دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د خپلواکۍ ملي پاڅون په مهال دکورنيو او بهرنيو حالاتو جاج

زيات شمير ليکوالو او مورخينو د افغانستان د خپلواکۍ په اړه زياتي او هر اړ خيزي ليکني کړي چي د هيواد د اوسني تاريخ وياړلې سرليک ګڼل سويدۍ . د خپلواکۍ جګړه د هيواد په تاريخ کي د يوه ارزښتمن اوښتون او د اولسي پاڅون په پايله کي ستر بدلون منل شويدۍ ، د همدي تاريخي ارزښت پر بنسټ نه يوازي د مورخينو لپاره د علمي تاريخي څيړنو يو بيله ونکۍ سرليک دۍ ، بلکي د بيلا بيلو علمي ، هنري او تخليقي څانګو د ليکوالانو د پوره پاملرني وړ باب دۍ چي په اړه يې په زړه پوري ليکنې کړيدي .

دخپلواکۍ جګړه د مورخينو لپاره د يوه تاريخي حيقيقت په تو ګه داسي پيښه ده چي جرړي يې په وړاندي زمانو کي شنې شوي ،وده يې کړي او با لا خره په 1919 ميلادي کال د يوه ملي پاڅون په بڼه د زياتو سرښندنو وروسته برياليتوب ته ورسيده . څيړونکي د دې جګړي بيلا بيلو اړخونو ته پام اړولې او ددې پاڅون د پوره پوهيدني لپاره يې بيلا بيل سر ليکونو غوره کړي دي ،زه په دي اړه يوازي د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د کورنيو او بهرنيو حالاتو جاج اخلم .

پخوا تر دې چي د جګړي پر مهال حالاتو ته را وګرځو اړينه ده چي د يوه تاريخي اصل يادولو ته پام واړوو ، د مورخينو له نظره ټولنيز اوښتون په ټولنه کي د ورو خو پرله پسې حرکتونو زبيښلې ( متراکمه ) نتيجه ده ؛ په ټولنه کي هيڅ بدلون منځته نه شي راتللاې تر هغه چي د پيښيدو شرايط يې نه وي برابر شوي . د دې مطلب مانا داده چي د هر اوښتون څخه وړاندي بايد ورو او بيله ځنډه خوځښتونه شوي وي ، څو اوښتون ته لاره پرانيزي . دهمدي اصل په نظر کي نيولو سره د دې خبري سپيناوي ته اړ تيا پيښيږي چي په رښتيا هم دهيواد د خپلواکۍ دبيا تر لاسه کولولپاره د يوه ملي پاڅون زمينه برابره وه او که دا هرڅه يوازي د يوي تبليغاتي کړنلاري د پلي کولو هڅي ؟

د هيواد د خپلواکۍ د بيرته اخستلو په مهال په هيواد کي د کورنيو حالاتو په اړه د ټولني واقعي انځور دا وو چي : د شاه امان الله تر واکمنۍ وړاندي د هغه پلار امير حبيب الله د هيواد چاري پر مخ بيولې . او په هيواد کي د امير عبدالرحمن خان په وسيله تامين شوې امنيت او د ټکني او ورو ودي او پر مختيا پلانونه يو په بل پسې عملي کيدل . په هيواد کي د يو شمير ښونځيو جوړيدل ، د ځينو اخبارونو او نشريو خپريدل ، د سياسي نظام او په نظام کي د منصبونو د صلاحيت ټاکل ،د هيواد دليرو ولاياتو سره د سياسي اړيکو تامينيدل ، د هيواد په لويو ښارونو لکه کابل ، کندهار ،هرات ، مزار شريف او جلال اباد کي د ځينو عمراني پروژو پيل کيدل ،او داسي نوري هڅي د يادوني وړ دي ، چي د تجدد د پاليسۍ لاس ته راوړنې بلل کيږي . خو هغه څه چي دا ټولي هڅي يې نيمګړي کړي او يايې تر سيوري لاندي راوستي وې ، هغه د شاهي کورنۍ او در بار په لوري زياته پاملرنه وه . د وخت د واکمنو کسانو زياته پاملرنه د دربار ښکلا او جلال ته ګرځيدلې وه ، د نوري نړۍ سره دسيالۍ په توګه يې د خپل دربار عظمت او لوړتيا غوښتل . د پاچا او د هغه د چاپير يال واکمنو به د تشريفاتي مناصبو زياتول او د زياتي دبدبې د پيدايښت په لار کي زياتو نوښتونو ته پام ساتۍ . په دې ډول افغانستان تر 1919 ميلادي کال وړاندي د کورني امنيت تر څنګ په ډير ورو ورو او ځنډ د ودي لاره وهله . همدي ځنډني پر مختګ د يو شمير روڼ اندو افغانانو د يو ځای کيدو او د چټکي ودي د غوښتلو په لور د روانيدو بهير سره مرسته وکړل .

هغه وخت چي د پاچا او د هغه د چاپيريال نورو واکمنو کسانو د پاچا له خوا د نوي اعلان سوي پاليسۍ چي د نوښت يا تجدد په نوم ياديدل ، د هغی پاليسۍ د عملي کولو تر نوم لاندي زيات پام د دربار د تجهيزاتو او تشريفاتو د سمبالتيا په لور وو ،له بلي خوا په هيواد کي د يو شمير روڼ اندو پټي ، ولي پرله پسې هڅي هم د پو هيدو وړ ګرځيدلي وي ، چي ډير ژر يې د درباريانو ناخوښي را بر ملا کړل . شاهي کورنۍ او د پاچا تر څنګ نور واکمنان د يو شمير هيواد والو د داسي غوښتنو سره مخ شول چي له يوي خوايې د نوښت ( تجدد ) د پاليسۍ سره سمون درلود اوله بلي خوا يو سياسي خوځښت بريښيدۍ . د تجدد پاليسي چي د امير حبيب الله تر لار ښونې لاندي پيل شوې وه ، په زياته پيمانه په دربار کي محدوده وه ، او د هيواد په په پيمانه يې خوځښت د پام وړ نه وو . خو کله چي يو شمير افغانانو د همدې پاليسۍ د پراختيا ترنوم لاندي غوښتني پيل کړې ، د وخت واکمنان يې د داسي دوو لارو په سر ودرول چي د منلو او يا نه منلو پريکړي ورته يوشان دروند والې درلود .

د نوښتګري پاليسۍ( تجدد ) د پراختيا لپاره لومړۍ هڅه د مولوي عبدا لروف کندهاري په مشرۍ وشول . د سراج الخبار انجمن يې جوړ کړ ، او بيا يې د سردار عبدا لقدوس خان په امر چي د پاچا رضايت هم وو يو اونيزه اخبار خپور کړ .په دې انجمن يا ټولنه کي چي مشري يې مولوي عبدالروف کندهاري کوله د هغه د مرستيال مولوي نجف علي خان په ګډون مولوي محمد سرور خان ،غلام نقشبند خان ، محمد اسحاق خان او يو شمير نورو يې غړيتوب درلود . د همدې ټولني په مرسته د سراج ا الخبار لومړۍ شماره په 1906 ميلادي کال له چاپه و وتله چي سمدستي د برطانوي هند واکمنانو د هغی د ځنډيدو او نه خپريدو غوښتنه وکړل .

دوهمه هڅه د مولوي محمد سرور خان واصف په مشري پيل شوه . ځينو مورخينو دې هڅي ته د مشروطيت لومړنې سازمان هم ويلۍ دۍ . مولوي واصف په حبيبيه ښوونځۍ کي يوه پټه غونډه جوړه کړه چي په هغي کي يې د پا چا په نوم يو ليک ترتيب او وليږۍ ، چي د هغه چمعيت د سر سپارنې او جسارته ډک عمل وو . دا ليک د پروفيسور غلام محمد ميمنګي په وسيله جلال اباد ته ورسيدۍ چي نتيجه يې د زياتو رشيدو او په وطن مينو افغانانو مړينه او شهادت وو . د هغوۍ له جملې چي د همدي ليک په خاطر و وژل شوه د بيلګي په توګه د مولوي واصف ، لعل محمد ، محمد زمان غلام بچه ، محمد ايوب خان پوپلزی او يو شمير نور يادولاي شو . په هر تر تيب د کورنيو حالاتو په اړه په لنډه توګه ويلای شو چي 1919 ميلادي کال وړاندي څو کالونو کي افغانستان د نوښت لومړنې ګامونه واخستل چي د دې نوښت ابتکار هم د پاچا او دهغه د چاپير يال په محدوده کي وو ، چي په ورورو خوخښت يې د لوړتيا لاره طې کوله . خو کله چي يو شمير روڼ اندو افغانانو له خوا د دې تجدد يا نوښت ګړنديتوب و غوښتل شو ، د دربار او دهغه د چاپير يال دريځ ډير سخت او د مقابلي لاره يې خپله کړه چي له بده مرغه د يو شمير وطنپالو افغانانو ژوند ته يې په پوره غضب او ناوړتيا د پاي ټکۍ کښيښود .

د خپلواکۍ په وخت د افغانستان او بهرنۍ نړۍ تر منځ اړيکي او حالات په خپل وار د خپلواکۍ په بيرته تر لاسه کولو کي ټاکلې ونډه درلودل . د نړۍ زورورو هيوادونو تازه د نړيوالي لومړۍ جګړي د ګټلو او بايللو ارزونه کوله ، هغه نړيواله جګړه چي د زورورو هيوادونو تر منځ د نړۍ د وروسته پاته هيوادونو د ويش پر سر پيل شوي او د يو شمير هيوادونو په ګټه پای ته رسيدلې وه ، چي د هغي جملي هيوادونو څخه يو هم انګلستان يا لويه بريطانيه وه ، هغه چي د نړۍ دزياتو برخو سره يوځای يې د هند لويه وچه هم لاندي کړی وه . هغه بريطا نيه چي دوه ځله وړاندي هم د افغانستان د بشپړ لاندي کولو په نيت يې خپل نظامي ځواکونه تر بيلا بيلو پلمو لاندي زموږ پر هيواد را خيژولې وه ، خو په دې غرني هيواد کي يې د ميشتو افغانانو د پر له پسې پاڅونونو توان نه درلود ، ځکه يې هر ځل پوره ماتي په برخه شوي او په سر ټيټۍ يې پښې له دي خاوري سپکي کړي وي . خو ورستې ځل پريښودل يې د انګليسي تدبير سره يوځای وه او هغه داچي د افغانستان کورنۍ واک يې د افغانانو حق وګاڼه ، خو د بهرنيو اړيکو صلاحيت يې د هغه وخت د افغانې واکمنانو په رضايت ( تر تحديد او فشار لاندي ) د انګليس ستري مليکې ته ورکړ . همدا د بهرنيو اړيکو د تامين محروميت هغه بنسټيز لاميل وو چي د انګليس او افغان دريمي جګړي ته يې لاره پرانستل .

هغه وخت د افغانستان په شمالي ګاونډ يانو کي تزاري روسيي چور او تالان ګډ کړي او د منخنۍ اسيا هيوادونه د روسي مهاجمينو له لوري يو په بل پسی لاندي کيدل . رو سيه چي د لومړۍ نړيواي جګړې يو بل ګټونکۍ لوبغاړي وو د نورو زوره ورو هيوادونو سره يې ، د رضايت سر هغه وخت وښوراوه چي په منځنۍ اسياکي يې د نظامي او اقتصادي ګټو تصديق وشو . له همدې جهته په افريقا او يا د اسيا په نورو برخو کي ورته امتياز ورنه کړل شو .يوازي د منځنۍ اسيا د هيوادونو په لاندي کولو راضي وساتل شوه . خو دا رضايت د مسلطو شرايطو لاندي ښودل شوي وو . په هر تقدير ، د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته تر لاسه کولو پر مهال د هيواد شمال د پخوانۍ تزاري روسيه او سهيل لوري ته لويه بريطانيه د دوو سترو او د نړۍ د زوره ورو هيوادونو په توګه داسي ګاونډي وه چي هرګړي او هره لحظه يو او بل ته په پوره دقت ځير وه .

د افغانستان په سهيل کي انګليسي ځواکونه چي د زياتي لاندي شوي نړۍ نماينده ګان بلل کيده له يوي خوا ، او له بلي خوا په شمال کي د امو تر څنډو رسيدلي روسي ځواکونو د قدرت داسي توازن ته زمينه برابره کړي وه چي په سياسي نړيوال حالت کي يې د منلو وړ شرايط درلودل . د همدي شرايطو پر بنسټ روسي او انګليسي زوره ورو دا منلې وه چي افغانستان د حايلي سيمي په توګه خپلواک پريښودل شي. خو انګليسي پاليسي جوړونکو د افغانستان د خپلواکۍ د منلو تر څنګ د هيواد واکمنان تر بيلا بيلو فشارونو لاندي په دي راضي ساتلي وه چي په بهر کي د نړيوالو مسايلو په اړه د انګليسي واکمنو سره مشوره حتمي ده .

دا مساله چي بهرنۍ اړيکي بايد د انګليسي ځواکونو سره په مفاهمه او د هغو په مشوره تنظيم شي ، خو کله ناکله به د هيواد واکمنانو د افغان ملت تر مخامخ فشار لاندي سرغړونه هم کوله چي د بيلګي په تو ګه په نړيواله لومړۍ جګړه کي د افغانستان بيطرفي يادولاي شو . د لومړۍ نړيوالي جګړې په وخت انګليسانو او المانيانو دواړو غوښتل چي افغانستان د يوه يا بل په ګټه جګړې ته ور ګډ شي ، خو لويې جرګې د امير حبيب ا لله خان څخه غوښتنه وکړه چي په جګړه ور ګډيدل د هيواد دګټو سره سمون نه لري ، بايد افغانستان بي پري او ناپيلۍ پاته شي . همداسي وشول افغانستان په لومړۍ نړيواله جګړه کي ناپييلۍ دريځ غوره او عملي کړ . حال دا چي د زيات شمير افغانانو هيله داوه چي جرمنې د جګړي ګټونکي شي ، دا په داسي حال کي چي د افغانستان دوه ستر ګاونډي په شمال کي تزاري روسيه او په سهيل کي لويه بريطا نيه د جرمني خلاف ټلوالي کي ګډي هڅي کولې .

د پورتنيو ليکل شوو مطالبو څخه چي په دوو برخو کي يې څرګندوني وشوي په لنډه توګه دا پايله تر لاسه کيږي چي : په هيواد کي دننه له يوي خوا د امير حبيب الله په وسيله اعلان شوې د نوښت پاليسي ( پاليسي تجدد ) او د بلي خوا د يو شمير وطنپالو افغانانو د سر ښندني په بدل کي د اصلاحاتو او په بهرنۍ پاليسۍ کي د خپلواک لرلو غوښتني د امير حبيب الله د سياسي واک دوره رالنډه او د نوښتګر پاچا امان الله خان د واکمنۍ لپاره يې زمينه برابره کړه . له بل پلوه په نړيوالو حالاتو کي د شوروي اتحاد په تاسيس د رقابت او

سيا لۍ نوي څپه را زيږيدلې وه چي د وروسته پاته هيوادونو لپاره د چل بله لومه د نويو شعارونو سره د وخت ځواکمنه نړۍ په دوو برخو ويشلې وه چي ددي نوي نړيوال انقطاب په شرايطو کي د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخستلو لپاره د ملي پاڅون د برياليتوب نړيوال شرايط هم برابر شول .

باوري   

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006