سلام فرهنګي ټولنه په هلند کي د افغاني کلتوري ټولني د هغي ياد غونډي د جوړيدو له امله چي د افغانستان د دو نامتو هنر مندانو اود هيواد د وياړلو لوبغاړو خدای بخښلو جان محمد پلار او استاد فضل محمد فضلي د تل ياد او نمانځني لپاره يې جوړوي ، کور ودانۍ وايې . د دې ترڅنګ مو باور دادۍ چي د دې غونډي په ترځ کي به د نوموړو استادانو د کار او زيار په اړه نوي څرګندوني ، هر اړخيز ي ليکني اوغوره ويناوي را بر سبره شي چي له يوي خوا به د هيواد په هنري تاريخ کي د هغوۍ اوچت دريځ را برملا شي او له بله پلوه به ځوان لوبغاړو ته د هغو پيچومو جاج څرګند سي چي زموږ په هيواد کي د هنر دې سترو مخکښانو د بلهاريو په منلو تر شا پره ايښي دي .
دريغه چي په هيواد کي دننه لا تر اوسه د کلتوري اداروچارواکو له لوري، د دې دويو وتلو استادانو د ياد غونډي په اړه د تياري څرک نه ليدل کيږي .
سلام فرهنګي ټولنه د دې غونډي ښاغلوبرخوالو ته وړانديز کوي چي : د همدې غونډ د برخوالو په نوم د افغانستان اړوندو چارواکو ته دايادښت ورسول شي چي ، په کابل ښار کي د ځوانو لوبغاړو د روزني لپاره (( د پکتا _ فضلي هنري ښونځۍ )) په نوم ديوه ښونيز مرکز د جوړيدو زمينه برابره کړي ، په دې ترتيب به هم د هيواد د دې نامتو استادانو ياد تل پاتي شي او له بله پلوه به د هيواد ځوانانو ته د هنر په دې څانګه کي د روزني وړ شرايط برابر شي.
د ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري