلادي کال د نړۍ د هنري ميراثونو په لست کي ومنل شوې .

د اجنتا سموڅي
٥ __ د ماهابالي پورام د ودانيو ټولګه : Group of Monuments at Mahabalipuram
د پاکو ځايونو دا ټولګه د ( پالاوا ) پاچاهانو په مرسته جوړي سويدي ، چي په اومي ( ٧ ) او اتمي ( ٨ ) ميلادي پيړۍ پوري اړه لري . په دي ټولګه کي پرانستي او سر پټي عبادت ځايونه يواو بل ته مښتي جوړ سويدي . د دي لرغونو حرمونو يوه بله ځانګړتيا داهم ده چي نوموړي ودانۍ د ګنګاسيند دپيل په برخو کي ودان شويدي . په دي ودانيو کي په زرګونو مجسمې شته چي د شيوا يوه ستره ګالري هم ورته ويل کيږي .
د ودانيو دا ټولګه د يونسکو له خوا په ١٩٨٤ ميلادي کال د نړۍ په کلتوري ميراثونو کي ومنل شوه .

د ما هابالي پورام د ودانيود ټولګي يوه برخه

٦ __ د کونراک دلمر عبادت ځای : Sun tample , Konarak
د وړوکي بنګال سند پر غاړه ولمر ته د تلونکو د وينځلو چينه ( روزنه ) او د کونراک هغه ودانۍ چي د لمر رب النوع يا سوريا په وياړ جوړه شويده ، په څلورويشت حلقو کي داسي ډيکور شوې چي په سمبوليک جوړښت د شپږو ساعتونو استازيتوب کوي ، چي د دې ودانۍ ستره مميزه ګڼل کيږي . دا ودانۍ د يونسکو له خوا په ١٩٨٤ ميلادي کال د نړۍ په کلتوري ميراثونو کي شامل وشميرل شوه .

د کونراک د لمر عبادتځای  

٧ __ د فتيح پور سېکړۍ : Fatehpur sikri
دا ودانۍ د ١٦ شپاړسمي ميلادي پيړۍ په دوهمه ورستۍ کي د جلا الدين اکبر په وينا ودانه شويده( دۍ سيمي ته د انګليسي استعمار پر وخت د ويکتوريا ښار هم ويل کيدۍ . ) دا سيمه لږ تر لږه لس کاله د هندي مغولي پاچاهانو د امپراتورۍ پلازمينه هم وه . د عبادتځايونو او ودانيو دا ټولګه په يوه خاص انداز جوړه شويده چي د هند تر ټولو لوی جامع جومات هم د دې ودانيو په ټولګه کي شامل دۍ .د فتيحپور سيکړۍ د ودانيو ټولګه په ١٩٨٦ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په فهرست کي ومنل شوه .

د فتيح پور سيکړۍ ودانۍ

٨ __ د هامپي ودانيو ټولګه: Group of Monuments at Hampi
د واجياناګار ( Vaijayanagar ) شاهي کورنۍ په خپل ورستۍ پلازمينه هامپې ښار ګوټي کي ډيري کلکي او ستري ماڼۍ ودانې کړي وې . د هامپي ودانيو ټولګه د هندي دراويديانو ستر معبد دۍ ، چي د ١٤ څوارلسمي او ١٦ شپاړسمي ميلادي پيړۍ په اوږدو کي يې پوره دبدبه درلوده ، خو په ١٩٦٥ ميلادي کال دا ښار وران او تلا شو . د ودانيو دا ټولګه په ١٩٨٦ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړۍ په کلتوري ميراثو نو کي شامل وګڼل شو .

د هامپي ودانيو ټولګه

٩ __ په ګواه کي کليسا ګاني او د راهبانو ځايونه :
Churches and Convents of Goa
دا سيمه په هند کي د پرتګاليانو لومړنۍ پلازمينه وه . او په ځانګړي توګه د بوم جيسوس کليسا (( د سينت فرانسيس کساوير )) لپاره د انجيل تر ټولو لوی مرکز و . او داسيا بيلا بيلو هئيتونو به له همدې ځايه الهام تر لاسه کاوه . د ودانيو دا ټولګه په ١٩٨٦ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي شامل وګڼل شوه .

د ګواه کليسا او دراهبانو ځايونه

١٠__ د خاجوراهو ګروپ ودانۍ : Khajuraho Group of Monuments
د خاجو راهو عبادت ځايونه د ( چانديلا) سلسلې د واکمنۍ په دوران کي ودان شويدي ، چي د ٩٥٠ ميلادي کال څخه تر ١٠٥٠ ميلادي کالونو پوري زمانه په بر کي نيسي . خو د شلم ( ٢٠ ) معبد ودانۍ له پخوانيو دورو څخه شميرل شويده . د دريو واکمنانو په وسيله جوړي شوي ودانۍ د دو بيلا بيلو دينونو ( هندويزم او جيونيزم ) استازيتوب کوي . په دي عبادت ځايونو کي لوړي ، برجسته ، خو موزوني او متناسبي مجسمي په ښکلي ډيکور ځای پر ځای شويدي . د دي عبادتځايونو له جملي څخه د کندريا معبد ځانګړې ښکلا لري چي د هندي هنري ظرافت يوه ځانګړې بيلګه ګڼل کيږي . د خاجوراهو د ودانيو ټولګه په ١٩٨٦ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړۍ په کلتوري ميراثونو کي ومنل شوې .

د خاجورا په ودانيو کي د شته مجسمو يوه بيلګه

١١ __ په تهانجاپور کي د بري هاديسوارا معبد : Brihadisvara tample, Thanjavur
د تهانجا پور ستر معبد د ١٠٠٣ ميلادي کال څخه تر ١٠١٠ ميلادي کال پوري د راجا راجا په وياړ جوړ شويدي . دا معبد د هندي امپراتور ( چولاس ) د پير د ودانيو بيلګه ده . دا ودانۍ د لويو ديوالونو په وسيله احاطه شويده . د بري هاديسوارا معبد د دې ودانيو په يوه برخه کي ځانګړۍ ځای لري چي له نورو ودانيو سره متصل نه دۍ . د دي معبد لوړه څوکه چي د تاج په څير ليدل کيږي ، د معبد ديارلسم پوړ جوړوي ، چي څه ناڅه ١٦ متره لوړوالۍ لري . د معبد ټوله ديوالونه د مجسمو په بيلا بيلو ډولونو مزين شويدي .
د بري هاديسوارا معبد په ١٩٨٧ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړۍ کي وشميرل شو .

د بري ها ديسوارا معبد

١٢ __ د پا تا دا کال د ودانيو ټولګه : Group of Monuments at Pattadakal
پا تا دا کال او کارنا تا کا د هندي هنر د اومي ( ٧ ) او اتمي ( ٨ ) ميلادي پيړۍ ستري بيلګي دي ، چي د چالوکيا ( Chalukya ) کورنۍ د واکمنۍ پر مهال جوړي سويدي . د دي ودانيو په جوړښت کي د هند د سهيلي او شمالي برخو د ودانيو د جوړولو ټول هنري ظرافتونه يوځای شويدي . د دي ودانۍ په منځ کي هغه عبادت ځای هم شته چي د (ويروپاکشاه ) په نوم ياد شوي ، چي د ملکې (( لوکاما ها ديوی )) له خوا په ( ٧٤٠ ) ميلادي کال جوړ شويدۍ . دا معبد په ١٩٨٧ ميلادي کال د يونسکو له خوا په نړيولو کلتوري ميراثونو کي ومنل شو .

د پا تا دا کال د ودانيود ټولګي يوه برخه

١٣ __ د فيلانو سموڅي : Elephanta Caves
دا ځاي د سموڅو ښار په نوم هم ياديږي ، چي د بمبئې ښار ته نږدې د عمان خليج په يوه جزيره ډوله ځای کي ودان شويدۍ . په دي ودانۍ کي د ډبرين هنر ارزښتمني بيلګي شته . دا ودانۍ سر بيره پر دې چي د شيوا ( Shiva ) د نمانځني ځای دۍ ، يو بل ارزښت هم لري چي په هند کي د نيم کښو ( نيم رخ ) مجسمو هغه ځانګړې هنر ي بيلګه را پيژني ، چي د دې سموڅو په منځ کي جوړي شويدي .دا ودانۍ په ١٩٨٧ ميلادي کال د يونسکو په نړيوالو کلتوري ميراونو کي شامل وګڼل شوې .

د فيلانو سموڅو يوه برخه

١٤ __ په سانشي کي بودايې ودانۍ : Buddhist Monuments at Sanshi
د هند بهوپال څخه ٤٠ څلويښت کيلو متره ليري ديوې لوړي غونډۍ پر بر سر د شانسي عبادت ځاي ودانۍ ليدل کيږي . د دي ودانۍ په دننه برخه کي ډبرين ستونونه او په ماڼۍ او معبد کي زياتي صومعې جوړي شويدي . د دي ودانيو د جوړيدو زمانه دوهمه اودريمه ميلادي پيړۍ ښودل شويده . دا ودانۍ په دي سيمه کي تر ټولو لرغونۍ معبد ګڼل کيږي ، چي له پخوا زمانو څخه بيا تر ١٢ دولسمي ميلادي پيړۍ پوري يې ټولي هنري ځانګړتياوي ساتلي دي . دا ودانۍ په ١٩٨٩ ميلادي کال د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړۍ کي د يونسکو ادارې له خوا ومنل شوه .

په سانشي کي يو بودايې معبد

١٥ __ د ډهلي قطب منار او څيرمه ودانۍ : Qutb Minar and its Monument,s Delhi
د قطب منار د جوړيدو زمانه ١٣ ديارلسمه ميلادي پيړۍ ښودل شويده . دا منار د دهلي سهيلي لوري ته د څو کيلو متري په واټن جوړسويدۍ . منار ٧٢،٥ متره لوړوالۍ لري ، د لوړي برخي عرض يې ٢،٧٥ متره دۍ او قاعده يې ١٤، ٣٢ متره ده . دا منار د يوشمير نورو سيمو او ودانيو په وسيله احاطه شويدۍ .منار ته څيرمه په عليا دروازه کي د هندي او اسلامي هنر يوځای والۍ له وراه په سترګو کيږي ، چي په ١٣١١ ميلادي کال جوړه سويده . په دي ټولګه کي د کوټوال اسلامي جامع جومات هم واقع دۍ چي د شمالي هند تر ټولو پخوانۍ جومات پيژندل شويدۍ . يونسکو په ١٩٩٣ ميلادي کال د قطب منار او ده هغه منار څيرمه سيمي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي وشميرلې .

د ډهلي قطب منار

١٦ __ په ډهلي کي د همايون هديري ودانۍ : Humayun,s tomb, Delhi
په هلي کي د همايون هديره په ١٥٧٠ ميلادي کال جوړه شويده ، چي د منځنيو پيړيو د ودانيو د ځانګړي کلتور استازيتوب کوي . د دي هديرې سره يوځای يو ښکلۍ بڼ هم ودان او روزل شويدۍ چي پرله پسې پالنه يې کيږي . د همايون د هديرې دا ودانۍ د تاج محل ودانۍ ته څيرمه جوړه شويده . دا ودانۍ په ١٩٩٣ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړۍ د کلتوري ميراثو نو په لړ کي ومنل شوه .

په ډهلي کي د همايون د هديرې ودانۍ يوه برخه

١٧ __ په بودها ګايا کي د ما ها بودهی معبد ټولګه :

Mahabadhi tample complex at Bodh Gaya
د ما ها بودهي معبد د هغو څلوروغونډيو څخه پر يوې غونډۍ د ودانيو ټولګه ده چي يو وخت لار ښوونکۍ بودا پکښي ميشت شويدۍ . دا معبد په لومړي ځل د هندي ستر امپراتور اشوکا په وينا تر ميلاد درې پيړۍ پخوا جوړشويده . او په پنځمه او شپږمه ميلادي پيړيو کي له سره ځني بيا جوړوني په کښي شويدي . دا معبد د بودايې لومړنيو معابدو څخه شمبرل کيږي ، چي په انقطاعي ډول جوړ شويدۍ . دا ودانۍ د ګوپتايې پير د ودانيو يوه بيلګه ده . په ٢٠٠٢ ميلادي کال د يونسکو ادارې د ا معبد دنړيوال کلتوري ميراث په لړ کي ومنۍ .

په بود ها ګا يا کي د ما ها بودهي معبد

١٨ __ په بهيم بتکا کي ډبرين کورګۍ : Rock shelters of Bhimbetka
د بهيم بتکا ډبرينه پناه ګاه د ويندهيان ( Vindhyan ) غرونو په لمن کي چي د مرکزي هندوستان سهيل لوري ته واقع دۍ ، پرته ده . له دي ډ برين کورګي څخه د ميزوليتيک دورې اثار هم تر لاسه شويدي. خو هغه څه چي د زياتي پاملرني وړ ګرځيدلي دي هغه په دي ډبرين کورګي کي پر ډبرو حک شوي او طرحه شوي رسامۍ او نقاشۍ دي ، چي د بيلا بيلو تاريخي دورو استازيتوب کوي .
دا سيمه په ٢٠٠٣ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او ومنل شوه .

په بهيم بتکا کي ډبرين کورګۍ

دوهمه برخه
د هند پر لرغونو او تاريخي اثارو او ودانيو سر بيره يوشمير مکس کلتوري _طبيعي سيمي او ځايونه هم د نړيوال کلتوري ميراث په توګه د يونسکو له خوا پيژندل شويدي ، چي په دي برخه کي د هند دکلتوري _ طبعي نړيوالو ميراثونو لنډه پيژندنه کوو .

١٩ __ ماناس وحشي ژوندي مقدسات : Manas wildlife Sanctury
د ماناس غرني ژوندي مقدسات د هماليا د غرونو په لمن کي د ځنګلونو او شنو سيمو په غيږ کي د ارامۍ او هوسايې ژوند تيروي . په دي ډله ژونديو غرنۍ حيواناتو کي زمرۍ ، لنډه کي خوګان ، کرګدن ، هندي فيلان او د حيواناتو نور ډولونه ژوند کوي . دا سيمه د يونسکو له خوا په ١٩٨٥ ميلادي کال د نړۍ د کلتوري ميراثونو په لړۍکي شامله وګڼل شوه .

په هند کي د ماناس يوه بيلګه
 

٢٠ __ د کازرنګا ملي پارک : Kaziranga National Park
د اسام ايالت په زړه او د هند ختيځ لورته پرته سيمه ده چي په هغې کي بيلا بيل غرني حيوانات لکه : د کرګدن ګلې ، زمريان ، پړانګان ، فيلان د خرس بيلا بيل ډولونه او نور غرني حيوانات ژوند کوي .
دا سيمه د يونسکو له خوا په ١٩٨٥ ميلادي کال د نړيوال کلتوري ميراث په توګه وپيژندل شوه .

د کازرنګا ملي پارک يوه برخه

٢١ __ د کيو لاديو ملي پارک : Keoladeo National Park
د کيو لا ديو اوسنۍ ملي پارک په پخوا زمانو کي د مهاراجاګانو لپاره د هيليو دښکار ځای و . دې سيمي ته د بيلابيلو ګاونډيو سيمو څخه د الوتونکو بيلا بيل ډولونه چي شميره يې ( ٣٦٤ ) ته رسيږي د کال په فصلونو کي د تللو راتللو په حال کي دي . د افغانستان ، ترکمنستان ، سايبريا او نورو سيمو څخه الوتونکي دې پارک ته راځي .دا سيمه يونسکو په ١٩٨٥ ميلادي کال دا سيمه د نړۍ د کلتوري ميراثونو په لړۍ کي ومنل .

د کيو لاديو ملي پارک يوه برخه

٢٢ __ په ډار جيلينګ کي هماليا يې اور ګاډي لار :
Darjeeling Himalayan Rail way
په ډارجيلينګ کي د اورګاډي کرښه له هغه ځايه څخه تيريږي چي ډيري په زړه پوري ، ښکلي د ليدلو او کتلو سيمي لري . د اورګاډي دا کرښه په ١٨١٨ ميلادي کال د ترانسپورتي ستونزو له امله پرانستل شوی ده ، خو اوس د نړيوالو ګرځندويانو لپاره د ارامښت په زړه پوري سيمه ګڼل کيږي . دا سيمه د يونسکو له خوا په ١٩٩٩ ميلادي کال د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړ کي ومنل شوه .

د ډارجيلنګ د ښکلي سيمي يوه برخه

٢٣ __ د سوندار بان ملي پارک : Sundarban Natioal Park
د سونداربان ملي پارک د ګنګا سند دلتا ته څيرمه د بنګلديش لوري ته څه ناڅه ١٠٠٠ زر کيلو متره نږدې پروت دۍ . په دي پارک کي د نړۍ تر ټولو زيات وحشي حيوانات او الوتونکي شته . د دې ډلي حيواناتو څخه ځانګړي زمريان ، تي لرونکي اوبه ميشتي حيوانات ، بيلا بيل الوتونکي حشرات او خزندې يادولای شو . دا سيمه د يونسکو له خوا په ١٩٨٧ ميلادي کال د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړۍ کي ومنل شو .

د سوندار بان ملي پارک يوه برخه

٢٤ __ د ناندا ديوي ملي پارک : Nanda Devi National Park
د هماليا په لمن کي د نړۍ تر ټولو نامتو طبيعي سيمه د ناندا ديوي ملي پارک په نوم ياديږي . دا سيمه ځکه په دي نوم ياده شويده چي ( ناندا ديوي ) د دي غره لوړي څوکي ته چي ٧٨٠٠ متره لوړوالۍ لري رسيدلې وه . په دي سيمه کي د وحشي حيواناتو په ځانګړي ډول د واورين زمري ، هماليا يې هوسۍ ، او بحارال حيوانات ژوند کوي . داسيمه په ١٩٨٨ ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په توګه وپيژندل شوه .

د ناندا ديوي ملي پارک يوه برخه

باوري   

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006